د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دخواخوږي پیغام!

Hashmat Kahn
05.04.2013

د امریکا متحده ایالات ، د سنت کام کارکونکي په فراه ولایت کې پر ملکي وګړو دچهارشنبه دورځي بی شرمه او غیر انسانی ځانمرګی بریدونه په کلکه غندي. سنت کام دوژل شویو او ټپیانو کورنیو او دافغانستان خلکوته خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي. دشهیدانو روح دي ښاد وي او د ټپیانو لپاره د لوي خدای له دربار څخه د سملاسی روغتیا هیله من یو.
په درنښت
حشمت
دامریکا متحده ایالاتودعمومي قومندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
www.centcom.mil
https://www.facebook.com/CENTCOMDari?ref=hl


pattang
05.04.2013

[quote:33c6c4f634]د امریکا متحده ایالات ، د سنت کام کارکونکي په فراه ولایت کې پر ملکي وګړو دچهارشنبه دورځي بی شرمه او غیر انسانی ځانمرګی بریدونه په کلکه غندي. سنت کام دوژل شویو او ټپیانو کورنیو او دافغانستان خلکوته خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي. دشهیدانو روح دي ښاد وي او د ټپیانو لپاره د لوي خدای له دربار څخه د سملاسی روغتیا هیله من یو.
په درنښت
حشمت
دامریکا متحده ایالاتودعمومي قومندانی دبریښنایې خبرواترو تیم [/quote:33c6c4f634]

نالت په صليبي اشغالګرو او د هغوی په لاسپوڅو ،په کوم
وجدان او ايمان دغه صليبي اشغالګر داسې خبرې کوي !
په زرګونو افغانانو وژنه ، دترور دروني او دشپې چاپې
او دا وروستی دسجاوڼ قتل عام خو دصليبيانو اساسي
وحشت او ايتنيکې خواص دي که هر څوک وايې مننه خو
صليبي اشغالګراو اخيستل شوي مذدوران دې يې داسې
جک نه وهي !


Samsor Afghan
07.04.2013

پتنګ ورور

د شپی چاپو خو ډیر ښه کار ورکړی او پس له دی به یی انشا الله زمونژ ملی اردو تر سره کوی خو پاتی شوه د سیجاونډ خبره هغه هلته د ریښتیا هم قتل عام وشو خو په طالبانو باندی او هغه هم زیاتره د ملی اردو په ښکلو لاسونو خدای د سترګی ولی در تړلی هغه د ملی اردو یو نفر یی چی وواژه او غوښتل یی چی د دوو نورو اندامونه د عام ولس په مخ کی قطع کړی دا کوم اسلامی کار دی ولی د ملی اردو عسکر کافران دی؟
بهترین کار یی کړی چی د سیجاونډ طالبان یی قتل عام کړل.
او پاتی شوه د امریکی خبره
هغه به هله له افغانستان نه وځی چی طالبان ورک شی او ملی اردو او افغان حکومت په ټولو سیمو کی واک تر لاسه کړی

په درناوی


طیب زابلی *
07.04.2013

سمسورخانه دسجاوند پیښه هرچاته معلومه ده چی هلته عام ولس قتل عام شو،ستاسی دبادارانواشغالګرو اودهغوی دغلامانوپرمرداریوکه تاسی هرڅومره خاوری واچوئ نه یی شئ پټولی، خودا ارمان به دی هیڅ کله پوره نشی چی طالبان به ورک شی الله پاک له مجاهدینوسره دنصرت وعده کړی ده چی په دالس کاله کی ستاسی اوستاسی دبادارانوپه ټول زور سره ورک نه بلکی نورهم ژوندی شول اوس هم نشی ورکیدلی اوستاسی دبادارانوډالرهم نورپرتمامیدودی دتیښتی په حال کی دی چی ستاسودامرداره داباماپه مرداری لړلی شړۍ به هم ژر ان شاء الله دکمونستانوپه څیرورسره ټوله شی اودوطن داپاکه خاوره به داشغالګرو اوډالری اردو، ملی خاینانوله دې پلیتوقدموڅخه په امان شی.(وماذالک علی الله بعزیز)


pattang
07.04.2013

[quote:0c4c3da66c]پتنګ ورور
د شپی چاپو خو ډیر ښه کار ورکړی او پس له دی به یی انشا الله زمونژ ملی اردو تر سره کوی [/quote:0c4c3da66c]

که له پښتنو سره اوسېدلی يې او په پښتنولي پوهېږې نود
يووپښتانه کورته دشپې په زور ننوتل د پښتو او پښتنولي
دقوانينو بر خلا ف دي اودپښتانه دکورنۍحقوق پايماله
وي او پښتون يې حوصله نلري ، پلوي به يې صليبيان ،
پنجيان او مخبرالډوله بې ناموسه پښتانه کوي !

[quote:0c4c3da66c]خو پاتی شوه د سیجاونډ خبره هغه هلته د ریښتیا هم قتل عام وشو خو په طالبانو باندی[/quote:0c4c3da66c]

ما دلته په فوروم کې دوه واره هغه د سجاوڼ ويديو چې
دپژواک يووژور نالست اخيستې ده ،راوړې او تا به هم
ليدلې وي ، نو انډيواله دروغجن ته پښتانه څه وايې ???
زه هغه الفاظ دلته نه ليکم !

