د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د کرزي د حکومت منفي او مثب کارونه

larghonay laraway
20.04.2013

السلام عليکم!
د ولسمشر کرزي د حکومت مامورين يا پلويان چې په هره رسنۍ کې د کرزي پلوي کوي نو يوازې همدا يو څو ټکي يې د ژبې ورد دي چې اساسي قانون، پارلمان، سرکونه او د افغانيو لوړه بيه ده.
راځئ په دې بحث کې يې سره معلومه کړو چې کرزي او حکومت يې دخپل ماموريت په اوږدو کې دې هېواد ته ګټه ډېره رسولې او که تاوان.

منفي کارونه يې په تور او مثبت په شنه رنګ سره جلا کړئ!


tandar
20.04.2013

کرزي دافغان خاص بيا دپښتون غيرتي نوم اونشان ترخاورو لاندي کړي
ددويم شاه شجاع نه دخاوري دازادي اوملت ته د خدمت توقع وخت ضايع کول دي
يوسړي چه داشغالګرو له خوا دمشر په توګه تعين شوي وي او دهر کار دعملي کولو هدايت ورکول کيږي نو دټولو اعمالو مثبت او منفي اړخونه هم په کرزي پوري ارتباط نشي نيولي
داسوال بايد داسي مطرح شوي وي
اشغالګرو دخپل اشغال په دوران کي افغانستان او افغان ولس ته څه وکړل ؟
ا، خاوره يې ودانه کړه او که ورانه ؟
٢، ملت يې څو فيصده له بدبختيو وژغوره ؟ او که هره ورځ وژل اوټکول ادامه لري ؟
٣، دافغان داستقلال مغروريت تر پښو لاندي شو او که وساتل شو ؟
٤، دنړي دقدرتونو په اشغال او موجوديت سره افغانستان په اصلي حالت پاتي اوکه ايرانيانو او پنجابيانو خپلي سرحدي پوستي په کيلومتري راوړاندي کړي ؟
اوس نود شاه شجاع کرزي دولسمشر په حيث صفتونه راته بيان کړه ؟

دcia او isi لاسونه دافغا ن په وينو سره دي


larghonay laraway
21.04.2013

تندر صيب تاسو په خپله هم ويلي چې کرزی د اشغالګرو له خوا مشر تعين شوی نو بيا مو نورې خبرې اضافي دي. ځکه کرزی یعنې اشغالګر او اشغالګر يعنې کرزی.
راځئ همدغه د امريکا د استازي چې افغانستان ته يې مشر کړی مثبت او منفي کارونه وشمېرو او له اضافي خبرو تېر شو!
منفي چارې په تور او مثبت په شنه رنګ
دا ګز او دايې هم ميدان


tandar
21.04.2013

داهم دکرزي داعمالو تحفه ده چه د ٧٥ فيصده ملت سره يې دجنايت او خيانت په لار قدمونه اخيستي
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
د اباسین ارمان ارمان د ليکنې لنډيز:
کرزی وړ مشاورين نه لري!
پښتانه کدرونه يې ګوښه کړي، رټلي او شړلي
رسنۍ يې سانسور کړي چې ملي مسألې مطرح نه کړي؟
په دويمه دوره کې يې ټول تصميمونه د پښتنو پر ضد دي!


pattang
21.04.2013

[quote:ccf6a688c5]السلام عليکم!
د ولسمشر کرزي د حکومت مامورين يا پلويان چې په هره رسنۍ کې د کرزي پلوي کوي نو يوازې همدا يو څو ټکي يې د ژبې ورد دي چې اساسي قانون، پارلمان، سرکونه او د افغانيو لوړه بيه ده.راځئ په دې بحث کې يې سره معلومه کړو چې کرزي او حکومت يې دخپل ماموريت په اوږدو کې دې هېواد ته ګټه ډېره رسولې او که تاوان[/quote:ccf6a688c5]

مسبت خو نلرې قلم پرې ستړی کيږي
پر دې مردار دسړي خپله خوله سپکېږي


larghonay laraway
22.04.2013

السلام عليکم!
ياره که زما منۍ له اوږدو پرپړو تېر شئ ځکه چې هيڅوک دومره وخت نه لري چې په يوه موضوع اوږده مقاله وليکي. لږه يې لنډه ليکئ!
پتنګ صيب ليکلي چې قلم پرې ستړی کېږي.
خو زه وايم اوس د کرزي يو شمېر تاليڅټو هڅې پيل کړي چې کرزي ته د اوړو پوزه کېږدي او ټول جنايتونه يې يو سپېڅلی هدف وښيي.
راځئ چې کرزی وتلو !


حمید هڅــاند
22.04.2013

[color=green:e2645f5ed5]
۱) نسبي ازادي؛
۲) د قومونو ترمنیځ نسبي یووالی؛
۳) د خلکو وېښېدل؛
۴) علم او پوهې ته مخه کول؛
۵) یو لړ پرمختګونه لکه د اړیکو وسائيل، ترانسپورتېشن، د زده کړې تاسیسات او نور رامینځته کېدل.

البته دا د نظام ښېګڼې دي، نه د کرزي.
[/color:e2645f5ed5]

۱) د پرمختګ ظرفیت کمول؛
۲) افغانستان چې باید چیرته رسېدلی وای، ونه رسېدی؛
۳) افغانستان د فساد او مافیا منګولو ته سپارل؛
۴) یو ځل بیا د نفاق اور ته لمن وهل؛
۵) افغانستان پر بهرنیانو متکي کول؛
۶) د افغانستان د ممکنه ازادۍ مخه ډب کول
او په لسګونو نور.

درنښت


Samsor Afghan
22.04.2013

ډيره ګټوره لیکنه ده راځی قضاوت په حقایقو وکړو نه په شخصی یا ګروپی ګټو

زه مخکی له دی چی د کرزی د حکومت په مثبتو او منفی ټکو خبری وکړم تاسو ته یو
مثال د یو موډل په توګه تاسو ته وړاندی کوم

موډل: ( په دی موډل کی کلی دنیا او کور هیواد دی او همدا راز پلار خاوره ده)
د یو پلار په ځمکه پروت دی او هیڅ یی په وس که نه شته
دا پلار ۸ زامن لری او ۷ هغه زامن چی ده ډیر مټ پری کاوه هغوی نور د پلار په قصه کی نه دی او ددی پلار په ناکمی او بی وزلی له نورو همسایګانو هم پیسی تر لاسه کوی.
د ۷ زامنو د پلار داسی دارایی چی همسایګانو ده ته چپ هم نشوای کتلای ټوله همدو ۷ بی غیرتو زامنو په همسایګانو خرڅه کړله .
دا پلار په ډير بی وزلی حالت کی پروت دی څوک یی په پښو ورخیژی او څوک په لاسو خو دا پلار یو ډیر کمزوری نا توانه خو ډیر وښیار زوی لری.
دا زوی ددی توان نه لری چی دا پلار په یوازی ځان له ځمکی را پورته کړی خو دی له خپل عقل نه کار اخلی او دا فکر کوی چی په کلی کی له نورو مالدارونو کار و اخلی.
اوس خبره دا ده چی
له یوی خوا پلار په ځمکه پروت دی
او له بلی خوا
دا د کلی مالداران ظالمان به هم له ده سره خوشی نه راځی هتما به د کوم توربور چی دده کور ته نیژدی کور لری یو څه په ژړه کی ورته لری.

