د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ټر کاسه لاندې څو نیم کاسې دي؟

میرویس
04.04.2013

قدر منو لوستونکو، اسلام علیکم
خدای خبر چې ترکاسه لاندې، څومره نیم کاسې دي؟
پرون د افغنستان د طالبانو د تحریک مشر ملا محمد عمرآخند په یوه پیغام کې د پاکستان د طالبانو د تحریک ټي ټي پي مشر حکیم الله محسود او دیوې بلې اسلامې ډلې مشرحافظ ګلبهادرته په خطاب کې وویل چې، د طالبانو ځینې قوماندانان دخلکو په تښتولو او په بدل کې یې د پیسو په اخیستلو، د بدو خلکو سره د ارتباطدرلودلو او حتي د کورونو په سیزلو کې لاس لري او هغوی پدې ترتیب د طالبانو رنګه بدوی، او دغه قوماندانان باید حذف شي
ګرانو لوستونکو:
سوال دادئ، چې کله هم پاکستاني طالبانو هسې د خولې د تائید نه پرته د ملا محمد عمرد اوامرو پیروي نده کړې. مثلاً په افانستان کې د ماشومانو د فلج واکسین کیږي، خو حافظ ګلبهادر بیابیا واکسین منع کړئ. دا ډول مثالونه ډیر دي
نن بل خبر خپور شو چې افغان طالبانو په کرمه کې د پاکستان پر یوه امنیتې پوسته حمله کړې او درئ پاکستاني عسکر یې ټپي کړیدي. د شورویانو پر خلاف د جهاد دوخت نه را هیسي بیا تر دې دمه پوري د یوه تحریک په توګه په پاکستان کې دننه کومې افغاني ډلې دغسې کار ندئ کړئ.
داسې ښکاري چې د پاکستاني او افغان طالبانوتر منځ ورځ تر بلې د جنګ میدان تودیږي. کیدای شي، افغان طالبان پدې قهریدلي وي چې پاکستاني طالبان هره ورځ په افغانستان کې نیول کیږي او وژل کیږي. پاکسکتاني طالبان په افغفانستان کې د ننه با قاعده وحشت کوي او د افغان طالبانو خپلوان، عزیزان او وطنداران په ډیره بې رحمۍ ځوروي او په بعضې مواردو کې خو په زور د خلکو نه لوڼې د واده دپاره غواړي او نور زور زیاتئ ورسره کوي
نو افغان طالبان خو، افغاني غرور لري، او دایې پر نفس نه هواریږي چې بیګانه ګان دې د هغوی ننګ او ناموس ته په بده سترګه وګوري او سپکاوئ یې وکړي.
همدا علت کیداي شي چې د لرو اوبرطالبانو ترمنځ ددښمنۍ د اور لمبې په غرغړو شي. که افغانان پدې پوه شي چې افغان طالبان د هغوی د پت او عزت، ننګ، ناموس او ملي نوامسو د خوندې کولو دپاره مبارزه کوي، ښایې هرکلئ یې وکړي.
===
افغان طالبانو په کرمه اېجنسۍ کې پرامنيتي پوستې بريد کړی دی

جيو نيوز خبر ورکوي، چې افغان طالبانو نن سهار په کرمه اېجنسۍ کې د پاکستاني پوځيانو پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ او درې تنه پوځيان يې ټپيان کړل. پاکستاني پوځيان ادعا کوي چې په ځوابيه ډزو کې يې درې تنه وسله وال وژلي او پنځه نور يې ټپيان کړي دي. په پاکستان کې د ننه د بريدونو پړه معمولاً پر پاکستاني طالبانو اچول کېږي، خو دا ځل د بريد مسوولين افغان طالبان بلل شوي دي.
امين الله هوتک


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more