د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د فراه پیښې ته یوه کتنه

پتوال
07.04.2013

له فیسبوک څخه :

Rohi Mohammad Sediq


آيا طالبانو ته د افغانانو وينه مباح ده؟
طالبانو په فراه کې پر يوې ملکي ادارې بريد وکړ او شاوخوا پنځوس تنه افغانان يې په بې رحمۍ سره ووژل. د عيني شاهدانو له خولې، چې طالبان کوټه په کوټه ګرځېدل او هر څوک چې په مخه ورتلل، وژل يې. آيا د طالبانو دښمنان همدا ملکي او بېګناه وګړي وو چې ډېری يې د واکمن فساد له امله د محکمې په دهلېزونو کې سرګردانه ګرځېدل؟ او که بيا هم علامه اشرفي د بېګناه افغانانو وينه د طالبانو لپاره مباح ګرځولې وه؟

په دې وروستيو کې داسې ښکاري، چې د کرزي د وينا په مصداق طالبانو نه يوازې له امريکايانو سره د چاکلېټو پر خوړلو پيل کړی دی، بلکې په افغان وژنه کې يې هم لاس ورسره يو کړی دی.

کله چې روسان له افغانستان څخه ووتل، نو جهادي تنظيمونو خپل منځي جګړو، د بېګناه افغانانو وژنې او د ملي شتمنيو لوټ او تالان ته مخه کړه. افغان ولس د هغه چا له لاسه چې هره ورځ به يې د بريا دعا ورته کوله، بهرنيانو ته د مرستې لاسونه وغځول او د ملګرو ملتو د پوځي مداخلې غوښتنه يې کوله. دا ځل امريکايان لا وتلي نه دي، چې طالبانو د بېګناه افغانانو قتل عام ته مخه کړې ده. داسې ښکاري چې طالبان به افغان ولس اړ کړي، چې د امريکې او ناټو وتونکو پوځونو ته ځولۍ وغوړوي چې موږ يوازې مه پرېږدئ او طالبانو ته مو مه سپارئ.

په دې وروستيو کې چې طالبانو پر بهرنيو سرتېرو يا زور نه رسېږي او يا يې هم د احمدشاه مسعود په څېر کوم پټ جوړ جاړی ورسره کړی دی، نو د خپلو بريدونو مخه يې د بهرنيانو پر ځای تر ډېره بريده افغان پوځيانو او ملکي وګړو ته راګرځولې ده. که چېرې امريکايي ځواکونه په ميدان وردګ او لوګر ولايتونو کې په وحشت لاس پورې کوي، نو موږ به ووايو چې اشغالګر دي او کفار دي، په اعتراضونو به لاس پورې کړو، کرزي ته به ښکنځل وکړو، د خونبها غوښتنه به وکړو او پر نړيوالې ټولنې به هم تر خپله وسه فشار راوړو، خو کله چې طالبان پر داسې وحشت لاس پورې کوي لکه په فراه کې يې چې وکړ، نو چاته به شکايت وکړو؟ پاکستان خو ثابته کړې چې زموږ تربور دی او قسم يې خوړلی دی چې تر وروستۍ سلګۍ پورې به زموږ له تباهۍ څخه لاس وانخلي.

د طالبانو لويه جفا دا ده چې نه يوازې خپل هېوادوال په بې رحمۍ وژني، بلکې د بهرنيو ځواکونو پر وړاندې کومه د مقاومت روحيه چې لاهم په ولس کې ژوندۍ ده، هغه هم وژني. د فراه وحشت يوازې يو پيغام لري او هغه دا چې که بهرنيان له دې ملکه ووځي نو داسې واکمنان به مو په برخه شي، چې د افغانانو حيات او ممات به يو توت ارزښت هم ورته ونه لري.

داسې ښکاري چې په رښتيا هم د طالبانو ماغزه د پاکستان په ځانګړو لابراتوارونو کې مينځل شوي او د افغانيت او انسانيت په نامه ټول توري ترې ايستل شوي دي. موږ خو کرزی د پرديو غلام ګڼو، خو همدا غلام دا څوکاله کېږي چې له بهرنيانو سره د ملکي وګړو د ژوند پر سر پرله پسې ډغرې وهي. ملي اردو او پوليس به د اشغال ملګري ګڼو، خو تاسې به ډېر کم اورېدلي وي چې د هغوی په عملياتو کې دې بېګناه وګړي وژل شوي وي او حتی د مالوماتو له مخې ډېری وخت د طالبانو پر وړاندې په عملياتو کې هم تر ډېره بريده خپل لاسونه نيسي او له وژلو يې ډډه کوي. د اشغال په مخالفه جبهه کې يوازې اسلامي حزب نسبتاً افغاني تګلاره لري او په څرګند ډول يې امر کړی دی چې د بېګناه افغانانو له وژنې او حتي د افغان وسله والو ځواکونو له وژنې دې ډډه وشي.

