د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د مسلمانانو عام قتل، که جهاد؟

میرویس
03.04.2013

ډیرو قدر منو لوستونکو، اسلام علیکم
آیا پر طالبانو هغه وخت راغلئ، چې لکه اوبو پر سر اخیستئ هر خس او خاشاک ته لاس اچوي، او یاحقیقتاً دوي د مسلمانو وطنوالو ډله ایز قتل ته جهاد وايي؟
که د فراه په ولایت کې پر محکمه او بانک باندې حملې او د مسلمانو افغانانو قتل ته جهاد وایي، نو بیا د هر انسان وژنه جواز لري، جهاد دئ او د انسان په نیکو اعمالو کې حسابیږي. طالبان چې په جوماتونو کې پر لمانځه ولاړ مسلمانان او یا په هدیرو کې په جنازو حملې کوي او خلک وژني ، هم اعمال صالحه او جهاد یې بولي؟ سوال دادئ چې طالبان هغه څه چې جهاد نه ګڼي ځشي ته وايي؟
آی افغان ولس طالبان د یوې مذهبي جهادي ډلې په توګه ومني، او که څنګه؟
ستاسې نظر څه دئ؟
===
د فراه مرګ ژوبله ٧٩تنو ته لوړه سول
3 Apr 2013, 2:12
د فراه ولايت د والي وياند عبدالرحمن ژوندى وايې چې د سهار نه پيل سوي جګړه د پاى لوري ته نژدي سوي ولي لا هم حالت سم نه دى.
هغه وايې چې تر اوس مهاله په دي جګړه کې زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده او ګڼ کسان روغتون ته ليږدول سوي دي ولي دقيقه شمېره يې نه سي ويلاى.
ددي سره په يوه وخت کې ددي ولايت امنيه قومندان کين توز ويلي چې جګړه اوس هم روانه ده او د بريد کوونکو څخه ځيني يې وژل سوي دي.
ده وويل چې په بريد کې تر دي بريده څلور شپيته تنه ژوبل سوي دي کوم چې اته تنه يې پوليس دي.
هغه وايې چې دا مهال هم بريد روان دى او دوى يې د له منځه وړلو هڅه کوي.
ددي ولايت د ولايتي روغتون ډاکترانو ويلي چې روغتون ته پنځه وژل سوي او څلور اويا تنه نور ژوبل سوي دي کوم چې د ځينو يې روغتايې حالت د انديښني وړ بلل سوى دى.
هغوى وايې تر دي بريده پوري نه سي ويلاى چې د مرګ ژوبلي شمېره به هم پورته سي که څنګ.
ددي ولايت يوه مقام ويلي دي چې په دي پېښه کې دولتي مامورينو، پوليسو او ولسي وګړيو ته پراخه مرګ ژوبله اوښتي دده دا چې جګړه روانه ده ځکه نه سي ويلاى چې څومره کسان مړه او ژوبل دي.
وسله والو طالبانو منلي چې دا بريد ددوى له لوري سوى ولي د مرګ ژوبلي په اړه يې معلومات نه دي وړاندي کړي.
په فراه ولايت کې دغه ډلييز ځانمرګى بريد پر شاوخوا څلورو ودانيو تر سره سوى دى کوم چې څارنوالي، د استيناف محکه جنايې او نوري دي.


Samsor Afghan
09.04.2013

سلامونه
میرویس خانه
اوسنی جګړه چی په افغانستان کی روانه ده دا جهاد نه بلکی قتال دی مفتی بوطی چی په تیرو ورځو کی په سوریه کی په جومات کی شهید شو هغه د جهان په هر ګوډ کی د مسلمانانو هر نوع شورش تحریم کړی وو اوسنی جګړی ته فقط عمران خان د پاکستان یو کرکټر د جهاد فتوا ورکړی اوبس.

