د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

تروریستان څوک دی؟

Samsor Afghan
16.04.2013

سلامونه او نیکی هیلی می ومنی!

زمونژ د ځوان لوستو افغانانو تر ټولو ستر هدف باید دا وی چی خپل اسلامی امت ته د خدمت جوګه شو خو زمونژ او ستاسو د ددی هدف د لاسته راوړلو په خاطر یو ډیر لو ی خنډ پروت دی چی هغوی زمونژ د خاور او ولس د بربادی قسم خوړلی اوکوښښ کوی چی دا ستر ملت د شیطانی چتر لاندی د سپیڅلی اسلام د ګټلو په ظاهری نوم زمونژ ملت وغلوی او په حقیقت کی خپل کثیف او چټل هدف لاس ته راوړی خو دوی له دی غافل دی چی نور افغان ولس نه غولیژی او نور خپل دین او خاوری ته خدمت کوی.

تروریستان څوک دی؟
لومړی ټیم:
د پاکستان تروریست نظامی جنرالان
دوهم ټیم :
له ټولو مذهبونو څخه مختلف ملایان
دریم ټیم:
د آی اس آی سیاسی حلقی (ددوی مختلف سیاسی حذبونه)
او څلورم ټیم:
تروریست مطبوعات (آج. اکسپریس نیوز،جیو نیوزاو داسی نور)

دوی ټول په ګډه سره کار کوی ترور د پاکستان نظامی جنرالان ډیزاین کوی په ملایانو ورته اسلامی بڼه ورکوی په سیاسی حذبونو باندی یی تاییدوی او په مطبوعاتو یی د عام ولس غوژ ته د آی اس آی په زړه خپروی او خلک پری غولوی.

په درناوی

[img][/img][img][/img]


pattang
16.04.2013

ته دې يووارې خپل ځان پاک او خپله وظيفه دسرته ورسوه بيا نورو ته ګوته
نيسه ! يوه کسيفه بلا بلې بلا ته وايې چې (اوخ)


larghonay laraway
16.04.2013

السلام عليکم!
زما له نظره د ټيروریسټانو ډولونه:
امريکا: کله چې امريکا وغواړي په کوم هېواد حمله وکړي هلته ورځي او د ټيرورسټ په نامه عربان يا نور وحشيان روزي، استوي او داسې کارونه ترسره کوي چې د امريکا ورتګ ته لاره هواره کړي لکه په عراق او افغانستان کې يې چې دا کار وکړ!

