د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د افغانستان د جګړې له خواوو د بخښنې د نړیوالې موسسې غوښتنه

مومند
10.04.2013

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
ستاسو نظر د دغه خبر په هکله به څه وی؟

((د بخښنې نړیوالې موسسې یا امنسټي انټرنشنل په افغانستان کې د ملکي تلفاتو پر زیانېدو ژوره اندېښنه ښکاره کړه ، ویې ویل: په افغانستان کې د ملکي وګړو د تلفاتو وروستۍ څپه دا اړتیا رامنځته کوي چې د جګړې ټولې خواوې د ملکیانو د مرګ ژوبلو د مخنیوي لپاره له لا ډېر احتیاطه کار واخلي.
دې موسسې په یوه اعلامیه کې، چې نن یې خپره کړې، ویلي: د دوشنبې په ورځ لږترلږه نهه تنه ملکي افغانان ووژل شول او تر شلو ډېر نور هغه مهال ټپیان شول چې په وردک ولایت کې د یوه بس په لاره کې ماین وچاودېده او باور کېږي چې طالبان د دې حملې مسوولیت په غاړه لري.
تر دې یوه ورځ مخکې د لسو ماشومانو په شمول دوولس ملیکان په کونړ ولایت کې د ناټو په هوايي برید کې ووژل شول.
د بخښنې نړیوالې موسسې د اسیا – پسفیک مرستیال رييس پولي ترکاټ وویل:«ناټو او ایساف ته پکار ده چې د خپلو عملیاتو په نتیجه کې د ملکي تلفاتو په اړه بشپړه څېړنه وکړي او هغو کسانو ته چې سرغړونه یې کړې ده د سزا ورکولو په شمول د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.»
ده همداراز وویل:«دوی باید مخکې تر دې چې راتلونکی کال له افغانستانه ووځي د اړولو تلفاتو په وړاندې د هغو خپلوانو ته تاوان ورکړي. ایساف او ناټو باید ثابته کړي، له دې سره سره چې د افغانستان د حکومت یو لوی څو اړخیز متحد دی، په جګړه کې تر قانون لوړ نه دی.»
تر وروستیو دوو خونړیو پېښو مخکې د روان اپریل په درېمه نېټه په فراه ولایت کې طالبانو شاوخوا پنځوس تنه ووژل او تر سلو ډېر نور ژوبل کړل چې لوی اکثریت یې د ملکیانو و.
د بخښنې د نړیوالې موسسې مرستیال ښاغلي ترکاټ وویل:«د جګړې ټولې خواوې باید د ملکیانو او پوځیانو ترمنځ توپیر وکړي، د جګړې قوانین بې تفکیکه وژنې منع کړي او پر ملکیانو قصدي بریدونه جنګي جنایتونه ګڼي.»
په افغانستان کې د ملګروملتو د استازندوی دفتر له راپور سره سم په ۲۰۱۲ کال په افغانستان کې ۲۷۵۴ تنه ملکیان وژل شوي ول چې په سلو کې د ۸۵ مسوولیت د وسله والو طالبانو په غاړه و.
م.م. د دفتر له کالني راپور سره سم طالبانو او د افغانستان د حکومت نورو وسله والو مخالفانو تېر کال ۲۱۷۹ تنه ملکیان وژلي او اکثره یې د سړک د غاړې په بمي چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې وژلي دي.
د بخښنې نړیوالې موسسې یو ځل بیا د جرمونو په نړیوالې محکمې ږغ وکړ چې په افغانستان کې د جګړې د ټولو خواوو د هغو کسانو په اړه تحقیقات وکړي چې د جنګي جرمونو او بشریت پرضد د جنایتونو شک پرې کېږي))

په درنښت
مومند


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more