د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

لاسپوڅی فاسد رژيم د پاکستان او اشغالګرو په لومه کې :

pattang
15.04.2013

[color=darkred:6256018107]لاسپوڅی فاسد رژيم د پاکستان او اشغالګرو په لومه کې :

وروڼو دغه ليکنه ما له تاند پاڼې څخه را واخيسته ، که
دغه واقعت ولري نو دکرزي او دهغه
دفاسد،رشوتخور،بيکاره او جاهل رژيم به وخت ډېر
تريخ وي او په نس کې به يې باد نه تکيا کيږي !
ځينې وخت اولسي متلونه د زړو مشرانو خبرې ډېر
واقعتونه لري او داسې تماميږي لکه ملغلرې :
زاړه وايې : څوک چې دکام سپکه غواړي خدای يې سپکوي
او يا لوخې دکام سپکه غوښته سر يې په درياب کې غرق
شه !
کرزی او دهغه دشمال لنډغرو دا فغانستان اولس سپک که
له اشغالګرو سره يو ځای خپل او لس وواژه او داولس
انساني کرامت ته يې په ټيټه سترګه وکتل ، نو هغه دی
خپل دوستان اشغالګر يې له پاکستاني دوښمن سره يو ځای
او په خاوره کې يې پوستې جوړوي!
اوس به ګورو چې لاسپوڅی دولت څه کوي ?
زماپه ياديږي چې په تورخم کې پاکستاني پوليسو يوه
افغانه شځه دتېرېدوپه وخت کې په لښتو ووهله او طالبانو
ورڅخه دفاع وکړه خو پاکستاني پوليسو بد اورد ووېل ، نو
طالبانو بېله نورو خبرو خپل راکټ پرې وار که
او دوه پاکستاني پوليس يې ووژل !
خبره لويه شوه خو طالبانو داسې ځواب ورکه : دوستي به
کوو خو متقابل ناموس به ساتو او متقابله احترام به هم
کوو ........
نو وروڼو اوس به ګورو چې دالرخواره ،شرابخواره ،
زاړه زانيان او نوي موډرنه بچه بازان به د پاکستان په
ناروا کې څه وکړي !
زما په اند که داسې وي نو اوس به په ټولو له بيغيرتي
څخه دکلمو پيچ لګېدلی وي !![/color:6256018107]

کرزي افغان ځواکونو ته امر وکړ چې د پاکستان پوستې له منځه یوسي| دوشنبه, 15.04.2013, 12:01 PM | (180 لیدل شوی)

تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پرون دفاع، کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو او نورو اړوندو ادارو ته امر وکړ چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان د پوځ له لوري جوړې شوې پوستې او نور پوځي تاسیسات له منځه یوسي.
تاند ته باوري سرچینو ویلي چې د افغانستان ولسمشر وروسته له دې د پاکستان د یواړخیز اقدام په وړاندې د عکس العمل ښودلو امر وکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي او لویه سویه څو ځلي خبرې وشوې او نتیجه یې ورنه کړه.

کرزي دا امر وروسته له دې وکړ چې د پاکستان د پوځ له لوري د ډیورند کرښې په اوږدو کې د فعالیتونو د څېړلو لپاره ګومارل شوي افغان پلاوي د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ په خاوره کې د پاکستان د پوځ له خوا د جوړو شویو پوستو او د تلاشۍ د دروازو په اړه د افغانستان د ملي امنیت شورا ته راپور وړاندې کړ.
د افغان پلاوي، چې مشري یې د لوی درستیز جنرال شېراغا کریمي په غاړه وه، په راپور کې ویل شوي چې د پاکستان پوځ د نړیوال ايتلافي ځواک په همکارۍ له مومند ایجنسۍ څخه یوولس امنیتي پوستې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د ګوسارۍ سیمې ته رامخکې کړي دي.
پلاوي په عین حال کې ویلي چې د پاکستان پوځ دې سیمې ته وروسته له دې چې د افغانستان سرحدي ځواکونو د پاکستان له خوا د دروازو پر جوړولوعکس العمل وښود، درنه وسله او اضافي قواوې انتقال کړي دي.
افغان پلاوي د پاکستان یو اړخیز فعالیتونه وغندل او هغه یې د هغو منل شویو مقرراتو خلاف وبلل چې پر اساس یې باید مخکې تر مخکې له افغانستان سره مشوره کړې وای.
د افغانستان دفاع وزیر بسم الله محمدي او د افغانستان د سرحدي پولیسو عمومي قومندان هم د پاکستان د اقداماتو په اړه غونډې ته مالومات وړاندې کړل، ویې ویل چې پاکستان له افغانستان سره له موافقې پرته پوستې او دروازې جوړې کړي دي.