خبره را لنډه وم
دا مالدارن راځی دده د پلار کور ورته جوړی د بل توربور له ظلم نه یی خلاصوی کومک ورسره کوی تر څو په راتلونکو کی دده د پلار محافظت وکړی.

اوس تاسو راته وه وایاست دا پلار مړ شی ښه ده که د خپل لری توربور د مرستی لاس ونیسی په داسی حالت کی چی هغه مالداران هم دده په مرسته کی اهداف لری؟

په ډیر زیات درناوی


pattang
22.04.2013

انډيواله دغه موډل دې غيرې منطقي دی !
موډل يې مه بوله !
داسې ووايه چې دمسال په ډول .............
ځکه موډل بل ډول روا بط او عملي بڼه لري !
موډل دې reversible Process ندی بلکې يو کليوال
مسال دی !


larghonay laraway
23.04.2013

السلام عليکم!
پتنګ صيب زه هم ستاسو خبره تاييدوم چې موډل يې غير منطقي دی.
ځکه چې اوو زامنو هيڅ هېواد ته د خرڅلاو رسمي او قانوني سند نه ؤ ورکړی خو ده له امريکا سره ستراتيژيک تړون حتی د ده د حکومت په لومړيو کې لاسليک کړی دی چې قانونی د کورنيو چارو وزير ؤ. او داسې سند چې هغوی به دلته وژل، وهل اوسپکول کولی شي.
د غير منطقي توب دويم دليل:
اوو زامنو ته د جګړې لپاره پيسې ورکول کېدې نه د بيا رغونې او نوې جوړونې لپاره!
په داسې حال کې چې ده ته د بيا رغونې اونوې جوړونې لپاره پيسې ورکړل شوې خو اوس که مقايسه وشي نو هغوی په خپلو اخيستل شويو پيسو کې خيانت نه دی کړی. ځکه هغوی ته د جګړې پر سر پيسې ورکول کېدې او ښه توده جګړه يې کړې ده!
همدا راز هغوی د خپلو واکمنيو پر مهال ايله بيله يو څو کورونه ښه جوړ کړي او اخيستي يا نيولي خو ده !
راشه که تودېږې د افغانستان درې حصې غرونه او يوه حصه هواره ده چې د ده په وخت کې حتی غرونه او دکوچيانو څړځايونه هم غصب شول، د ښارونو شنې ساحې او غونډۍ غصب شوې، باور وکړه چې په کابل او ځينو ښارونو کې عمومي سرکونه هم نيول شوې دي!
د اوو زامنو په وخت کې د هغوی ملاتړو خپل خلک نه دي وژلي خو د کرزي ملاتړو لنډه غرانو حتی په خپلو ترجمانانو هم جنسي تېري وکړل. د عامو خلکو وژنه، سپکونه او ډبونه تر حد اوښتې ده!
نو زه وايم تر اوو زامنو دا يو ډېر غټ خاين او غل دی!

اوس د هڅاند صيب شنې ليکنې ته راځم:

۱) نسبي ازادي؛ ( نسبي ازادي هر چاته نشته. بلکې د شمالي لنډه غرانو ته شته. باور وکړه که داسې نر ووينم چې په همدې نسبي ازادۍ کې د بلخ امپراتور عطامحمد ته ووايي چې پښتانه مشران ولې وژنې) نسبي ازادۍ خو د سيمين بارکزۍ هم حق ؤ چې په کابل کې يې اعتصاب کړی ؤ خو د فهيم نفرو خيمه ورړنګه کړه او په ډبولو يې وشړله!) په ډېرو مثالونو دې سر نه خوږوم خو هغو پښتنو ته هيڅ ازادي نشته چې واسطه ونه لري او د ټلوالې خلکو ته نسبي نه بلکې عامه تامه ازادي ده. حتی کرزي ته هم بد رد ويلی شي. هو که لوڅ لغړتوب او بې حيايۍ ته نسبي ازادي وايئ نو په کابل کې نجونې لوڅې هم ګرځيدلی شي!
۲) د قومونو ترمنیځ نسبي یووالی؛ (غټه تېروتنه مو کړې ده. د کرزي په حکومت کې د قومونو نفاق او بېلوالي ته د ډېرو غټو لګښتونو په بيه کار وشو. پښتانه من حيث قوم سپک شول، محروم شول او په قانوني توګه تر پښو لاندې شول. دا يو څو دبړه ماران به نه ښيئ چې وزيران دي هغوی له ډاره په پښتو ژبې خپل کاري ريپورټ هم نه شي ورکولی. نور نو هر پښتون ته په بده سترګه کتل کېږي او د طالب په نامه يې پېژني! دا نسبي يو والی دې په تندر ولګي چې شينډنډ اته لکه نفوس لري خو د وروسته پاتې ولسوالۍ حيثيت هم نه لري ځکه چې پښتانه دي خو ټول پنجشيريان کابل ته راغلي اود کابل غرونه او هوارې يې غصب کړي چې هلته دومره څوک نشته ولې بيا هم ولايت کېږي. د کرزي په دوره کې چې له پښتنو سره د مور او ميرې کوم سلوک شوی په هیڅ دوره کې نه دی شوی. وروستۍ بېلګه يې د پوهنتون کانکور ؤ نو که پښتانه اوس هم عقده نه اخلي تريخې به نه لري!
۳) د خلکو وېښېدل؛ هڅاند صيب عجيبه خبره کوې؟ د خلکو مور يې ډډه کړه ته وايې د خلکو ويښېدل. خلک که ويښ وي نو کرزی تحمل کوي؟
۴) علم او پوهې ته مخه کول؛ (د کرزي په حکومت کې د افغانستان د اکثرو پښتنو ښوونځي بند دي او لس کاله تقريبا شل نسله له زده کړې محروم شول. ولې بې انډوله پوهه رامنځته شوه چې غير پښتنو ته ډېر زيات امتيازات ورکړل شوه اودا د کرزي برکت ؤ!
۵) یو لړ پرمختګونه لکه د اړیکو وسائيل، ترانسپورتېشن، د زده کړې تاسیسات او نور رامینځته کېدل. ( دا د کرزي نه بلکې د وخت غوښتنه ده. حتی د طالبانو د کمزوري او بې سواده حکومت په وخت کې د افغانستان انلوګ ټليفون فعال ؤ خو اوس حکومت هيڅ نه لري. دا چې څه شته هغه شخصي کمپنۍ دي چې کرزي ته لنګه غوا ده. دومره غلاوې چې سنګين اميرزی کوي د سروبي زرداد هم نه دي کړي. په افغانستان کې د مبايل بيه تر ټولې نړۍ لوړه ده. دا ځکه چې سنګین اميرزی غل دی او له کمپنيو سره يې قراردادکړی چې تر (؟؟؟) وخت به بلې ته اجازه نه ورکوم نو ميدان به تاسو ته خالي وي. رقابت نشته بس تشه غلا ده.

