د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د کافرانو په خلاف جهاد که د مسلمانانو په خلاف جهاد؟

مومند
03.04.2013

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
آیا داسی یو غیر اسلامی او ناوړی عمل ته جهاد ویلی شو؟ جهاد خوخپل د دین، هیواد او ناموس پر دښمنانو فرض دی نه خپل پر مسلمان افغان ورورنه. په دغه انتحاری برید کی ژوبل شوی او وژل شوی کسان ټول مسلمان افغانان دی. افسوس چی د دغه جهاد په ترڅ کی نن زمونږ په هیواد کی پرته له افغانانو نه نور هيڅ چا ته تاوان نرسیږی خو محترم طالبان ورورنه په وار وار تکراروی چی دغه جهاد د اشغالګرو په خلاف جهاد دی!!!!!!!
طالب وروره ستا د جهادی او انتحاری بریدونو په ترڅ کی خو ستا خپل افغان ورورنه او خویندی او ماښومان له مینځه وړل کیږی، بس کړه نور.

((د فراه په خونړۍ حمله کې ۵۳ وژل شوي او تر ۱۵۰ زیات ټپیان دي
| چهارشنبه, 03.04.2013, 07:23 PM | (245 لیدل شوی)

تاند- په فراه ولایت کې د وسله والو طالبانو د نن ورځې په حمله کې د پنځو قاضیانو او درو څارنوالانو په شمول ۵۳ تنه ووژل شول او تر یو نیم سل زیات نور ټپیان شول.اکثره وژل شوي او ټپیان عام خلک دي خو د محکمې او ښاروالۍ ځیني مامورین او کارګر هم پکې شامل دي. نن سهار د فراه ولایت د محکمې مخته دوو تنو طالب ځانمرګو موټربمي چاودنه وکړه، وروسته لږترلږه درې نور ځانمرګې محکمې ته ننوتل، د محکمې قاضیان، څارنوالان، مامورین او حتي پیاده ګان یې له یومخي ووژل. د فراه والي په دې برید کې د امنیتي ځواکونو تلفات لس تنه وښودل. د ښاغلي اکرم خپلواک په وینا په دې برید کې ټولټال ۴۴ تنه ملکیان او پوځیان وژل شوي او سل نور ژوبل شوي دي. د خپلواک په وینا له نهوو وسله والو حمله کوونکو سره ټولټال ۵۴ تنه وژل شوي دي.ده وویل چې حمله کوونکي په پوځي یونیفورم کې محکمې او څارنوالۍ ته ورغلي وو خو کله چې امنیتي ځواکونو د دوی موټر ودراوه، موټر یې وچاوداوه.خپلواک وویل چې د حملې په لړ کې پنځه قاضیان، درې څارنوالان وژل شوي او نهه تنه حمله کوونکي له ۳۴ ملکیانو سره وژل شوي. خپلواک اکثره ملکیان د محکمې او څارنوالۍ مراجعین وبلل.ویل شوي چې د حملې په مهال د لسو وسله والو طالبانو محاکمه روانه وه.
تر دې دمه څرګنده نه ده چې لس تنه تر محاکمې لاندې طالبان په څه حالت کې دي، ایا تښتېدلي او که په جګړه کې وژل شوي دي.
دا په جلال اباد کې پر کابل بانک او د کابل د شیعه وو د محرم پر مراسمو تر حملو وروسته په تېرو څو کلونو کې د وسله والو طالبانو تر ټولو خونړۍ حمله ده.))
په درنښت
مومند


tandar
03.04.2013

يره وروره اول دوطن فروشانو په خلاف انقلاب ،جهاد او قرباني ورکول دهري کونډي اويتيم اوښکي پاکول دي دملالي ،ميرويس اواحمدخان روح تازه کول دي اودوطن له کاڼو او بوټو درغلګرو ديرغل دګردونو پاکول دي
ومن الله التوفيق
د cia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