په درناوی


میرویس
09.04.2013

سمسور سلیمانخیله وروره، اسلام علیکم
ستاسې دې پاک رب په نیکۍ مل شي تاسې رښتیا وایاست. پرمفتی بوطی برسیره، د مکې معظمې مفتي، د الاظهر، دیوبند دمدرسې مفتیانو، د پاکستان د عالمانو د شوری رئیس علامه محمود اشرفي، تیره میاشت په استانبول کې د اسلامي هیوادونو ددیني عالمانو ګډې غونډې او دا نن د افغانستان د علماوو شوری د مسلمانانو وژل او ځان مرګي حملې حرامې وبللې. خو طالبانو دواړې پښې په یوه موزه کې کړې او وایي چې دا اشتهادي حملې دي، نه ځان مرګي حملې. داسې ګمان نه کیږي چې طالبان به بالکل دومره انپړ یعنې بې سواده نه وي چې په اسلام کې د حلال او حرام فرق ونشي کولای، خو سوال دادئ چئ چا دوی دیته مجبورکړیدي چې حرام ته حلال ووايي او بیا د پراخو قتلونو مرتکب شي. آیا دا خارجي ترورستي ډلې ټپلې دومره قوت لري چې پر طالبانو دومره ظلم وکړي؟
داده د افغانستان د ددیني علماوو ننۍ فتوی:
===
افغان دیني عالمانو انتحاري حملې حرامې وبللې
| سې شنبه, 09.04.2013, 02:00 AM | (596 لیدل شوی)
تاند- د افغانستان د دیني عالمانو شورا د دوشنبې په ورخ د لومړي ځل لپاره په زغرده ځانمرګي بریدونه او په افغانستالن کې تاوتریخوالی حرام وباله.

د افغانستان د دیني عالمانو شورا په خپله غونډه کې، چې د استانبول د کنفرانس د پرېکړو د ملاتړ لپاره یې جوړه کړې وه، وویل: په افغانستان کې جنګ – جګړه هیڅ راز جواز نه لري او د انتحاري حملو د توجیه کولو لپاره له شرعي نصوصو څخه غطله استفاده ناروا ده.
د تېر کال د کب یا حوت په پنځلسمه د استانبول په غونډه کې، چې د اسلامي نړۍ د مختلفو هیوادونو وتلو دیني عالمانو پکې برخه اخیستې وه، په یوه پرېکړه لیک کې په افغانستان کې د جګړې او ترهګرۍ دوام حرام بلل شوی و او په افغانستان کې ځانمرګي بریدونه ناروا ګڼل شوي ول.
تر دې مخکې ځینو مدني ټولنو په افغانستان کې د تشدد او ځانمرګو بریدونو په وړاندې د عالمانو د شورا په شمول د ملایانو پر چوپتیا نیوکې کړې وې او ځینو کتونکو تور لګولی و چې د افغانستان دیني عالمان د طالبانو له لوري د وژل کېدو له وېرې د انتحاري حملو په اړه څه نه وايي.
په تېرو لسو کلونو کې وسله والو طالبانو په سلګونو ملایان او دیني عالمان د تاوتریخوالي د مخالفت په خاطر وژلي دي.
خو افغان دیني عالمانو وروسته له دې انتحاري حملې او تشدد په افغانستان کې حرام وباله چې د پاکستان د دیني عالمانو د شورا مشر علامه محمود طاهر اشرفي د ازادي راډیو په یوه مناظره کې د انتحاري حملو په حرام والي اعتراف وکړ.
د افغانستان دیني عالمانو د دوشنبې په ورځ د خپلې غونډې په پای کې، چې «د افغانستان د سوله ییزې راتلونکې لپاره د اسلامي همکارۍ» په نوم د یوې ټولنې له لوري په کابل کې جوړه شوې وه، د استانبول د پرېکړه لیک په ملاتړ کې څوارلس ماده ییزه اعلامیه تصویب کړه.
افغان عالمانو د استانبول د پرېکړو د تاییدولو تر څنګ د اسلامي کنفرانس موسسې له غړیو اسلامي هیوادونو او ملګروملتو وغوښتل چې له افغانستان سره د سولې په برخه کې او په ځانګړي ډول پاکستان له افغانستان سره د سولې په برخه کې مرستې ته راضي کړي.
په دې غونډه کې د افغانستان د علماوو د شورا او د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي، د جوماتونو ملاامامان، خطیبان او د مدني ټولنو غړي حاضر ول.
د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارلانشا رييس محمد معصوم ستانکزي دا ډول غونډې د سولې لپاره مهمې وبللې، ویې ویل چې له وسله والو مخالفانو سره به د روغې جوړې لپاره د افغانستان د حکومت هلې ځلې دوام وکړي.
دا په داسي حال کې ده چې ځینو کتونکو ویل چې د افغانستان د دولت پرضد جنګېدونکي یا هغه کسان دي چې په دې ډول خبرو یې نظر په هیڅ صورت نه بدلېږي او یا داسي کسان دي چې په دا ډول خبرو یې قطعاً سر نه خلاصېږي.
ښاغلي ستانکزي هم ومنله چې افغانستان سولې ته د رسېدو په لار کې له سختو او جدي ستونزو سره مخامخ دی. ده په افغانستان کې دننه او له افغانستانه دباندې ځینې کړۍ تورنې کړې چې د افغانستان د جګړې په دوام کې د ځان خیر ویني.


