سياست او روانې چارې
د نړیوال نظامي ائتلاف د جنګي جنایتونو څیړنه
pattang
10.04.2013
تفصيلبـــــرخه: مقـــــالی او تبصرې 09 Apr 2013 .
لیکوال: دوکتور م ، عثمان تره کي كـــتني: 93 .
د شوروي د امپراتوري په لنګیدو او د نړي په یوه قطبي کیدو نه وروسته د
امریکا په وړاندې مقابله وزنه له منځه لاړ. نړي د امریکا د ستراتژیکو لوبو
په میدان بدل شو. افغانستان او عراق د قدرت د ویشلو د نوې نظام
د تشخص د لابراتوار حیثیت وموند. په لابراتوار کې د کمیاوي وسلې نه
نیولې تر پرمختللې د حربي تکنولوژي حیرانونکې تولید ، « میراژ »
او «آواکس» الوتکې وآزمایل شو. نړیوالو قوانینو او بشري حقونو ته
درناوي د لابراتوار د فزیکي قوانینو تر اغیز لاندې حاشیې ته ولوی
د. افغانانو سره د لابراتوار د موږک په حیث چلند وشو. د دیموکراسي تر
پلمې لاندې بی شمیر جنایتونه ترسره شول. تول د ملګرو ملتونو تر بیرغ
لاندې.
بشري حقونو او د جګړې قوانینو د لویدیزو هیوادونو د خپلمنځي اړیکو او
معاملاتو زیږنده ده . د تاریخ په اوږدو کې نړیوال قوانین د کانوانسیونونو په
چوکات کی راجستر ، تسجیل او تشریع ( مشروعیت ورپه برخه کول )
شوې دي.
د نړي په کچه د زورواکانو د برلاسيّ په وجهه باندې نړیوال حقوقي نظام
پدې ندي بریالي شوې چه د جګړې مخه ونیسي . خو که انسانان جګړه
بندولي نشي هغه ته باید د څارویو د جګړې د توپیر په موخه لږ تر لږه
د مضبوطو قوانینو د لاری انساني بنه ورکړي . د جګړې قوانین د همدغه
مقصد د پاره تنظیم شویدي .
د افغانستان په جګړه کې سره له دې چه لویدیزوال د جګړې
د نړیوالوکانوانسیونونو د یو اړخ په توګه دنده لري چه د جګړې قواعدو ته
درناوي ولري ، خو د هغې په سرغړونې سره تاریخی « ریکارد »
په ځاي ایښې .
د جګړې د قوانینو د سرغړونې بهترین مثال په کلیو او باندو باندې د ناتو
هوائي بریدونه دي چه په ترڅ کی یي په زرګونو ملکیان وژل یا ژوبل شوې
او عامه شتمنیو ته تاوان رسیدلې دي.
د ناتو ګن شمیرې جنګي عملیات د مخالفینو نه د غچې اخیستنې په مقصد
ترسره شوې ده . هغه څه چه د جګړې په حالت کې ورته د کنترول نه وتلې
حیواني غرایز ویلي شو. دلته خبره د جنایت نه تیرې دي. سناریو داسې
پیلیږي :
په یوه کلي کې د وسله وال مقاومت دوه کسان د بهرنیو قوتونو په قطار
باندې دزې کوي . دواړه د معرکې نه تښتي . یو ساعت وروسته د دغه
واقعیت په نظر کې نیولو سره سره چه برید کونکو د سیمې نه لرې مصئون
ځای ته پناه وړې ، کلې په بشپړه توګه تر هوایی ګوذارونو لاندې نیول
کیږي. په سلګونو ملکیان ژوند له لاسه ورکوي . دغه ارادي او پلان شوې
جنایت یوه موخه لري : کلیوالو دیته اړ شي چه د کلي په کچه د ناتو د
بمباریو د ویرې نه د وسله والو مخالفینو د راتګ او عملیاتو مخه ونیسي.