طیب زابلی *
04.04.2013

السلام علیکم
هو!لکه څنګه چی له کافراویرغلګرسره جهادفرض ده دارنګه دده له ملګری سره ولوکه هغه په ظاهره مسلمان وی هم جهادفرض ده ځكه چی دامنافق ده.
مومندصیب له یرغلګروسره خوته هم جهادفرض ګڼی نودا یوه پوښتنه ستاڅخه کوم چی ستادی قسم وی چی دغه خلک چی ملی اردو یاپولیس یانورمنسوبین دی چی ته ورته مسلمان افغان وروڼه وایی،که دانوی نودا اشغالګربه په حساب یوه میاشت هم دلته ټیک شی؟
ښکاره خبره ده چی نشی ټیکیدلای،نوبیاددوئ ترمینځ فرق څه شو؟
پاته شوه دملکیانوخبره،داعجیبه ده چی بریدپرریاست اودفترکیږی او وژل کیږی زیاتره ملکیان،بیادومره سهاروختی،


حمید هڅــاند
04.04.2013

زابلی صیب! السلام علیکم...
اردو خو ستاسې په وړاندې خنډ هم نه ده. ته او الله چې اردو څومره له طالبانو سره د دوښمن چلند کوي؟ موږ هم افغانستان کې اوسو، تر کومه چې موږ وینو، اردو له طالبانو سره ګردسره ټکر نه کوي او ځان یې ګوښه ساتلی دی. نو که تاسې هم له اردو سره ټکر ونه کړئ او خپل زور پربهرنیانو واچوئ او له سیاسي پوهې هم کارواخلئ، څومره ښه خبره به وي.
یوځل مجاهدینو ستره تېروتنه وکړه او د افغان اردو تنه یې دړې-وړې کړه. اوس چې دا یوڅو اردو لرو، تاسې پسې را اخیستې ده. د تدبیر خبره خو داده چې تاسې هم اردو ته همداسې یو سیګنال ورکړئ چې له دوئ سره مو کار نشته،،،بیا به مو ټول زور پر اشغالګرو وي، او اردو به هم د سبا لپاره سالمه، له تجهیزاتو سره د افغانستان په واک کې وي. هم خرما او هم ثواب...
خو اصلي خبره که وکړو، پاکستان د افغانستان اردو نه شي هضمولی، ځکه خو یې تاسې هم نه شئ زغملی.

درنښت


daud
04.04.2013

سلامونه او احترامونه
ديوې ملي اردو او فوځ وظيفه دخاورې دتماميت ،ملي مقدساتو ،ملي ګټو ،ملي ارزښتونو او خفلو خلكو نه دفاع دبهرنيانو د مستقيمو او غير مستقيمو نظامي او نورو تجاوزونو او مداخلو په مقابل كى ده . نو ايا په د نامنهاده اردو كى دا كيفيت وجودلري ؟او دوى ديو لك نه زياتو خارجي عسكرو نه د دفاع په دنده مصروف دي او كه په مقابله كى يې ؟
بل ملي اردو دملي مكلفيت په احساس او انګيزه تشكيليږي ،نه دقومي ،ژبني،مذهبي ،تنظيمي او سمتي تعصباتو په بنا او د اجری او مزد په منظور ، ايا او سنى اردو كى دا صفتونه او معيارونه وجود لري ؟
زما له نظره خو دا ملي اردو نه بلكه يو نيفورمي -تنظيم شوي قاتلان دي او  په ملي خيانت لګيادي او دقتل وقتال او وحشيانه اشغال عاملين دي ،چې اول بايد ددوى سره مبارزه وشي او دخيانت او جنايت مخه يې ونيول شي .

مننه

دازاد او خپلواك افغانستان په هيله


طیب زابلی *
04.04.2013

السلام علیکم
هڅاندصیب رښتیاهم ملی اردوخودوطن سرمایه ده،خوچی هغه واقعی ملی اردو وی لکه داؤد ورور چی لیکلی دی،نه دا داشغالګروپه لاس روزل شوی تربیه شوی تمویل شوی اجیره اردو،
داخبره دی غلطه ده چی ملی اردو له طالبانوسره ټکراودښمنی نه لری،موږپه سترګووینوچی هرځای چی دطالبانوپرضد عملیات کیږی نوپه مخ کی یی ملی اردو وی اوهرڅه مقاومت چی له طالبانوسره کیږی هغه دملی اردو لخوا،اوهرځای چی طالبان پراشغالګرو بریدوکړی نوهم دوئ یی کومک ته رادانګی،نورنودښمنی څه ښکرلری که وزر،البته په ملی اردو کی ځینی دطالبانوخواخوږی داشغال خلاف اوبا احساسه خلک شته مګر دانودټولی اردونمایندګی نشی کولای.


