د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

رښتيا ويل ترخه دي !

Samsor Afghan
13.04.2013

رښتيا ويل ترخه دي !

موږ افغانان يي بس په همدي خبرو تباه او برباد کړو چي وایي افغانان توره او ټوپک لري، افغانان جنگیالي دي توره او توپک يي سینگار دی، د افغانستان د بدبختيو يوعامل ممکن همدا وي چي تل مدام د نړۍ بدمعاشان د بدنيت فکر ورته لري او ورسره په ټکرکي او لاس په گريوان وي. دا کسان دا خو نه وایي چې افغانان قلم لري- پوهه لري- فکر لري .
د بلي خوا د تيرو څلورو لسيزو راهيسي که په افغانستان کي د بهرنيو نظاميانو حضور او شتون ؤ او که نه، خو د بده مرغه د افغان ولس د زرنگ دښمن په لمسون زموږ يوشمير شخصي گټوغوښتونکو کسانو تل د توري تيره څوکه او توپک خوله د خپل ولس ځيگرته نيولي، او د دوی پلاس يي د دوی خپل ټاټوبۍ وران کړی.
زموږ ملت باید په يوه اواز سره داسي ووایي چې افغانان جنگ نه غواړي بلکه سوله غواړي- د نفاق او نفرت پرځای ملي یووالی او ورورولي غواړي، د ملي گټو ساتل غواړي، ښه حکومتولي غواړي، د فساد ختمول غواړي، تعلیم او تربیه غواړي، پرمختگ غواړي، ښه ژوند کول غواړي، د گاونډي هيوادونو او نړۍ سره د متقابله احترام او گټورو اړیکو ټينگول او ساتل غواړي، او همدارنگه خپل اولاد د علم او پوهي په گاڼه ښایسته کول غواړي.

په درناوی


larghonay laraway
14.04.2013

سمسور صيب ښه مو ويلي او رښتيا هم ده چې افغانان په همداسې بې ځايه ستاينو خوشحالېږي او حتی جنتر کېږي
خو له دې کمزورتيا خو کرزی هم ډېره ناوړه استفاده کوي.
کله وايي:
ما شير هستيم
کله وايي:
ګرنميداني غيرت افغانيم
او ...


Samsor Afghan
15.04.2013

هغه د کرزی خپل نظر دی او خپله یی خوله
کرزی به هم یو څو ورځی به ژوندی وی اوکنه ؟ او بل دا چی کرزی هم خپل نواقص لری
خو دا یو حقیقت دی مونژ ملت ټول عمر غولیدلی یو او د پردیو په مقاصدو مو ځان خرڅ کړی .


pattang
15.04.2013

[quote:5c1d3fe6e0]رښتيا ويل ترخه دي !

موږ افغانان يي بس په همدي خبرو تباه او برباد کړو چي وایي افغانان توره او ټوپک لري، افغانان جنگیالي دي توره او توپک يي سینگار دی، د افغانستان د بدبختيو يوعامل ممکن همدا وي چي تل مدام د نړۍ بدمعاشان د بدنيت فکر ورته لري او ورسره په ټکرکي او لاس په گريوان وي. دا کسان دا خو نه وایي چې افغانان قلم لري- پوهه لري- فکر لري .
د بلي خوا د تيرو څلورو لسيزو راهيسي که په افغانستان کي د بهرنيو نظاميانو حضور او شتون ؤ او که نه، خو د بده مرغه د افغان ولس د زرنگ دښمن په لمسون زموږ يوشمير شخصي گټوغوښتونکو کسانو تل د توري تيره څوکه او توپک خوله د خپل ولس ځيگرته نيولي، او د دوی پلاس يي د دوی خپل ټاټوبۍ وران کړی.
زموږ ملت باید په يوه اواز سره داسي ووایي چې افغانان جنگ نه غواړي بلکه سوله غواړي- د نفاق او نفرت پرځای ملي یووالی او ورورولي غواړي، د ملي گټو ساتل غواړي، ښه حکومتولي غواړي، د فساد ختمول غواړي، تعلیم او تربیه غواړي، پرمختگ غواړي، ښه ژوند کول غواړي، د گاونډي هيوادونو او نړۍ سره د متقابله احترام او گټورو اړیکو ټينگول او ساتل غواړي، او همدارنگه خپل اولاد د علم او پوهي په گاڼه ښایسته کول غواړي.

په درناوی[/quote:5c1d3fe6e0]
نيکې خبرې ، ګل سوالونه اوغوښتنې د کړې دي !
خو مونږ يې دحل لاره غواړو نه خبرې ، خبرې خو ډيرې
دي او دوسيې پرې ډکې دي ! اما دحل د پروڅيس ليکنه او عملي کېدل چېريې دي ????????
زما په نظر ستا د غوښتنو د حل لپاره بازس د افغانستان
په ايتنيکي او جاهلو ټېکدارانو کې نشته او نه يې غواړي!
نو ټوله ورڅ ته هم نارې وهه او زه به يې هم وهم !
سليمانخيل صيب خبرې ډېرې مغلقې دي او ډېرې اسانه هم!!


Samsor Afghan
16.04.2013

سلامونه می بیا هم ومنی

پتنګ صیب د حل لاره یی زمونژ او ستاسو کلکی ارادی دی مونژه ملت د سیمی هیوادونوپه یو داسی حالت کی راوستلی یو چی که لاس تری خلاصوو پښی مو نیسی او که پښی تری خلاصوو نو لاسونه مو نیسی.

د حل لاره یی داده چی افغان ځوانانو ته د ورور ولی پیغام ورسیژی او په کلی او بانډو او لری پرتو سیمو کی د علم او پوهی رڼا ورسیژی.
یوازنی علت چی زه د کرزی نه دفاع کوم همدا دی چی لس دولس کاله کیژی دده په دوران کی یو څه زیات شمیر خلک باسیواده شول او انشاالله په راتلونکی ټاکنو کی به الله پاک په دی ولس نور هم رحمیژی او د یو ښه ذعیم خاوند به کیژی.
د شل کالو په مدت هغه ماشومان چی په ښونځی کی درسونه وایی او په پوهنتونونو کی چی په تحصیل بوخت دی او را فاریغیژی هغوی به آرام نه کښینی او خپل ولس او هیواد ته به خدمت کوی.
زه د همدی نظام د دوام غوښتنکی یم خو امید هم لرم چی که یو څه اندازه فساد او خاینین کم شی نور به هم زمونژ د ځوان نسل ارادی ژر عملی شی.
په درناوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more