د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

یوه بنیادي پوښتنه!

مساپر
04.04.2013

ګرانو هیوادوالو لکه چې خبر یاست، طالبانو د فراه پر محكمه بريد كړي چې په پايله كې يې لسګونه بیګناه خلكو ته مرګ ژوبله اړولې ده، او طالبانو د پېښې پړه منلې وروسته زياته كړي دي چې دا برید ځكه یي كړي چې په دغه محكمه يې د ملګرو محاكمه روانه وه.
خو پوښتنه دا ده چې طالبان د خپلو ملګرو ژوند ته ولې د عامو او بیګناه مسلمانانو پر وينو ترجيح ور كوي؟


حمید هڅــاند
04.04.2013

ډاکټر ظهیر او زېری
........................

زېری!

تېره ورځ د امارت اسلامیه د ځانپټاوې دله-ګۍ اتو کسو پنجاب الاصله استشهادي جنګیالیو په فراه ولایت کې کابو څلویښت تنه صلیبي اشغالګر چې محلي جامې یې په تن وې او په پښتو ګړېدل، د دوزخ کندو ته ور ستانه کړل. چې یو وژل شول اشغالګر پوځي یې په انځور کې کتلای شئ.

نوټ: که مو ایمان بشپړ او عقیده پر ځای وه نو په انځور کې قتل شوی کس به په خپله اصلي بڼه (امریکايي پوځي) تر نظر در شي خو که مو ډالرو سترګې پټي‌کړې وې نو بیا به ورته له درواغو ډکې توجېګانې ولټوئ!!!

زنده باد اخند امیر المومنین ملا عمر د مسلمان پنجاب عسکر.
[img:6d58b2f42b]http://sphotos-h.ak.fbcdn.net/hphotos-ak-frc1/603981_505822179477838_805039875_n.jpg[/img:6d58b2f42b]

درنښت


pattang
04.04.2013

طالبانو رسنیو ته په استولي اعلامیه کې دفراه دپروني برید په تړاو ویلي چې برید د یوشمیر قاضیانو دبې انصافه او ظالمانه کړنو په مقابل کې ددوی عکس العمل وو ، طالبان وایي اکثره قاضیان مظلوم بندیان سخت په تنګوي ، رشوت ترې غواړي او حتی په ناموجهه توګه یې په اعدام محکوموي ، چې دقاضیانو او څارنوالانو همدې کار ددوی دصبر کاسه ډکه کړې ده ، دطالبانو بشپړه اعلامیه په لاندې توګه لوستلی شئ

په فراه کې په محاکمو دبريد په اړه داسلامي امارت دوياند څرګندونې

داچې په اسلامي ټولنو کې محاکم دعدل او انصاف ، داسلامي قوانينو دفاع او دهغو له حکمونو سره سم دپريکړو محور و ي، لازمه ده چې دريښتونو محاکمو مقام او ارزښت ته په درناوي ، دکابل ادارې اړوندو محاکمو په اړه لاندې ټکې په خورا صراحت سره اعلان کړو :