حمید هڅــاند
04.04.2013

ښاغلی داود او ښاغلی زابلی!
سلامونه ته وعلیکم سلام

هو منم چې کله ناکله ټکر پېښېږي، او د هغه لامل هم د طالبانو او اردو ترمینځ شته ورانپوهاوی دی. زه د خپلې ادعا د ثبوت لپاره دومره وایم چې د اردو له افسرانو او لوړ پوړو منسوبینو پوښتنه وکړئ. د افغانستان کلیوال او ښاریان ټول پوهېږي چې د عملیاتو په موخه اردو باید له خپلو مرکزي قوماندانیو امر او لارښوونه ترلاسه کړي. اردو خو څه اربکیان نه دي چې هرځای یې خوښه وي، ډز وکړي او هرڅوک چې یې خوښه وي بندي کړي. او له چال چلند نه دا په ډاګه کېږي چې اردو ته له مرکز د طالبانو سره د مخامخېدا او ټکر امر نشته، پرته له هغه وختونو چې دوئ تر برید لاندې راځي.
له طالبانو سره ټکر کوونکي ځواکونه په لومړي قدم کې اربکیان او پاڅونوال دي-البته سویلي او سویل لویدیځو ولایتونو کې- او په دویم قدم کې پولیس.
نو په کار خو داده چې طالبان هم له خپل لوري د امن سیګنال ورکړي، بیا به دا خپل مینځي جګړه او ورو وژنه ختمه شي.
داود صیب ته دومره وایم چې، دا منم چې اردو که له طالب سره ټکر نه کوي، نو له یرغلګرو سره شخړه هم نه کوي. هو، دا یوه پرځای خبره ده. خو په یو بل بدیل باندې باید طالبان غور وکړي: ځینې ادارې او بنسټونه نه ښایي وران شي او جرړې یې وویستلې شي، دا باید طالبان په ګوته او مالوم کړي. زما په اند، د معارف، لوړو زده کړو، عامه روغتیا، او اردو بنسټونه باید ونه لړزول شي. خو دا کار کول زما په نظر د طالبانو په وس ځکه نه دی پوره، چې طالبان پخپله ناپېیلی ځواک نه دی.

که کومه ناسمه خبره مې کړې وي، په ګوته یې کړئ.

درنښت


طیب زابلی *
04.04.2013

السلام علیکم
له نوروبه تیرشم خوآخیری خبره دی ناسمه ده،
طالبان یومنظم خپلواک اوناپییلی ځواک ده چی دهیچاترتاثیرلاندی نه ده.
د دوئ یووالی،اتحاداو اتفاق ،ښه نظم اوتدبیرد دې ښکاره نښی دی


گرانو لوستونکو!

Hashmat Kahn
04.04.2013

اسلام علیکم ورحمته الله و برکاته!
د افغانستان ټولو رسنیو راپورونه خپاره کړل چې زیاتره شهیدان او ټپیان په دغه بی رحمه برید کې افغان ملکې وگړي وه. دافغانستان او پاکستان د دیني عالمانو له رادیویې جرگي څخه دآزادی رادیو سره ډیر وخت نه تیریږي چې ددغو دواړو هیوادونو دیني عالمانو ځانمرگی بریدونه او د ملکی وگړو وژنه یي وغندله حرام او غیر اسلامی يې وگڼله. زه ددغو لینک ډیر د آوریدلو سپارښتنه هغو کسانو ته کوم چې له دغو ناروا او بی رحمه عمل پلوی او یا هم ملاتړ کوي.
http://da.azadiradio.org/content/transcript/24943522.html

په درنښت
حشمت
دامریکا متحده ایالاتودعمومي قومندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
www.centcom.mil
https://www.facebook.com/CENTCOMDari?ref=hl


