د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ورع

وزیري
10.04.2013

بسم الله الرحمن الرحیم
د انسان لپاره د دنیا او اخرت نجات په دوه شیانو کی ده. د الهی اوامرو په ځای راوړل او له ممنوعاتو نه ځان ساتل. په دی دوه جزونو اخیرنی ډیر عظمت والا ده کوم ته چی ورع او تقوی وایی. وما اتکم الرسول فخذوه وما نهاکم عنه فانتهوا.
امام همام او حضرت سیدشریف جرجانی رحمة الله علیهما د ورع تعریف داسی کوي. هو اجتناب الشبهات خوفا من الوقوع فی المحرمات (التعریفات، صفحه ۱۵)
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حضور کی د یو شخص د عبادت او ریاضت ذکر وشو نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: لا تعدل بالرعة یعنی الورع (مشکوة، صفحه ۴۴۱) یعنی د ورع برابر هیڅ شی هم نشته. همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم په بل ځای کی مهرباني کوی: ملاکُ دینکم الورع، یعنی ستاسو د دین مقصود ورع ده. په بل ځای کی رسول الله صلی الله علیه وسلم ابوهریره رضی الله عنه ته وایی: کن ورعا تکن اعبدالناس یعنی ته صاحب د ورع شه نو ته به د ټولو خلکو نه زیات عابد شی (ابن ماجه، صفحه ۳۱۱).
حضرت ابوبکر الصدیق رضی الله عنه وایی: کنا ندع سبعین بابا من الحلال مخافة ان نقع فی باب الحرام. یعنی مونږه اویا حلال څیزونه ددی په خاطر پریښودل چی خداینخواسته په حرامو کی اخته نه شو. (حقائق عن التصوف). حضرت عمر رضی الله عنه هم همداسی وایی: کنا نترک تسعة اعشار الحلال مخافة ان نقع فی الحرام. (فتوح الغیب، صفحه ۵). امام اعظم رحمة الله علیه هم دیرش زره هغه دینار صدقه کړل چی د مال د خرڅولو به وخت کی یی خادم د مال عیب خریدار ته نه وه افشاء کړی. (تبییض الصحیفة فی مناقب الامام ابی حنیفة رحمة الله علیه.
ورع هم په دري قسمه ده. د عوامو ورع کوم چی له مشتبه شیانو ځان ساتل دي لکه په حدیث کی چی راغلی. ان الحلال بین و ان الحرام بین و بینهما امور مشتبهات لا یعلمهن کثیر من الناس فمن اتقی الشبهات استبرء لدینه و عرضه ... الخ. (متفق علیه). دوهم د خواصو ورع ده چی هغوی په خپله سینه یعنی قلب کی غلطو وساوسو او خواطرو ته ځای نه ورکوی او احتراز ترینه کوی، چی په دی باره کی پیغمبر علیه السلام هو وایی: الاثم ما حاک فی صدرک (صحیح مسلم، دوهم جلد، صفحه ۳۱۴).
دریم د خاصُ الخواصو ورع ده چی هغه واصلین او عارفین دی. دوی غیرحق نه خپل ټول تعلق منقطع کوی او د الله جل جلاله په بارګاه کی حاضری ورکوي. ددوی موقف دا ده چی: کل ما شغلک عن الله فهو مشؤم علیک، یعنی هر هغه شی چی تا له الله جل جلاله نه غافله کوی، هغه ستا لپاره منحوس ده. (کتاب اللمع)
حضرت ابوبکر شبلی رحمة الله علیه نه د ورع به باره کی پوښته وشوه نو ده ورته وویل: ان تتورع ان لا یتشتث قلبک عن الله عزوجل طرفة عین. یعنی ورع دیته وایی چی ستا قلب د الله جل جلاله نه د سترګو د رپ په اندازه هم غافله نه شی.
د ورع د حصول لپاره لس شیان لازمی دی:
اول: غیبت نه ځان ساتل. دوهم: له بدګمانی نه اجتناب. دریم: د مسخرو نه ځان ساتل. څلورم: له حرامو شیانو نه سترګی پټول. پنځم: ریښتیا ویل. شپږم: په هرحال کی د الله احسان منل ترڅو نفس ته د غرور زمینه مساعده نشی. اووم: خپل مال فقط د حق په لار کی مصرفول. اتم: د خپل نفس د لوړوالی طالب نه اوسیدل. نهم: د لمونځونو اداء کول. لسم: د اهل السنت والجماعة په عقائدو باندی استقامت اختیارول. ربنا اتمم لنا نورنا واغفرلنا انک علی کل شی قدیر.

والسلام



Mazharee
10.04.2013

عَنْ حُذَيْفَةَ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : فَضْلُ الْعِلْمِ أَحَبُّ إِلَيَّ مِنْ فَضْلِ الْعِبَادَةِ ، وَخَيْرُ دِينِكِمُ الْوَرَعُ.[ مسندالبزار 2969]
وزیری صیب!
ډیره ښکلی لیکنه موکړیده الله پاک دی درڅخه قبوله کړی او
الله پاک مودی په رښتینو متقینو او پرهیزګارانو کی حساب کړی،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more