د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

الله پاک ولی مونژ ته په هغه دنیا هغه وعدی راکړی چی په دی دنیا یی حرام کړی

Samsor Afghan
16.04.2013

درنو ملګرو
د هندوستان په لکنو ایالت کی څه کم دوه هفتی یو ترینینګ ته استول شوی وم زمونژ منیجر د بوتان وو او زما سره بی ډير تبیت لیګیده یوه شپه د په هوټل کی ځان ته شراب راوغوښتل او ما ته یی هم ست وکړ.
ما ویل
زه یی نه څکم
ده ویل ولی
ما ویل ځکه زه مسلمان یم او زمونژ په دین کی شراب خوړل حرام دی
ده ویل حرام څه یی
ما ویل زمونژ رب (الله ج) زمونژ د پاره په قران پاک (زمونژ د دین کتاب) که مونژ ته فرمایلی چی شراب او هر هغه څه چی نشه رامنځ ته کوی حرام بللی او که یی څوک خوری نو هغه به ګناه ګار کیژی او په هغه دنیا به بیا سزا ورکول کیژی.
ده ویل شه
ما ویل مونژ یی په هغه دنیا خوړی شو!
هغه له خندا شین شواو وه یی ویل دا ولی په دی دنیا یی درته حرام کړی او په هغه دنیا یی بیا درته وعده درکړی او هلته حرام نه دی؟
ما څه نا څه ځواب ورکړ (دی می پری راضی کړ سر یی راته وښوراوو چی سمه ده)
خو
له ماسره یو سوال پیدا شو چی له هغو شیانو چی په دی دنیا یی مونژ ته خوند او لذت راښودلی نور ښه شیان نه وو چی مونژ ته بیا د همدغو شیانو وعده راکړی؟
الله د وکړی چی سم مفهوم مو تری اخیستی وی( نا پوه درته ښکاره نه شم) زما اسلامی معلومات زیات نه دی
په درناوی


Re: الله پاک ولی مونژ ته په هغه دنیا هغه وعدی راکړی چی په دی دنیا یی حرام کړی

pattang
16.04.2013

[quote:53cde05ac6="Samsor Slimankhil"]درنو ملګرو
د هندوستان په لکنو ایالت کی څه کم دوه هفتی یو ترینینګ ته استول شوی وم زمونژ منیجر د بوتان وو او زما سره بی ډير تبیت لیګیده یوه شپه د په هوټل کی ځان ته شراب راوغوښتل او ما ته یی هم ست وکړ.
ما ویل
زه یی نه څکم
ده ویل ولی
ما ویل ځکه زه مسلمان یم او زمونژ په دین کی شراب خوړل حرام دی
ده ویل حرام څه یی
ما ویل زمونژ رب (الله ج) زمونژ د پاره په قران پاک (زمونژ د دین کتاب) که مونژ ته فرمایلی چی شراب او هر هغه څه چی نشه رامنځ ته کوی حرام بللی او که یی څوک خوری نو هغه به ګناه ګار کیژی او په هغه دنیا به بیا سزا ورکول کیژی.
ده ویل شه
ما ویل مونژ یی په هغه دنیا خوړی شو!
هغه له خندا شین شواو وه یی ویل دا ولی په دی دنیا یی درته حرام کړی او په هغه دنیا یی بیا درته وعده درکړی او هلته حرام نه دی؟
ما څه نا څه ځواب ورکړ (دی می پری راضی کړ سر یی راته وښوراوو چی سمه ده)
خو
له ماسره یو سوال پیدا شو چی له هغو شیانو چی په دی دنیا یی مونژ ته خوند او لذت راښودلی نور ښه شیان نه وو چی مونژ ته بیا د همدغو شیانو وعده راکړی؟
الله د وکړی چی سم مفهوم مو تری اخیستی وی( نا پوه درته ښکاره نه شم) زما اسلامی معلومات زیات نه دی
په درناوی[/quote:53cde05ac6]
داخبرې نوې د ي : خلقۍ ، پرچمۍ او صليبۍ دي .
ورشه په اسلام ځان پوه کړه !!


حمید هڅــاند
16.04.2013

[color=darkblue:cac35abea6]
سلامونه او ښې هیلې...

پتنګ صیب! داسې ځواب څوک چاته نه ورکوي لکه تا چې ورکړی....