په همدې حال کې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د پاکستان پوځ د خپلو پوستو له رامخکې او په صفري نقطه کې د نویو کانکریټي پوستو له جوړولو وروسته د ګوشتې ولسوالۍ په خاوره کې دننه د تلاشۍ دروازه هم جوړه کړې ده.
مخکې په راپورونو کې ویل شوي و چې د پاکستان پوځ د ګوشتې ولسوالۍ په ځینو کلیو کې د هغو ملکانو ته د معاشونو او نورو امتیازونو له منلو وروسته خپل شناخت کاردونه ویشلي دي.
د ګوشتې اوسېدونکو وویل چې د پاکستان پوځ په ګوشتې ولسوالۍ کې دروازه پرون پرانسته.

د ملي امنیت په شورا کې، چې مشري یې ولسمشر کرزي کوي، پرېکړه وشوه چې اړوندې افغان ادارې دې له ايتلافي ځواکونو وغواړي چې د افغانستان حکومت ته توضیح ورکړي چې پر څه اساس یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د استحکاماتو په جوړولو کې له پاکستان سره مرسته کړې ده.


Samsor Afghan
15.04.2013

چی طالبانو حکومت ونیوه
بیا به یی بیرته ړنګی کړی.

خو که طالب هم د وطن بچی وی مشر د حد اقل دومره وه وایی چی پاکستان د دا کار نه کوی.
زمونژ ولس مشر خو هغه دی امر ورکړی چی ړنګی یی کړی دا چی ونه شی کولی چی ړنګی کړی دا د طالب او د مجاهدینو خاین له لاسه چی زمونژ اردو او نظامی تاسیسات یی له منځه یوړل.
آخر جواب هم یو نظامی طاقت ورکوی شی نه غټ کونی طالبان او دوی خاین د ای اس ای ملاتړی.
به درنښت


daud
15.04.2013

سلامونه او احترامونه
دى ته وايي منافقت ،درواغ،سپين سترګي او خلكو ته دبى عقل په سترګو كتل .
ديوه متجاوز( پاكستان ) نظامي مداخلت او د پو ستو دړنګولو امر كوي او ځان دارضي تماميت مدافع بولي ، خو دبل متجاوز او اشغالګر (امريكا) دنظامي بېسونو ساتنه دكابل نه نيولى تر تول افغانستانه پورې دخپلو اجرتي قاتلانو فرض بولي ،دمزكى او هوا دكنترول اختيار ور كوي،او دوحشي زناورو په څير دخلكو دوژلو او شكنجه كولو جنايت ته ددوستانو مرسته وايي او ددايمي غلامى (امنيتي تړون) قباله امضا كوي .
خو خلك يى اوس په دې شيطانت پوهيږي او كه ژر وي او كه وروسته دخپل خيانت ځواب به وركوي .

مننه

دازاد او خپلواك افغانستان په هيله


pattang
15.04.2013

[code:1:4ecbdf8c5c]زمونژ ولس مشر خو هغه دی امر ورکړی چی ړنګی یی کړی دا چی ونه شی کولی چی ړنګی کړی دا د طالب او د مجاهدینو خاین له لاسه چی زمونژ اردو او نظامی تاسیسات یی له منځه یوړل.
آخر جواب هم یو نظامی طاقت ورکوی شی نه غټ کونی طالبان او دوی خاین د ای اس ای ملاتړی[/code:1:4ecbdf8c5c]

زمونږله څينو با سيوادو پښتنو څخه بې سواده ښه دي !
الله پاک د پښتانه هوښيار کړي چې ډېره خوا مې پرې
بديږي٠


Samsor Afghan
16.04.2013

سلامونه

هو پتنګ صیب الله د ټول پښتانه هوښیار کړی چی نور د سیمی د هیوادو په لاس ونه غولیژی او خپل هیواد ته خدمت وکړی.

که چیری واقعا افغان ولس یو شی او اتحاد وکړی او ورور وژنه بس کړی نو د جهان هیڅ قوت به مونژ ته په سپکه سترګه ونه ګوری.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more