د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

افغانان ۳۵ کاله کیژی چی د یوالی ناری وهی!

Samsor Afghan
08.04.2013

درونو وروڼو!

څه د پاسه ۳۵ کاله کیژی چی افغانان د یوالی ناری وهی، شاعران په شعرونو کی، ماشومان په ښونځیو کی، ملایان په جوماتو کی خو زمونژ دا خوار ولس یوالی ته لاره پیدا نه کړه.
زمونژه افغانانو اصلی مشکل څه دی؟
مونژه ولی یوالی ته نه شو رسیدلای؟
او مونژ به کله یوالی ته لاره پیدا کوو؟

په درناوی


Samsor Afghan
17.04.2013

داسی لیدل کیژی
چی څوک د یوالی د بحث د پاره چمتو نه دی

پتنګ هم نه ښکاری؟


pattang
17.04.2013

[quote:78840802b9="Samsor Slimankhil"]داسی لیدل کیژی
چی څوک د یوالی د بحث د پاره چمتو نه دی

پتنګ هم نه ښکاری؟[/quote:78840802b9]

سليمانخيل صيب زه دې وينمه !
وروره که ايتنيکي ټېکداران لري شي او د يوو ملي هويت لپاره ګام پورته
او عملي کار وشي نو يووالی به راشي ، اوس خو دغه غداران د اولس
په وينو ژوند کوي او پردې نا يووالي کې يې ګټه ده !
خو داخو بيا مسئله حل نشوه ځکه چې (که) پکشې راغی !
- ټول اولس بايد پورته شي دغه فاسدان ورک کړي ! خو اولس نيستي او
غريبي په ملا وهلی لکړه ګرزوي !
- يا طالبان او يا يو ملي ديکتاتور چې هغه اسلامي او افغاني معيارونه ولري
او د ظالمانو ، قاتلانو په کونه سوټی ور ومنډي او ديوو واحد ملي هويت
لپاره نيمه پېړۍ کار وکړي !
* ژبه دکلتور او يوو اولس دپېژندنې لپاره داسې رول لري ، لکه يوه کلي چې
چې يوې ابادي ته د ننې لاره خلاصه وي ! يو اولس هلته پېژندل کېږي چې
ته دهغه ژبه زده کړې او ويې پېژنې !
*ته پښتون په طبيعي اوواقعي ډول سره اکسريت يې خو پښتانه ته داقليت حق
ورکول کېږي او په ژبه يې ملنډې وهل کېږي ، ژبه يې په ښارو او دفاترو
کې مړه ده يواځې په کليو کې چې طالبان ترې راځي ژوندۍ ده !
زه ګمان نکوم چې په افغاني ټولنه کې به ګډ ملي هويت په سوله او خبرو
راشي !

زه دې بيا هم وينم سليمانخيله !


Samsor Afghan
17.04.2013

پتنګ صیب بیا می هم سلامونه ومنه

خبری دی سمی دی
خو زمونژه د پښتنو قوم یو اساسی مشکل داده چی دوی له سیاست او چالاکی هیڅ ګټه نه پورته کوی بس وچ په وچه به دی خپل حق په توره او شخ دماغی لاس ته راوړی اوس زمانه بدله ده نړی هغه پخوانی نړی نه ده حکومتونه هغه پخوانی حکومتونه نه دی وعدی او وفا هغه پخوانی وفا نه ده.
نو پښتنو ته هم لازمه ده چی نرمه غاړه یوسی خپل هدف د پاره اتحاد وکړی ځکه په یوازی ځآن هیڅ هم نه کیژی.

هزاره ګان د خپل اهدافو له پاره پالیسی او ستراتیژی لری خپلی منځ ناستی لری خو مونژ فقط چیغی وهو فلانکی نه غواړو فلانکی غواړو داسی د وشی او داسی د نه کیژی.
عملا مونژ باید قدم واخلو او شروع وکړی خپل حق ونه غواړو بلکی وایخلو.
زه تعصب له نورو ګروپو سره نه لرم خو د خپل قوم حق هم اخلم په دی د هیڅ قوم نه خفه کیژی.

د طالبانو په اړه به بیا سم بحث وکړو مونژ او تاسی ټول ځوانان یو که د نړی هر چیری ژوند کوو خو خپل ولس خپل قوم او خپلی خاوری ته د خدمت عاشقان یو.

