د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

سگ واني په افغانستان كي (انځورونه)

hotak
04.12.2004

يارانو مينه اوسلامونه مي بياومنۍ،
دهوتك زړه نن هسي باغ باغ كيږي.په هيوادكي دښاغلي بوش دځانگړي لطف له مخي دمنځته راغلو خوندورو شرايطو نه خورا خوشاله يم.اكامي تيره مياشت كابل ته تللى وو.هغه خوراصوفي انسان دى.په سوداگرۍ كي هم دا ددين كارونه كوي.له ډيره پخوابه يى له افغان كمشنر اوځينو پلن څټو جهادي قومندانانو سره په شراكت له پيښور نه افغان مهاجرين سعودي ته استول.استادسياف او دهغه بى ريش عنايت جان چي اوس يى نوم اسدالله خالد دى اودغزني والي دى،ته دي خداي خير وركړي چي دخپل ټاكلي كميشن په اخستلوسره به يى دسعودي له شيخانو نه دمجاهدينو اومهاجرينو لپاره دحج مفتي برخي ترلاسه كولې اوبيابه يى زماپه اكامبارك اودحركت انقلاب په سعيدهاشمي باندي په لوړه بيه خرڅول.
په هرصورت خداي مي دي معاف كړي.خبره رانه اوږده شوه. اصل خبره مي داكا كوله .هغه كابل ته دحج او اوقافو له وزارت نه دافغاني حاجيانو دسږكلنۍ ليږدوني اوهلته په سعودي كي دبسياكوني دټيكې دترلاسه كولو لپاره تللى وو.
زه به دلته هغه كيسې نكوم چي هغه ددغي شل ميليونه ډالري ټيكې دترلاسه كولولپاره دښاغلي ولي كرزي اوپه خپله شخصا دولس مشرحامدكرزي دميرمنوشاهانه غاړو ته دياقوتوپه غموجوړ دسرو زرو غړوندي دسويس له كومه شركته اخستي وو.همداراز يى له رمضان بشردوست نه نيولي ترمارشال صيب فهيم پوري دوه سوه زره ډالردرشوت په بڼه چيري اودچاپه لاس وركړل.
زه يوازي دخپل اكا له خولې دډيموكراټيكوشرايطويوه كيسه ليكم اوبس.
هغه وايي چي درشوتونو دچارو دسنبالښت لپاره دكرزي دكابينې يوتن وزيرعارف نورزى نن سبا ډيرفعال دى.موږدهمدې موخي لپاره دهغه كره ميلمانه شو.هلته له هلمند نه يونيم درځن سپين ږيري تجاران راغلي وو.اودپنبه وو دټيكې دترلاسه كولولپاره يى له عارف نورزي نه دكرايې ټټو جوړكړى وو.هغه وايي عارف نورزى په هره سوداكي لس فيصده كميشن غواړي.ځكه نوهغه نن سبا په مستټرټين پرسنټ نومول شوى.
خبره له ډيموكراسي ياده شوه.هرچا دخپل عقل اوظرفيت له توان سره سم دډيموكراسۍ تعريفونه كول.
يوهلمندى سپين ږيرى چي خورا متوجه ناست ووخوپه خبره يى لكه نصيرهوتك سم سرنه خلاصيده.دلازياتو توضيحاتودترلاسه كولو لپاره ناڅاپه له نورزي نه وپوښتل چي حاجي وزيرصاحب دا ډيموكراسي يى لاڅه بلاده؟؟؟
عارف نورزي هم په خوراساده اوكليواله ژبه ورغبرگه كړه چي ډيموكراسي مانا داچي ته په ماسپورگرزه زه به په تاسپورگرزم اوهيڅ څهوك به هم هيڅ نه راته وايي.............. :lol: :lol: :lol:
هوريشتياهم نن په افغانستان كي شرايط داسي راغلي چي كه څوك رډبرالا لوڅ لغړ گرزي نوڅوك يى هم مخه نشي نيولاى.
سگ واني هم يوداسي كسب دى چي پخوابه دجمعه گل غوندي بيكاره لونډه گانو كوله.
يوڅوكي چي به دمورپلار اوټولني نافرمانه وو سپين ږيرو به ويل ورك يى كړه څه وڅه يى كړي سگ وان دى. سگ وان به څه وي انسانيت به يى څه وي.
خونن همدغه ذليله اوسپكه سگ واني دهيواد له وتليو او په زړه پوري لوبونه يوه گڼل كيږي اوهغه يوازي له دى امله چي په افغانستان كي ځيني واكمن شخصيتونه له نيكه مرغه په همدغسي كورنيوپوري تړاو لري.
زه نه وايم ماته مي خپلو مشرانو او همداراز دكرزي صيب نژدې خپلوانو داكيسې كړي چي خداي بښلى عبدالاحدخان كرزى او ورور يى عبدالرزاق خان كرزى په ظاهرشاهي كي له مشهورو سپو جنگونكو نه وو.
هغوي به هره جمعه دكندهار دعيدگاه شاته دسالوخان دچمن په سيمه كي دسپوجنگولو اونيزه مسابقه ترسره كوله. اوتل به دښاغلو كرزيانو سپي گټونكي وو.
اوداهم په كابل كي دډيسمبر پردريمه نيټه دترسره شوي سگ جنگي ټورنامنټ انځورونه. اوله همدغه انځورونو سره هوتك ته اجازه وركړۍ ترڅو ولاړشي او په كاليفورنياكي دسگ واني په كورس كي ايډميشن ترلاسه كړي. گوندي چي ددې څه په مټ په كابل كي كوم كوچنوكى،ډنگروكى وزارت اوياهم رياست ترلاسه كړي. هغه ارواښاد الفت صيب په خبره
[color=red:952c0b07ba]ډيرپه دغه شغل رياست ته رسيدلي دي[/color:952c0b07ba]
اوبياهسي هم داوسني حكومت ډيرى څټي دلته سگ وانان نه بلكي سگ شويان وو.
كه څوك يى نه مني نومونه او دسگ شوي د ځايونو ادرسونه اوټيلفون لمبرونه به هم وركړم. :lol: :lol:
[img:952c0b07ba]http://us.news1.yimg.com/us.yimg.com/p/rids/20041203/i/r3551311942.jpg[/img:952c0b07ba]

