د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

افغان نوۍ پاسپورتونه

Hashmat Kahn
17.04.2013

افغان نوۍ پاسپورتونه
افغان نوي جوړ شوي پاسپورتونه په نړیوال ستندرد یا سویه جوړ شوي چې په عامه اصطلاح کمپيوټري دي او ټول مهم امنیتي کوډونه او نښې نښاني یې په کمپیوټر کې ثبت دي او زياتې نورې اسانتیاوې پکې په پام کې نیول شوي دي، ددې تر څنګ به په پاسپورت کې د پخوا په څیر عکس نه سریښیږي بلکې ډيجیټلي اخيستل کیږي او عکس به د پاسپورټ په پاڼه کې چاپیږي. د یادوني وړ ده چې د عکس په صفحه کې ۱۶ امنیتې کوډونه په نظر کې نیول شوي دي. د نويوپاسپورټونو د اعتبار نیټه پنځه کاله ده ، چې د نيټې له ختمیدو وروسته د پاسپورت خاوند ته نوی پاسپورت ورکول کيږي او بیرته نه تمدیدیږي . دکورنیو چارو وزارت چارواکي وایې مخکیني پاسپورتونه هر چا تر لاسه کولای شواي حتی خارجیانو په غیر قانونی توګه به یې پاسپورتونه اخیستل او د افغانانو په نامه به یی ځینی ناوړي ګټی ورڅخه پورته کولي. له همدی کبله افغانان په ډیرې ملکونو کې له یو شمیر ستونزو سره لاس او ګریوان وه چې پس له دي به هغه ستونزي حل شې.
په درنښت
حشمت
دامریکا متحده ایالاتودعمومي قومنداني دبریښنایې خبرواترو تیم
Digital Engagement Team - USCENTCOM
www.centcom.mil
https://www.facebook.com/CENTCOMDari?ref=hl


Re: افغان نوۍ پاسپورتونه

pattang
17.04.2013

نالت په cia او دهغې په غلط مصلحت !
دا ټوله ناپوهي ، شيطاني ملت غولونه او جيبونه ډکول
دي !
تف لانت !

[quote:d1d0befd8a="Hashmat Kahn"]افغان نوۍ پاسپورتونه
افغان نوي جوړ شوي پاسپورتونه په نړیوال ستندرد یا سویه جوړ شوي چې په عامه اصطلاح کمپيوټري دي او ټول مهم امنیتي کوډونه او نښې نښاني یې په کمپیوټر کې ثبت دي او زياتې نورې اسانتیاوې پکې په پام کې نیول شوي دي، ددې تر څنګ به په پاسپورت کې د پخوا په څیر عکس نه سریښیږي بلکې ډيجیټلي اخيستل کیږي او عکس به د پاسپورټ په پاڼه کې چاپیږي. د یادوني وړ ده چې د عکس په صفحه کې ۱۶ امنیتې کوډونه په نظر کې نیول شوي دي. د نويوپاسپورټونو د اعتبار نیټه پنځه کاله ده ، چې د نيټې له ختمیدو وروسته د پاسپورت خاوند ته نوی پاسپورت ورکول کيږي او بیرته نه تمدیدیږي . دکورنیو چارو وزارت چارواکي وایې مخکیني پاسپورتونه هر چا تر لاسه کولای شواي حتی خارجیانو په غیر قانونی توګه به یې پاسپورتونه اخیستل او د افغانانو په نامه به یی ځینی ناوړي ګټی ورڅخه پورته کولي. له همدی کبله افغانان په ډیرې ملکونو کې له یو شمیر ستونزو سره لاس او ګریوان وه چې پس له دي به هغه ستونزي حل شې.
په درنښت
حشمت
دامریکا متحده ایالاتودعمومي قومنداني دبریښنایې خبرواترو تیم
Digital Engagement Team - USCENTCOM
www.centcom.mil
https://www.facebook.com/CENTCOMDari?ref=hl[/quote:d1d0befd8a]


میرویس
18.04.2013

اسلام علیکم، پتنګ او هشمت خان صاحبانو
پتنګ صاحب، داسې ښکار ي چې تاسې د افغانستان د حکومت سره، چې که ښه دئ او که بد، زه څه نه پکښې کې وایم، تر دې اندازئ چپ یاست، که دا حکومت ووایي چې خداي جل جلاله یو دئ، تاسې به وایاست، چې تف لعنت دې دریاندې وي، خدای یو ندئ.
د قدروړ پتنګه، که تاسې نن ویلي وای، چې صبحان الله دا څومره ښه کار دئ، چې زموږ مستضعف ولس ته دا سهولت برابر شویدئ. که څه هم چې دا حکومت دیربیکاره حکومت دئ، خو دا کار یې ښه کړیدي. که تاسې دا خبره کړې وای، نو موږ به ویل چې وینې، پتنګ د پراخ او حقبین نظر خاون دئ. که تاسې سبا بل سبا کومه ناروا خبره هم کړې وای، لکه اکثره وخت چې یې کوئ هم، نو موږ به منلې وه. نو اوس څنګه د سالم عقل او فکر یو لوستئ انسان سبا پر تاسې د یوه امین او حقبین پښتون اتلاق وکړي. وروره، ښه ته ښه او بد ته بد ویل د نن زمانې شعار دئ. ستاسې دا قسم روش پخپله ستاسې اعتبار او حقانیت ته قبر کیني. مولا دې ستاسې سره مرسته وکړي.