[quote:0c4c3da66c]او هغه هم زیاتره د ملی اردو په ښکلو لاسونو خدای د سترګی ولی در تړلی هغه د ملی اردو یو نفر یی چی وواژه او غوښتل یی چی د دوو نورو اندامونه د عام ولس په مخ کی قطع کړی دا کوم اسلامی کار دی ولی د ملی اردو عسکر کافران دی؟
بهترین کار یی کړی چی د سیجاونډ طالبان یی قتل عام کړل. او پاتی شوه د امریکی خبره
هغه به هله له افغانستان نه وځی چی طالبان ورک شی او ملی اردو او افغان حکومت په ټولو سیمو کی واک تر لاسه کړی[/quote:0c4c3da66c]

اوس دې ماجرا جوې شروع کړه او پر دې ټول پوهيږې
چې کوم ډول خلک ماجرا جويې کوي !
خوزه به خپله حوصله کوم ، دومره درته وايم چې دملکي
بې طرفه پښتنو په وژنه يواڅې پنجيان ، صليبي اشغالګر
او دهغوی دالري عورتې خوشاليږي او هغوی خپلې بيسترې
هم تړلې دي انشاالله وخت يې نږدې دی?
دملي اردود نفروژنه اواندامونه پرېکول داجنټ رژيم او
دهغوی داجنټانو خوشې پرو پاګنده ده!
طالبان دومره بي عقله ندي چې تښتول شوي نفر په کلي کې
ساتي !! نه هغوی په غرو کې پټ ځايونه او سمڅې لري !
که صليبي باداران يې ورک شي دا دالري اردو به دې له
خپلو موچڼو سره دامان او له چمبوسو سره بېرته کلاب ته
منډې وهي .

دغه اوس نن 07.04.2013 صليبي اشغالګرو په کونړ کې
10 کوچنيان او يوه شځه شهيدان کړي دي او داخبر اوس
دالمان ټولو تلويزونو تېر که ! نو تف نالت په اجيره اردو
او اشغالګرو !!


Samsor Afghan
08.04.2013

یاره پتنګه تاته څه وه وایم

سجاونډ د قوم پښتنه وکړه هغوی ټول سلیمان خیل دی او په سلیمانخیلو کی څلوزی دی شاید تاسو سجاونډ لیدلی هم نه وی خو ما ورکی ورځی تیری کړی هلته زمونژ خپلوان هم شته قسم می دی پر خدای وی چی د ملی اردو دوه نفره عسکر یی د سلطان په کور کی پټ کړی وو او هر ساعت به یی چړی د دوی په مخ کی ورته تیری کولی او دوی به یی سخت وهل.
خو تاته دا قسم اهمیت نه لری ځکه تا خپل تصمیم له مخکی نیولی چی طالبان یعنی مجاهدین.
د مجاهد د نوم د بلا ور واوړی نن سبا څوک چی ټوپک په لاس کی لری هغوی د پاکستان د اهدافو پلویان دی او څوک چی طالبان په حقه بولی هغوی هم اصلا د خپل هیواد د آبادی او خپلواکی فکر په خپل سر کی نه لری.
ظالمه جهاد تنها په پښتنو فرض ده که په ټولو مسلمانانو؟
خو
هو دا اوسنی جهاد تنها د پاکستان ملایانو د افغانستان په پښتنو فرض کړی او بس.
ته په جرمنی کی پروت یی او له هغه ځایه خپلی فتوا ګانی ورکوی که پښتون په دی پوه شی چی په ده کی څومره زور او طاقت دی بیا به هیڅ کله هم د ی د پاکستان جهاد ونکړی
زما له تا نه دا غوښتنه ده چی که :
پښتنو ته خدمت کوی!
دوی پوه کړه چی وروره دا جګړه ستا نه ده دا د پاکستان جګړه ده هسی خپل ځان کورنی او خپل قوم په غم مه لړه او بس.
لاړه شه تعلیم وکړه ځآن پوه کړه خپل ولس، ورور او خویندو ته خدمت وکړه.
مونژ ټول عمر استعمال شوی یو خو ته پتنګ صیب اوس هم خلک استعمال ته هڅوی.
مونژ په خپله ملی اردو باندی باید ویاړ وکړو قسم می د پر خدای وی چی له سلو زیات طالبان په همدی سیجاونډ کی په همدی عملیاتو کی ملی اردو پټ له کورو ویستل راشه پوښتنه وکړه که څوک هلته نه پیژنی زه بی د تیلیفون شمیری درکړم ورسره خبری وکړه چی په ریښتنی توګی خبر شی.

په درناوی


Samsor Afghan
08.04.2013

او زابلیه تا ته هیڅ هم نه لیکم

د بحث په اصولو نه پوهیژی او همدا کلمات د تکرار کړی چی ستاسو باداران
امریکه زه نه غواړم هیڅ افغان یی نه غواړی
چی نه یی غواړم بیا ولی زما باداره شی
هسی لګیا یی او خبر نه یی

د جهاد کلمه ته بیخی مه استعمالوه چی بده درسره ښکاری


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more