تيره ورځ داسلامي امارت یوقوی ګروپ فدايي مجاهدینو د فراه ولايت په مرکز کې ددښمن په متعددو مراکزوکارنده بریدونه وکړل چي په دي بریدونو کې یې د په اصطلاح مرافعه محکمې او نظامي محکمې اړوندې ادارې هم دخپلو بریدونو دمهمو موخو په توګه انتخاب کړې ، دغه انتخاب په داسي وخت کې عملی شو چې په همدې ورځ هم داسلام دلارې دڅوتنواتلومجاهدینو په اصطلاح محکمه او له اسلام او هيواد نه ددفاع په جرم دمحکومولو او په سزا رسولو غونډه ترتیب شوي وه ، اسلامي امارت په دغه برید سره دمرکزکابل په ګډون په هیواد کې دکابل ادارې پورې اړوندو ټولو محاکمو او پکې ناستو په اصطلاح قضاتو ، ورسره څارنوالانو ته په ښکاره ټکوکې څرګنده کړه چې له دې نه هيسته به داسلامي امارت سرښندونکی مجاهدین دخپلو مظلوموکړيدلو ټولو بنديانو انتقام له هغو مربوطه ظالموقاضیانواوڅارنوالانو څخه په ښه وجه اخلي کوم چي په قصدي ډول دمجاهدینو دوسیې درنوي ، دهيواد او اسلام ريښتوني مدافع مجاهدين چې خپل ژوند او هرڅه يي ديرغلګرو سره دمقابلې په لاره کې دقربانۍ میدان ته وړاندې کړي دي ، دهمدغو بې مروته ، کفرپالو او يرغل غواړو ادارواو اشخاصو لخوا دزندانونو سختې شکنجې ګالي ، په کلونه کلونه قيدونه ورکول کيږي ، حتي په بې رحمي سره داعدام حکومونه پرې کيږي او په کلونو دزندانونو دتورو تمبو شاته اچول شوي او لاهم اچول کيږي ،دغه کړنې ددغو ادارو لخوا په داسی حال کې بیا بیا ترسره کیږی چې دمجاهدينو لخوا باربار خبرداری هم ورکړل شوي دي ، خو بیا هم ددغو په اصطلاح قضاتو لخوا په لوی لاس دځينو مجاهدينو سياسي دوسي په جنايي بڼه اړول شوي ، دتقلب او رشوتونو دلارې مجاهدینوته دسختو سزاګانو او شکنجه کولو غوښتنه شوي او لاهم ادامه لري ، نو حتمې ده چې نور به دمجاهدینو لخوا ددوی په وړاندې تند او جدي غبرګون لاهم پياوړي کيږي او ديو عکس العمل په توګه به ورسره لازم او وړ چلند کيږي،اسلامي امارت به له دي ورو سته دمحاکمو او څارنوالیو دټولوکارکونکودکړنو څارنه کوي اوهغه څوک چي مجاهدینو ته تکلیف ورکوي هغوی به لکه دفراه ولایت قاضیان او څارنوالان دخپل جرم په سزا رسوي اوڅوک چي له اسلام او وطن سره مینه لري او له مجاهدینو سره همکاري کوي دهغوئ به قدرونه کیږي . انشاء الله تعالی


monir
05.04.2013

سلامونه اوښې چارې!
[quote:3185db0556="pattang"]طالبانو رسنیو ته په استولي اعلامیه کې دفراه دپروني برید په تړاو ویلي چې برید د یوشمیر قاضیانو دبې انصافه او ظالمانه کړنو په مقابل کې ددوی عکس العمل وو ، طالبان وایي اکثره قاضیان مظلوم بندیان سخت په تنګوي ، رشوت ترې غواړي او حتی په ناموجهه توګه یې په اعدام محکوموي ، چې دقاضیانو او څارنوالانو همدې کار ددوی دصبر کاسه ډکه کړې ده [/quote:3185db0556]
د چا چې د شرم او حیا سترګه ړنده وي همداسې اعلامیې صادروی: ګرانو دوستانوتاسې د دې طالباني عدالت ته ځیر شئ : ( د یوشمیر قاضیانو دبې انصافه او ظالمانه کړنو په مقابل کې ) ۵۰ کسان وژلي او نژدې ۹۰ کسان یې ټپیان کړي دي. نو دوستانو دا شوه د ملاعمر خیلو مسلماني ! خوه دغه مرګباره برید یو مثبت اړخ هم لری او هغه دا چې د ټول هېواد په کچه د طالبانو په وړاندې د خلکو کرکه زیاته شوې ده.
والسلام


pattang
05.04.2013

منير خانه طالبان په قصدي خلک نه وژني خو اشغالګر او لاسپوڅی رژيم
يې قصدي توګه وژني نو ملت به ولې دومره ړوند وي چې داس او ټو فرق
نشي کولی ?
دجنګ علت صليبي اشغالګر دي که دوی ورک شي جنګ هم ورکېږي !
راځی چې دوی ورک کړو او پخيله هېواد ته کار وکړو !!