pattang
18.04.2013

يواري ځان په سيستم جوړولو، پلان او پروڅيس پوه کړه
ددالر غونډار ي مه وله ! تاسې لغاتونه ، کلمې او بهرنی
تخنيک او کلتور يادوۍ خو په مانا يې هيڅ نه پوهيېږی ،
خو ټوپونه وهی هورا هورا نارې وهی !

ډېرو او له هغوڅخه لوچک اميرزي، قاتل بسم الله محمدي او اجنټ
مداري کرزي د بيومتريک نوم اورېدلی دی خو په مانا ،تر تيب
او داستعمال پرځای يې هيڅ خبر نه ندي !

- دتزکرو ورکول او چاپول د داخلې دوزارت وظيفه او نه
مخابراتو ! دتزکرې ټول په فرد پورې تړلې پېژندنه
حقوقي ساتندويه ده او يوازي يوخاص دفتر دداخلې
دوزارت اجازه لري چې دغه پېژندنه د ضرورت په
وخت کې وګوري اونوره پټه ساتل کېږي !

دفردي پېژندني تيته ول اوپاشل يې قانوني غټ مسئوليت
اوجزا لري !

- دداسې تزکرو ورکول په داسې ملک کې کيږي چې
هلته اقتصاد په پښو ولاړ او خلک يې ليکل او لوستل
کولی شي او هلته هم دداسې تزکيرو ورکول ضروري
ندي خو هغوی د امنيت دساتلو لپاره دا کار کوي !

- دغه تزکرې ورکول د افغانستان غريبو خلکو ته چې په
غرو او رغو کې پراته دي يوه لودګي په توان د څلورو
ده, څکه هغوی دخپلې پېژندنې په حقوقي بڼه نه پوهيږي !

- دغه تزکرې ډېر مصرف غواړي او لاسپوڅی دولت يې
په ګدايې پيدا کوي نو ددې کار عملې کول د جهلانو
خرتوب ښيې چې د بشريت په تاريخ کې ساری نلري !

اشغالګرخو غواړي چې له افغانستان څخه يوه ډنګره
خرېمه خره جوړه کړي!

سړی چې څه ليکې په مانايې بايد پوه شي !

له دهقان سره خبرې ماته خوند راکوي خو نه د ځينو
قلمدارو سره چې په څه نه پو هيږي او چيټې لګيا وي٠

تا دې ته فکر کړی چې په افغانستان کې ولې دکال
هغه خيراتي بودجه نه مصرفيږي کومه چې دې وزارت
ته ورکړل شوې وي !!

ميرويس خانه اشنا! نور نو : ولا حول !!

[quote:4df0a18e6f="میرویس"]اسلام علیکم، پتنګ او هشمت خان صاحبانوپتنګ صاحب، داسې ښکار ي چې تاسې د افغانستان د حکومت سره، چې که ښه دئ او که بد، زه څه نه پکښې کې وایم، تر دې اندازئ چپ یاست، که دا حکومت ووایي چې خداي جل جلاله یو دئ، تاسې به وایاست، چې تف لعنت دې دریاندې وي، خدای یو ندئ.
د قدروړ پتنګه، که تاسې نن ویلي وای، چې صبحان الله دا څومره ښه کار دئ، چې زموږ مستضعف ولس ته دا سهولت برابر شویدئ. که څه هم چې دا حکومت دیربیکاره حکومت دئ، خو دا کار یې ښه کړیدي. که تاسې دا خبره کړې وای، نو موږ به ویل چې وینې، پتنګ د پراخ او حقبین نظر خاون دئ. که تاسې سبا بل سبا کومه ناروا خبره هم کړې وای، لکه اکثره وخت چې یې کوئ هم، نو موږ به منلې وه. نو اوس څنګه د سالم عقل او فکر یو لوستئ انسان سبا پر تاسې د یوه امین او حقبین پښتون اتلاق وکړي. وروره، ښه ته ښه او بد ته بد ویل د نن زمانې شعار دئ. ستاسې دا قسم روش پخپله ستاسې اعتبار او حقانیت ته قبر کیني. مولا دې ستاسې سره مرسته وکړي.[/quote:4df0a18e6f]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more