البته دا د نظام ښېګڼې دي، نه د کرزي.
ياره زه خو په کې د شين رنګ څه نه وينم!


Samsor Afghan
23.04.2013

سلامونه او نیکی هیلی می ومنی
سهار مو نیکمرغه خدای د وکړی چی ښه ورځ مو پیل کړی وی

وروڼو
که مو دا خوښه وی چی هیواد مو ژوندی پاتی شی نو بیا باید له قوی ملاتړو څخه ډیر په هوښیاری کار واخیستل شی.

تاسو هر څه خیالی غواړی او له خپل فکر نه خبری کوی.
زه چی کله د کرکټ لوبه ګورم ځان له هغه لوبغاړی نه تکړه شمیرم چی په ولډ کپ کی سیالی تر سره کوی خو کله چی میدان ته وځم بیا زما او د هغه ځمکه اسمان فرق وی.

تاسو د افغانستان پیښی عملی وڅیړی بیا قضاوت وکړی.
په افغانستان کی داسی ښاماران پراته دی که یوځل د حکومت واک په لاس کی واخلی بیا د کرزی په ویاند هم شکر وباسی.

وروڼو د هیواد د پاره دا مهمه ده چی څنګه وکولی شی یو متداوم او با ثبات حکومت لاس ته راوړی.
د هر څه فیصله وخت کولی شی نه د انسان فکر په افغانستان کی مالداره او زورور خلک قانون نه مراعاتوی او څوک یی پری پلی کوی هم نه شی.

د شهید داود خان وخت کی مونژ حکومت درلود او قانون وو چی ډیر په سمه توګه عملی کیده اوس د هیواد ۴۰ کاله جنګ تیر کړی دی جنګ کی ډیرو نا اهلو خلکو ډير سیاسی او اجتماعی نفوذ کړی نو له داسو خلکو سره ورځ او شپه تیرول ډیر ناممکن کار دی.

زه بیا هم دا خبره تکراروم چی د کرزی هر کار په مجبوریت شوی هره معامله یی په ډير نا چاری کی کړی سمه ده دولتی ځمکه غصب شوی هر خیانت شوی خو مونژ او تاسو ته یی یوه زمینه برابره کړی چی خپل غژ او چت کړو او په راتلونکو کی د خپل هیواد د خدمت جوګه شو.

یو مخیزه فیصله زمونژ دهیواد د پاره په د اساسو کلنو کی ګټه نه کوی زمونژ هیواد نور هم د بربادی خوا ته بیایی.

د شاعر کلام دی

خدایه دادی څه را وکړه، چی یو نر دی راپری نښود
هـر کـمر تـه چـی تکـیه شـوو، لکه شـگه را شـړیـږی

یو«میرویس» په مونږ کی نشته، چه گرگین لاری ته سم کړی
یو «شیرشاه» راپورتـه نـه شو، چی مغل ته ودر یږی

نو که غواړی چی په مونژ او تاسو ځوانانو کی یو نر یو میرویس یا یو شیر شاه را پورته شی نو زما له نظره همدا حکومت باید تقویه شی د فساد مخه ونیول شی له بهرنیانو سره اړیکی قوی شی او همسایګانو ته دا وښودل شی چی تاسو نور زمونژ ملت نه شی غولولی نور دا ملت را ویښ دی او خپل هیواد ته به خدمت کوی.

زما خپله حکمت کرزی د پاکستان او افغانستان په ګډه برنامه کی ډير خوښ شو پاکستان ته یی ډير سپینی او خوندوری خبری وکړی.ګ

په درناوی


Samsor Afghan
23.04.2013

د کرزی د مثبتو کارونو او منفی کارونو او د منفی کارونه دلایل په بل ځواب کی درته لژ ورسته لیکم.

قضاوت به په ګډه کوو
نه په یوازی ځآن

مننه


ګرانه لرغونی او پتنګ

Hashmat Kahn
24.04.2013

لومړي اجازه راکړی چی دا په ډاګه کړم چی موږ افغانستان ته د اشغال لپاره نه یو تللی موږ افغانستان ته ددی په خا‍طر تللی یو چی هغو کسانو چی په یولسم د سپتمبر هغه بریدونه چی په امریکا باندی کړی دقانون منګولو ته وشپارو او په افغانستان کی ثبات او سوله راولو چی افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو لاس ته ورنشی. دوهم په افغانستان کی وروسته دطالبانو له واکمنی څخه یو مرکزی دولت نه وه له همدی کبله افغانان له هر قوم او ملیت څخه په بون جرمنی کی د نړیوالو په ملاتړ یو موقت حکومت یی چی مشری یی حامد کرزی کوله د شپږو میاشتو لپاره وتاکه ورسته له هغو لویه جرګه دایره شوه او ورسته له شپږو میاشتو افغانانو یو ځل بیا په آزاده توګه رایی واچولی او حامد کرزی یی وتاکه
په دی فورم کی زما سره به ډیر خلک هم غږی وی چی په افغانستان کی خورا ډیر پر مختګ شوی دی لکه د روغتیا ، پوهنی، د مرکزی حکومت جوړیدا، پوځ، پولیس، ملی امنیت او داسی نور بنسټیزه کارونه موړ په دی باندی پوهیږو چې نور کار هم باید وشی او دا هم منو چی له بده مرغه د افغان حکومت د پرمختګ مخی ته یو څه خنډونه شته اما څه فکر کوی دغه پر مختګونه چې شوی دی دی ته باید ارزښت ورنکړو؟ او دنورو پر مختګونو په هیله او سره مل نه اوسو او تل په نیمګړتیاوووغږیږو؟
په درنښت حشمت
دامریکا د عمومی قومندانی یا سنت کام د خبرو اترو غړی
www.centcom.mil


حمید هڅــاند
25.04.2013

سلامونه...

زه به یو څه خپل (زرغون) ټکي روښانه کړم.

۱) نسبي ازادي:
ـــــــــــــــــــــ

دلته ما پرتلیزه خبره کړې ده. زه د کرزي د دولت ازادي نه ستایم؛ خو که شته حالات که د طالبانو، مجاهدینو او ورمخکي دولتونو له حالاتو سره پرتله شي، وبه لیدل شي چې لږ-ترلږه (یو څه) لرو.

