د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د افغانستان راتلونکی ریس جمهور؟

Samsor Afghan
07.04.2013

د ټول افغان ویب پاڼی درنو غړو

د پسرلی له طبیعت نه ښکلی او له احترامه ډک سلامونه می ومنی!

درنو غړو دا مونژ او تاسو ټولو افغانانو ته په ډاګه ده چی زمونژ ولس د هیواد په ډیرو سختو حالاتو کی له خپل هیواده ډیره په میړانه او سر لوړی دفاع کړی او خپل هیواد یعنی خپلی ناموس ته یی عزت وربښلی او د ظالمو غلیمانو سترګی یی د تل د پاره ور خړی کړی دی او همدا راز دوی ته یی د افغان ولس جرت او میړانه ورښودلی.

په دی نیژدی تیرو لسوکلنو کی زمونژ هیواد ته یو اسکلیټ جوړ شوی یو داسی اسکلیټ چی زمونژه ولس ته یی د واک د انتقال یوه سمه لار جوړه کړی ده تر څو بیا زمونژ ولس د بهرنیو په لاس ونه غولژی او زمونژ هیواد یو ځل بیا د بربادی کندی ته ور وانه چوی.
زه ډیره پرحرفی نه کوم راځم اصلی موضوع ته
اول دا چی زما د لیکنی هدف د کوم شخص د پاره کمپاین نه ده
بلکه هو کمپاین کوم د هیواد یوی ښی راتلونکی او یو ښه ریس جمهور د پاره.
زمونژ هیواد به په راتلونکی کال کی د جمهوری ریاست د پاره د ټاکنو شاهد وی او په کابل او د هیواد په مختلفو ښارونو کی اوس مهال د ټاکنو په اړه مختلف شایعات دی او مختلفی ډلی هر راز کوښښونه کوی او کوښښ کوی چی د هیواد واک په لاس کی واخلی.
ستاسو په آند د هیواد راتلونکی ریس جمهور باید دکوموصفاتو لرونکی وی؟

په درناوي


tandar
07.04.2013

سلامونه
هرکله چه خپلواکي مينځ ته راغله بيا به ديوه راتلونکي مشر دصفاتو ويلواوانتخاب حق پيدا کړو
فعلا د cia ، isi اوخميني خوښه ده چه کوم جنګسالار او وطنفروش راته په کومو صفاتو ولسمشرکوي
د cia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


monir
07.04.2013

[quote:f327f00caa="tandar"]سلامونه
هرکله چه خپلواکي مينځ ته راغله بيا به ديوه راتلونکي مشر دصفاتو ويلواوانتخاب حق پيدا کړو
فعلا د cia ، isi اوخميني خوښه ده چه کوم جنګسالار او وطنفروش راته په کومو صفاتو ولسمشرکوي
د cia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي[/quote:f327f00caa]
تندر صاحب خبره دي سمه ده خو اصلی ګناه زمونږ افغانانو ده. هير نکړې چې افغانان د آی اس آی او سی آی ای وسیله ده ! حکومت یې سی آی اې نصب کړئ او طالبان د آی اس آی لخوا د هېواد تباهۍ لپاره روزل او استول کېږي !


Samsor Afghan
07.04.2013

تندر ورور

خپلواکی به کله راځی؟
څوک به یی راولی؟
تر خپلواکی پوری به مونژ څه کوو؟

اوسنی حکومت خپلواکی نشته؟


pattang
07.04.2013

[quote:3554fc9e8e]اوسنی حکومت خپلواکی نشته؟[/quote:3554fc9e8e]

نه سياسي ازادي شته او نه اقتصادي !
که سياسي ازادي ورکړی هم شي دغه اوس بې کاره او
فاسد پرسونل ديوو دولت جوړولو ، روغ اقتصادي او سياسي سيستم لياقت نلري ، ضرور دی نورو سرو او
ددوی محاکمې ته !