په درنښت


پتوال
17.04.2013

[color=blue:d3356f01c7]

[size=18:d3356f01c7]...............................................بسم تعالی ......................

سمسور خانه ډیره ښه سکالو دې منځته راغورځولې ده !
یووالی یو قومي دی او بل ملي او دریم یې اسلامي .
مونږ لومړی د پښتنو قومي یووالي ته ، بیا ملي (افغاني) او بیا اسلامي یووالي ته اړتیا لرو . خو د قومي یووالي له ویرې مو میرڅنان ملي یووالي ته او د ملي یووالي له ویرې مو میرڅنان په خپلو منځو کې حتی اسلامي یووالي ته هم نه پریږدي.

د کابل واکمنان مو نه قومي ، نه ملي او نه اسلامي وحدت غواړي، او طالبان مو صرف اسلامي وحدت غواړي هغه هم
له ملي چوکاټ څخه بهر(!) له هغه چا سره چې دوی ظاهراً د اسلام په نامه ورسره وحدت کړی وي(!!!) چې یو ښاخ يې عرب( اقاعده) او بل ښاخ يې پنجابیان (ISI) ده (!!!!) دوی ورته اجازه نه ورکوي چې حتی د قام او ملت نوم هم په خوله واخلي!.
په داسې حال کې چې له قامي وحدت پرته ملي ، او له ملي وحدت پرته اسلامي وحدت بې نتیجې پاتې کیږي او لکه کوږ بار خپل منزل ته نه رسیږي ، د قامي وحدت له پاره باید لومړی یو قامي مشر ولرو او ټول پښتانه پرې راټول شو . نه قامي او نه ملي وحدت د زور کار دی، نو د ملي وحدت له پاره باید د ټول ملت له پاره د یووالي یوه ملي طرحه ولرو او د ملی توافق له پاره هغه د قامي مشرتابه له لارې وړاندې کړو. همدارنګه اسلامي یووالی هم باید د ملي پولو په چوکاټ کې رامنځته کړو او پرې نږدو چې بهرنی لاس مو ملي ، قامي او اسلامي وحدت شنډ او په د خپلې ګټې له پاره يې لکه اوس د افغانستان د ملی ګټو په ضد استعمال کړي!
فعلا په روانو شرایطو کې که وحدت قامي وي، که ملي وي او که اسلامي یواځې او یواځې د اشغالګرو او نورو بهرنیو لاسوهنو او لاسلرنو پرضد رامنځته کیدلی او د یواځینۍ ژغورنلارې له یوې پوړۍ څخه بلې ته چټک پرمختګ او پراختیا موندلی شي ! ومن الله التوفیق ، والسلام علیکم و رحمة الله و برکاته[/color:d3356f01c7][/size:d3356f01c7][size=18:d3356f01c7][/size:d3356f01c7][size=24:d3356f01c7][/size:d3356f01c7]


Samsor Afghan
18.04.2013

ټولو ته د سهار ښه او ډیر ښکلی پیل غواړم

پتوال صاحب د اویوالی د پاره تاسو ډیره ښه طرحه وړاندی کړی.

په ریښتیا هم که زمونژ قومونه سره ټول شی او هر قوم ځان ته مشر ولری او مشران د خلکو په وړاند فیصلی وکړی ډیر زیات به ګټور وی او د جهان هیڅ توان به ونشی کړی چی بیا مونژ سره بیل کړی او خپل اهداف په مونژه لاس ته راوړی ځکه د افغانستان جوړښت له قومونو څخه شوی.
او ستاسو خبره کله چی قومی جوړښت را منځ ته شی بیا ملی هم را منځ ته کیدای او همدا راز اسلامی هم.

نن شپه می د پاکستان او افغانستان ګډ پروګرام ولید په خپل غیرت او عزت می شکور ویست حکمت کرزی په ډیرو صریحو ټکو دوی ته د دوی هر بد عمل وروښود.

مونژ اوس هم تکړه ځوانان لرو او ما شاالله ټول اوس په هر څه پوهیدلی هر څوک ډیر ښه پیژنی او ډیر کلک د خپل هیواد د آبادی د پاره لیوال دی نو هڅه باید وشی چی ټول سره یو شو او خپل هیواد او ولس ته څه مو چی په وس کوی تر سره کړو.

ښی چاری


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more