۲) د قومونو ترمنیځ نسبي یووالی:
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د (نسبي) په کارولو زه یو ځل بیا حالات د طالبانو حکومت او مجادینو دورې سره پرتله کوم. هېره باید نه کړو چې طالبانو له هزاره ګانو سره څه ډول چلند وکړ، او دا هم باید هیره نه کړو چې د شمال ونې څه ډول اره شوې. حد اقل د پښ کندې ټول وژنې خو زموږ د سترګو په وړاندې وشوې. دا حقیقت دی چې د طالبانو وخت کې خبره د پښتنو او پاړسیوانانو شوه. د مجاهدینو دوره خو د یادولو وړ نه ده. زموږ اتل ګلبدین بې حکمته را ولاړ شو او کابل یې په توغندیو ښکل کړ. هزاره ؤ د پښتنو او تاجکو ټول وژنې وکړې او تاجکو بیا د غرو له سرونو پښتانه په نښه کړل. خو د کرزي دوره کې، که په ډکو زړو ده هم، په دفترونو کې سره ناست دي.

۳) د خلکو وېښېدل:
ــــــــــــــــــــــــــ

زه نه وایم چې خلک نو باالکل وېښ شوي دي، خو دومره باید ومنو چې یو څه یې سر خلاص شوی دی. خو د علم کمی او د مشرانو ترور د خلکو د ېښتابه مخه ډب کړې ده.

۴) علم او پوهې ته مخه کول:
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

هوکې بې انډولې پوهنې ته کار وشو، خو دې پښتانه پخپله هم ګرم دی؛ مګر کار وشو. د زده کوونکو، محصلینو، او فارغینو شمیر زیات شو او خلک د پوهې په اهمیت پوی شول. البته دا کار یو حتمي کېدونکی کار ؤ، دا د کرزي برکت نه ؤ.
خو د راوروستو دوه-دریو کلونو په اوږدو کې د پوهنې ملا بیرته ماته شوه. اوس کیفیت صفر کې ضرب دی، فارغین او نه فارغین یو ډول کسان دی، د متعلم او محصل فرق ورک شوی دی او والله که خو کیفیت هیڅ پاتي وي. لیسانس په پیسو اخیستل کېږي او شهادتنامي خو په پیسو کوَټه دي.
اوـ
۵) یو لړ پرمختګونه لکه ترانسپورتیشن، اړیکې او نور.

لاروی لیکي:
دا د کرزي نه بلکې د وخت غوښتنه ده. حتی د طالبانو د کمزوري او بې سواده حکومت په وخت کې د افغانستان انلوګ ټليفون فعال ؤ خو اوس حکومت هيڅ نه لري. دا چې څه شته هغه شخصي کمپنۍ دي چې کرزي ته لنګه غوا ده. دومره غلاوې چې سنګين اميرزی کوي د سروبي زرداد هم نه دي کړي. په افغانستان کې د مبايل بيه تر ټولې نړۍ لوړه ده. دا ځکه چې سنګین اميرزی غل دی او له کمپنيو سره يې قراردادکړی چې تر (؟؟؟) وخت به بلې ته اجازه نه ورکوم نو ميدان به تاسو ته خالي وي. رقابت نشته بس تشه غلا ده.
هو، ستاسي خبرې ټولې سمې دي. دلته د کرزي برکت مرکت نشته. زه هم ستاسې سره هم نظر یم.

نو:
هر څه چې شوي دي، که یې (مثبت) وبولو هم، د کرزي کریډیټ نشته پکې. دا د وخت غوښتنې وې او نوي نظام او وخت په شتون کې رامینځته کېدل-ان که مشر ملاصیب د حکومت مشر وای هم. خو د کرزي شتون او ناسالمې تګلارو یې د پرمختګونو مخه ډب کړه. ان د وخت غوښتنې هم د ده له لاسه ترسره نه شوې.

درنښت
وخت مې کم درلود، ډېر په بېړه مي څه ولیکل...


larghonay laraway
27.04.2013

[quote:316ad6259a]که مو دا خوښه وی چی هیواد مو ژوندی پاتی شی نو بیا باید له قوی ملاتړو څخه ډیر په هوښیاری کار واخیستل شی.

تاسو هر څه خیالی غواړی او له خپل فکر نه خبری کوی.
زه چی کله د کرکټ لوبه ګورم ځان له هغه لوبغاړی نه تکړه شمیرم چی په ولډ کپ کی سیالی تر سره کوی خو کله چی میدان ته وځم بیا زما او د هغه ځمکه اسمان فرق وی. [/quote:316ad6259a]

بېخي سمه ده. کرزي هم فکر کاوه چې ولسمشري به تر هوټله اسانه وي خو ميدان يې بد ولړلو!

[quote:316ad6259a]تاسو د افغانستان پیښی عملی وڅیړی بیا قضاوت وکړی.
په افغانستان کی داسی ښاماران پراته دی که یوځل د حکومت واک په لاس کی واخلی بیا د کرزی په ویاند هم شکر وباسی. [/quote:316ad6259a]

خو دا ښاماران طالبانو تر کلابه ځغلولي وو او له وېرې يې په ځانونو پسې پلونه او پولګوټي ټول والوزول. حتی غرونه يې په ځان پسې ونړول او وتښتېدل ، د اوسني حکومت په لومړيو کې هم وېرې اخيستې وو او يوازې د خپلواوسيدو او خونديتوب په لټه کې وو چې دجرمونو په مقابل کې محاکمه نه شي خو خو خو خاين کرزي دومره پياوړي کړل چې پخوا يوازې ټوپک سالاران وو اوس سياستوال او ډالر سالاران شول. ولې اوس هم که خاين کرزی نه وي نو باور وکړه چې دغه ستاسو په اصطلاح ښاماران به د ګيدړانو غوندې سرکوزې وي. ولې دا چې مداري کرزی نړيوالې ټولنې ته د دوی پر وړاندې سپر دی ځکه چې مور يې شيعه ده، دی د ټلوالې لنډه غر او غوړه مال دی او ګټې يې ورسره شريکې دي نو رښتيا يې هم له غلو، جنايتکارانو او متعصبينو خاينانو څخه ښاماران جوړ کړې دي. دا ټول د کرزي منفي کارونه دي!

[quote:316ad6259a]وروڼو د هیواد د پاره دا مهمه ده چی څنګه وکولی شی یو متداوم او با ثبات حکومت لاس ته راوړی.
د هر څه فیصله وخت کولی شی نه د انسان فکر په افغانستان کی مالداره او زورور خلک قانون نه مراعاتوی او څوک یی پری پلی کوی هم نه شی. [/quote:316ad6259a]

داسې ثبات او تداوم دې اور واخلي چې پښتون ته په کې دسيسې جوړېږي، پښتانه سپکېږي، ورکېږي او له سياسي او اجتماعي ډګره د سپيو غوندې شړل کېږي. خو کرزی خائين او ډله يې همداسې ثبات او تداوم غواړي!
ساده ګله وخت فيصلې نه کوي بلکې خلک فيصلې کوي. د کرزي خيانتونه، غلاوې اوبوزدلۍ بل وخت ته اړتيا نه لري حتی همدا اوس هم خلکو قضاوت کړی چې تر ببرک او شاشجاع يې بد بولي او نړيوال ورته ولسمشر نه بلکې د کابل کمزوری او بې واکه ښاروال وايي!