مومند
04.04.2013

تاوده سلامونه زابلی صیب
ستاسو په نظر دغه ټول کسان چی د دغه انتحاری برید په ترڅ کی وژل شوی او یا ټپیان شوی دی خامخا کفار او یا د کفارو ملګری وّ؟
وژل شوی خلک نظامیا ن نه وو فقط خپلو بچیانو ته یی روزی کمایی کوله او ځنی یی خپل کارو او یا دوسییو او مشکلاتو حل لپاره هلته تلی وّ نو ستاسو په فکر دا ټول کافر او بی دین او د وژلو وړ وّ؟
برید پر محکمه شوی دی نه پر کومه عسکری یا نظامی اډه نو ځکه هلته ملکی خلک ډیر وّ
((نن سهار د فراه ولایت د محکمې مخته دوو تنو طالب ځانمرګو موټربمي چاودنه وکړه، وروسته لږترلږه درې نور ځانمرګې محکمې ته ننوتل، د محکمې قاضیان، څارنوالان، مامورین او حتي پیاده ګان یې له یومخي ووژل.)) نو د ملکي او پوځي توپير ددې بريد په کولو وليدل سو.
نو تاسو څه وایست چی د افغانستان ټول خلک په کور کی کینی او کار ونکړی او خپل بچیانو او کورنیو ته یو ګوله ډوډی کمایی کولو هم حق نلری؟ آیا طالبان کولای شی چی د افغانستان د ټولو وګړو بچیانو او کورنیو ته کور او روزی وربرابر کړی؟ دغو خلکو ته خدای د دغه حق ورکړی دی چی کار وکړی او خپل کورنی وساتی، د دغو خلکو ډیر شمیر سر په سیاست او داسی نورو خبرو لا نه خلاصیږی، هم هسی چی د طالبانو په وخت کی یی کار کاوو اوس یی هم کوی.
ملکی تاسو کومو خلکو ته وایست؟ زما په خیال چی تاسو هر څوک چی د دولت په هره اداره او دفتر کی کار وکړی که پیاده وی که مامور او یا وکیل هغه ته ملکی نه وایست؟ د افغانانو د وژلو او ټکولو نه طالبانو ته هیڅ هم په لاس نه ورځی یوازی ځوریدلی ولس نور هم ځوروی.
په درنښت
مومند


شاه ولي
04.04.2013

ګرانو او عزتمندو ورونو هیله ده چې زما سلامونه هم ومنې،
اول خو په یوه عامه اداره، چې هلته مسلمانان د خپلو مسایلو او لانجو د حل لپاره راغلي دي، ځانوژونکي بریدونه ورباندې کول، زموږ د مبارک دین (اسلام) او د سنت رسول اکرم (ص) د ارشاداتو سره بالکل خلاف دي.
او دوهمه مهمه موضوع دا ده چې اکثراً زه تاته کافر او ایجنټ وایم او ته ماته له دې کبله هم زمونږ هیواد ته سوله او امنیت نه راځي تر څو چې مونږ اصلي خبره نه منو او زما په عقیده اصلي خبره دا ده چې په افغانستان کې د بیګناه خلک وژنه بالکل ناروأ او حرامه ده.
په درنښت،