طیب زابلی *
09.04.2013

السلام علیکم
میرویس وروره دې ته وایی درباری ملایان چی رسۍ یی دحکومت په لاس کی ده،طالبان دداسی ملایانوپه فتوا دقران صریح آیاتونه اودحدیثوصریح روایات چی دجهادپه باره کی راغلی دی نشی پریښودای،دطالبانولپاره هغه د ۱۵۰۰۰علماوو فتوا چی په کابل کی یی دامریکی دحملی پروخت ورکړه کافی په هغی کی دالیکلی دی چی دامریکی اوددوئ دکومکیانوپه مقابل کی جهادفرض عین ده،اوبیاطالبان خپله دعلماوو شورا لری چی دضرورت پروخت فتوا ورکوی اوداټول افغانان دی اوداسی علماء دی چی دا درباری ملایان یی دشاګرد ځای ته هم نشی رسیدای،
اوبل دافغانستان په ښارونوکی چی هرڅه ملایان دی هغه پردی مجبوردی چی دحکومت طرفداری وکړی کنه نویابه په شهادت رسیږی یابه په بګرام اوپلچرخی کی ناست وی نوددوئ فتوابه بیاڅنګه دعمل وړوی؟


pattang
10.04.2013

[quote:482fc305fd]سلامونه
میرویس خانه
اوسنی جګړه چی په افغانستان کی روانه ده دا جهاد نه بلکی قتال دی مفتی بوطی چی په تیرو ورځو کی په سوریه کی په جومات کی شهید شو هغه د جهان په هر ګوډ کی د مسلمانانو هر نوع شورش تحریم کړی وو اوسنی جګړی ته فقط عمران خان د پاکستان یو کرکټر د جهاد فتوا ورکړی اوبس[/quote:482fc305fd].

سليمانخيله په اتڼ ګډ يې رويمالونه ګډوې خو اندړو دې هم پتکی او هم
څپلۍ درڅخه غلا کړې دي ، نو ته به په سرتور سر او لوڅو پښو ، خپل
کورته څه ځواب ور کوې !


