د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

مونژ افغانان په حال شکور نه وباسواو راتلونکی ښه غواړو!

Samsor Afghan
15.04.2013

ورڼو سلامونه می ومنی!

زمونژ ټولنه فطرتا داسی خوی او خواص لری چی له حال نه شکایت کوی او راتلونکی ښه غواړی.
دا حقیقت زمونژ په ټولنه کی ډير بده پایله زمونژ هیواد او ولس ته هدیه کړی ده ولی چی مونژ ددی په ځای چی په حال شکور وباسو او که هر څومره نیمګړتیاوی وی د هغه د پوره کولو په لټه کی شو خو ددی په ځای مونژ ددی په لټه کی یو چی حال ناکام کړو او بیا له سره یوه بله قیصه شروع کړو. (دا کار ډیرو ډلو کړی خو څه یی ونکړای شول)
زمونژ ډیر دوستان ددی په ځای چی له اوسنی حکومت سره د فساد او بیکاری په برخه کی مرسته وکړی تمامه ورځ ځان په ښکنځلو او بد ویلو خوشحالوی څوک طالب غواړی څوک پاکستان او ایران غواړی او څوک د امریکی طرفداران دی خو ددی خبری هیچا کوښښ ونکړ چی مونژ څرنګه د خپل هیواد د پاره چانس تر لاسه کړو او خپل هیواد ته یو متداوم او قوی نظام جوړ کړو.

په ډیر درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more