Samsor Afghan
07.04.2013

سیاسی خپلواکی او اقتصادی خپلواکی؟

زمونژ هیواد اوس مهال د نړیوالی ټولنی له خوا او نورو دوستو هیوادو له خوا سپورټیژی دا سمه خبره ده خو ریاست جمهوری او پارلمان ټاکنی خو ضرور دی دا به سل په سله کیژی نو مونژ که داسی وکو چی اقتصادی خپلواکی ته کینو نو زما او ستا لمسی به بیا انتخابات یا ټاکنی کوی

عجیبه فلسفه مونژ اقتصادی او سیاسی خپلواکی نه لرو.
دا ملکونه چی اوس ټاکنی کوی دا ټول اقتصادی او سیاسی خپلواکی لری؟

په درناوی


daud
07.04.2013

سلامونه او احترامونه
څوك چې دپرديو دواك او اشغال په حالت كى دانتخاباتو نارى وهي ، دازادۍ مفهوم يى په عقلاني ماهيت كى وجود نه لري . انتخابات د ملي ازادۍ او ملي خپلواكۍ په فقدان كى هيڅ مانا او مفهوم نه لري .په زندان كى دزندان امر دزندانيانو دتصميم او انتخاب په اساس نه تاكل كيزي .
دتندر صاحب خبره سمه ده . اول دملك واك د غربي تجاوزګرانو او اشغالګرانو نه په لاس راوړئ ، بيا دانتخاباتو ناری شروع كړئ .
مننه
دازاد او خپلواك افغانستان په هيله


monir
08.04.2013

سلامونه او ښې چارې!
دوستانو دا د دکتاتورانو فلسفه ده چې یا( ټول یې یا هیڅ) !!! د نړۍ په دې پېچلي سیستم کې سیاسی او اقتصادی آزادۍ هم نسبی دي. داؤد خانه وروره تاسو د تندر صاحب خبری تائید کړي او زمونږ په اوسنیو شرایطو کې ټولټاکنې رد کړي دي ! خو تاسو او تندر صاحب ته چې په جرمنی کې اوسېږي دومره عرض شی چې د دوهمې جګړې وروسته چې جرمنی ویشل شوئ و او فدرالی آلمان نوئ تاسیس شوئ و تر ننه پورې چې په هغه هېواد کې د امریکا اډې شته دي ټولتاکنې وشوې او هیڅ چا هم دا غږ پورته نکړ چې هېواد یې اشغال شوئ دئ سیاسی او اقتصادی آزادۍ نلري.
نو زه هم پدې عقیده یم چې مونږ هم باید له اوښیارۍ نه کار واخلو او د ( یا ټول یې یا هېح ) سیاست ( خوب) پرېږدو او په هېواد کې که د نیمګړتیاو ډکې هم وي ټولټاکنې وکړو او وګورو چې په سیستماتیکه توکه دغه نیمګړتیاوې په راتلونکو ټولټاکنو کې اصلاح شی.
والسلام


Samsor Afghan
08.04.2013

سلامونه
زمونژ یو ورور لیکی
څوك چې دپرديو دواك او اشغال په حالت كى دانتخاباتو نارى وهي ، دازادۍ مفهوم يى په عقلاني ماهيت كى وجود نه لري .

زه نه پوهیژم زه خو ټول افغان ته نوی راغلی یم تقریبا زه چی ورسره په بحثونو کی مخ شوی یم ۹۰ سلنه غړی ډیر جدی او شخصی کیژی دا ولی؟
که ستاسو زړه وی چی زه یا زما په شان نور افغانان د خپل ځان په څیر کړی خو سر له اوسه درته وایم چی کوښښ مه کوی
او که ځان ډیر پوه او سیاست مدار درته ښکاریژی بیا د نن ورځی سیاسی او یو هر اړخیز ځواب ووایاست چی ټول پری پوه شی .

ستا د هیواد رسمی ریس جمهور هره ورځ چیغی وهی چی افغانستان خپلواکه دی او ټول هیوادونه یی باید د خپلواکی احترام وکړی.

[color=red:ffd59fdcff][/color:ffd59fdcff]


Samsor Afghan
08.04.2013

یوه خبره را نه پاتی شوه
ددی پر ځای چی مونژ یو تکړه ټیم شو او د خپل ویجاړ هیواد د پاره خدمت وکړو مونژ دلته هم سره ویو
څوک د طالب ملاتړ دی
څوک د ملایانو او څوک د غلامانو!!!!!!!۱


pattang
08.04.2013

ځينې هلکان د علم او فلسفې رنګه بده وي !

[quote:64d7ff93e8]سلامونه او ښې چارې!
دوستانو دا د دکتاتورانو فلسفه ده چې یا( ټول یې یا هیڅ) !!![/quote:64d7ff93e8]

هغه فلسفه د ورکه شي چې د Boolean په بنسټ نوي ولاړه !
داسې فلسفې دافغانستان دتلويزونو د سياسي کار پوهان ده کوم
چې يوه ټولنه د جنګي جنايتکارانو ، زړ و خلقيانو / پرچميان او له
اروپا څخه په جنايې جرم سره محاکمه ،بېرته شړل شوي انسنان
جوړوي !

