د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

په درزاب کې اربکیانو په یوې ۱۷ کلنې پیغلې ډلییز جنسي تیری کړی

pattang
18.04.2013

په درزاب کې اربکیانو په یوې ۱۷ کلنې پیغلې ډلییز جنسي تیری کړی

تفصيلبـــــرخه: خبـــــرونه 18 Apr 2013 .
لیکوال: نن ټکی اسیا كـــتني: 127 .

[img:06d776c0c5]http://nunn.s3.amazonaws.com/afghanistan/ana/arbakian.jpg[/img:06d776c0c5]

دپژواک اژانس دخبر له مخې دچمن ګل په نامه یوه ۱۷ کلنه پیغله د جوزجان له لرې پرتې ولسوالۍ درزاب څخه شبرغان ته په شکایت راغلې ، او وایي چې ددې ولسوالۍ دآقسای په سیمه کې داربکیانو قومندان بایمراد له خپلو ۷ نورو پوسته والو سره یوځای ورباندې ډلییز جنسي تیر کړی .

چمن ګله وایي چې دا بوږنوونکي پیښه څه موده وړاندې رامنځته شوې ، او دې هم په خپل وخت ولسوالي ، ولایتي محکمې او دبشر دحقوقو دادارو په شمول ټولو ادارو ته خپل غږ رسولی ، خو څرنګه چې داربکیانو قومندان په سیمه کې کسان لري ، تراوسه یې هیچا شکایت نه دی اوریدلی .

د شبرغان محلي چارواکي وایي چې داخبره حقیقت نلري ، خو دشمالي ولایاتو لپاره دبشر دحقوقو دڅار مسؤله مغفرت صمیمي وایي چې ځایي چارواکي په جرم برسیره هڅه کوي ، دخپلو کسانو جنایتونه پټ کړي ، له همدې امله نه یوازې دچمن ګل قضیه نه اوري بلکې نوموړي ته دخپل دغږاوچتولو او دطبي معایناتوله لارې دخپل دعوا دثابتولو اجازه هم نه ورکوي .

چمن ګل چې دیوې غریبې او بې کسه کورنۍ غړې ده ، تراوسه یې هیڅ مرجع عریضه نه ده اخیستي ، او په لومړي ځل یې دمطبوعاتو له لارې خپل غږ اوچت کړی ، خو دسیمې اوسیدونکي وایي چې دچمن ګل قضیه به هم دنورو جنایي قضیو غوندې هیره شي ، ځکه دا له داسې چا حکومت ته شکایت کوي چې هغه خپله دحکومت شخص دی .

باید وویل شي چې څه موده وړاندې په کندز ولایت کې هم د ولات بي بي په نوم په یوه بې کسه نجلۍ باندې اربکیانو جنسي تجاوز کړی وو ، نوموړې اخطار ورکړی وو چې که مدعیان یې ونه نیول شي ، نو دا به دوروستۍ حل لارې په توګه خودکشي وکړي .

داربکیانو په اړه ویل کیږي ، چې ډیرو مشرانو ته یې امریکایان د معاش په ځای دجنسي لیونتوب ګولۍ ورکوي ، نوځکه یې اخلاقي حالات خورا پُست او وحشیانه بلل کیږي

Loading...

تبصرې


tandar
19.04.2013

داربکيانو سره دحساب ورځ هم ډير ژر رانلونکي ده
چه باداران يې ورک شول بيا دوي نشي پټيدلي له هريو نه به پوښتنه کيږي
انشاالله
د cia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more