[quote:316ad6259a]د شهید داود خان وخت کی مونژ حکومت درلود او قانون وو چی ډیر په سمه توګه عملی کیده اوس د هیواد ۴۰ کاله جنګ تیر کړی دی جنګ کی ډیرو نا اهلو خلکو ډير سیاسی او اجتماعی نفوذ کړی نو له داسو خلکو سره ورځ او شپه تیرول ډیر ناممکن کار دی. [/quote:316ad6259a]

بيا هم وايم چې مقايسې مو ډېرې غلطې او بې منطقه دي. د داوودخان وخت کې د ۳۶هېوادونو لنډه غر نه وو او نه يې د ډالرو بوجۍ رابار کړې وې خو اوس هرڅه شته ولې کرزی بې همته، بې غيرته، بې پښتو، بې عاطفې او حتی بې عقل دی چې سمه ګټه ترېنه نه شي اخيستی!

[quote:316ad6259a]زه بیا هم دا خبره تکراروم چی د کرزی هر کار په مجبوریت شوی هره معامله یی په ډير نا چاری کی کړی سمه ده دولتی ځمکه غصب شوی هر خیانت شوی خو مونژ او تاسو ته یی یوه زمینه برابره کړی چی خپل غژ او چت کړو او په راتلونکو کی د خپل هیواد د خدمت جوګه شو. [/quote:316ad6259a]

ګرانه د دې خبرې په ځواب کې دې بيا هم همغه خپل پخوانی ځواب ليکم چې له يو بدفعله انسان سره چا بده معامله کوله او د هغه په غاړه کې تمانچه وه، ويل يې چې که چا راسره بد کار وکړ نو پرې ولم يې!؟
زه نه پوهېږم چې کرزی د کوم هدف او کومې ملي ګټې لپاره معاملې کوي. دکرزي معاملې، کړنې، ويناوې، کابينه او لنډه غران يې ټول د ملت او ملي ګټو پر ضد دي نو معامله د کوم مجبوريت په خاطر او تمانچه يې څه وخت ته ساتلې ده؟
[quote:316ad6259a]یو مخیزه فیصله زمونژ دهیواد د پاره په د اساسو کلنو کی ګټه نه کوی زمونژ هیواد نور هم د بربادی خوا ته بیایی. [/quote:316ad6259a]
د لامدو به څه لامده شي؟

[quote:316ad6259a]د شاعر کلام دی
خدایه دادی څه را وکړه، چی یو نر دی راپری نښود
هـر کـمر تـه چـی تکـیه شـوو، لکه شـگه را شـړیـږی [/quote:316ad6259a]

بېخي دې سمه ليکلې ده. دې خوار او بې وزلي ولس کرزي ته تکيا وکړه خو هغه لکه شګه وشوړېدو!
[quote:316ad6259a]نو که غواړی چی په مونژ او تاسو ځوانانو کی یو نر یو میرویس یا یو شیر شاه را پورته شی نو زما له نظره همدا حکومت باید تقویه شی د فساد مخه ونیول شی له بهرنیانو سره اړیکی قوی شی او همسایګانو ته دا وښودل شی چی تاسو نور زمونژ ملت نه شی غولولی نور دا ملت را ویښ دی او خپل هیواد ته به خدمت کوی. [/quote:316ad6259a]

والله چې کرزی يا د شمالي ټوالې لنډه غران خبر شي چې کوم ځوان ملي ګټې غواړي او د خدمت نيت لري چې خوټې خو ورنه اوباسي!
کرزی چې څومره په ښې حکومتولۍ کې خدای وهلی تر هغې څو چنده په دسيسه جوړونه او د نورو ډلو په تخريب کې پياوړی دی!
[quote:316ad6259a]زما خپله حکمت کرزی د پاکستان او افغانستان په ګډه برنامه کی ډير خوښ شو پاکستان ته یی ډير سپینی او خوندوری خبری وکړی.[/quote:316ad6259a]

هغه خو به دې ځکه خوښ شوی وي چې د CAPS مؤسسه لري او ټوله ورځ بهرنيانو ته جاسوسي کوي!
په دروغه ورته د خلکو نومونه او کورونه ښيي چې بهرني کوبايي لنډه غران يې تالاشي کړي!
حکمت کرزی د کرزي کورنۍ راتلونکی کاندید ؤ خو اوس يې يو څه جنجال تر منځ راغلی او معلومه هم نه دی چې رښتيا دی او که زرګري دی خو حکمت اوس ځانته کرزی نه بلکې خليل وروستاړی هم ليکي!

[/color]
حشمت خان د بهرنيانو په استازيتوب وايي چې دوی د افغانستان د اشغال لپاره نه دي راغلي خو د سپتمبر د يوولسمې د عاملينو په نيولو پسې راغلي او دلته ډېر پرمختګ شوی دی!
حشمت خانه د سپتمبر يوولسمه هسې يوه بهانه وه! بهرنيان په خپل هدف پسې راغلي چې د افغانستان اشغال، د پښتنو سرکوزي کول، د غير پښتنو پياوړي کول او د غير پښتنو په مټ په منځنۍ اسيا کې خپلې نوکې خښول دي.
په افغانستان کې د بهرنيانو پرمختيايي کارونه ټول داسې دي لکه د دوی له خوا جوړې شوې هډې!
د دوی هډې له شګو څخه د ډکو شويو بوريو څخه جوړې دي او کوټې يې تيارې نټ بوټ ټيمي دي چې کوم پايښت نه لري او که وغواړي بورۍ به له شګو خالي کړي او د ټيمي کوټنيو نټ بوټ به وسپړي!

