د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

طالبان په دي هکله څه وايې ؟

tandar
08.04.2013

طالبان په دي هکله څه وايې ؟
د ظاهر، داود شهيد، په وخت کي پنجابي داجرئت نشو کولاي خودکرزي اوطالبانو په وخت اوقدرت کي دډيورند دکرښي نه دبرلين ديوال جوړوي ؟
ځکه نن اشغالګر او طالبان په قدرت کي دي
چه ضبيع الله مجاهد څه نظر لري ؟
امريکا او غر بيان څه کړي ........... تورپنجابي هم ګذارونه کوي
له پټان اګهي نه ډاريدل پرون بچيان .......نن په پټان باندي وارونه کوي
راځي چه تاريخ داحمدخان او ميرويس خان بيا ورپه ياد کړو
چه داسي سبا ياد شو لکه مونږ چه په نيکو باندي فخرونه کوو
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,

افغانستان د تېرو دري لسیزو په واکمنو نظامونو کې د وروستۍ لسیزی (اوسنی واکمن نظام) کې له ډیرو زیاتو ګړنګونو را پرېوته چې بېرته جګول یې هم اوږدو کلونو ته اړتیا لري هغه نظام چې په اصطلاح ځانته قانوني او د دیموکراسی پلوه اداره وایې چې د خلکو د رایو پواسطه رامنځ ته شوې دي او هم د نړیوالي ټولني شتون افغانستان ته یې د دوی په وینا تر بل هر وخت زیات مشروعیت ورکړي دي، حال دا چې په تیرو ټولو نظامونو کې که هغه د طالبانو اسلامي تحریک نظام وو، د مجاهدینو اسلامي نظام وو او د حلق او پرچم ولسواک نظام وو خو دومره تاوان افغانستان نه وو کړي لکه څومره چې په دغه برحال نظام کې افغانستان هر څه له لاسه ورکړل.
زه په دغو ماتو ګوډو تورو کې نه غواړم د نظام په نورو خامیو او ناخوالو خبري وکړم ځکه عیان ته بیان نشته دی او هرڅه خلک په سر سترګو ویني چې د افغانستان د اوسني نظام وزیران، والیان، وکیلان، ریسان او حتي مامورین یې په څومره اوبو کې ډوب دي خو زه غواړم د پاکستان لخوا د ننګرهار ولایت د ګوشتي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ډیورن کرښي په اوږدو کې د دوازي جوړیدلو ته دغه ماته ګوده لیکنه ځانګړې کړم چې یو وجود په دوو برخو ویشي.
د زیاتو مصروفیتونو له مخي چې زه ورسره په دې وروستیو کې مخ او زیاتو لیکنو ته دومره اوزګارېږم هم نه خو په دې وروستیو کې ددغی یادی موضوع خبر په مطبوعاتو کې را څرګند شو او د افغانستان حکومت فقط همدومره وویل پاکستان باید د پولي په اوږدو کې له یو اړخیز فعالیتونو څخه مخنیوي وکړي خو د پاکستان حکومت د افغانستان په دغه غږ هیڅ غوږ ونه ګروه او هسی مطبوعاتو ته د خبر پیدا کولو لپاره یوه وړه موضوع وبلله او دوی په عمل کې خپلو کارونو ته دوام ورکوي.
پاکستان هم له وخت څخه په ګټي اخیستني داسي کارونه ترسره کوي چې هغه د چا خبره د خوږي ګوتي څخه نیول کوي مثلا څه موده وړاندي له نړیوالي ټولنې څخه د پاکستان څخه په ښکاره د ترهګرو د را اوښتو په بهانه پر ډیورن لین د اغزن تار غځولو پروژه طرحه چې تر شا لوی رازونه موجود ول او په ډېرو ځایونو کې په دغه کار بریالي هم شول اوس مهال یې د دروازو موضوع راپورته کړه نو پاکستان اوبه خړوي او خپل کبان پکې نیسی او د خپل هېواد راتلوونکو ګټو لپاره هره چاره پرمخ وړي خو بالمقابل زموږ د نظام واکمن چې زیاتره یې د دویم تابعیت پاسپورټونه هم په جیبونو کې لري افغانستان خپل نه ګڼی او یوازې یوازې د سوداګرۍ لپاره یې یو ښه مارکیټ بولي او زیاتره وزیران چې په درغلیو تورن شوي نو د افغانستان پاسپورټ یې په کابل کې پرېښودلي او په دویم پاسپورټ په لودیځو هېوادونو کې خپل د خوښي ژوند پرمخ وړي چې د پوښتنې حق ورڅخه هم څوک نلري.
وړمه شپه په یو ځای کې چې زه هم هلته موجود وم د ګوشتي ولسوالۍ له یو پخواني جهادي قوماندان سره دوو نورو جهادي قوماندانانو خپلي پخواني جهادي کیسی کولای او دغه موضوع یې هم پر ډیورن لین دروازه جوړېږي د خپلو منځونو د بحث وړ وه دوی په خپلو کې ویل پخوا زموږ جهادي مرکزونه دیادي سېمي ور اخوا چې اوس مهال پرې دروازه جوړېږي په کیلومترونو اخوا ښاپښ سره او په موټرو کې تر ساعت یو نیم ساعت زیات مزل وو موجوده وه خو اوس پاکستان بیخي ناروا کوي او دومره لنډ راغلي دي.
