د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د څرخې پله زندانیانو د نه خوړلو په اعتصاب لاس پوري کړی

pattang
16.04.2013

د څرخې پله زندانیانو د نه خوړلو په اعتصاب لاس پوري کړی
| سې شنبه, 16.04.2013, 11:53 AM | (430 لیدل شوی)

[img:b715914107]http://www.taand.com/images/article/2013_04/39610/u26_2.jpg[/img:b715914107]

[img:b715914107]http://www.taand.com/images/article/2013_04/39610/u26_3.jpg[/img:b715914107]

خبریال: میرویس جلالزی- د افغانستان په تر ټولو لوی د څرخي پله په محبس کې په لسګونو تنو بندیانو د هغه څه په سبب چې دوی یې زور زیاتی او د دوسیو نه څیړل بولي د نه خوړلو په اعتصاب لاس پوري کړی.
د سیاسي اوجنايي بلاکونو یو شمیر بندیانو په دغه اعتراض کې خپلې شونډې هم ګنډلي دي.
هغوی وایي حکومتي پولیس ورسره ناوړه چلند کوي، وهل کیږي، ډوډۍ په وخت نه ورته رسول کیږي او حتی د رفع حاجت لپاره هم چې دوی غواړي تشنابونو ته ورشي د پولیسو له لوري په ساعتونو ساعتونو اجازه نه ورکول کیږي.
د مولوي محمد جان په نامه یو تن چې وایې د طالبانو د ډلې غړی دی او د ځانمرګي برید د ترسره کیدو په تور بندي دی، وویل، له دوی سره ډیر ناوړه سلوک روان دی او دوی غواړي دنیا او د بشري حقونو ټولنې پر خپل حال خبرې کړي.
نوموړی چې د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ اوسیدونکی دی، وایي: دی به د خپل مرګ تر پولې هم له خپل هدف څخه وانه وړي او همداسي به خپل اعتراض جاري ساتي.
ویل کیږي شاوخوا اویا تنو د سیاسي او نږدې پنځوستو تنو د جنايي بلاکونو بندیانو د څرخي پله په محبس کې خولې ګڼډلي دي.
تاند ویبپاڼې ته د یو شمېر اعتصاب کوونکو عکس هم رسیدلي دي.
په عکسونو کې ښکاري چې بندیانو خولې ګنډلي او داسي معلومیږي چې څو ورځي کیږي هغوی په اعتصاب کې ژوند کوي.
د ځينو بندیانو پر بدونونو د وهلو ټکولو یا شکنجې نښې هم تر سترګو کیږي او ځیني نور یې تر هغه حده وهل شوي چې بدنونه یې په وینو رنګ دي او بې سیکه د کوټو یوې او بلې خو ا ته پراته دي.
د زندان ساتونکو اوچارواکو تر اوسه په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.
د بشري حقونو افغاني سازمان هم پر دغه اعتصاب اندیښنه ښوولې او پر حکومت یې غږ کړی چې ژر تر ژره یې چاره وکړي او د بندیانو غوښتنو ته رسیدګي وکړي.
د افغانستان عدليي وزارت د شمیرو له مخې د څرخي پله په زندان کې له ۷۰۰۰ څخه نیولي تر ۷۵۰۰ تنه پوري بندیان سلتل کېږي.
د سوډان، افریقا، پاکستان، سعودی عرب او اماراتو تر څنګ د یو شمیر نورو ملکونو لکه تاجکستان، ازبکستان، ایران او چیچنیا ګڼ وګړي هم په دغه محبس کې د بیلا بیلو جرمونو په تور بندیان دي.
د ارګ یوې سرچینې څه موده دمخه ویلي و چې ولسمشر کرزي د عدليي او کورنیو چارو وزارتونو ته امر کړی چې د بشري حقونو د بهرنیو سازمانونو غړو او هغو بهرنیو حقوقي سلاکارانو ته هم زندان ته د ننوتو اجازه ور نه کړي چې په تیرو څو کلونو کې یې د محابسو په اصلاح کولو کې کار کاوه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more