مومند
05.04.2013

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
تاسو ټولو هغو ورونو ته چی په فراه کی د طالبانو انتحاری بریدونو ته هرکلی وایی او ملاتړ کوی:
د الله تعالی په وړاندی د مسلمان حرمت، عزت او وینه تر هر شی ډیره قیمتی ده، یوه ورځ مشهور صحابي عبد الله بن عمر (رضي الله عنه) د الله تعالی کور کعبی شریفی ته وکتل او وی وئیل: «څومره د لوي شان او لوي عزت خاونده یی، خو د الله تعالی په وړاندی د مؤمن شان او عزت ستا څخه هم ډیر دی».
متأسفانه چی نن ورځ د مسلمان د لاسه هغه مسلمان وژل کیـږي چی عزت او حرمت یی د کعبی شریفی څخه هم زیات دی، په داسی حال کې چی رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ویلی دی: «څوک چی ناحقه یو مسلمان مړ کړی او پر هغی خوشحاله شي نو الله تعالی به د ده هیڅ قسم عمل قبول نه کړي، نه فرض او نه نفل».
هغه څوک چی د «لا اله الا الله» په ویلو سره د اسلام اقرار کوي، هغه مسلمان دی، د هغه وژنه نا روا ده، د يوی ګناه له امله په چا د کفر ټاپه لګول او بیا په ظالمانه ډول د هغه وژل هیڅ کله هم د مسلمان عمل نه شي کیدی.
د جنګ په میدان کې اسامه بن زید (رضي الله عنه) یو سړی د توحید د کلمی د ویلو وروسته قتل کړ، نو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ورته ویل: «آیا هغه تا د لا اله الا الله د ویلو وروسته وواژه» او دا خبره یی څو واری تکرار کړه او ویی وئیل: یا الله په دغه عمل کی ما هیڅ مسولیت ندرلود او ما د ده په ګناه مه نیسه، او څو ځل یی توبه وکړ. د مسلمان وژنه د مسلمان کار نه بلکه د کافر عمل دی، ځکه خو د اسلام ستر پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) خپل امت ته په اخر وخت کې وصیت کوي چی: « زما څخه وروسته د یو بل په وژلو ځانونه مه کافر کوۍ».له دی امله کوم خلک چی په یوه پلمه او بله پلمه خپل لاسونه د مسلمانانو په وینو سره کوي، هغوي دی د الله تعالی څخه وویریـږي او د مسلمان د وژلو څخه دی ډډه وکړي، چی په دنیا او آخرت دواړو کې د دی کار پایلی ډیری ناوړه دي.
نو د دغه له کبله داسی ناوړو اعمالو ته دینی اسلامی بڼه ورکول کناه دی او د بی ګناه مسلمان افغانانو وژنو/قتل باندی د جهاد سپیڅلی نوم مه ایږدی.
مسلمان د مسلمان ورور دی او مسلمان هغه څوک دی چې دا مني او اقرار کوي چې خدای یو دی او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د خدای پیغمبر دی.
د يو مسلمان لپاره د بل مسلمان وینه تویول او د هغه وژل حرام دي او که تاسو وایست چی هغوی یواځی ظاهری مسلمانان وّ تاسو د دوی د زړونو په راز څه پوهیږئ:
په حديث كې ويل شوي چې ایمان او تقوا په زړه كې ده او الله تعالی نه پرته نور هیڅ څوک د زړونو په راز ندی خبر. ایمان او تقوا د الله تعالی او بنده ترمنځ پټ راز دى او كوم ظاهري عمل نه دى. كه يو څوك پرهېزګاري كوي نو هغه پخپله په خپل زړه كې پټ تصميم نيسي او كه څوك بیا بدكاري كوي، نو هغه هم خپل اختيار لري، خو ایمان او تقوا چې الله تعالی ته د بنده د نژدې والي وسيله ده، نيت يې په زړه كې رامنځته كيږي او الله تعالی پرې خبرېږي. دا به يوازې د الله تعالی لپاره يو عمل وي او اجر او یا سزا به يې هم الله تعالی وركوي. كه چېرې د يو چا لپاره د ایمان په اړه نور خلك تصميم نيسي نو دا ظاهركاري او ريا ده او په دې كې به هرو مرو د يوې ګټې او دوكې هڅه موجود وي. هر سړى د خپل ځان لومړنى قاضي دى او راځئ چې د خپل وجدان په محكمه كې د ځان ارزونه وكړو او د خپلو يتيمانو، كونډو، بېوزلو، بی بسو، خپلوانو، ټول مسلمانانو او افغانانو لپاره د سولی او سوکالی، نیکمرغی او هوسایی دعاګانی وکړو.