monir
05.04.2013

سلامونه او ښې چارې !
[quote:92855c2655="pattang"]منير خانه طالبان په قصدي خلک نه وژني خو اشغالګر او لاسپوڅی رژيم
يې قصدي توګه وژني نو ملت به ولې دومره ړوند وي چې داس او ټو فرق
نشي کولی ?
دجنګ علت صليبي اشغالګر دي که دوی ورک شي جنګ هم ورکېږي !
راځی چې دوی ورک کړو او پخيله هېواد ته کار وکړو !![/quote:92855c2655]
پتنګ آشنا که ځان هر څومره تحصیل یافته هم وښیې خو په حقیقت کې ډېر ساده سړئ یې! د امریکا او دهغې د ملګرو هېوادونو ګټې په سیمه کې د جنګ د لمبې تازه ساتل دئ.
د امریکا دګټو جنګ به ترهغه وخته موجود وي چې په سیمه که د ترهګرۍ یا جګړې پلمه موجوده وي. دهمدې کار د اجرا لپاره دوی ته د ملي ګټو بې خبره جاهله او ناپوهه ملایان او طالبان ډېر اهمیت لری. مونږ خو دا تجربه لرو چې امریکا او ملګري یې د پاکستان په مټ مجاهدین جوړ کړل چې وروسته بیا د همدې مجاهدینو په مټ افغانستان یې لوټې لوټې کړ او بیا د پنجابیو په مرسته طالبان یې رامنځ ته کړل چې تر ډېره حده افغانان یې وځورول تر څو د سپتمبر د یولسمې په پلمه دويې بیا هم د پنجابیو په مرسته لرې کړل . نو افغانستان په نا امنۍ کې ساتل د امریکا د استراتیژي یوه برخه ده چې فتنه پاکستان او ناپوهه طالبان یې وفا داره وسیله ده.
والسلام


حمید هڅــاند
06.04.2013

اخطار!
انډېوالانو! تاسې خو داسې لګیا یاست.....ځیني مو پر طالبانو زړه بایللی او ځیني مو بیا د اشغالګرو پلویان اېسئ...اخر ترکومه؟؟؟

پتنګ صیب!
ته وایې چې طالبان یې قصدي نه وژني. نو دا هم خبره شوه؟ ته او الله، د فراه وژنې قصدي نه دي نو څه دي؟ که د هغو خلکو وژل پرواه نه لري؟ او که واجب القتل ول؟
پتنګ صیب! زه تانه پوښتنه کوم، پاس کومه خبره سمه ده چې له مخې یې د طالبانو کار توجیه کړای شو؟
ته یې ولې په پټو سترګو د هر کار ملاتړ کوې. د اخرت په ورځ به یې ته هم په اعمالو کې ور ګډ یې، که دي داسي حال ؤ.

او منیرخانه، د اشغال پرضد هم څه وایه.... امریکایان ډېر دووس خلک دی. په یو ډول د دواړو خواوو تمویل د دوئ پر غاړه دی. یو پلو یې اربکیان درولي دي، بل پلو یې طالبان وسله وال کړي دي. تباه او لولپه شو زموږ مظلوم اولس.

درنښت


larghonay laraway
06.04.2013

السلام عليکم!
د فراه جگړه د تارياکو جګړه ده
تاسو به خبر يئ چې سږنی کال په فراه کې په پراخه پيمانه تارياک کرل شوي او همدا يې د حاصل اخيستلو مياشتې دي!
دا چې د فراه له تارياکو طالبان، حکومت او بهرنيان ټولو ګټې ترلاسه کوي نو دوی قصدا غواړي چې په دې ورځو کې جګړه توده وساتي
ځکه که جګړه توده نه وي او قتل عامونه ونه شي نو بيا به نړيوال حکومت ته مخ اړوي چې تارياک ولې نه تخريبوي!
په همدې خاطر د تارياکو مثلثي مافيا چې حکومت، بهرنيان او طالبان دي په فراه کې په لسګونو عام خلک ووژل او تارياک يې وژغورل!


monir
06.04.2013

سلامونه او ښې چارې !
[quote:2175ada522="حمید هڅــاند"]اخطار!
انډېوالانو! تاسې خو داسې لګیا یاست.....ځیني مو پر طالبانو زړه بایللی او ځیني مو بیا د اشغالګرو پلویان اېسئ...اخر ترکومه؟؟؟

پتنګ صیب!
ته وایې چې طالبان یې قصدي نه وژني. نو دا هم خبره شوه؟ ته او الله، د فراه وژنې قصدي نه دي نو څه دي؟ که د هغو خلکو وژل پرواه نه لري؟ او که واجب القتل ول؟
پتنګ صیب! زه تانه پوښتنه کوم، پاس کومه خبره سمه ده چې له مخې یې د طالبانو کار توجیه کړای شو؟
ته یې ولې په پټو سترګو د هر کار ملاتړ کوې. د اخرت په ورځ به یې ته هم په اعمالو کې ور ګډ یې، که دي داسي حال ؤ.