[img:952c0b07ba]http://us.news1.yimg.com/us.yimg.com/p/rids/20041203/i/r117739188.jpg[/img:952c0b07ba]
اوداهم دښاغلي مارشال فهيم اوجنرال گل اغا شيرزي په ډله پوري تړلي سپي اوسپي والا

[img:952c0b07ba]http://us.news1.yimg.com/us.yimg.com/p/rids/20041203/i/r1233292475.jpg[/img:952c0b07ba]
كندهارى اوپنجشيري سپي په خپلوكي سره لاس وگريوان دي..........
[img:952c0b07ba]http://us.news2.yimg.com/us.yimg.com/p/ap/20041126/capt.kab10511261458.afghanistan_dogs_fight_kab105.jpg[/img:952c0b07ba]
بيگي بچيم........ از گوشش بگي بچيم...........نمانيش بچيم كه شلمهء پنچشيره تانكوني............

[img:952c0b07ba]http://us.news2.yimg.com/us.yimg.com/p/ap/20041126/capt.kab10611261454.afghanistan_dogs_fight_kab106.jpg[/img:952c0b07ba]
[img:952c0b07ba]http://us.news2.yimg.com/us.yimg.com/p/ap/20041126/capt.kab10211261456.afghanistan_dogs_fight_kab102.jpg[/img:952c0b07ba]
[img:952c0b07ba]http://us.news2.yimg.com/us.yimg.com/p/ap/20041126/capt.kab10311261456.afghanistan_dogs_fight_kab103.jpg[/img:952c0b07ba]
............او دا هم دټورنامنټ گټونكى سگ وان......خودابايد وكتل شي چي له عبدالرزاق خان كرزي اوياهم مارشال فهيم خان سره خو به كومه خپلوي نلري؟؟؟؟؟



Adil watanmal
08.12.2004

محترم هوتك جانه د پنډو سلامونو څخه ورسته

وروره فكر مه ورته كوه انګريزانو د خپل يرغل پر وخت د غلو د ډلي مشر د افغانستان حاكم جوړ كړي وه او اوسني يرغلګرو كه سګوانان او سګشويانو ته حكومت په لاس وركړي نو همغه سزا به ډير زر وڅكي كومه چې انګريزانو او غله حاكم ته هغه وخت افغانانو وركړي وه. او د افغانانو تورو لا زنګ نه دي نيولي او هر ورځ ئې شرنګ د يرغلګرو تر غوږو رسي.