دنړی هر ديکتاتور د زور په وخت کې دخپلې بقا لپاره يو
compromis کړی دی خو دلته دې ديکتاتوري موضع نده ! سړی چې
کلمه/کلمې ليکي په مانايې بايد پوه شي نه دا چې د Philosophy
پر ځای لهPostprivacy ځخه غږېږي !

[quote:64d7ff93e8]د نړۍ په دې پېچلي سیستم کې سیاسی او اقتصادی آزادۍ هم نسبی دي.[/quote:64d7ff93e8]

له دې مرحلې ته دومره لرې يې لکه مځکه او اسمان ته بايد يو ځله دخپلې
ملې اقتصاد بنسټ کېږدي او بيا د نړۍ وال رقابت خبرې ! ملې اقتصاد په
خبرپوهه ، اقتصاد پوهه صادق انسانان غواړي نه دا سې لاسپوڅي چې د
cia ځيره ديوه سبت شوي کارت په زريعه له کابل بانګه اخلي !

[quote:64d7ff93e8]داؤد خانه وروره تاسو د تندر صاحب خبری تائید کړي او زمونږ په اوسنیو شرایطو کې ټولټاکنې رد کړي دي ! خو تاسو او تندر صاحب ته چې په جرمنی کې اوسېږي دومره عرض شی چې د دوهمې جګړې وروسته چې جرمنی ویشل شوئ و او فدرالی آلمان نوئ تاسیس شوئ و تر ننه پورې چې په هغه هېواد کې د امریکا اډې شته دي ټولتاکنې وشوې او هیڅ چا هم دا غږ پورته نکړ چې هېواد یې اشغال شوئ دئ سیاسی او اقتصادی آزادۍ نلري.[/quote:64d7ff93e8]
دومره ړوند او بې مالوماته به څوک وي !
جرمني يو نژاد پرسته امپېرياليستي جنګ شروع کړی وو او ٢٠ لکه انسانان
پکسې مړه شول نو ته دا راته وايه چې پښتنو څه کړي دي ? ايا هغوی هم
صليبيانو ته دجنګ اعلان کړی او حمله يې کړې ده ??
د امريکايانو پاتېکېدل د وارسا دپکت علت وو چې پخوانی شوروي په کښې
کلک رقابت کاوو ! اوبل دا چې دجرمني کلچر مذهب او نور عنعنات يې له
امريکې سر فرق نلري او 30 په سلو کې امريکايان جرمني اصله دي
نوته ولې دومره غلط قضاوت کوې او خپل ايمان خرڅوې !!

[quote:64d7ff93e8]نو زه هم پدې عقیده یم چې مونږ هم باید له اوښیارۍ نه کار واخلو او د ( یا ټول یې یا هېح ) سیاست ( خوب) پرېږدو او په هېواد کې که د نیمګړتیاو ډکې هم وي ټولټاکنې وکړو او وګورو چې په سیستماتیکه توکه دغه نیمګړتیاوې په راتلونکو ټولټاکنو کې اصلاح شی.[/quote:64d7ff93e8]

زمونږ اوښياري زمونږ ازادي ده نه ددالرو غلامي !


monir
08.04.2013

[quote:dc37ee2c56="pattang"]دومره ړوند او بې مالوماته به څوک وي !
جرمني يو نژاد پرسته امپېرياليستي جنګ شروع کړی وو او ٢٠ لکه انسانان
پکسې مړه شول نو ته دا راته وايه چې پښتنو څه کړي دي ? ايا هغوی هم
صليبيانو ته دجنګ اعلان کړی او حمله يې کړې ده ??
د امريکايانو پاتېکېدل د وارسا دپکت علت وو چې پخوانی شوروي په کښې
کلک رقابت کاوو ! اوبل دا چې دجرمني کلچر مذهب او نور عنعنات يې له
امريکې سر فرق نلري او 30 په سلو کې امريکايان جرمني اصله دي
نوته ولې دومره غلط قضاوت کوې او خپل ايمان خرڅوې !!
زمونږ اوښياري زمونږ ازادي ده نه ددالرو غلامي [/quote:dc37ee2c56]
د غټو غټو لغتونو شاته هڅه کوې چې د خپل جهالت پټ کړې ! لېونیه اشغال اشغال و په هره پلمه چې و. په دومره باندې خو ځان پوه کړه چې آلمان د وارسا پکت د مقابلې لپاره اشغال نه و. د ناتو او د وارسا پکتونه د آلمان له اشغال وروسته جوړ شول. فدرالي آلمان په ۱۹۴۹ کال کې او د وارسا پکت په ۱۹۵۵ کال کې تاسیس شول. بیا جاپان او کوریا څنګه ؟ آیا د امریکایانو ۳۰ په سلو کې هم جاپانیان او کوریائیان دي؟ پتنګ صاحب تا سره بحث بې ځایه دئ ځکه ته په هره موضوع کې شخصی کېږې او سړئ مجبوروې چې ورته عمل وکړي چې د مباحثې اخلاق ندئ. زه نور تاسو سره بحث نلرم والسلام


