د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په جنګیالیو کې د انتقام روحیې جګړه سخته کړې ده

pattang
22.04.2013

خــبرونه » محور ورځپاڼه

محور ورځپاڼه: په جنګیالیو کې د انتقام روحیې جګړه سخته کړې ده
| دوشنبه, 22.04.2013, 10:46 AM | (250 لیدل شوی)

[img:97be961473]http://www.taand.com/images/article/2013_04/39741/u26_1.jpg[/img:97be961473]

سید عبدالله نظامي
د افغان جګړې په مختلفو څنډو کې هغه کټګوري جنګيالي مخ په ډېرېدو دي، چې د انتقام په روحیه جګړه کوي. د کلیوالو په تقريباً نوي سلنه ګرځند ټليفونونو کې د محلي قوماندان زمري کاکا هغه ويډيو غږېږي، چې د ناټو چورلکه يې نسکوره کړې.
که څه هم ددې ډلې اهداف له نورو هغو سره په ټکر کې نه ښکاري، چې ارمان يې د نړیوالو او افغان ځواکونو ماتول او واک نیول دي، خو ډېری جنګیالي چې عمرونه یې له اتلسو کلونو کم دي په ساده ژبه همدومره وایي :(( ترڅو چې د وژل شوو خپلوانو غچ وانخلم نه غلی کیږم.))
د جګړې د کليوال وضعیت څارونکي وايي، دا به اسانه نه وي چې دغه ډله او کسان دې د سولې قاصدان په زاریو له جګړې راوګرځولی شي.
په افغان سوله کې د قطر، پاریس او لندن د همکارۍ غږ سولې ته هیلې وټوکولې او تمه ده، چې روانه جګړه به یو اړخه شي، خو د هغو جنګیالیو جګړه هم له پامه نشي غورځېدای چې د انتقام په روحیه جنګېږي او لیکي یې په پراخېدو ښکاري.
یوې سرچینې چې د طالبانو په لیکو کې د جګړه ییزو اهدافو پلټنه کوي محور ته ویلي، د پلټنې پر مهال یې له لسو ډېرو ځوانانو سره خبرې شوې دي، چې یوازې په انتقامي روحیه جګړه کوي :((موږ له لسو ډېرو داسې ځوانانو سره خبرې وکړې، چې ان لا ږیره او بریتونه یې هم نه وو راغلي. دوی د جګړې د اهدافو او تګلارې په اړه ډېر معلومات نه لري، خو د خپل پلار، تره، مور او د کورنۍ نورو غړو د وژنو انتقام را پارولي دي. دوی وایي، په جنګي لیکو کې داسې ډېر ځوانان شته چې خپل خپلوان یې وژل شوي دي.))
سرچینه وایي، دا به اسانه نه وي چې دغه ډله او کسان دې د سولې قاصدان له جګړې وګرځولی شي.
د نورستان د کامدېش ولسوالۍ د میردېش کلي شپاړس کلن اوسېدونکی عبدالرحمن چې لا یې فزیکي جوړښت هم د درنو وسلو ګرځولو ته ندی جوړ، وایي، د خپل پلار د انتقام لپاره ان مرګوني برید ته هم تیار دی :((زما پلار او یو ورور په هوایي بمبار کې وژل شوي دي، تر هغو چې مې د خپل پلار او ورور انتقام نه وي اخیستی په کرار نه کېنم. زموږ د کلي له ډېرو کورنیو سره زما په شان کیسه شوې ده.))
کله چې عبدالرحمن ته وویل شي، چې لا وړوکی یې او په کار ده، چې د پاتې نورې کورنۍ سرپرستي دې وکړې، د هغه ځواب همدا وي، چې پدې ډول خبرو زما ایمان نشي کمزوری کېدای.
د هغه د ډلې قوماندان مولوي ظاهر وایي، که څه هم موږ نه غواړو چې په جنګي لیکو کې مو کم عمره ځوانان را ګډ شي، خو د ځوانانو ځینې جذباتي پرېکړې لاره هواروي، چې پخپلو لیکو کې ورته ځای ورکړو.
د همداسې انتقامي روحیې یو جنګیالی راز محمد د کونړ د ماڼوګۍ ولسوالۍ په ولو تنګي کې جګړه کوي، چې د سیمې اوسېدونکي یې په اړه عجیبې او غریبې کیسې کوي.
د هغه کلیوال محمد زمین وایي، راز محمد د پلار په ګډون د کورنۍ غړي بایللي او هر وخت همدا شعار لري، چې پاتې ژوند ورته ارزښت نه لري او همدا ده چې په جګړه کې تر بل هر چا وړاندې وي.
د هغه کلیوال کیسه کوي، چې راز محمد تر اوسه په تېرو یوولسو کلونو کې یوولس امریکایي عسکر وژلي دي، خو هغه په ډېرو چاڼیزو او مخامخ عملیاتو کې ژوندی پاتې دی.
راز محمد ښوونځی ندی ویلی او په لیک لوست هم ډېر نه پوهېږي، خو یوازې انتقامي روحیې د جنګیالیو په لیکو کې ډېر مشهور کړی دی.
د پیچ درې د شوړیک سیمې اوسېدونکی زمری کاکا هم په زوړ ځان د جنګیالیو د لیکو د زمري لقب وړی دی.
زمری کاکا وروسته له هغې د جنګیالیو د لیکو ملا ور وتړله، چې کور یې په هوایي بمبار کې له خاورو سره خاورې شو.
د زمري کاکا ویډیوګانې اوس د کونړ په هره دره کې ځوانان د جیب په موبایلونو کې ګرځوي او د طالبانو له حماسي ترانو سره د زمري کاکا هغه ویډیو بیخي ډېره مشهوره ده، چې د ناټو پوځي او اکمالاتي هیلي کوپتر یې پکې وېشتلې ده.
د کونړ اوسېدونکي وایي، تر تحقیقاتو وروسته معلومه شوې، چې په اسداباد کې د ملي امنیت په کارکوونکو او په شیګل کې په امریکایي عسکر د برید کوونکو میرمنو کورونۍ هم د همدغه ډول پېښو قرباني وې.
د چارو شنونکي وایي، اوس چې له نړیوالو افغان ځواکونو ته واک لېږدول کېږي، نو ورته پېښې د افغان ځواکونو پر وړاندې په مثبتو او منفي غبرګونونو کې مهم رول لرلای شي.
په افغانستان کې د الجزيرې د عربي ژبي تلویزیون مشر ولي الله شاهین وايي، افغانان ډېر څه د خپلو روایاتو په اساس کوي او کله چې دودونه او رواجونه د سیاستونو ښکار شي، نو قرباني ته له غچ پرته بله لار نه پاتې کېږي.