د ګوشتي ولسوالۍ پخواني جهادي قوماندان چې اوس مهال د سېمي سپین ږیري دي او پلازمېني کابل ته هم په یاده سېمه کې د ژورو څاګانو د ایستلو پسي راغلي وو وویل پاکستان اخوا خلکو ته د ژوند سهلتونه برابروي او پوخ سړک یې تر دروازي پورې راوستي دي او دوی څو ځلي په قومی ترړو د پاکستان ددغو کارونو مخنیوي وکړ خو دوی تش لاس اوبیګا ته وچه ډوډۍ نلري نو څنګه به وکړای شي د یو حکومت مخه ونیسی او د افغانستان حکومت دوی ته د څښلو د اوبو ستونزه نشي هوارولي نو ډیورن لین به څنګه حل کړي.
په همدی بحثونو کې زه هم په سوچ کې د ننګرهار ګوشتي ته لاړم او هلته مې د هغو مخورو خلکو چې پخوا ما پرې د رسنیو لپاره راپورونه چمتو کړي ول را یاد شول هغوی هم یاده ستونزه کټ مټ ددغه پخواني جهادي قوماندان په څېر بیانوله او ویل د کرزي په دغه دوره کې د پاکستان تر څلوېښتو کیلو مترو زیات دیخوا راغلي دي چې د پوښتني حق ورڅخه څوک نلري، دسېمي د خلکو په وینا د داود خان د جمهوریت پرمهال دوی ته د ژوند سهلتونه برابر او په کور معاشونه ورکول کېده چې پاکستاني پوځ یو اینچ هم دیخوا قدم نشو را کېښودلي خو نن زموږ په کور کې راته دروازی جوړوي.
د همدغی سېمي یو مخور چې د ډیورن لین په اوږدو کې ژوند کوي وایې ترڅو به موږ پاکستان او ایران هېوادونو ته د سوال او زاریو لپي نیولي وي که په سوال او زاریو کیداي نو اوس به افغانستان کې هيڅ خبره نه وه ، دی وایې پر افغان حکومت او ولس غږ کوي چې د هرې ناروا کړنې په صورت کې باید قاطع برخورد وکړي که هغوۍ زورور او په خوله لس سوکان را کوي نو یو سوک خو یې موږ هم وهلي شو او دا به دا پیغام ورکړي چې د غچ اخېستوونکې يو.
دده په وینا هغه د پښتو متل دي چې وایې(کږه خوله په سوک سمېږي) نو که ځواب ورکړو نو خپله راڅخه ځان لري ساتي چې موږ هم ورسره خرابېږو او که همداسي چوپه خوله پاتې شو نو ګیدړ نور هم زړور کېږي او ترهغي مو وهي چې له اخ او ډب څخه وغورځېږو، ددغه مخور مشر په وینا افغان حکومت باید له پاکستان سره قاطع برخورد وکړي او د نړیوالي ټولني په شتون کې د هغوۍ دوی مخیتوب څرګند او هرې ناروا کړنې ته په قاطع برخورد سره ځواب ووایې.
د هېواد حریم په لودیځ او ختېځ کې د ایران او پاکستان تر مستقیم ګواښ لاندي دي او د دواړو هېوادونه لخوا په کیلو مترونو دیخوا د هېواد ځمکي لاندي شوي چې د افغان ولس روڼ اندي، سیاسي اپوزسیون، مدني او بشري ټولني ، نړیوالي ټولني، سیاسي ګوندونه ، د نظام وسلوال مخالفین ( طالبان او حکمتیار ډله) او برحاله حکومت پری چوپه خوله دي چې تر ټولو زیات مسولیت افغان برحاله نظام ته متوجي کېږي او که همداسي چوپ خوله پاتې شي نو په افغانستان کې د اوسني نظام د نورو ډالیو ترڅنګ به دغه هم یوه په زړه پورې ډالۍ وي چې د افغانستان په تاریخ کې به پرې خلک ویاړي.
نو د افغانستان روڼ اندي، مشران، ځوانان او په ټوله کې لوستي خلک باید ددغو ناخوالو په اړه چې افغانستان ورسره اوس مهال مخامخ دي په یوه خوله را پورته شي ترڅو عامو افغانانو ته د جوړیدو او د هېواد ملي او اسلامي ګټو په اړه عامه ذهنیت ورکړي او د ستونزو د حل په موخه کوټلي ګامونه پورته کړي ګني بیا به به مو دغه موقع له لاسه ورکړي وي او د هغه مچ په څېر به بیا د افسوس ناری سوري وهو او هیڅ څه به په لاس نه راځي.


Samsor Afghan
09.04.2013

طالبان فقط غواړی چی افغانستان د پاکستان پنځمه سوبه شی او بس
نور کوم بله غوښتنه نه لری.
طالبان وایی چی په افغانستان کی جهاد فرض دی ځکه پاکستان په دی پوه شوی چی که افغانستان یو سم دولت پیدا کړو نو بیا دیورند خط نه وی.
نو له طالبانو هر راز غوښتنه اشتباه ده.
په ډير درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more