او منیرخانه، د اشغال پرضد هم څه وایه.... امریکایان ډېر دووس خلک دی. په یو ډول د دواړو خواوو تمویل د دوئ پر غاړه دی. یو پلو یې اربکیان درولي دي، بل پلو یې طالبان وسله وال کړي دي. تباه او لولپه شو زموږ مظلوم اولس.

درنښت[/quote:2175ada522]
حمید هڅانده وروره لکه چې تا زما دا ټوله پورتنئ لیکنه نده لوستلې!ما دامریکا دسیاست په اړه لیکلي دي: د امریکا دګټو جنګ به ترهغه وخته موجود وي چې په سیمه که د ترهګرۍ یا جګړې پلمه موجوده وي. دهمدې کار د اجرا لپاره دوی ته د ملي ګټو بې خبره جاهله او ناپوهه ملایان او طالبان ډېر اهمیت لری. مونږ خو دا تجربه لرو چې امریکا او ملګري یې د پاکستان په مټ مجاهدین جوړ کړل چې وروسته بیا د همدې مجاهدینو په مټ افغانستان یې لوټې لوټې کړ او بیا د پنجابیو په مرسته طالبان یې رامنځ ته کړل چې تر ډېره حده افغانان یې وځورول تر څو د سپتمبر د یولسمې په پلمه دويې بیا هم د پنجابیو په مرسته لرې کړل .[color=red:2175ada522] نو افغانستان په نا امنۍ کې ساتل د امریکا د استراتیژي یوه برخه ده چې فتنه پاکستان او ناپوهه طالبان یې وفا داره وسیله ده. [/color:2175ada522]


pattang
06.04.2013

[quote:24e0ddb0d0]پتنګ آشنا که ځان هر څومره تحصیل یافته هم وښیې خو په حقیقت کې ډېر ساده سړئ یې! [/quote:24e0ddb0d0]

داخبره خونوې نده، ان په 1966/1965 کالونو کې هم ماته
خلکو ساده وېلې خو داخبرې ټولې يې بر عکس سابتې
شوې ، زه لاګرزم هغوی لاړل !

[quote:24e0ddb0d0]د امریکا او دهغې د ملګرو هېوادونو ګټې په سیمه کې د جنګ د لمبې تازه ساتل دئ. [/quote:24e0ddb0d0]

نوستا او ستا دسياسي ملګرو وظيفه څه شی دی ?
- ددې عمل پر ضد مولار يون کړی? نه
بشري ټولنو او un ته مو دافغان اولس په نامه کوم ليک
، يا کومه مظاهر ه کړې ? نه
کوم کنډک ، غنډ ، حزب ، ټولنه مو ددې جنايت په خلاف
جوړه کړې ! نه
نه ، نه,...نه :=> خو د cia دالر هو هو ، ....
په بو جويو بوجويوبېکاه دالر خواره داسې خبرې کوي
لکه ته يې چې کوې !
زه شخصا تا او نور پر دې نه تهمتي کوم چې دالر اخلی
بلکې ستا سې خبرې ، دکرزي ،محقق ، عطا ، دوستم ....
او د کابل د سياسي بې مسلکه کار پوهانو په ډول دي٠

[quote:24e0ddb0d0]د امریکا دګټو جنګ به ترهغه وخته موجود وي چې په سیمه که د ترهګرۍ یا جګړې پلمه موجوده وي.[/quote:24e0ddb0d0]

نو چې ترهګري پلمه ده بياخو زما خبرې ته راغلې بايد
ټول هغه وستايل شي چې دصليب پر ضد پورته شوي او
اواشغالګرمرداروي !