--------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

-----------------------------------------عادل وطنمل


نقاد
13.12.2004

درنو لوستونکو !
ماته د پورتنو عکسونو يو بل اړ ډير مهم دی:
د حيواناتو جنګول ـــ په تيره بيا د سپيو جنګ يو د کرکې وړ آزاري او ظالمانه عمل دي . دا کار پر بي وځلو حيواناتو باندې د ترحم کولو د اسلامي اصولو او غوښتنو پر ضد په لوی کندهار کې د خلکو يو ډير ناوړه مرض دی ، کوم چې د لوی کند هار د نامه اوکندهاري وروڼو د شان سره نه ښايي او د ټول پښتون څه چې د ټول افغان او افغانستان نوم په نړۍ کې بدوي . څنګه چې د طالبانو حکومت او جنګونه په سياست کې د نړيوالو نارمونو سره سمو نه درلود، دغسی د سپو جنګول په اولس کې د نورمال نړيوالو انساني اخلاقو ، بشري او حيواني حقوقو او نارمونو څخه ټيټ بريښي، نو راځۍ چې بر ضد يې تبليغي مبازه وکړو او دغه اولسي مرض په کلکه وغندو چې هم ثواب شي او هم خرما. محترم ديني عالمان دې په دې اړه اسلامې ارشادات بيان کړي او نور لستونکې دې هغوې په ښو ليکنو سره بدرګه کړي . شته داسې نړيوال مرکزونه چې په افغانستان کې ددې ناوړه عمل د بندولو غوښتنه ترې هم کيدلی شي، خو مونږ او موجوده حکومت بايد دا بنديز له خپله انده رامنځته کړو . ومن الله التوفيق !



ع کريم حليمي
13.12.2004

خپل سلامونه او احترام عرض کوم و ښاغلي نقاد (critic ) صاحب او درنو لوستونکوته !
سګواني ته اخلاقأ اجازه نسته ٠ او په دې وختوکي قانونأ هم اجازه نسته ٠
سپورت ، کيف دوئ طبيعي غوښتني دي ٠ چه هر انسان ضرورت ورته احساسه وي ٠
او هره انساني جامعه سپورټ ته ضرورت لري ٠ لکه هر ښئ چه ښه او بد په سپورټونو کښي هم ښه او بد سته
او کيف (نشه ) هم ښه او بده لري ٠
انسان هغه مخلق دي چه د زندګۍ او کار څخه سخت إِرْهاق احساسوي ٠ چه دغه فشار يوازي په سپورټ او نشه له
منځه تلای سي ٠ چه په نړۍ کښي د دي فشار د ورکولو د پاره دولتونه کار کوي ٠ چه ملت څه فشار ورک کړي
نو حکومت هم له فشاره خلاص وي ٠
ارقاق داسي بد حالت دي چه ورېښته سپينه وي ٠ او منخفض مرض ترې پيدا کيږي ٠
چه علاج ئې سپورټ او نشه ده ٠ چون نشه هم په ځان کي يو خطر لري ٠ نو يوازي علاج ئې سپورت دي
که ستاسو فکر کړي وي ٠ ځيني خيوانان هم ورېښتان لري ٠ او ورېښتان ئې نه سپين کيږي ٠ ولي چه پشار دماغي نه احساسوي ٠ او د انسان ورېښته په دې خاطر سپين کيږي ٠ چه دماغي فشار ئې ورېښتا ورسپين کوي
نوري خبري به ورسته کوو ٠ خو اوس له دانشمند ورور نقاد صاحب څه په فوقلعاده صميمانه فضاکي پښتنه