اتل
10.05.2013

پتنګ ګله وروره، اسلام علیکم

د افغانستان اسلامي امارت، تل د جهاد خبرې کوي، خو دوی خپل جهاد په ناروا او حرامو شیانو چې د اسلامې ارشاداتو او افغاني عنعنې خلاف دي، پلید او عبث کوي، ځان ګنهکار کوي او د اسلامي ارشاداتو له دایرې نه وزي.

پتنګه وروره، دادي تاسې یې بله بیلګه وړاندې ګړه. انتقام جهاد ندئ، جهاد خاص او خاص د الله په لاره کې دئ، نه غچ اخیستل، نه بې ګناه انسانان قتلول، نه ځان مرګي حملات او بیا د اشتهاد نو پرئ ايښودل او نه جنګ د قدرت دپاره.
آلله مو وبښه پتنګه.


pattang
11.05.2013

[quote:db1b893904]پتنګ ګله وروره، اسلام علیکم
د افغانستان اسلامي امارت، تل د جهاد خبرې کوي، خو دوی خپل جهاد په ناروا او حرامو شیانو چې د اسلامې ارشاداتو او افغاني عنعنې خلاف دي، پلید او عبث کوي، ځان ګنهکار کوي او د اسلامي ارشاداتو له دایرې نه وزي.[/quote:db1b893904]
ستا سره وروره زما خوله وچه شوه اوس به کرښي ديالوګ
درسره کوم !
- افغانستان اشغال دی اوکه نه ???
..................................................
- ښه نو طالبان څه وکړي ??
.......................................................