په قرانکریم کې د جنت د یادو شوو نعمتونو بېلګې:
الله تعالي په قرانکریم کې وایې، ژباړه: [په هغه جنت کې چې له متقیانو سره یې وعده شوې، د رڼو اوبو، داسې شیدو چې خوند یې نه بدلېږي، د پاکو شرابو چې د څښونکو لپاره به خوندور وي او د خالصو شاتو ویالې روانې دي، د دوی لپاره به هر راز مېوې چې وغواړي شته وي.(محمد۱۵)]
دغه راز په بل ځای کې فرمایي، ژباړه: [ پرلوړو تختونو به ناست وي، چې نه به یې ګرمي ځوروي، نه ساړه. (الانسان۱۳)]
بل ځای کې راځي، ژباړه: [تاسې او مېرمنې مو په خوښې سره جنت ته ننوزئ، د هغو په مخکې به د سرو زرو ګیلاسونه او جامونه ګرځول کېږي او دلته به هر زړه خوښوونکی او سترګې یخونکی نعمت موجود وي، تاسې دلته د تل لپاره و اوسېږئ (زخرف ۷۰-۷۱)].
همدارنګه الله جل جلا له فرمایي: [په جنت کې به حیالرونکې سترګې لرونکې پېغلې وي، چې له دغو جنتیانو مخکې به نه انسان او نه پېری لاس ور وړی وي. (رحمن۵۶)].
په احادیثو کې د جنت نعمتونه:
د جنت جوړښت له سرو او سپینو زرو دی، خټې یې په مښکو خیشتې شوې او د غولي ډبرې یې یاقوت او ملغلرې دي، خاوره یې زعفران ده، څوک چې هغه ته دننه شي، تلپاتی شي، نه مري او نه به ځورېږي او نه یې ځواني له مینځه ځي. (ترمذي)
کله چې جنتیان جنت ته ننوزي، نو جارچي جاروهي: نور ستاسې لپاره له روغتیا وروسته ناروغي، له ژوند وروسته مرګ او له ځوانۍ وروسته بوډاتوب نشته. (مسلم)
کله چې جنتیان جنت ته ننوزي، نو ناره کوونکی به ناره کړي: اې جنتیانو یقینا د الله جل جلاله په وړاندې ستاسې لپاره له هغې زیات نعمتونه شته چې درسره وعده یې کړې وه او اوس غواړي پرې وفا وکړي. جنتیان به ووایې: هغه څه دي؟ ایا له دې پورته بل څه هم شته چې زموږ څېرې یې نوراني کړې، جنت ته یې دننه کړو، او له اور څخه یې وژغورولو؟ په دې وخت کې به پرده پورته شي او جنتیان به د الله جل جلاله ننداره وکړي، په الله سوګند چې دوی ته به د الله له لیدو نه پورته بل خوږ نعمت نه وي ورکړ شوی، نو دوی به پرله پسې له هغه څخه سترګې نه غړوي. ( مسلم)
الله به جنتیانو ته ووایي: جنت مې تاسې ته حلال کړ او نور به هیڅکله پرتاسې نه غوسه کېږم. (بخاري).
[/color:cac35abea6]

دا یو څو بیلګې وې...
داسې هم ویل شوي چې په جنت کې به هسې نعمتونه وي چې زموږ حواسو کې لا نه شي راګرځېدای، نو یواځي شراب نه دي!.
بله خبره داده چې هلته یې د پاکو شرابو یادونه کړې ده، نه د ناولو ورستو شویو اوبو!. د ناولو اوبو او وروسو شویو او مسکور شویو مشروباتو څښل خو عقلا، او فطرا ناسم کار دی؛ ان باشعوره کفار یې هم نه څښي.

درنښت


تخاري
16.04.2013

يو خمر دي بل شراب

شراب د ميوو اوبو ته ويل كيزي مونز او تاسو ورته جوس وايو

خو خمر بيا مونز او تاسو به بشتو او فارسي كي د شرابو به نوم يادوو

أوس دي هخاند صيب مونز ته وشايي جي مونز ته به كوم كتاب كي د خمر وعده راكرل شويده؟

هخانده مونز او تاسو تول عام او خاص د نبي كريم صلي الله عليه و سلم امتيان كيداي شو خو وارثان يي يوازي ديني عالمان (ملايان) دي، جي ته كمبخته بري تمسخر كوي

زه د نبي صلي الله عليه و سلم وارث نه يم بلكه أمتي يي يم او له وارثانو سره يي هم مينه لرم

دا جي تاسو ته هم زان د نبي وارث شكاري به داسي حال كي جي مسخري بري كوي نو دا ستاسو به نابوهي او مطلق جرات دلالت كوي

مشك انست كه خود ببويد، تا او ستا وهابيانو خو دا فورم سخت بدبويه كر


حمید هڅــاند
16.04.2013

هلکه ستا د (وهابي) له ټاپې پرته بل څه هم زده دي...
ما خو ټول ایتونه او احادیث لیکلي ول، ستا ولې پرې نیت بد دی؟ او ما چیرته د خمرو یادونه کړې وه؟ او ته خو د نبي وارث هم نه یې، ستایې پرې څه :wink:
که دې ماغزه کار کوي، زما دا لاندې خبرې ولوله او سرپرې خلاص کړه:

[quote:70148906fb]بله خبره داده چې هلته یې د پاکو شرابو یادونه کړې ده، نه د ناولو ورستو شویو اوبو!. د ناولو اوبو او وروسو شویو او مسکور شویو مشروباتو څښل خو عقلا، او فطرا ناسم کار دی؛ ان باشعوره کفار یې هم نه څښي. [/quote:70148906fb]

درنښت


تخاري
16.04.2013

هخاند صيب

شراب شراب دي وراسته بكي تا رأوا يستل

شراب يعني جوس جوسو كي وراسته نشته كه وراسته شول نوم يي خمر شي زكه ماهيا يي بدل شي مثلا مونز جي اوبه نوشجان كوو نو اوبه يعني مياه يي نوم دي خو كله جي اطراح شي نوم يي مياه نه بلكه بول دي