پاکستان: د ټيرورسټانو د روزنې، پالنې، ملاتړ او ورتښتېدنې مرکز دی چې څه د خپلو اقتصادي ګټو په خاطر او څه د خپلو سياسي اهدافو لپاره دا کار کوي!
ايران: د امريکاسره په ښکاره مخالف دی خو په پټه کې يې ښه نږدې ملګری دی او په اخر کې غواړي چې عربان پرې وډبوي! د همدې لپاره يې په عراق او افغانستان کې شيعه ګان واکمن کړې دي!
هندوستان: دوی غواړي چې خپل رقيب پاکستان ته زيان ورسوي نو په پاکستان کې يو شمېر بې علمه شيخان يا پښتانه اخوندان لري او د اسلام په نامه جګړې او ترور کوي.
بيا پاکستان: دوی غواړي چې په افغانستان کې د هندوستان خيريه يا ديپلوماتيک کارونه ونه شي نو اکثره وخت په هندي انجنيرانو، هندي کمپنيو او ډيپلوماټيکو ځايونو بريدونه کوي!
د منځنيو هېوادونو يو شمېر کمزوري مسلمانان: دوی ته امريکا د قدت تمه ورکوي او تمويلوي يې څو روسان او منځني هېوادونه په جګړه کې بوخت وساتل شي او امريکا خپلو اهدافو ته ورسوي.
عربستان: يو شمېر عربان چې د امريکا تاليڅټي دي د امريکايي اهدافو په خاطر نورو هېوادونو ته ځي او هلته د جهاد په نامه جګړې کوي. که رښتيا جهاد يې کولی نو دوبۍ او عرب متحده امارات د عياشئ، فحاشئ او امريکايانو د هډو مرکزونه دي.
په افغانستان کې تر دېرشو زيات مېشت هېوادونه: دوی په خوله له امريکا سره ملګري دي خو پټ غواړي چې امريکا ته ماتې ورکړي. المانيان خپل طالبان لري، استراليا خپل، انګلیس خپل او هر يو يې خپل ټيرورسټان لري او غواړي چې په افغانستان کې خپل اهدف پلې کړي.
شمالي ټلواله: دوی تر ټولو غټ ټيرورسټان دي او ډېر قوي دي. دوی د طالبانو له کم عقل توب او بې شعورۍ څخه ډېره ګټه اخلي. يو ترور دوی وکړي او بيا د ملاپلانکي اخوند په نامه يو ليونی د دوی د ټيرورسټي عمل پړه په غاړه واخلي!
کرزی : دا تر ټولو غټ ټيرورسټ دی. د ده کورنۍ په رڼا ورځ خلک وژلي، وهلي او وېرولي دی. د ده وروڼه، د تره زامن، خپلوان او بارکزيان لکه تللی جان محمد خان او نور وسله والې کمپنۍ لري چې دوی ورته سکورټي کمپنۍ وايي. په ښکاره امريکايانو ته چوپړ کوي خو ټوله غلا، لارې شکول، قاچاق، ترور او اختطاف همدوی کوي.
د کرزي کابينه: هر وزير يې خپل وسله وال لري چې غلا، ترور او وحشت خپرول يې ځانګړې دندې دي!
القاعده: دا د امريکا فکري مخالفين دي چې خپلو وطنونو ورانول نه غواړي او په نړۍ کې يو بې مشره او بې سره هېواد غواړي څو هلته له امريکا نه خپل غچ واخلي او يا ورسره دښمني وکړي. ولې په دوی هم دا شک کيدلی شي چې د امريکا له پاره کار کوي. ځکه چې دوی لومړی په هغه هېواد کې ټرور خپروي چې امريکا هلته ورتلل وغواړي.
پښتانه يا د ملاعمر ډلګۍ: دا هغه بې شعوره او بې منطقه خلک دي چې هغه متل دی وايي (خلک ګټې کوي او ... خټې کوي) نور خلک د خپل ټرور او وحشت په مقابل کې څه ناڅه مالي او معنوي امتيازات هم اخلي خو دوی بېچاره ګان د خپلې کم عقلۍ او بې عقلۍ له کبله د خپل ترور پر سر امتياز هم نشي اخيستلی او هسې خوشې چټي ځانونه او نور وژني!


Samsor Afghan
17.04.2013

پتنګه ما ځان پاک کړی

دا چی د تا په شان ورسته پاتی فکر نه لرم او تاته نا پاک ښکارم دا ستا کمزورتیا او بی معلوماتی ښیی.

افغانان به روزانه په هر قدم د قرآن شریف آیت وه وایی خو چی توریستانو قسم پری خوړلی وی نا ممکنه ده چی څه وشی.
نو راځه له ماسره دا ومنه چی ته خپل فکر نور له توروریستي نه راوباسه.


larghonay laraway
17.04.2013

السلام عليکم
سمسور صيب باور وکړه دا پنځه شپږ کاله کېږي چې زه په نيټ کې له پتنګ صيب سره بحثونه کوم. حتی کله کله لفظي جګړې ته هم سره رسېږو خو ټيروريسټ نه دی.
دا چې د کرزي له حکومت سره يې نه لګېږي دا هم د ده په ملي فکر او مليتوب دلالت کوي ولې د دې حکومت کوم بديل چې پتنګ غوره کړی هغه زه هم ورسره نه منم!