هو!
په ټوليزه او د سکرين پرمخ د بهرنيانو خبرې سمې دي. ځکه هغوی وايي مونږ کرزي ته فرصت ورکړی، ډالر مو ورکړي، بچيان مو په افغانستان کې له وژنو سره مخامخ کړي خو کرزی خاين، غل، فاسد او بې غيرته دی چې زمونږ له امکاناتو نه سمه ګټه نه شي اخيستی او يوازې شمالي ټلوالې ته د غلاوو او داړه مارۍ لارې چارې هواروي ځکه چې په غلاوو کې ورسره شريک دی![color=red]


Samsor Afghan
27.04.2013

سلامونه او نیکی هیلی می ومنی

ځوانانو راځی خپلو خرو را کښته شو

د افغانستان د پاره یو ریس جمهور څه کولی شی؟
داسی یو سوال چی فقط د ته افغانستان نه بلکی زمونژ ګاونډیان ځواب ورکولی شی که وایاست چی ولی؟
ځکه چی مونژ خراب کړی همدوی یو خرابتیا مو همدوی غواړی او چی خرابوی مو همدوی دی.
ما ته د لرغونی ورور وایی چی کرزی کوم پول کوم مکتب او کوم نفر په نا حقه وژلی دی؟
لرغونی ورور
ته په د ځآن پوه کړه چی تا څوک خدمت ته نه پریژدی
ته داسی خبری کوی لکه چی کرزی ته چی دا آبادی وخت ورکړی وی هغه دومره کړی چی فقط ما او تاسو ته یی د خدمت فکر راکړی او بس.
افغانستان به هیڅ کله هم څوک آبادی ته پری نه ژدی ما تاسو ته مخکی هم ویلی وو چی تاسو خیالی غږیږی نه په حقایقو.
فقط د کرزی منفی نقطو پسی ګرځی او بس
خو خیر دا کرزی به هم لاړ شی ته به راشی د حکومت ته ته به ریس جمهور شی خو ولا که یی ته هم وکړای شی ځکه چی څوک د خدمت ته پری ږدی نه.
ستا بربادی هر څوک غواړی خپل او پردی درته بلا دی
که استعفا ورکوی خو ملت چا ته پریژدی او که یی نه ورکوی څه به کولی نه شی خو فقط یو کار کولی شی چی د خلکو ذهن ور پوه کړی او ټول سره یو کړی بیا به نسبتا راتلونکی خلک یو څه وکړای شی.
د افغانستان جوړول څه ډرامه نه ده چی تمسیل یی کړی د کی دومره جنجالونه دی چی هیران به ورته پاتی شی.
نور د خپل کار ده هرڅه فکر چی کوی کوه یی.

په درناوی


larghonay laraway
01.05.2013

ياره حشمت خانه يو وخت به خلکو ويل ( ظاهرشاه چې عزيز الله واصفي غوندې د دوست لري نو دښمن ته يې اړتيا نشته!)
کرزی چې ستاسو غوندې ملاتړی لري نو په خدای که دښمن ته هيڅ اړتيا ولري چې منفي تبليغات ورپسې و کړي.
ځکه ستاسو هره خبره په کرزي د توپ ډز دی
تاسو وايئ ماته داسې مکتب او پول وښيئ چې کرز ي وران کړی وي يا داسې نفر چې کرزي په ناحقه وژلی وي!
دا نو داسې خبره ده چې له کرزي نه دې سمې جامې ويستلې دي!
ځکه کرزی څه د منډيي جوالي نه دی چې يوازې د خپل ځان ځواب به وايي !
کرزی ځانته د افغانستان ولسمشر وايي !
نو سمسور جانه په دې بايد پوه شې چې ولسمشر د ټول ملت، خاورې، شتمنيو، سياست، اقتصاد او... هرڅه مسؤول دی!

سمسورخانه داسې هم نه ده چې د کرزي له ولقې وتلو سيمو کې جنايت کېږي او پړه يې مونږ په کرزي ور اچوو!
بلکې کرزی يو غټ غل او جنايتکار دی ځکه ارګ ته په څو مترۍ کې په يو چا جنسي تيری کېږي خو د تېري کوونکي ملاتړ کرزی کوي
يو ښاروال، وزير او قومندان قتل کوي، غلا کوي، غصب کوي خو ملاتړ يې کرزی کوي او وايي (دا ډېر شه سړئ دئ!)
د يو وکيل زوی په ماشومه نجلۍ جنسي تېری کوي خو له محکمې څخه يې دووس کرزی خلاصوي
شجاعي د پښتنو عاموژنه کوي خو له محکمې نه يې محقق او کريم خليلي د کرزي په زور خلاصوي!
شيرزی په ډاګه لواطت کوي خو کرزي والي کړی دی
ظاهر قدير د هيرويينو د قاچاق دوسيې لري خو د کرزي لپاره په کمپاين کولو سرې سترګې ګرځي.
د کرزي وروڼه عينو مينه غصبوي خو جرګې يې په ارګ کې کېږي

اوووووووووو سمسور خانه په خره سپور خانه
باور وکړه د هرې دووسۍ او بې ناموسۍ، غلا او غدۍ، سپکې سپورې، بې غيرتۍ او نادودې تر شا کرزی ولاړ دی !

رښتيا اوس خو دا هم په ډاګه شوه چې دوستم او فهيم چې څومره جنايتونه کړي، څومره پښتنې يې کونډې، بورې، بې پته او بې حيا کړي، څومره وژنې او غلاوې يې کړي، څومره غصبونه او نفاقونه يې کړي، د ټولو لګښت کرزي ورکړی او له cia او انګلیسانو څخه يې ورته په دوسۍ اخيستي دي!
[color=red:f6ceecb97a][/color:f6ceecb97a]
که دووسان درته په شمار کړم
يو يې کرزی دی سل به نور دروښيمه[color=red:f6ceecb97a][/color:f6ceecb97a]


Samsor Afghan
06.05.2013

لرغونی ورورو

ته داسی وکه نور بحث مه کوه ځکه چی ته هر څه غواړی څه کولی نه شی او فقط انتقاد د ډیر ښه زده دی مونژ کوښښ کوو چی ځوانان وهڅوو تر څو یو څه وکړی او ته راته داسی ډول غږوی چی نه یی سر معلوم دی او نه یی............ بس لګیایی د خدای په توکل هر څه لیکی.
لیکنی باید د هیواد او دسیمی سیاسی او نوری اجتماعی وضعی ته په کتو باید وشی داسی ګیلی کوی لکه چی مخ کی افغانستان د اروپا په څیر جوړ وو او اوس د حکومت خراب کړ.
کله وایی د کرزی زوی ته چوشک امریکا اخلی
کله وایی دا کرزی پټی پیسی اخلی
کله ورته شا شجاع خطاب کوی او کله ورته د غله او جنایتکار

په درنښت


pattang
06.05.2013

ستا او دلرغوني فرق دادی چې هغه يو ملي ، په کار پوهه ، علم دوسته
افغان دوسته ، با ناموسه ، بشردوسته ، له جنګي جنايتکارانو او اجنټانو
پاک افغاني دولت غواړي خو سمسور صيب ته لکه په هندوستان کې سود
خواره پښتانه چې لمونځونه کوې او خپل سود روا بولې ٠
ترڅو چې د cia له دالرواو له جنګي جنايتکارانو او بيکارو خلکو ډ ک
مذدوردولت وي ، هلته به هيڅ ډول احساسات په درد ونخوري ، ځکه
چې کږې خرابې پوده ونې ته اوبه ورکوله هېڅ ګټه نلري ، نه به شنې
پاڼې وکړي او نه به بېرته سيخه شي يواځېنۍ تدوايې له منځه وړل او
پرېکول دي !!

