د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

افغان ماشوم له څاه وژغورل شو!

Hashmat Kahn
10.04.2013

یو دري کلن افغان ماشوم له څاه نه د قندهار په میوند ولسوالي کې دافغان او امریکایی ځواکونو په مرسته وژغورل شو. دکلۍ دخلکو له وینا څخه دغه ماشوم دلوبو به وخت کې په یوه ژوره څاه کې لویدلي وه. دکلیو خلکو هڅه وکړه چې دغه ماشوم د رسۍ په ذریعه له دغي څاه څخه وباسي خو له بده مرغه دوي په دي ونتوانیدل ځکه دغه ماشوم وارخطا او ډاریدلي وه اونپوهیدا چې په رسۍ څه وکړي . دکلي خلکو له افغان ملی ځواکونو څخه مرسته وغوښته خوافغان ملی ځواکونو هم پس له ډیرو هلو ځلو په دي کي پاتې راغلل. افغان ملی ځواکونو د امریکا له پوځیانو څخه مرسته وغوښته او دوي ټول په دي وتوانیدل چي له شپږو ساعتو پرله پسي هلو ځلو وروسته د ماشین آلاتو په ذریعه دغه ماشوم له څاه وژغوري. د تصویرو دکتلو لپاره په لاندنې لینک کلیک وکړي.
http://www.dvidshub.net/image/903316/afghan-child-rescued-well-afghan-and-us-soldiers-partner-save-day#.UWWXzVerFZ
په درنښت
حشمت
دامریکا متحده ایالاتودعمومي قومندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
Digital Engagement Team - USCENTCOM
www.centcom.mil
https://www.facebook.com/CENTCOMDari?ref=hl


tandar
10.04.2013

دغه څاګاني خپله اشغالګرو دماشين په زريعه کنلي دي
دغه څاه هم دکلنګ او بيلچي څاه نه ده سمه په ماشيني برمه کنل شوي ده ځکه مستقيم هم ښکاري کږه وږه نه ده
خداي خبر چه دپښتنو څومره قومي مشران به ژوندي ورغورځول کيږي ؟
د cia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


larghonay laraway
11.04.2013

سلامونه
تندر صيب اوس په افغانستان کې غټې او وړې ټولې څاګانې په برمو وېستل کېږي
خبره دا ده چې زمونږ ملي اردو له څا نه يو ماشوم هم نه شي راويستی نو د وطن پولې به څه وساتي؟


daud
11.04.2013

سلامونه او احترامونه

په دې ارزانه ارګو منت د امريكايانو هغه وحشيانه جنايت ، چى په كونړ كې يى وكړ اومعصوم او تنكي ماشومان يى شهيدان كړل نه پټېږي او نه هيريريږي.
امريكايان او بشر دوستي داسى مثال لري لكه د درنده حيوان نه چې د رحم تمه ولري .

مننه

دازاد او خپلواك افغانستان په هيله


tandar
11.04.2013

سلامونه داود خانه نوري تبصيري ته وخت نه لرم دمور په شودو دي رحمت شه
زه ستا هم نظر يم
د cia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more