Samsor Afghan
17.04.2013

لرغونی صیب

تاسو ډیرو مهمو ټکو ته او به نړیواله بڼه تروریستان تشریح کړی دی بلکل زه ټول درسره موافق یم او داسی وایم چی

امریکا د ټول جهان د توروریستانو په سر کی واقع ده تر ټولو لوی جنایتونه او تروریستی اعمال دوی تر سره کړی او همدا شان د رویسی(کی جی بی) د امریکا (سی ای ایه) د پاکستان (ای اس ای) د هندوستان (را) او همداسی د عربو ملکونو په شمول د عربستان سعودی.
هر ملک د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو په خاطر له توروریستی اعمالو څخه ګټه اخلی او کوی یی.
را به شو خپل ملک ته
زمونژ هیواد کی بی علمه پښتانه ځوان نسل چی مکتبونه یی پریښی وی بیا تللی وی پاکستان ته او بیرته راشی نو خپل وروڼه وژنی زمونژ په نوره نړی کار نشته خو خپل هیواد او ولس دا حق پر مونژ لری چی دوی ته خدمت وکړو او زمونژ د خدمت په مقابل کی دا تروریستان ډیر لوی خنډ ده چی باید له منځه یوړل شی او خلک پری خبر شی.
په پارلمان کی د کندهار یو استازی فهیم ته مخامخ و ویل چی په کندهار او پښتنو سیمو کی ستا ډلی هم شته چی خلک وژنی او توروریستی اعمال تر سره کوی.

زه ستاسو د خبرو موافق یم

په درنښت


Samsor Afghan
17.04.2013

لرغونی ورور

زه د کرزی ملاتړ کوم خو د کابینی یی نه کوم
زه دا هم منم چی دی ملی فکر لری خو د ملی فکری په خاطر منفی بافی زمونژ د هیواد د پاره ښه نه ده.
زه په د باور لرم چی ټول افغانان له خپل هیواد او دین سره ډیره زیاته مینه لری خو مونژ باید خپل موقف وپیژنو مونژ ته داسی موقف چی هغه د ملت په ګټه نه وی باید اختیار نه کړو.
پتنګ فکر کوی چی دا ټول د کرزی له لاسه دی
زه منم ډیر بد کارونه به شوی وی خو هر ملک دا پیړی او دا سلسلی تیری کړی
هر ملک کی فساد وی حکومت سم کار نه شی کولی یا سم وزیر نه شی تعینولی
مونژ باید خپله جامعه وپیژنو دلته مختلف خلک خپل واک غواړی سهم غواړی چی ور یی نه کړی لکه حکمتیار غرو ته وزی او له تروریستانو سره لاس یو کوی.
قسم دی د سیمی هیوادونه دا ګوډ او مات حکومت هم پر مونژ مظلوم ملت نه لوریژی دوی پوهیژی که افغانانو ته فقط شل دیرش کاله مهلت ورکول شی دوی ځان رسوی نو ځکه څوک زمونژ په هیواد ښکاره بریدونه کوی او څوک پټ.
دا وس زمونژ د خوار ملت ته ایران او پاکستان لاس یو کړی او غواړی چی له ګونډو یی هم واچوی ځکه اوسه پوری مونژ په پښونه یو دریدلی.
زه دا منم چی امریکا یو توروریست هیواد دی بریتانیا یو تروریست هیواد دی دوی نه غواړی چی زمونژ ملت په پښو ودریژی اما هلته نړیواله ټولنه او نور نړیوال سازمانونه دوی کنټروله وی او زیاد تره نه شی کولی ښکاره خپل اهداف پوره کړی.

چی خبری رانه اوژدی نه شی
پتنګ زما ورور دی ځکه چی مسلمانان یو افغانان یو بیا پښتانه یو دا سمه ده چی زه سلیمان خیل یم دی به هم یو قوم لری زه یی د قوم احترام کوم زه به دده خبری نه یادوم خو د بیان ازادی ده هرڅه ویلی شی که یی ډیر زړه راته ډک وی یو څو ښکنځلی د هم راته وکړی خو دده دا منفی سیاست زه نه شم منلی ځکه دا زمونژ د ولس او هیواد په ګټه نه ده

ډیره مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more