نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د پولیو د واکسین، شخړه
میرویس
22.04.2013
قدر منو لوستونو، اسلام علیکم
د پولیو، یا د ماشومانو د ګوزن د واکسین پر ډلو د پاکستان پر مختلفو علاقو کې پاکستاني افراطي ډلو حملې کړي، ترخو ددې واکسیناسیون مخه ونیسي.د افغانستان د کنړ او نورستان په ولایتونو کې هم ددې واکسین د مخنیوي د هڅو یادونې شویدي، خو د طالبانو د تحریک نطاق ذبیح الله مجاهد ویلي چې طالبان دا کار نه کوي، او که یې کولای، د ملک په نورو برخو کې به يې هم دا کار کړئ ؤ.
د پاکستاني او افغان طالبانو تر منځ د ګڼ شمیر توپیرونو نه یو هم همدغه د پولیو د واکسیناسیون په برخه کې سیاست دئ. د پاکستان طالبان هسې لاپې کوي چې د ملا محمد عمر آخند پیروي کوي، خو په حقیقت کې هغوی خپل کار کوي او د ملا محمد عمر آخند نه سر کښه دي.
ټول خلک باید خپل ماشومان واکسین کړي. که کوم ماشوم پدې مرض اخته شو او شل شو، بیا به د عمر تر پایه کړيږي، ځکه چې د پولیو مرض علاج نلري.
الله دې خیر کړي.
pattang
22.04.2013
ميرويس خانه بيا يوه شوکه!
وروره واکسين خو نيک کاردی هيڅ انسان يې بايد مخالفت
ونکړي! مخالفت = جهالت !!
خوداجهالت زمونږازلي په برخه ندی، بلکې زمونږ په قسمت
دغه جهالت باندېنويو اشغالګرو کړی دی !
وروره په دغو واکسيني خلکو کې ډېر د cia او isi مخبران
هم شته نو څکه يې کوز طالبان مخالفت کوي !
میرویس
23.04.2013
اسلام علیکم، ښاغلئ پتنګ
ستاسې خبره خو د اسلامي ارشاداتړ سره اړخ لکوي، ځکه چې اسلام وایي د خپل مسلمان ورور دفاع کوه.
دا پداسې حال کې درسته ده، چې مسلمان ورور دې امین، عادل، با انصافه، راست ګوی او صادق وي.
خو زما نظر بیا دادئ چې، اول زده کړه بیا کوزده کړه. که مسلمان ورور دې، دا پورتني صفات ونلري، تاسې یا فهمیده او یا نا فهمیده دهغه دفاع کوئ، نو خدای نه خواسته، ددروغ ګوی، نا سالم، او د لارې وتلې انسان په ننګه سړئ که نن وی او که سبا شرمیږي، او دغه ورورد سړي طوق لعنت ګرزي.
زه ستاسې د افغاني او اسلامي اخوت په روحیه آفرین وایم، خو تاسې د پاکستاني طالبانو دغه ټکئ چې تاسې ورته ازلي جهالت ویلئ، په خپلو سترګو وګورئ او په ژبه یې ولونۍ، نو به ستاسې د خوشباورۍ، او یا هم صداقت پټه درته ولکیږي:
======
محور ورځپاڼه: د پوليو کمپاين د ترهګرو له تبليغاتو متاثر شوی دی
| سې شنبه, 23.04.2013, 12:08 PM | (30 لیدل شوی)
په سرحدي سیمو کې وسله والو طالبانو ځايي خلکو ته خبرداری ورکړئ، چې د پولیو واکسین د مسلمان نسل د ختمولو کمپاین دی. دې خبرداري په افغانستان کې هم د واکسينو په بهير تاثير کړی دی.
په تېر مارچ میاشت کې د سرحدي سیمو له ډلې یوازې د کونړ په وټه پور، شیګل، سرکاڼو او ناړۍ ولسوالۍ کې ۱۲۳۰۰ ماشومان له واکسینو پاتې شوي وو.
په هغو سیمو کې چې د وسله والو اغېز پکې زیات برېښي د پولیو واکسین په اړه د ځينو کليوالو اذهان په بدلېدو دي
په دغو سیمو کې وسله وال د پولیو په اړه همدا منطق کاروي، چې پولیو د یهودیانو یوه پروسه بلل کېږي، چې د اولاد کمولو لپاره کارول کېږي
په سرحدي سيمو کې ځينو سرچينو محور ته ويلي، تر ډېره اوس وسله وال مخالفين داسې فکر کوي، چې د واکسين د کمپاين له لارې بهرنيان او ياهم افغان ځواکونه د دوی پلونه څارلی شي، نو له همدې وېرې له پولیو سره مخالفت ان ثواب بولي.دوی د جاسوسۍ په ارتباط هم تبلیغ کوي.
ډاکتر شمس الله قمر هم له محور سره په مرکه کې تائید کړه، چې دا ډول غلطې مفکورې او نظرونه په عامه اذهانو د غالبېدو په درشل دي. د ښاغلي قمر په وینا د پولیو د عملي کولو لپاره باید په یو نوي میکانېزم او تګلاره فکر وشي، چې ټولې خواوې د ماشوم د ژوند خوندي کولو ډاډ ورکړي
((د پولیو کمپاین باید سیاسي نشي. له بدمرغه ډېری خلک اندېښنه لري، چې هسې نه په ماشوم یې څه ونشي. په ډېرو سیمو کې ولس په تشویشي حالت کې دی، که د واکسین له بهیر سره مخالفت نه لري، پوره ډاډه هم ندي.))
ډاکتر شمس الله قمر زياتوي، دا چې له پولیو واکسین سره د نړیوالو ډېرې مرستې هم تړلې دي، نو باید سطحي ونه ګڼل شي.
د کونړ په لرې پرتو سیمو کې هلته چې پولیو تطبیق شوي هم دي، د قومي مشرانو هڅې له پامه نشي غورځېدای. ددې سیمو قومي مشران د څادرونو لاندې د پولیو ډبي انتقالوي، خو کله ناکله د وسله والو له بریدونو سره هم مخ شوي دي.
د ۱۳۸۹کال په کب مياشت کې د زابل ولايت تر کلات ښار پرته په ټولو سيمو کې د طالبانو له اعلان سره سم دغه کمپاين په ټپه ودرېد او په هغه ځل د واکسين هېڅ کمپاين تر سره نشو.
د پولیو له دورو په پاتې شوو ماشومانو کې د ناروغۍ احتمال څرک له همدې کېدای شي، چې په نسبتاً امن سیمو کې د پولیو واکسین په کال کې څلور دورې، خو په نا امنو سیمو کې په کال کې ان ۱۲ ځله پلی کېږي.
د ډاکترانو په وینا واکسين هغه کمزوری شوی وايروس دی، چې د ناروغۍ توان نه لري، خو دفاعي سيستم پياوړی کوي او د وجود مقاومت زياتوي، خو هر څومره چې ماشوم ته زيات تطبيق شي، په هماغه کچه د وجود مقاومت زياتوي.