سليمانخيل صيب داسې فکر کوم چې دزلمي هېوادغل غوندې به په پنجيانو
ډېر ګران يې که څرنګه ??

[quote:41bdb31819="Samsor Slimankhil"]لرغونی ورورو

ته داسی وکه نور بحث مه کوه ځکه چی ته هر څه غواړی څه کولی نه شی او فقط انتقاد د ډیر ښه زده دی مونژ کوښښ کوو چی ځوانان وهڅوو تر څو یو څه وکړی او ته راته داسی ډول غږوی چی نه یی سر معلوم دی او نه یی............ بس لګیایی د خدای په توکل هر څه لیکی.
لیکنی باید د هیواد او دسیمی سیاسی او نوری اجتماعی وضعی ته په کتو باید وشی داسی ګیلی کوی لکه چی مخ کی افغانستان د اروپا په څیر جوړ وو او اوس د حکومت خراب کړ.
کله وایی د کرزی زوی ته چوشک امریکا اخلی
کله وایی دا کرزی پټی پیسی اخلی
کله ورته شا شجاع خطاب کوی او کله ورته د غله او جنایتکار

په درنښت[/quote:41bdb31819]


Samsor Afghan
06.05.2013

پتنګه د زړه سره

اوس هیواد ته داسی مسایل متوجه دی چی مونژ ددی حکومت چپه کول باید ونه غواړو.
که دا وار د نظام او حکومت ونړید بیا که ته او ستا د باناموسه ملګری له جرمنی هم ورته راشی جوړ به یی نه کړی.

زه افسوس یوی خبری ته کوم هغه دا چی تاسو دا شپږ کاله په څه وخت تیر کړی څه مو کړی خپل هیواد ته؟
ځواب به یی زه درته مخکی له مخکی وه وایم

تاسو فقط خپله ډله زیاته کړی هغه هم دریو یا څلورو تنګ نظرو ته چی دا حکومت چپه کړی او بیا بل حکومت جوړ کړی.

په درناوی

له پنجاب سره خو یی اوس هم مونژ ویو شهید قاسم خپل سر له د هیواده قربان کړ او داسی نور و هم.
ستا طالبان خو یو د غیرت چیغه هم نه شی کولی چی وه وایی
که څه هم مونژ د دد نظام غوښتونکی نه یو خو دا زمونژ خاوره ده اول یی له پنجاپی ګټم بیا ستاره خبره پری کوم.
خو
افسوس افسوس افسوس
چی دوی کله ملی فکر لری فقط د دوه تورکونو ملایانو په خبره غلط شوی او لګیا دی خپل سرکونه پلونه او مکتبونه ویجاړوی او کله یی چی ملک حمله وشی بیا له هغوی سره دریږی.

ګران پتنګ صاحب الله د په خپلو هڅو کی کامیاب کړه چی ستا ډله هم ووینم چی څه ګلو ته به اوبو ورکړی.

په درنښت


larghonay laraway
07.05.2013

سمسور ليکلي:
اوس هیواد ته داسی مسایل متوجه دی چی مونژ ددی حکومت چپه کول باید ونه غواړو. )
نو داسې ولې نه وايې چې کرزی د يوې بلې دورې شوق لري او سمسور يې ګومارلی چې کمپاين ورته وکړي!
مونږ هم نه دي ويلي چې حکومت دې چپه شي او جګړه دې جوړه شي بلکې وايو چې
کرزی غل، فاسد او د مافيا غړی دی د پښتنو د سر دښمن دی بايد ورټل شي، وشړل شي او محاکمه شي!
دا لس کاله طلايي فرصتونه کرزي د خپلې مافيايي ډلې او غلې کورنۍ قرباني کړل!


Samsor Afghan
07.05.2013

لرغونی ورور

تاسو ډیر مشوش فکر لری کله یوه خبره کوی او کله بله

کرزی ډير پاک سړی دی او دا خبره به ته هله ومنی چی دی د ریاست جمهوری په څوکي نه وی ناست.
تر کرزی نه مهمه دده کابینه ده چی مستقیما دوی خپلی بودیجی لری اوهغه یی سختی په غلطو لارو مصرف کړی.
ممکن داسوال درته پیدا شی چی دا کابینه خو دده په امضا تعینیژی خو افسوس خبره داده چی زمونژ نظام او خصوصا په د حساسو وختو کی خاینان ډیر دی، زورور ډیر دی، د نورو ملکو اجنټان ډیر دی او هر څوک خپله ګټه غواړی.

دی نشی کولای چی داسی کابینه وټاکی چی هغه بی طرفه وی او خاینه نه وی دلایل یی دادی چی:
اول خو که وزیران ټول له همدی تنظیمونو باید مقرر شی ځکه چی مقرر یی نه کړی شورش کوی او هر شورش اوس د هیواد د پاره ښه نه دی.
دوهم وزیر که خیانت هم وکړی دده زور نه ورته رسیژی چی محاکمه یی کړی ځکه چی هغوی زورور دی هر وزیر ځآن ته تنظیم لری او هر تنظیم ځآن ته ترویستی ډلی نو په د اړه هم دی عملا څه نه شی کولای مثالونه یی ډیر دی فطرت لاړ امریکی ته همداسی د حج او اوقافو وزیر هم او داسی سل نور.

دریم په افغانستان کی اوس ژبنیز مسایل هم د د تنظیمونو له خوا مطرح کیژی چی کرزی نه غواړی داسی څه منځ ته راشی چی دا مثله د هیواد د بربادی سبب شی که ازبک په هیڅ هم نه پوهیژی خو رهبر یی د وزارت غوښتنه کوی. که هزاره په هیڅ هم نه وی خبر خو وزارت غواړی مثلا د ښار جوړونی وزیر وړوکی ماشوم دی او یو وزارت مخکی بیایی.

نوزما ګران ملګریه

د افغانستان د پاره تر ټولو مهمه خبره اوس مهال اتفاق او د پورتنیو ګیلو له منځه وړل دی نه د جرمنی غوندی جوړول ځکه چی که قومونه سره اختلاف ولری ژبنیژ مسایل مطرح شی او تنظمی خبری که یو ځل بیا راغلی ولا که د ارګ دیوال هم ولاړ وه وینی.

نو ددی په خاطر زمونژ د ملت او ګران هیواد په خاطر د یو داسی ملت جوړول پکار دی چی په راتلونکی کی د پخوانیو مشکلاتو اثر هم پاتی نه شی او دا امکان لری زه به یی مثالونه درکړم.

اوس د ټولو حزبونو د غړو ځامن د دی لیواله دی چی یو آزاد اسلامی او هر راز فساد نه خلاص حکومت ته لاره پیدا کړی.
تاسو چی دا هلی ځلی کوی هدف مو د هیواد د آبادی او پرمختګ ده نه بل څه.
زه چی دا هلی ځلی کوم هدف می قسم دی چی د هیواد آبادی او پرمختګ دی.
بل ځوان که په فیسبوک ټول افغان یا عملا په حکومت کی کار کوی هدف یی د هیواد آبادی ده.
د ملی اردو یو عسکر چی ۱۲ زره افغانی معاش لری هغه د پیسو د پاره نه جنګیژی هدف یی هیواد ته خدمت کول دی اوبس که نه څوک په ۱۲ زره خپل سر ورکوی؟ بلکه په میلیون یی هم نه ورکوی.