[quote:c48b10b459]په لوی کندهار کې د خلکو يو ډير ناوړه مرض دی [/quote:c48b10b459]
[color=blue:c48b10b459]تر کومه ځايه چه زه خبر يم دغه مرض چه رشتيا هم يود بد اخلاقۍ مرض دي ٠ تاسو ولي فکر کوۍ چه کندهارۍ بد
اخلاقي ده ٠ تاسو نياست خبر چه په ټولو ولاياتو کښي دا بد اخلاقي سته او هم په ټوله نړۍ کښي ٠
که ستاسو قلم داسي ګونګی وای لکه زما قلم نو ٠٠٠٠٠
او تاسو خود ټول افغان د هغو منلو ليکوالانو څخه ياست چه پوره فصح ليکنه کولايسۍ
نو بيامو ولي دا منفور فعل په کندهاريانو پوري مقيد کړي دي ٠ [/color:c48b10b459]
٠٠ ٠


نقاد
31.12.2004

دروند حلیمي صاحب او ګرانو لوستونکو ته سلامونه !
وایی چې یوه رځ یوه ملا صیب یوه دوکان ته د سوداله پاره تشریف وروخوځاوه او له دوکاندار څخه یې د » ب« پر شد او د » ع« په سخت ټینګ حلقي تلفظ سره
پوښتنه وکړه چې وروره مربع لرې؟ دوکاندار ورته ځواب ورکړ چې : نه دومره ټینګه نه لرم ! :lol: :lol:
نومحترم استاد صاحب د سپیو جنګول به په نورو ډیروځایونو کې وموندل شي ، خو لږ او استثنایی شکل به ولری او خلک به یې لږ یا ډیر له نارم څخه خلاف بولي،[color=red:a20c4c8baf] ولی په دومره ټینګ او پراخ شکل چې په لوی کندهار کې دود لري ، لکه په دغو ښودل شویو تصویرونو کې چې هوتک صاحب دهغوې ښکاره ثبوت وړاندې کړی دی [/color:a20c4c8baf]، د ډیرې خواشینۍ وړ یې بولم ، ځکه په داسې حال کې چې په نوروځایونوکې دود نه دی، ولې په کندهار کې یې د دود شکل اختیار کړی دئ! زمایې هغه لږ ااواستثنایی شکل ، چې زیاتره د سیمې دمشرانو په مخکې څوک سپي نه جنګوي، هم دومره بدایسي او پر چا مې نه لوریږي، نو دود خو یې په هیڅ افغان او هیڅ پښتون نه لوروم ، په تیره بیا د کندهار پرپشتنو وروڼو مې دغه ناوړه عمل هیڅ نه لوریږي . خدای دې ددوی په زړونو کې ترې کرکه او نفرت پیدا کړي .
ځکه د پښتنو ددودیز مرضونه هم لکه سود ،ولور، دښځې حقوق بیدریغه تر ښپو لاندې کول ، میراث جویی ،افراطي پیسه دوستي ، خودخواهي ، بی اتفاقي، ګونديماري اودوښمني، انتقام جویی ، مرګونه هسې هم نور دزغم وړنه دي، نو چې دسپو جنګول ، لواطت او ترهګري اوداسې نور هم پرې علاوه شي ، نو بیا خو له دغه ټول پښتون قوم څخه په مجموع کې د هر
انسا ن کرکه رامنځته کیږي . لوی خدای دې مونږ ټو ل پښتون قام ته ددې ټولو ناوړو مرضونو څخه نجات او ژوره کرکه رانصیب کړي ،امین ، ثم امین !