[quote:db1b893904]پتنګه وروره، دادي تاسې یې بله بیلګه وړاندې ګړه. انتقام جهاد ندئ، جهاد خاص او خاص د الله په لاره کې دئ، نه غچ اخیستل، نه بې ګناه انسانان قتلول، نه ځان مرګي حملات او بیا د اشتهاد نو پرئ ايښودل او نه جنګ د قدرت دپاره.[/quote:db1b893904]
- که افغانستان اشغال شوی بولې نو اولس څه وکړي ??
.....................................................
*** زه اوس ځواب درځخه په لنډو جملوکې داسې غواړم لکه زما سوالونه !!


اتل
13.05.2013

اسلام علیکم، پتنګه وروره!
د یوې ساده مسئلې نه د بسو ګۍ واده جوړ کړې.
پدې خو ډیر غږیدلي یو، څه چې طالبان یې کوي، جهاد نه، لړایي ده.

هو، طالبانو د القاعدې له لارې بین المللي قوتونه راوستل. اوس دې طالبان القاعده او نور ترورستان زموږ د ملک نه وشړي، خارجي قواوې خود په خود، د افغانستان نه وزي خیر خیرت به شي.
الله دې مل سه.


pattang
13.05.2013

[quote:7ff82ec912]اسلام علیکم، پتنګه وروره!
د یوې ساده مسئلې نه د بسو ګۍ واده جوړ کړې.[/quote:7ff82ec912]

ټول بحث او فوروم د بسوګۍ داده ده او خونديې هم پردې
کې دی چې راون دی او روان دی خو دمنطق او فلسفې
ځای بايد پکشې چټل نشي !!

[quote:7ff82ec912]پدې خو ډیر غږیدلي یو، څه چې طالبان یې کوي، جهاد نه، لړایي ده.[/quote:7ff82ec912]

جهاد دی او که ندی زه شيخ الحديث نه يم خودطالب وارونه
او جنګونه دهغوی په وړاندې کېږي چې زمونږ هېواد يې
اشغال کړی او هيڅ قانوني حق نلري نوڅه چې طالب کوي
هغه د ازادي په کلچر کې پروت دی نوکه جهاد وی او
که نوي زما يې پرې څه !!!!!!!!!!!!

[quote:7ff82ec912]هو، طالبانو د القاعدې له لارې بین المللي قوتونه راوستل. [/quote:7ff82ec912]

داخو يو تور تهمت په طاقت د ځلورو دی ، اشغالګرو هسې
لکه په عراق او اوس په سوريه کې خوشې پلمه غوښته !!
د 9/11 عاملين په غرب کې وو نه په افغانستان کې ....

[quote:7ff82ec912]اوس دې طالبان القاعده او نور ترورستان زموږ د ملک نه وشړي، خارجي قواوې خود په خود، د افغانستان نه وزي خیر خیرت به شي. [/quote:7ff82ec912]

ګوړه ګوړه يادوه خوله به دې خوږه وي ، که افغانۍ لرې په
ايرو او يا په دالرو يې بد لوه چې صلبيان ووڅي افغانۍ د بيا
قيمت نلري او پيسې به د په انفلاځيون کې ورکې شي !!

[color=red:7ff82ec912]ناځوانه زما دسوالونو ځواب د رانکه ، لکه
چې د فاسد رژيم خورا لحاظ کوې او احترام يې لرې !!! [/color:7ff82ec912]


اتل
17.05.2013

پتنګ صاحب، اسلام علیکم
ته چې شیخ حدیث نه یې ، نو بیا په طالب، اسلام او جهاد مه غږیږه، څکه چې طالب خو داسلام نه د ولس پرخلاف د حربې په توګه کار اخلي. ته پخپله د جهاد او آزادۍ د جنګ په برخه کې د تذبذب د مخمصې په دوربل کې ایساریې.

د ۹/۱۱ عاملین په غرب کې نه، بلکه په افغانستان کې وو. د افغانستان، نه د ۹/۱۱ پلانونه طرح شول او اوامر یې هم لدې ځایه صادر شول.ته تجاهل عارفانه کوي، او ولس د تور او سپین توپیر کولای شي. ستاسې دا ادعاګانې د ولس تعقل ته سپکاوئ دئ. ولس ډیر ښه پوهیږي چې تاسې دا خبرې ولې کوئ.