pattang
08.04.2013

[quote:642a60ece1]د غټو غټو لغتونو شاته هڅه کوې چې د خپل جهالت پټ کړې ! [/quote:642a60ece1]

دغه خبره د پخپله جهالت څرګندوي ! يا معقول ځواب او
ياپټه خوله !

[quote:642a60ece1]لېونیه اشغال اشغال و په هره پلمه چې و.[/quote:642a60ece1]
دادې بل جهالت دی ! زه خو داشغال په لغوي مانا ستاسره
بحث نکوم او نه يې لغوي تحليلوم !
يو روا اشغال دی او يو ناروا
دافغانستان اشغال ناروا تېری ، بې عدالتي ، دانساني کرامت
په ضد دملتونواواولسونو دحقوقو پر ضد دي او داسې
اشغال دی لکه چې صليبيانو د امريکې وچه اشغا ل کړه !
هلته يې عيسوې مذهب خپور پردي شتمنې يې خپلې کړې !
** دالمان اشغال دالمان د هټلري دولت خپله ګناه وه ځکه
چې اول يې په ٢٧ د ١٢ د ١٩٤٠ عسسوي کال له ايطاليا او
جاپان سره يو عسکري پکت جوړ که .... بيا هيټلر د
دايطاليا (مسوليني) سره ګډ امريکاته د جنګ اعلان وکه!
دجاپان همله په Pearl Harbor باندې......
زه خو ددويم عموي نړۍ وال جنګ علتونه له تاسه سره
نه شاربم څکه مونږ ته بې ګټې دي !

[quote:642a60ece1] په دومره باندې خو ځان پوه کړه چې آلمان د وارسا پکت د مقابلې لپاره اشغال نه و. د ناتو او د وارسا پکتونه د آلمان له اشغال وروسته جوړ شول. فدرالي آلمان په ۱۹۴۹ کال کې او د وارسا پکت په ۱۹۵۵ کال کې تاسیس شول. [/quote:642a60ece1]

دالمان تقسيم وېشنه او اشغال يې د فېبروري په ميشت په
١٩٤٥ کال کې د کريم د جزيرې په J alta (يالتا) لاسليک
اوفيصله شه ،ورو سته بيا دا عمل د سياسي، اقتصادي او
ايديالوږيکي په پکت باندې تبديل شي .... دا تاريخي
تېرپروڅيس زمونږموضع نده !!!

[quote:642a60ece1]بیا جاپان او کوریا څنګه ؟ آیا د امریکایانو ۳۰ په سلو کې هم جاپانیان او کوریائیان دي؟[/quote:642a60ece1]

نه هغوی ندي !خو دهغوی مذهب شينتو، بودايې اوعيسوي او
کونفوڅؤن دي چې اسماني ندي او له اسلامه ډېر فرق
لري او له بلې خوا زمونږ تاريخ ملي غرور او زمونږ
بې ګناهي هم له هغوی څخه ډېر فرق لري !
دهغوی له نجونو سره چې امريکايې عسکر خپل عشق کوي
ورته بې تفاوته ده خو يوو مسلمان افغان ته دا کاردمنلو
وړ ندی .... څنګه ته څه فکر کوې !!!