ع کريم حليمي
07.01.2005

دروندنقاد صاحب او ګرانو لوستونکو ته سلامونه !
يو دهقان وو٠ تصادفي او بې ارادي د جوارو د کښت په منځ کي ور ګډ سو ٠ د کښت خاوند د جوارو په منځ کي هندواني کرلي وې ٠ مطب ئې داوو چه ژيرمسجد ته ورسيږي او لمنځ قضا نسي ٠ کله چه دهقان وه پوهيدۍ ٠ چه هندانې په جوارو په مابېنځ کي ځومره ښه کار دي ٠
ولي چه کليوال ئې نه ويني ٠چه يائې غلاکړي اويا هره ورځ څوک د هندوانو غوښتنه ځندي وکړي ٠ د کښت له خاوند څخه ٠
نو کله چه مسجد ته ورسيدي ٠ له لمانځه ورسته ٠ ئې خلګو ته وويل چه عجب ښه کار دي چه سړی په جوارو کښي هندوانې وکري ٠ چوغلي نه کوم ٠ خو رشيد خان په خپلو جوارو کي داسي داسي غټي هندواني کرلي دي ٠ کله چه خلګ د مسجد څه ولاړه ٠ مخ پر جوارو ور رهي سوه ٠ هرسړي يوه يوه هندوانه کورته يوو وړه ٠
رشيد خان ناخبره چه د کښت په حال ئې ټوله کليوال خبر سوي ٠

محترم نقاد صاحب زه کوچنی لوی سوم په کندهار کښي اوريدل مي چه سګوانان او سګواني ٠ خو په حيات مي ونه ليدل چه سګواني چيري کيږي او ميدان ئې چيري دي ٠
هو خود به سګوانان وه نه مي ليدلي او نه مي پيژندل ٠ اما ander grand خو هميشه هر څه کيږي ٠
[color=red:19928e5d4f]قصه د پوسه وزې ده [/color:19928e5d4f]


hotak
07.01.2005

وروڼو او خويندو سلامونه!
دحليمي صاحب له خبري مادي خداي له چوغلۍ وساتي. حليمي صاحب كه دي تراوسه سگ واني نه وه كتلي نو دادى اوس خو دي دنصيرهوتك له طُفيله وكتله. خوزه حيران دى ته يم چي ږيره دي په كندهاركي سپينه كړه اوتاسگ واني پخپلو سترگو نده كتلي :( :(
ماته خويى منل يوڅه گران ښكاري. تركومه چي زماخبره ده والله چي پخپلو سترگو مي سگ واني كتلي هم ده او دسگوانانو په زيارت هم مشرف شوى يم.پاتي شوه داچي داهرڅه به Under Ground كيدل زه يى قطعا نه منم.په خداي چي داهرڅه په رڼا ورځ او رډبرالاكيدل اوكيږي.
سگ واني او بچه بازي ريښتياهم هغه توكي دي چي كندهار ورباندي بدنام گڼل كيده. خواوس ښاغلي
گل اغاشيرزي ورسره دشرابو اوخان محمدخان فرقه مشر ورسره دبچه بازۍ توكي رسما ورزيات كړل اوكه
دغه حالت وو نو كه خداي كول كال يابل كال ته به داڅه دهيواد له ملي ساعت تيريو وگڼل شي او داولمپيك دملي كميټې په كتاب كي به دملي سپورتونو په بڼه ثبت شي.
په ياد مو ندي چي په كال 1992 كي دخان محمدخان ملگرو دبي بي سي له خبريال رحيم الله يوسفزي نه
دهغه موټر يوازي ددى لپاره ضبط كړى وو چي هغوي غوښتل چي هلك پكي واده كړي.
همدا اوس اوس كه څوك كندهار ته تللي وي نو دخان محمدخان فرقه مشرهلكان به يى ليدلي وي.
په پوره كندهارۍ :wink: مينه. بى ادبي معاف


pattang
07.01.2005

پردي کې هيځ شک نشته چې کندهاريان پښتانه دي ، خو د دوي په سر زمونږ هميشه دخلکو سره جنګونه دي، پيغورونه او ناندرۍ وهل دي .اويوه ښه مثال ئي ددي لادينۍ پاڼي فوروم دي ، چې له 1998 نه راپرديخوا مونږ له دوي سره په جګړه لګيايو. دهوتکو له دورې وروسته دغو خلکو مونږ پښتنوته ډير جنجالونه جوړکړل٠
www.afghan-web.com

پتنګ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more