د روسانو د اشغال په وخت کې د افغانستان وسله وال ځواکونه ډېر پياوړي شوي وو او پاکستان له دې درکه ډېر په اندېښنه کې و. پاکستان اندېښنه درلوده چې که د افغانستان د حکومت پوځي دستګاه او د مجاهدينو پوځي امکانات سره يوځای شي، نو ښايي د سيمې په کچه يو ډېر پياوړی ځواک رامنځته شي. له همدې امله آی اېس آی په ټول ځواک د افغانستان وسله وال ځواکونه د خپلو افغان لاسپوڅو په لاسو له منځه يوړل او نوازشريف دا د ځان لپاره لوی افتخار وباله. داسې ښکاري چې پاکستان يو ځل بيا د افغان وسله والو ځواکونو له منظم کېدا او پياوړتيا څخه په اندېښنه کې دی او له همدې امله يې خپلو لاسپوڅو ته امر کړی دی، چې د بهرنيانو پر ځای افغان ځواکونه په نښه کړي.

که چېرې طالبان په رښتيا اسلامي داعيه لري او افغانان وي، نو بويه چې د فراه د جنايت له امله له خپل ولس څخه بښنه وغواړي او په خپلو راتلونکو کړنو کې ثابته کړي چې د افغانانو ژوند او د افغانستان ملي شمتني ارزښت ورته لري، په رښتيا يې د بهرني اشغال پر وړاندې پاڅون کړی دی او د افغانستان د دښمنانو تر واک او ولکې لاندې نه دي. طالبان بايد ثابت کړي، چې دوی د افغانانو د ملاتړ او خواخوږۍ ارزښت او وړتيا لري، که نه له دوی سره به هم افغان ولس د يوه بهرني اشغال په توګه چلند وکړي.

په دې کې شک نشته چې که چېرې په افغانستان کې انتقالي عدالت پلی شوی وای او هغه کسان چې د ولس په وينو يې لاسونه سره وو په سزا رسېدلي وای، نو اوس به طالبانو هم دا زړه نه کاوه چې خپل ولس دومره په بې رحمۍ ووژني. له بده مرغه چې د کرزي د حکومت لويه خطا او جفا همدا وه چې د ولس قاتلينو ته يې د مجازاتو پر ځای مکافات ورکړل او د تاريخ جلادانو ته يې د خپل ولس پر وړاندې د لازيات وحشت او جنايت جرأت ورپه برخه کړ. له همدې امله زه پر خپل ولس غږ کوم، چې دا ځل په لومړني امکان او فرصت کې انتقالي عدالت پلی کړي، که نه د زمانې هر جلاد به راځي او پر افغان ولس به له وحشت څخه خپل ډک زړونه تشوي او د دې هېواد هر ناخلف اولاد به پاڅېږي او پر خپلو وروڼو پسې د پرديو ساطور ګرځوي.


Samsor Afghan
09.04.2013

پتوال صاحب

هر چا چی دا لیکنه کړی ډیره پر ځآی او سمو ټکو ته یی اشاره کړی ده.

ټوله لیکنه یی واقعیت لری.
خو څوک به پری عمل وکړی ځینی نا فهمه ځوانان اوس هم طالبان پر حقه بولی او دوی د مجاهدینو خطاب کوی.
خو انشاالله زمونژ زیاد تره ځوانان اوس پوه شی
شاعر په خپل کلام کی لیکی:

دا به بیا د« احمد» چیغی،ریږدوی د لاهور مړاندی
دا به بیا په کړاکړ کی د« بیربل» ژامی ماتیږی
دا به بیا« سیدال» راباسی، د مرگ توره په غوجرو
آخوندان به ترینه تښتی، امامان به تری پټیـږی
دا د قم چړیان به پوه شی، چی افغان د کار په ننگ کی
خپل پور نه پریږدی پردی ته، دا تقدیر دۍ نه بیلیږی

په درناوی


pattang
10.04.2013

وروڼو په ليکنه کې د خلقي له جنايت ځخه غلی ګام او ټوپ اچول شوی دی !
ددې ټولو بد بختويو علت خلق او پر چم دي !
دروحي پاڼه اوس دپخوانويو خلقيانو يو پوخ درې ضلعي هندسي شکل
دی چې ضلعي له شيرمحد کريمي ، هيوادغل زلمی او امير زی سنګين
څخه عبارت دي اوددې خلکو مذدوره او هم خلقي ايديالوږي انعکاسه وي !
دي دا پاڼه دمخابراتو له وزارته چمتو ، سياسي کېږي او د هغوی په مصرف
او مالي مرسته چليږي !
( خسر ، اوښی ، وطندارملګری ) =: www.rohi.af


Samsor Afghan
11.04.2013

پتنګ ورور

ټوله لیکنه حقیقت لری او بل دا چی دا ټولو خلکو ته معلومه خبر ده چی ټوله بدبختی خلقیانو او پرچمیانو د وطن ته راوړه که نه خو شهید داود خان وو چی د ریاست جمهوری تیږه یی هیواد ته اییښی وه بیا نو کودتا ته څه ضرورت وو.
خو زمونژ هیواد بیا زیاد له خلقیانو مجاهدینو تباه او برباد کړ ځکه ډاکټر نجیب خو هره ورځ چیغی وهلی چی راشی چی خپل هیواد وساتو خو افسوس چی مجاهدینو خپل اختیار نه درلود او زمونژ ګران هیواد یی له خاورو سره خاوری کړ.
او بل دا لیکنه که د هر چا وی خو سمه لیکنه او یو لوی حقیقت دی.
په درناوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more