میرویس
10.04.2013

زابلئ صاحب، زه هم د زړه د اخلاص نه ډک سلامونه در لیږم
وروره، مطرح خبره دا نده، چې دا جهاد دئ او که ندئ؟ بلکه د مسئلې اصلي زړئ دادئ، هغه څه چې طالبان یې کوي جهاد دئ او که ندئ؟ ما چې د مفتیانو او ديني مدارسو د نومونو اوږد امیل پيلئ دئ، دوی ټول وایي هغه څه چې طالبان یې د جهاد په نامه کوي، جهاد ندئ.اوس به خبره را ګنډه کرو او دا نتیجه به ترې واخلو چې، که هغه څه چې طالبان یې کوي، جهاد نه وي، نو بیا دوي دغه جنګ چې د جهاد په نامه یې کوي، ګردسره جهاد ندئ، بلکه قدرت ته درسیدو د پاره جنګ دئ
دغه عالمان وايي چې په لوی لاس دګڼې ګوڼې نه په ډک عامه محضر کې د بمونو چول او خود کشي دواړه حرام دي. ورورجانه، جهاد خوتقدس لري، په حرامو خو جهاد نه کیږي
اوس نو خبره داده، طالبان چې دغه حرام کارونه کوي، یا خو یې حلال بولي او په حراموباندې، د حلالو فتوی کول او پرهغوبیا عمل کول، د اسلام له نظره څنګه دي؟ او یاخو طالبان پوهیږي او منی یې هم چې دغه دواړه کارونه حرام دي، او بیا یې هم کوي، نو دوی په حقیقت کې جهاد نه کوي، بلکه دا د قدرت پر سر جګړه ده چې ملت او ملک دواړه پکې تباه کوي. د آلله جل جلاله د رضا مندۍ د پاره د جهاد تر پرده لاندې، ناروا کارونه کول بیا بله معضله ده چې طالبان ورسره مخامخ دي.موږ ته دې الله جل جلاله د نیکو هدایت وکړي.


Samsor Afghan
16.04.2013

دا طالبانو علما څوک دی چی دا فتوا یی کړی؟

هغوی کله د فتوا حق لری بد فعله مفعول او فتوا ډیر سره لری دی د علامه بوطی بلا دی ټولو طالبانو ته ور واوړی.

د یو شاعر وینا خاص د پتنګ د پاره

پرونی ملا ته گوره، چی ټوک خورو سقاط خورو
اوس چه خصم دافغان شو، پـه سـرو زرو کی ډوبیږی

لـویـه خیـټه غـټه کـونه، نـرۍ پښی بـبـره ږیــره
ویته خوله بی شرمه سترگی، لکه مچ هرڅه کی لویږی

ماټ کـور ماغزه د تیږی، بی فرهـنگه بی ادبـه
چی تبلیغ کوی نـڅـیـږی، چی قران لـولی شـشـنـیږی

په اسلام کی لاری باسی، زموږ دخاوری بر بادۍ ته
دین اخوان ته یو دکان دۍ، چی هر څه په کی خر څیږی

په درناوی


طیب زابلی *
16.04.2013

بدفعله اومفعول انسان له خبرومعلومیږی کوم چاچی له ماشومتوبه وخت په بدفعلی اومفعولیت کی راتیرکړی وی نودهغه عادت دا وی چی نوروته دبدفعلۍ نسبت کوی،
سمسوره دټول افغان فورمونه دبحث لپاره دی دسپکواوبی انسانیته خبرولپاره نه دی تاسوچی په دارنګه خبروعادت یاستی هغه بیاپه خپلوناولواوفاحشومجلسونوکی سره کوئ دایه ځای نه ده


pattang
16.04.2013

[quote:4e7105d6e5]دا طالبانو علما څوک دی چی دا فتوا یی کړی؟

هغوی کله د فتوا حق لری بد فعله مفعول او فتوا ډیر سره لری دی د علامه بوطی بلا دی ټولو طالبانو ته ور واوړی.

د یو شاعر وینا خاص د پتنګ د پاره

پرونی ملا ته گوره، چی ټوک خورو سقاط خورو

اوس چه خصم دافغان شو، پـه سـرو زرو کی ډوبیږی

لـویـه خیـټه غـټه کـونه، نـرۍ پښی بـبـره ږیــره

ویته خوله بی شرمه سترگی، لکه مچ هرڅه کی لویږی

ماټ کـور ماغزه د تیږی، بی فرهـنگه بی ادبـه

چی تبلیغ کوی نـڅـیـږی، چی قران لـولی شـشـنـیږی

په اسلام کی لاری باسی، زموږ دخاوری بر بادۍ ته

دین اخوان ته یو دکان دۍ، چی هر څه په کی خر څیږی

په درناوی[/quote:4e7105d6e5]

سليمانخيل صيب ځواب دې وايم خو اوس په دفتر کې مې کار دی !