احمد شاه د پنجوائي اوسیدونکې پژواک خبري آژانس ته وایي : « … درې
ورځې مخکې د زنګ آباد په څلور لارې کې یو شمیر بهرني فوجیان د یوه
چاودنې په پیښه کې ووژل شول. د پیښې نه وروسته یو شمیر بهرني صاحب
منصبان ، قومي مشران یوې غوندې ته راوبلل. په غونده کې بهرنیان غوندې
ګدونوالو ته وویل : چه که د چاودنې عاملین راپیدا نکړې د هغې غچ ستاسو
د ښځو او ماشومانو نه اخلو… صباحي « رابرت بالس » د شپې په تیاره کې
د خپلو ملګرو سره د ملکيانو په کورونو باندې برید وکړ چه په کې ۲۵ تنه
شهیدان او پنځه تنه زخمیان شول ( د مارچ ۱۲ ، ۲۰۱۲ م کال ) .
همدا اوس امریکا د « رابرت بالس » جنایت ، د « سیاسي ترمامیتر » په بنه
کاروي: کله چه د یو نوې جنایت پام باید بلې خواته واړول شي یا کله چه
اړتیآ احساس شي چه باید د جګړی اصولیت او عدالت غوښتونکې اړخ
نمایش ته ایښودل شي ( د مثال په توګه د وسله والو مخالفینو سره د خبرو
اترو په بهیر کې ) ، امریکایی چارواکې د « رابرت بالس » محاکمه تر
لاس لاندې نیسي. دا احتمال شته چه نوموړې ته د کاذب ادعا تر بیلګې لاندې
د لیوني په حیث برائت ورکړ شي .
د « وړیا جنایت ستراتژي » د « رابرت بالس » په دوسیه باندې ایسار نه
پاتې کیږي: په یوه لسیزه کی د عزیزآباد ( هرات ) نه نیولې تر کونړ او د
هلمند نه نیولې تر کندوز او دشت لیلي پورې( ۳۰۰۰ زره شهیدان ) اتکل
نیم ملیون بیګناه افغانان د یوه رذیلانه او ماجراجویانه جګړې قربانی شویده .
په افغانستان کې سوله او سیاسي ثبات او د نړیوال نظامي ائتلاف د غړیو
( او په ځانګړې توګه امریکا ) سره نورمالې اړیکې هغه وخت تآمینیداي شي
چه وړیا جنایتونو ته رسیدگي وشي . یعنې حق خپل طبعي ځای ونیسي .
د همدغه مقصد د پاره باید د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نه مخکې
د ملګرو ملتونو په سروالي د جنایتونو د څیړنې یو کمسیون جوړ شي .
د څیړنې په کمسیون کې نړیوال سره صلیب ، د ملګرو ملتونو د بشر
د حقونو کمسیون ، د اروپا د اتحادیی د بشر د دحقونو کمسیون او په جګړه
کې ځینې ناپیلې هیوادونه ګډون درلودلاي شي .
د تاریخي تجربې په نظر کې نیولو سره ( د ویتنام مثال ) افغانستان هیڅکله
دومره پیاوړتیا ترلاسه نکړي چه اشغالګرو ځواکونه دیته اړ کړي چه
افغانانو ته د یرغلیزې جګړی تاوان ورکړي: خو د تینګ احتمال له مخې به
په جګړه کې دخیل هیوادونه افغانستان د خپلې اوږدمهالې اقتصادي مرستې
نه بې برخې نکړي .
که موږ په افغانستان کې د بهرنیانو د جنایتونو یوه دوسیه ځان سره ونلرو ،
د دوي مرستې د « خیرات » په بنه مطرح کیږي . خیرات زموږ ملي غرور
تر سوال لاندی راوړي او د اوسني مقاومت د جګړې د منطق سره په تقابل
کې واقع کیږي. د جنایتونو د دوسیې په درلودلو سره ، مرستې د شهیدانو
د « وینې بیه » ( خون بها ) او د « جګړې تاوان » په دول یعنې د یو
« حق » په توګه ( سره له دې چه د یرغلګرو قوتونو له خوآ نه پیږندل
شي ) به رامنځته شي.
د بهرنیانو د جنګي جنایتونو په اړوند د دوسیې تنظیم د قطر د مذاکراتو په
اجندا کی باید ځانکړې ځاي ولري . « پاي»
فرانسه
د اپریل ۸
۲۰۱۳ م کا
Samsor Afghan
11.04.2013
بلکل حقیقت یی لیکلی
همداسی ده