د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

طالبانو له ۴ عسکرو سرونه پرې کړل

مومند
17.04.2013

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
آیا دغه ته څوک جهاد ویلی شی؟ دغه خبر ولولئ او بیا قضاوت وکړئ چی ظالم ظالبان پر افغان ولس څه ظلمونه کوی او په څه رنګ یی ځوروی. سرونه یی ور پری کوی، ماینونه د دوی په لار کی ښخوی، انتحاری بریدونو سره یی وژنی او ماښومان یی کړوی. یا الله طالبان دی د کومی ګناه سزا په بدل افغانانو ته استولی یی؟ بس دی هره ګناه چی مونږ نه شوی وو اوس به کافی وی، الله تعالی دی هغه کسان ټول تباه او برباد کړی چی پر افغان ولس رحم نکوی.

((چارواکي وايي: طالبانو له ۴ عسکرو سرونه پرې کړل
تاند- په جوزجان ولایت کې چارواکو نن وویل چې وسله والو طالبانو له څلورو افغان امنیتي ځواکونو سرونه پرې کړي دي.
د چارواکو په وینا د دغو څلورو عسکرو سر پرې کړي جسدونه نن سهار وموندل شول. د جوزجان د امنیه قومندانۍ ویندوی وویل، دا عسکر خپلو کورونو ته د سفر په ترڅ کې د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي ول.
له دې جلا د روانې اوونۍ یکشنبې په ورخ په جوزجان ولایت کې وسله والو طالبانو، چې ویل کېږي اکثره د ازبکستان د اسلامي غورځنګ غړي دي، پر یوې پوستې برید وکړ او د یوه سیمه ییز قومندان په ګډون یې لږترلږه دوه پولیس ووژل. د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد بیا ویلي چې په دې پېښه کې یې ۴ افغان پولیس وژلي او شپږ نور ټپیان کړي دي.
په همدې حال کې نن یوه افغان چارواکي په کابل کې وویل چې وسله والو طالبانو په میدان وردک ولایت کې د لاریو پر یوه کتار برید وکړ او د کاروان پنځه تنه بدرګه کوونکي یې ووژل.د میدان وردک د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي هم دا پېښه تایید کړه، ویې ویل چې په دې برید کې، چې پرون وشوه، د یوې خصوصي امنیتي کمپنۍ پنځه ساتونکي وژل شوي او یو ټپي دی.ده دا هم وویل چې وسله وال طالبان له حملې وروسته وتښتېدل.
تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ (اپریل ۱۵) په میدان وردک ولایت کې د وسله والو طالبانو په ډزو یو زده کوونکی ووژل شو او ۳ نور ژوبل شول. د میدان وردک ولایت مطبوعاتي دفتر وايي چې د چک ولسوالۍ په لالا خیلو سیمه کې د یوولسم ټولګي زده کوونکی عزیز الرحمن د سیدمحمود زوی هغه مهال د وسله والو مخالفانو په ډزو ووژل شو چې امنیتي ځواکونو د وسله والو مخالفینو د ځپلو لپاره په سیمه کې عملیات کول.
په دې پېښه کې درې ماشومان د وسله والو مخالفانو په ډزو ټپیان شول.
نن د هرات په شنډنډ ولسوالۍ کې هم اووه ملیکان هغه مهال ووژل شول او څلور نور ژوبل شول چې د سپرلۍ موټر یې د وسله والو مخالفانو له لوري په سړک کې پر اېښودل شوي ماین وخوت.))

په ردنښت
مومند


pattang
17.04.2013

خوشې به يې نوي پرېکړي کومه ګناه به لري طا لبا ن
بې ګناه څوک نه وژني ! هلته چې دامړي پيداشوي دشتې
ليلې نوميږي او په هغې کې د 10000 کسو طلبانو هډوکي
په ډله ئيزو قرو نو کې پراته دي !
دا جنايت او پښتون وژنه ، هزاره ، اوزبکو او تا جکو کړې
ده او اسناد ېي هم شته ، امکان لري پخوانويوقاطلانو ته
يې جزا ورکړې وي !!


Samsor Afghan
18.04.2013

پتنګه سر پری کول وړوکی کار نه ده

د ملی اردو عسکرو به څه کړی وی چی بیا طالبان سر تری پری کوی؟

د طالبانو هدف له دی کار نه یوازی او یوازی خپل وحشت خپرول دی به ټولنه کی او بس.

الله د دوی ته هدایت وکړی.

ښی چاری


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more