ولي يي خمر نه نوموي

د دا دوه اسماوو له وجه تسميي سخه يي وفهموه

شراب يأني نوشيدني يا د څشلو شيان حتمي نه ده جي خمر به يي او سكران به لري

خمر ته شراب مه وايه زكه لا تشرب كي دي لكه ادرار

كه ته عميق بوهه لرلاي نو مصطلحات به دي كليوالي نه بلكه معياري كارول او همدا د وهابيونو لوي مشكل ده

الله جل جلاله دي له علم سره مل عقل او تدبير هم دركي كنه خلك به درباندي تل خاندي او ته به هم بهلوان زنده خوش يي


حمید هڅــاند
17.04.2013

یاره خو تخاری صیب، زه او ته هیڅکله په ژبه نه شوو سره پوی.

تخاری صیب لیکي:
[quote:39e9558c72]أوس دي هخاند صيب مونز ته وشايي جي مونز ته به كوم كتاب كي د خمر وعده راكرل شويده؟
[/quote:39e9558c72]

[color=darkblue:39e9558c72]مَّثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِي وُعِدَ الْمُتَّقُونَ ۖ فِيهَا أَنْهَارٌ مِّن مَّاءٍ غَيْرِ آسِنٍ وَأَنْهَارٌ مِّن لَّبَنٍ لَّمْ يَتَغَيَّرْ طَعْمُهُ وَأَنْهَارٌ مِّنْ خَمْرٍ لَّذَّةٍ لِّلشَّارِبِينَ وَأَنْهَارٌ مِّنْ عَسَلٍ مُّصَفًّى ۖ وَلَهُمْ فِيهَا مِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ وَمَغْفِرَةٌ مِّن رَّبِّهِمْ ۖ كَمَنْ هُوَ خَالِدٌ فِي النَّارِ وَسُقُوا مَاءً حَمِيمًا فَقَطَّعَ أَمْعَاءَهُمْ ﴿١٥﴾ [/color:39e9558c72]

محمد سورت، پنځلسم ایت شریف.

اوس ایت کې وګوره، چې (شراب) لیکل شوي، که (خمر).

درنښت


larghonay laraway
17.04.2013

السلام عليکم!
ګوره تخاري ګله!
موضوعات مه لړه!
سمسور پر ځای پوښتنه کړې چې الله جل جلاله په دې دنيا له شرابو منعه کړي يو نو په هغې دنيا يې بيا ولې وعده راکړې ده!
دا چې په قرانکريم يا احاديثو کې ورته (خمر) ويل شوی دا سمه ده خو په پښتو کې ټولو مايعاتو او د څښلو وړ موادو ته شراب نه وايي. بلکې شراب (هاغه شراب دي چې په اسلام کې حرام دی)
دا اوس د پښتنو څه چې د ګاونډيو هېوادونواو حتی اکثرو اسلامي هېوادونو په عرف کې ځای شوی چې (شراب) يعنې همغه مسکر چې حرام دي!
تاسو به هر وخت د ايران، پاکستان، سعودي او نورو هېوادونو په ميډيا کې هم ګورئ، وينۍ او اورۍ چې هغوی شراب (همدې حرامو نيشه يي اوبو) ته وايي!
حتی په فقه کې هم نبيذ التمر، نبيذ البير او نور ياد شوي چې ټول ملايان يې ژباړه په شرابو کوي.
حتی مبتدعين، خرافي اوجاهل پيران هم ټولو اوبو ته شراب نه وايي بلکې اوس عرف جوړ شوی چې شراب يعنې (مسکر مايعات) چې ګڼ ډولونه لري.

نو هڅاند صيب د سمسور د ځواب هڅه کړې خو ډېر رغنده ځواب نه دی!
کيدای شي نور علماء هم پرې وغږېږي چې الله جل جلاله چې په نړۍ کې يو شمېر شيونه حرام کړي لکه: تر څلورو زيات ودونه خو په حديثو کې راځي چې اويا حورې به هم ورکول کېږي
غلمان: چې په نړۍ کې لواطت حرام دی
شراب: چې په نړۍ کې حرام دي
اسلام ويړ او پراخ دين دی او هر شي ته دليل او منطق لري او هر حکم يې له حکمته ډک دی نو کيدای شي چې له علماوو سره يې ځواب وي.


Samsor Afghan
17.04.2013

لرغونی ورور
دا پتنګ فکر کوم ډیر لوی عالم دی داسی پوښتنی یی نه خوښیژی.
مادا پوښتنه د خپلو معلوماتو د پاره کړی

طبعا چی له غیر مسلمان سره خبری وکړی بیا سړی له ډیرو مشکلاتوسره مخامخ کیژه زما اسلامی معلومات ډیر کم دی.
ټول افغان کی څوک نه پیژنم که نه ما ورته خاص مسیج کړی وو نو زما دلینکنه هدف د دوستانو جنجال نه دی.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more