له یوې خوا د وطنپرسټئ ټټر وهي، له بلې خول د ډالر سره عشق او همرازي کوي.


اتل
17.05.2013

[quote="اتل"]پتنګ صاحب، اسلام علیکم
ته چې شیخ حدیث نه یې ، نو بیا په طالب، اسلام او جهاد مه غږیږه، څکه چې طالب خو داسلام نه د ولس پرخلاف د حربې په توګه کار اخلي. ته پخپله د جهاد او آزادۍ د جنګ په برخه کې د تذبذب د مخمصې په دوربل کې ایساریې.

د ۹/۱۱ عاملین په غرب کې نه، بلکه په افغانستان کې وو. د افغانستان، نه د ۹/۱۱ پلانونه طرح شول او اوامر یې هم لدې ځایه صادر شول.ته تجاهل عارفانه کوي، او ولس د تور او سپین توپیر کولای شي. ستاسې دا ادعاګانې د ولس تعقل ته سپکاوئ دئ. ولس ډیر ښه پوهیږي چې تاسې دا خبرې ولې کوئ.

له یوې خوا د وطنپرسټئ ټټر وهي، له بلې خول د ډالر سره عشق او همرازي کوي.زه بیا درته وایم هغه خلک چې د غج اخیستنې او نورو ملحوظاتو پر بنا جنګ ته وردانګي او بیا وایي چې جهاد کوی، د ترکستان په لاره روان دي.دا جهاد نه، بلکه لړایي ده.


د انتقام په باره کې!

تيمور
17.05.2013

سُوۡرَةُ الاٴحزَاب

وَلَا تُطِعِ ٱلۡكَـٰفِرِينَ وَٱلۡمُنَـٰفِقِينَ وَدَعۡ أَذَٮٰهُمۡ وَتَوَڪَّلۡ عَلَى ٱللَّهِۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَڪِيلاً۬ (٤٨)

ترجمه: او مه منه (حکم) د کافرانو او منافقانو او برېږده ضرر د دوی (په انتقام اخیستو کښې) او توکل وکړه پر الله، او بس دي الله وکیل (کار جوړوونکی).

یعنی کله چې الله تعالی تاسې ته داسې غوره او منتخبه جماعت عنایت فرمایلي دي نو تاسې د هیڅ یوه کافر او منافق او د نورو چټي (بیکاره) ویلو پروا که کوئ، او پرېږده ضرر د دوی په انتقام اخیستلو کښې او توکل وکړه پر الله تعالی.
انتقام اخیستل د اسلام د مبارکو ارشاداتو په رڼا بالکل حرام او ناروا دي، نو مونږ د یو مسلمان په صفت باید چې د الله تعالی مبارک احکام ومنو.

نه د هر جاهل، منافق او کذاب سړی.
والسلام،


اتل
20.05.2013

تیمور وروره، اسلام علیکم
ورورجانه، پتنګ ته چې هر څومره ووایي، هغه د خپل خره نه، نه راښکته کیږي. په پتنګ ورور سر خوږول بې ځایه دي. د هغه نظر دغه لاندې دئ چې ما کټ مت را نقل کړیدئ:
[دازادي لپاره هر عمل روادی ، دلته که يې جهاد بولې او ترور دواړه دازادي
لپاره يو ډول دي !

جهاد : = ترور او يا جهاد =/ ترور په کتابي ډول فرق لري خو دازادي لپاره
دواړه دوښمن ته ضربه ده او روا ده !
ولې زمونږ د ازادي لپاره ترور په قوس () کې ونيول شي] !
پتنګ صاحب چې خپل نظر تر اسلامي ارشاداتو جګ ګڼي او پخپله فتوی ورکوی چې روا دئ، نو بیا به څوک څه پکې ووایي؟

پتنګ صاحب دا هم وايي چې هغه شیخ حدیث ندئ، او په اسلام کې چندان وارد ندئ، خو فتواوې ورکوي؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more