[quote:24e0ddb0d0] دهمدې کار د اجرا لپاره دوی ته د ملي ګټو بې خبره جاهله او ناپوهه ملایان او طالبان ډېر اهمیت لری[/quote:24e0ddb0d0].

زه له تا پاڅون او صداقت غواړم خو ته پر فساد
ککړ دملي ګټو(دجيبي ګټو) خبرې کوې ٠ داخبره دې پر
ځای نده,زه ډېر ملا يان او نور پېژنم چې زما تن او
وجود دي ، په صداقت جهاد کوي ، زه په هغوی کې
انتې ملي روحيه نه وينم !

[quote:24e0ddb0d0] مونږ خو دا تجربه لرو چې امریکا او ملګري یې د پاکستان په مټ مجاهدین جوړ کړل چې وروسته بیا د همدې مجاهدینو په مټ افغانستان یې لوټې لوټې کړ[/quote:24e0ddb0d0]

دغه خبره دې غلطه ده ! خلقۍاو پر چمۍ ددې پاڅون
علت وو ، هغوی هغه جنايتکاره خلک وو چې ماته به
يې "ساده" ويلې! که تاسو د لينين ديکرېتونه عملې کړي
نوی مجاهدين به هم نوی پيدا شوي!
پردي خلک هلته مداخله کوي چې کور ګړنګن او مکروبي
وي !

[quote:24e0ddb0d0] او بیا د پنجابیو په مرسته طالبان یې رامنځ ته کړل چې تر ډېره حده افغانان یې وځورول تر څو د سپتمبر د یولسمې په پلمه دويې بیا هم د پنجابیو په مرسته لرې کړل .[/quote:24e0ddb0d0]

دطالب رامنڅ ته کېدل دپاټکيانو ، تقسيمګرو ، نمرودانو
او فرعونانو شته والی وو ( ځان خبر که ) طالب پاک
انسانان ندي څورولي ، يواځې د شمال دغلو ، دمتعصبو
پاړسي ژبيو په سترګو کې ازخي وواوتا سو اوس ګډ
له خپلو دالري ملګر سره داسې خبرې تکراروۍ !

[quote:24e0ddb0d0] نو افغانستان په نا امنۍ کې ساتل د امریکا د استراتیژي یوه برخه ده چې فتنه پاکستان او ناپوهه طالبان یې وفا داره وسیله ده.[/quote:24e0ddb0d0]

لېونيه !
ترهغه وخته پورې چې يو امريکايې هم وي طالب به
له جهاده لاس وانخلي !
اوبيا داتړون خو هلته منځ ته راځي چې دولت او پارلمان
يې لاسلبک کړي ! خو تاسو دالر وهی تړون امضا کوی
او ملا متي يې پر طالب ور اړوۍ
:=>
که لاسپو دولت او ګوډاګيان يې ونه غواړي امريکا په
افغانستان کې نشي پاتې کېدی !
..........
په ډېرو شيانو خبر نه يې .... خو راشی تاسو ټول له
مخه زه / مونږ در پسې !


pattang
06.04.2013

http://www.youtube.com/watch?v=EtAFKncS-Rk


Samsor Afghan
07.04.2013

سلامونه وروڼو

عجیبی خبری
د طالبانو دصبر کاسه
زه اوس پوه شوم چی طالبان هم د صبر کاسه لری
خو چی صبر یی تمام شی بیا به څه کوی؟
معلومه خبره ده چی عام وګړی او مظلوم ولس به وژنی
خو کاشکی یی ملایان وژلی چی یو ورځ هم دوی د وحشی طالبانو دا کارونه تحریم نه کړل.
په درناوی


Samsor Afghan
07.04.2013

زمونږ یو ورور لیکی

دطالب رامنڅ ته کېدل دپاټکيانو ، تقسيمګرو ، نمرودانو
او فرعونانو شته والی وو ( ځان خبر که ) طالب پاک
انسانان ندي څورولي ، يواځې د شمال دغلو ، دمتعصبو
پاړسي ژبيو په سترګو کې ازخي وواوتا سو اوس ګډ
له خپلو دالري ملګر سره داسې خبرې تکراروۍ !