[quote:642a60ece1]پتنګ صاحب تا سره بحث بې ځایه دئ ځکه ته په هره موضوع کې شخصی کېږې او سړئ مجبوروې چې ورته عمل وکړي چې د مباحثې اخلاق ندئ. زه نور تاسو سره بحث نلرم والسلام[/quote:642a60ece1]

ډېر دافسوس وړ دی چې زمونږ ځوانان دومره بې غيرته
شي چې خپل ملي غرور په اشغالګرو خرڅوي ، مفت دالر
خوري ، له يوو بېکاره ، اجنټ او دجنګي جنايتکارانو نه
ډک دولت ته پرو پاګنده کوي !
منير صيب زه ستا سره شخصي کوم معامله نلرم خو دې ته
حيران يم چې دغسې ځوانان ولې له داسې دولته دفاع کوي
چې دسرطان مرض يې دجوړېدو وړ نوي !


Samsor Afghan
09.04.2013

یاره پتنګه

هسی لګیا یی ډیر زیار د ایستلی خو افسوس چی ټول په منفی جهت کی
ته دا لیکنه وګوره
(ډېر دافسوس وړ دی چې زمونږ ځوانان دومره بې غيرته
شي چې خپل ملي غرور په اشغالګرو خرڅوي ، مفت دالر
خوري ، له يوو بېکاره ، اجنټ او دجنګي جنايتکارانو نه
ډک دولت ته پرو پاګنده کوي ! )

مونژ لکه چی بی غیرته درته ښکارو
ظالمه نه پوهیژم چی اوس به څو کلن یی خو په دی نه یی پوه شوی چی د افغان اصلی مشکلات څه دی؟
د حل لاره یی څه ده؟
څوک چی حقیقت درته وایی بیا ښکنځلی کوی
افسوس افسوس افسوس چی زمونژ خلک همیشه په خبرو غولیدلی ورسه د پتوال لیکنه وګوره چی څومره حقایق یی کی لیکلی ته بیا اخته یی جرمنی له افغانستان سره مقایسه کوی.
افسوس او بیا هم افسوس[/list][/list][/code][/quote]


pattang
10.04.2013

[quote:43f4dac0c6]مونژ لکه چی بی غیرته درته ښکارو ظالمه نه پوهیژم چی اوس به څو کلن یی خو په دی نه یی پوه شوی چی د افغان اصلی مشکلات څه دی؟[/quote:43f4dac0c6]

غيرتمند هغوی دي چې داشغال او فاسد رژيم په خلاف خوله وازه کړي !
دافغان اصلي مشکلات خپله بې عقلي ، سياسي مريضي، د جنګي جنايتکارانو
واکداري او اشغال دي !

[quote:43f4dac0c6]د حل لاره یی څه ده؟[/quote:43f4dac0c6]

دحل لاره يې طالبان او يا ملي ديکتاتوري ده !

[quote:43f4dac0c6]څوک چی حقیقت درته وایی بیا ښکنځلی کوی[/quote:43f4dac0c6]

زه کنځلې نه کوم خو هلته قهر راځي چې دلاسپوځي دولت او اشغال څوک
ستاينه کوي !

[quote:43f4dac0c6]افسوس افسوس افسوس چی زمونژ خلک همیشه په خبرو غولیدلی ورسه د پتوال لیکنه وګوره چی څومره حقایق یی کی لیکلی ته بیا اخته یی جرمنی له افغانستان سره مقایسه کوی.
افسوس او بیا هم افسوس[/quote:43f4dac0c6]

پتوال هيڅ وخت اشغال او کرزيان ندي ستا يلي !


Samsor Afghan
11.04.2013

پتنګه ورور

ما خو ستا سیاسی دید هیڅ ونه لید

طالب یو نوم دی چی ددی نامه لاندی ای اس ای خپل کارونه مخکی بیایی شه داده طالب راغی او اصلی مرکز یی هم په کویټه کی دی ته او وجدان دی پاکستان د افغانستان بربادی غواړی او که جوړول؟

ته او خدای دی چی د جهاد د فرضیدو امر د پاکستان یو کرکټر ورکوی دا به څه جهاد وی او چی جهاد په طالبانو کوی هغه به څه جهاد وی؟

مظلوم ولس دی بس هر څوک خپلی زده کونی پری کوی کله پری طالب کله پری خلقیان او کله پری خټ خیټی مجاهدین.

الله د زمونژ په خوار ولس ورحمیژی.

زه افسوس په دی کوم چی مونژ افغانان همیشه ډیر متفاوت نظریات لرو او همدا متفاوت نظریات زمونژ ولس داسی کندی ته ور آچولی چی یو نفر یو غریب لویدلی هیواد ته د راجیګیدو لاس ورکوی او بل یی نور هم پسی کشته ورآچوی.

یا الله لومړی له هر څه مونژ سره هم فکره کړی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more