Samsor Afghan
17.04.2013

زابلیه

دا د شاعر کلام دی زما نه

ما تاسو ته فقط را کاپی کړی چی لژ عبرت تری واخلی.

او هغه ۱۵۰۰۰ علما د پاکستان وو نه د افغانستان دښمن تنها کافر نه دی بلکه مسلمان هم دښمن کیدلای شی.
زه به پاک صفا درته وه وایم چی طالبان ټول په مدرسو کی لوی شوی خلک دی د پاکستان ټوټی یی خوړلی نو خود به ورته غلامی کوی ته ولی پری خفه کیژی؟
طالبان باید خپله غلامی ومنی.


میرویس
19.04.2013

سمسورسلیمانخیل، پتنګ او زابلئ صاحب، اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
پتمنو او عزتمنو پښتنو او زما افغانو وروڼو، پاک الله دې زموږ او تاسې وطن آزاد کړي چې زموږ پت او عزت پکې خوندي شي
که موږ د خپلې درندې ژبې عفت وساتو او په سړه سینه خپل مطالب بیان کړو، له یوې خوا به بهتره صحبت وکړو، او له بلې خوا به یو اوبل راونه پاروو او د قلاوې سر به رانه ورک نشي
بښنه غواړم، مطلب مې نصیحت کول نه دي، بلکه هدف مې بهتره تفاهم دئ
زموږ د بحث موضوع بې هوده د خپلو مسلمانو وروڼو قتل او قتال دئ. دلته دوې مسئلئ مطرح دي. یوه مسئله په لوی لاس د عامو مسلمانانووژنه ده، او بله یې خود کشي ده، چې دواړې په اسلام کې منع او حرامې دي. که تاسې او د فورم نور محترم ګډون کونکي ددغو دواړو مسئلو د روا او مجاز توب په برخه کې کوم دلیل او برهان لرئ، راځئ چې د اسلامي ارشاداتو پر چوکاټ کې بحث ورباندې وکړو، چې له یوې خوا مسئله عام ولس ته روښانه شي او له بلې خوا که موږ پخپله پدې ارتباط په تیاره کې روان یو، چې رڼا ته راووزو او د آخرت د ماخوذتوب او شرمسارۍ نه ځان رها کړو. الله مو مل شه وروڼو


pattang
19.04.2013

ميرويس خانه سلامونه ډېره مننه له سړې سينې څخه دې خو
پخواني خلک وايې پلانی سړی له مړې ګېډې خبرې کوي!
زه پخپله خو ديني عالم نيم ورشه د حليمي صيب نظر وګوره
چې مشر ديني عالم دی او دداسې دنوروعلماو، په دې برخه
کې علما په دوه ډلو تقيم شوي او مونږ په هغې پسې ځو چې
زمونږ هېواد له اشغال او فساده را خلاص کړي !


میرویس
24.04.2013

اسلام علیکم، ښاغلیه پتنګه
دا متل خو شته چې مړه ګیډه پاړسي وایي
دا چې تاسې وایاست پدې مسئه باندې دیني عالمان پر دوو برخو وېشل شوي صحیح خبره ځکه نده چې قرآني ټکي ځوک نشي بدلولئ. او دا چې وایاست تاسې دیني عالم نه یاست، زه باید د حلیمي صاحب نه چې لوی دیني عالم دئ پوښتنه وکړم، دا نور الله نور خبره ده. دادې دا زما سوال حلیمي صاحب ته متوجه دئ، او دا محترم صاحب دې پدې کې توضیحات راکړي چې ځان مرګي بریدونه او د عامو مسلمانانو قتلول، په اسلام کې جائز دي او کنه؟
الله جل جلاله به یې ثواب په برخه کړي او زموږ به هم اذهان روښانه ښي او ددې مذبذبې مخمصې نه به راووزو. الله دې ټول اسلام او مسلمانان نیکمرغه کړي، آمین یا رب العالمین.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more