رابه شو اصلی مثلی ته چی کرزی څنګه او ولی؟
دا خبره به ورسته په ډاګه شی چی څه کیژی؟
نه پوهیژم چی د مکسیکو که د برازیل ریس جمهور چی کله واک بل ریس جمهور ته سپاره په ستر ګو کی یی اوښکی راغلی وی او ټولو د حکومت غړو او ملت ورته بیا دا خبره وکړه چی ستا د پاره به یو ځل بیا د ریاست جمهوری حق درکړو.

زمونژ هیواد د پاره خو کرزی نه یادوم خو امید لرم چی راتلونکی ریس جمهوران هماغسی خدمت وکړ چی د تلو په ورځ یی خلک ورسره یو ځآی اوښکی تویی کړی او انشاالله دا ورځ راتلونکی ده.

زما پیغام ټولو ځوانانو ته همدا دی
همدا حکومت تقویه کړو
دا ریس جمهور به لاړ شی د راتلونکی ریس جمهور په رارتګ کی باید کلک ګډون وکړو تر څو خپلی خاوری ته تر دی ریس جمهور نه هم ښه خدمت وکړی.
په خپله په نظام کی د یو هوسا یو موټی او پرمختللی افغانستان د پاره کار وکړو.

په درناوی

ما خپله لیکنه بیا ځلی نه ده لوستی له املایی غلطی مافی غواړم

ښی چاری


pattang
07.05.2013

ياره سليمانخېله ټول لېونيان ياست دکرزي سره مو دالري چرس وهلي دي:

- دکار قانوني اخلاق ، بين المللي کاري کلتور ، ايماني وظيه ..... خوداسې
وايې:
څوک چې اداره نشي کنترولولی او داولس په ګټو يې نشي څرخولی نو بايد
استعفا وکړي او استعفاته مجبور شي او ملت ته ر ښتيا ووايې !

نو کرزی ولې دا کار نکوي ?????????????????
[color=red:e916cbaa09]:=>[/color:e916cbaa09]
څکه چې هغه د cia ددالرو لا سليک کړی پوسته رسان دی !!!


Samsor Afghan
08.05.2013

نه نه پتنګ صاحب

د کرزی استعفا اوس مهال بیخی سمه خبره نه ده خیر په ګډه به انتظار وباسو او کوښښ باید وکړو چی د راتلونکی ریس جمهور په اړه فکر وکړو او تر کرزی بهتر او تر ډیره حده د ملت په خوښه شخصیت حکومت ته راشی او هغه نیمګړتیاوی او غلطی چی مونژ په تیرو لسو کلنو کی درلودی هغه له منځه لری کړی او د یو پایدار او سالم حکومت په لوری نور ګړندی ګامونه اوچت کړی.

زمونژ هیواد ته په هیڅ مفهوم او معنی د واک خلا حتی یو ساعت هم ښه نه ده ځکه دښمن تر مونژ هوښیار ده او فقط خپلی موقع ته ګوری چی خپل کار وکړی او زمونژ ولس یو ځل بیا له تباهی سره مخ کړی.

په افغانی مینه


larghonay laraway
09.05.2013

ياره سليمانخېله افرين!
په خدای کرزی دې په خوږه خوږه کې داسې ټيله کړی چې ما او پتنګ ته به خلک دوعا وکړي! هاهاها
تاسو په ډاګه کړې چې کرزی د وزير د مقررۍ او منفکۍ واک نه لري،
د غل د محاکمې واک نه لري،
د خاين د مخنيوي واک نه لري،
د کابينې د جوړولو او کنټرول واک نه لري نو ،
د پښتنو د اتنیکی له منځه وړلو د دسيسې شنډولو واک او فهم نه لري،
د حکومتولۍ په چل نه پوهېږي،
د خپلو وروڼو او شريکباڼو د غلا او خيانت مخه نه شي نيولی
نو
سليمانخېله ګله ایا غلام او ګوډاګی لکۍ لري؟
افرين ما وې که ته رښتيا دومره بې ضميره يې چې حتی د کرزي غوندې پست انسان طرفداري کوې خو نه، زما تعبير سم نه ؤ ته يې په خوږه خوږه کې وهې افرين خوشحاله دې کړم!

باور وکړه چې کرزی د پتنګ خبره قزلباش دی او له پښتنو او افغانستان سره د زړه له کومي دښمني لري او بهرنيانو ته هم دی وايي چې :
که فهيم مو له واکه ليرې کړ شورش کوي،
که د جمعيت کوم لنډه غر ته چا پورته وکتل شورش کوي،
دوستم که په ارګ کې په کرزي هم جنسي تېری وکړي نو بايد خبر د مصلحت له مخې فيصله کړي ځکه چې بيا شورش کوي،
د رباني نازولی زوی بايد خامخا د سولې د شورا رئيس شي او پښتنو ته په ټلويزيوني او راډيويي اعلانونو کې ښکنځلې وکړي خو څه بايد ورته ونه ويل شي ځکه چې بيا شورش کوي،
په انتخاباتو کې بايد د پښتنو په سيمو کې مصنوعي جګړې جوړې شي او د رايې اچونې مرکزونه يې وتړل شي ځکه که پارلمان ته ډېر راشي بيا ټلواله شورش کوي،
هر کال بايد په پوهنتونونو کې په زرګونو هزاره او تاجيک په غير قانوني توګه داخل شي کنه نو بيا شورش کوي،
په رسمي او غير رسمي ادارو کې پښتانه کم شي ځکه چې دا نور بيا شورش کوي،
عطا محمد نور بايد په ډاګه ووايي چې متعصب يم او په تذکره کې که افغان وي نه يې اخلم، همدارنګه بايد په شمال کې د سر سړی پرې نږدي خو څوک بايد ورته څه ونه وايي ځکه چې بيا شورش کوي،
کريم خليلي بايد د هېواد د دويم مرستيال په توګه د کوچيانو پر ضد خيمه ووهي او له خدايي ورشوګانو يې منع کړي خو کرزی به ورته څه نه وايي ځکه چې بيا شورش کوي،
کریم خليلي بايد بېړنۍ مرستې يوازې خپلو خلکو ته ورکړي ځکه چې بيا شورش کوي،
ملي مصطلحات بايد ايراني شي ځکه چې ايران بيا په ډيپلوماټ بکسونو کې پيسې نه راکوي او شورش کوي،

نو ته او خدای دا هم ووايه چې کرزی دا تمانچه د څه لپاره ګرزوي؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more