دا فرعونان می و نه پیژندل؟
د طالب را منځته کیدل د امریکی په غوښتنه او پنجاب په لاس وو
طالب دومره غلاوی او خلک ووژل چی شمیر یی اوس له ملایانو هم ورک دی


monir
07.04.2013

سلامونه او ښې چارې!
پتنګ صاحب ته په بحثونو کې ډېر شخصی کېږې نو راځه چې زه هم یو لږ ( ډېر لږ !!!) شخصی شم:
[quote="pattang"][quote:da20846fb0]

داخبره خونوې نده، ان په 1966/1965 کالونو کې هم ماته
خلکو ساده وېلې خو داخبرې ټولې يې بر عکس سابتې
شوې ، زه لاګرزم هغوی لاړل !
[/quote:da20846fb0]
دا خلک هرڅوک چې وو ته یې همغه وخت پېژندلئ وې خو تاته یې یوه ضمینه برابره کړه چې د افغانانو دبورسی تحصیل څخه د ګټه پورته کولو سره سره د همغو خلقی او پرچمیو د وېرې په پلمه جرمنانو ته و دې ژړل چې دوی تا وژني که افغانستان ته بېرته ستون شې او په جرمني کې پاتې شوې . اوس له همغه ځایه ( ډودۍ د جرمنانو خورې او د طالبانو له لارې قوقو د پاکستان کوې !) . خبرې مفتې دي چې کوې یې. که پر طالبانو او د هغوپر کړنو دومره مین یې ولې د هغو د امارت په وخت افغانستان ته ستون نشوې چې لږ تر لږه د تحصل دپیسو یوه برخه خو حلاله کړې !!! لېونیه د پښتنو د بقا لپاره د جهالت له خوبه ویښ شه او وګوره چې طالبانود یرغلګرو جګړې په پلمه افغانان او په ځانګړیتوګه لر او بر پښتانه یې تباه کړل . نه ورته کور پاتې شو او نه بچیانو ته یې ښوونځي پاتې شول. نه ورته لارې پاتې شوې او نه ورته روغتونونه، نه ورته سپین ګیري او قومی مشران پاتې شول او نه ډاکټران او ښوونکي ! او ته دې کړنو ته خدمت وایې ! توبه توبه توبه .


Samsor Afghan
07.04.2013

سلامونه
مونیر وروره
ستا د سوال ځواب ته زه هم منتظر یم

تا ډیرو سمه ټکو ته اشاره کړی ده څوک له جرمنی فتوا ګانی ورکوی او څوک له پاکستانه .

که یو څوک ریښتیا خپل هیواد ته خدمت کوی نر غوندی د په کابل کی وه اوسیژی او دنده د اجرا کړی که مخالف وی لاړ د شی جګړی ته چی پته یی ورته ولګیژی چی اردو ملی یعنی څه؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟/


مساپر
11.04.2013

ګرانو او قدرمنو ورونو منیر او سلیمان خیل صیبان هیله کوم چې زما تاوده سلامونه و منې، ستاسې د ملاتړ نه بېخي زیاته مننه، او دعا کوم چې زموږ ولس پر دغو زرګري جنګونو پوه شوې وي او دا پوه ولري چې د القاعدې جادو او سحر کوه قاب ونږوي. دوی (القاعده او طالبان) د جهاد د خدعې او تذویر تر پرده لاندې هره ورځ زموږ بیګناه مسلمانان (اکثراً پښتانه) قتلوي، اول خو دوی په اسلام د تهمت تور ګوته لګوي ترڅو د خلکو وژلو ته قانوني صبغه ورکړي، او بیا یي و وژني، خو که دښمن مذور دئ ولس هم آګاه شوي دي.

په درناوئ،


Samsor Afghan
11.04.2013

ډیره زیاته مننه کور ودان ښاغلی مسافر ورور

زمونژ او تاسو ځوانانو دا وظیفه ده چی خپل ولس کم تر کمه په دی پوه کړو چی حقیقت څه دی ؟
څوک څه غواړی او په کومه سیاست؟
بس زمونژ ولس ته په کار ده چی ځان په حقیقت پوه کړی او بیا قدم واخلی.

په ډیر زیات درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more