په درنښت
مومند


Samsor Afghan
09.04.2013

سلامونه

دا اوسنی کومه جګړه چی روانه ده مطلق اسلام ته خدمت کول نه دی بلکه د اسلام بربادول دی په اوسنی جګړه کی لاندنی کارونه کیژی:
د ښو عالمانو وژل
مکتبونه سوځول
انجینران وژل
خلک د پیسو په مقابل کی وژل
قومی اختلافات را منځ ته کول
د خلکو له کورونو په بهرنیو عسکرو فیرونه کول اوبیا تښتیدل
او داسی نور مطلق ای اس ای ته خدمت کول دی او بس.


larghonay laraway
10.04.2013

السلام عليکم
سليمانخېله ښه خبره دې کړ ې خو دا جګړه د امريکايي استخباراتي شبکې پلان شوې جګړه ده چې ملاعمر او کرزی ورته همدا پلان عملي کوي.
ولې فرق يې دا دی چې ملاعمر يې په غير شعوري توګه عملي کوي او له ورانۍ او وژنې پرته هيڅ ګټه نه کوي خو کرزي کورنۍ له دې جګړې دومره ګټه وکړه چې په راتلونکې کې بيا د هوټل په قصه کې هم نه دي بلکې په امريکا کې ښه غټ تجارت پرې کولی شي


pattang
10.04.2013

[quote:83d1784be7]سلامونه
دا اوسنی کومه جګړه چی روانه ده مطلق اسلام ته خدمت کول نه دی بلکه د اسلام بربادول دی په اوسنی جګړه کی لاندنی کارونه کیژی:[/quote:83d1784be7]

داجګړه به نوره په دې ابعادو څوک ونکړي خوکه اشغالګر ورک شي
د اشغال په مقابل کې جنګ ځواب او داشغالګرو شړل فرض دي ، دايو اسلامي او پښتني کلچر ندی بلکې هرکام او نژاد داسې پاڅون کړی او کوي
يې !
[quote:83d1784be7]د ښو عالمانو وژل[/quote:83d1784be7]

دالري عالمان داسې عالمان لکه په تېرو کې به يې چې له انګليسه پيسې
اخيستې چې مهم مسالونه يې د پير او حضرت کورنۍ دي !

[quote:83d1784be7]مکتبونه سوځول[/quote:83d1784be7]

د cia کار دی چې طالبان بد رنګه او جنګ ته دوام ورکړي !

[quote:83d1784be7]انجینران وژل [/quote:83d1784be7]

يابه د cia مخبر وو او يا به cia خپل داکار کړی وي او يا به
د cia طالبانوي !

[quote:83d1784be7]خلک د پیسو په مقابل کی وژل[/quote:83d1784be7]

طالب په تېرو کې هم خلک په پيسو ندي وژلي ، ددوی په وخت کې له طلا
او جواهرو سره په دښتو کې ګرزېدی سوی دا يوه ناځوانه پرو پاګنده ده دا
کارونه غله او يا دولتي نفر کوي!
دکابل بانګ چا لوټ که !

[quote:83d1784be7]قومی اختلافات را منځ ته کول [/quote:83d1784be7]

قومي اختلافات د طالب په ايديالوږي کې نشته دغه اختلافات
جنګي لنډغرو منځ ته راوړل او خرڅ شوي پښتانه لکه کرزی اونور
يې ، پکی ورته وهي تر څو چې جنګ اوږد او جيبونه ډک شي !

[quote:83d1784be7]د خلکو له کورونو په بهرنیو عسکرو فیرونه کول اوبیا تښتیدل
او داسی نور مطلق ای اس ای ته خدمت کول دی او بس[/quote:83d1784be7]

انساني کرا مت خرڅول او دروغ وېيل د بې ايمانه خلکو کار دی چې
نه تحليل لري نه عقل !


Samsor Afghan
13.04.2013

لرغونی ورور زه ستا خبری تایدوم

بلکل همدا حقیقت دی کرزی به پیسی هم پیدا کړی وی او تنها ده نه بلکی ټولی کورنی به یی پیسی پیدا کړی وی که بل څوک هم ریس جمهور وای همدا کار به یی کړای وای خو زما ټول هدف له کرزی نه د ملاتړ فقط اوفقط دیو نظام جوړول دی د افغانستان د پاره نظام جوړول ډیر ستونزمن کار وو.

او طالبان او مشران یی ټول جهان ته معلوم دی چی تر دوی نه نور جاهل سازمان بیخی نشته.
زه ستاسو له خبرو سره موافق یم
او پتنګ د لګیا وی تور ته د سپین وایی خو حقیقت به دا وی چی تور هیڅ وخت سپین کیدای نشی.

شی چاری


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more