نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د قومندان په شمول ۱۴ اربکیان له طالبانو سره یوځای شول
pattang
07.04.2013
وروڼو دخدای پاک فضل دی چې ملت ورو ورو بيداريږي !
د قومندان په شمول ۱۴ اربکیان له طالبانو سره یوځای شول
[img:89950ca24b]http://nunn.s3.amazonaws.com/arbkyn.jpg[/img:89950ca24b]
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي چې د شنبې په مازدیګر د بادغیس په مقر ولسوالۍ کې ۱۴ اربکیان (پاڅون کوونکي) له طالبانو سره یوځای شوی.
نوموړي ویلي چې په تسلیم شوو اربکیانو کې یو تن قومندان هم شامل دی چې عید محمد نومیږي. احمدي زیاتوي:
"نوموړوله ځان سره 2 راکټونه ، 2 ثقیلان ، 11 میله کلاشنکوفونه 5 مخابري او 3 موټرسایکلان هم ترمجاهدینوپوري راورسول".
قاري یوسف احمدي وايي چې تر دې یوه ورځ مخکې د هلمند په موسی کلا کې ۸۰ تنه اربکیان له طالبانو سره یوځای شوي وو.
کابل معمولا د ورته پیښو په وړاندې په سکوت سره غبرګون ښيي چې د یادې پیښې په اړه ئې هم تر دې دمه څه نه دي ویلي.
اربکیان چې رسمي نوم ئې (سیمه ییز پولیس) او مطبوعاتي نوم ئې (پاڅون کوونکي) دي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پخواني قومندان ډیویډ پیټرایس په ابتکار او د ناټو د غړیو هیوادونو په مالي لګښت راټوکیدلي.
دولت او بهرني ځواکونه په لومړي سر کې هیله مند وه چې ښايي دغه اربکي خوځښت د طالبانو په وړاندې په یو سرتاسري قیام بدل شي. خو نه یوازې دا چې دغه کار ونه شو، په ګڼ شمیر کې اربکیانو خپلې دندې پريښودې او له طالبانو سره یوځای شوي دي.
په دې وروستیو کې ناټو او د کابل دولت هغو احصائیو سخت اندیښمن کړی چې له مخې ئې د اردو، پولیسو، او اربکیانو له صفونو څخه هره میاشت ۵۰۰۰ تنه عسکر د نامعلومو دلایلو له امله تښتي او خپلې دندې پریږدي، چې په دوی کې ګڼ شمیر له طالبانو سره یوځای کیږي.
طالبان هغو عسکرو، پولیسو، او اربکیانو ته تود هرکلي کوي چې خپلې دندې پریږدي او د دوی صفونو ته وراوړي. او په ځینې مواردو کې خو ئې په مادي او معنوي امتیازاتو هم نازوي.