د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ترورستی حمله یې شنډه کړه

میرویس
02.04.2013

ګرانو لوستونکو اسلام علیکم
ګران افغانستان رپوټ ورکوي چې د فراه د ولایت د پشت رود د ولسوالۍ د برجک د کلي په یوه کور کې د دوو خارجی ترورستانواو دوو خود کشانو په شمول یو شمیر طالبان را غونډ شوي وو چې په سیمه کې د ترورستي حملو بندو بست وکړي. مخکې لدې چې دغه ډله د مسلمانانو د قتلولوخپل شوم پلان عملې کړي ، بې پیلوته الوتکو رسا ګذارونه ورباندې وکړل، ددوو خارجي ترورستانو او دوو ځان وژونکو په شمول یې نهه تنه طالبان ووژل
د پشت رود د ولسوالۍ يه اصطلاع د طالبانو ولسوال ملا ملوک چې پر ملا منصور مشهور ؤ هم پدې حمله کې وژل شويدئ
که دا حمله کامیابه شوي وای، خداي خبر چې څومره بې ګناه، مسلمان ماشومان، ښځې او نور ولسي خلک به پکې وژل شوي وو؟.
بین المللي قواوې چې د ترورېزم د جرړو د ایستلو دپاره افغانستان ته راغلې دي، بې پیلوټه بمبارد الوتکې یې یو ډیر مؤثر جزدئ
دغه الوتکې ترورستان په نښه کوي، خپل هدفونه رسا ولي، جانبي عوارض نلري او د سیمې خلک د ترورستي حملو نه بچ کوي
بې پیلوټه الوتکو تر اوسه پورې په پورې، راورې غاړوکې د القاعدې او نورګڼ شمیرغټ خارجي ترورستان وژلي دي او د سیمو خلک یې ددې طوق لعنت د شر نه بج کړیدي. د هغو سیمو خلک د بې پیلوټه الوتکو د ګذارونو هرکلئ کوي چې د ترورستانو د شر نه یې نجات ورکړيدئ


pattang
02.04.2013

دا دصليبيانو او لاسپوڅي دولت پرو پاکنده ده !
درونه يو تروريستي عمل دی او دغه عمل دلا سپوڅي دولت ميديايې
پروپاګنده هر وخت دخپلو دالري باردارانو په ګټه څرخوي !
دساري په توګه دلوګر په سجاوڼ کې دشپي په چاپه کې صليبي وحشيانو
او دهغوی اجيرو مذدورانو 17 کسه ښځې او ماشومان وژلي دي خو لالسپوڅی رژيم د څلورو ملکي وګړو دوژنې ادعا کوي لانت پر دې فاسد
دولت او نړيدلې اخلاقو يې :

http://www.tolafghan.com/posts/27279
دا لینک په خپله وګورئ. د عام او بې ګناه خلکو وژنه چې د هر چا وي غلط کار دی. دا پیښه یو کال مخکې په سجاونډ، برکي برک کې شوې وه او همدارنګه پیښه څو ورځې مخکې په همغه ځای کې تکرار شوه. په خپله یې وګورئ:
http://www.youtube.com/watch?v=WHENKsZc-rY


Samsor Afghan
08.04.2013

پتنګ وروره
ته همیشه وخت کله چی له حقیقت سره مخامخ شی بیا وایی چی دا پروپاګند دی دا فلانکی کار دی او دا حقیقت نه لری.
د سیجاونډ په سیمه کی ملی اردو لیونی نه وه چی عام خلک وژنی ملی اردو ټول په هیواد مین او زړور افغانان دی.

حقیقت ته باید حقیقت وویل شی


pattang
08.04.2013

پتنګ وروره
[quote:dfeab8990f]ته همیشه وخت کله چی له حقیقت سره مخامخ شی بیا وایی چی دا پروپاګند دی دا فلانکی کار دی او دا حقیقت نه لری.د سیجاونډ په سیمه کی ملی اردو لیونی نه وه چی عام خلک وژنی ملی اردو ټول په هیواد مین او زړور افغانان دی.
حقیقت ته باید حقیقت وویل شی[/quote:dfeab8990f]

ترهغه پورې چې دالري معاش ورکول کيږي !
دا ويديو څه وايې ، زوړ خلقی خو به نه يې !


Samsor Afghan
09.04.2013

سلامونه
پتنګ ورور ویډیو خو هر رقم جوړیدی شی دا طالبان چی د هری توریستی حملی مسولیت چی اخلی دا څنګه ده
دا فراه کی څه وشول
داسمه ده چی ملکی تلفات به په عملیاتو کی وه هغه هم ۵ نفره د سیجاونډ په روستی پیښی کی خو په مقابل کی یی ۲۳ توروریست طالبان ووژل څلويښت یی ذخمیان کړل دا زمونژ د حکومت د پاره لویه لاسته راوړنه ده.
دا زمونژ ملی اردو چی وژنی داولی مور نه دی زیږولی که مسلمانان نه دی؟
او بل دا چی عام وګړی بد کوی چی توروریستانو ته په خپل کور کی ځای ورکوی بیا یی چی ورکوی دا قربانی د هم ومنی.

زه کوم خلقی یا پرچمی نه یم
کلک پښتون او له هر څه خبر پښتون یم
او ته راته مطلق د آی اس آی نفر ښکاریژی ډالر خو اصلا ته خوری ځکه هلته په جرمنی کی ورته پروت یی او نه پوهیژم په څه کار به بوخت یی ما چی څومره پوښتنه کړی وایی چی افغانان هلته سپیان وینځی او یا د کافرانو تشنابونه پاکوی.

مننه


میرویس
09.04.2013

ګرانو وروڼو سمسمور او پتنګ صاحب، اسلام علیکم و رحمت الله وبرکاته
دا به انصاف نه وي چې موږ یو اوبل ته ناوړه الفاظ استعمال کړو او یا یو بل، ډلو ټپلو ته منسوب کړو. موږاو تاسې په فورم کې په مؤجه مسائلو نګه بحثونه کوو. داسې بحثونه چې مثبت او سازنده وي نه د شخص او یا کومي ډلې ناحقه بدنام کول
سمسور صاجب رښتیا وايي، پتنګه وروره آزرده کیږه مه، تاسې عادت لرئ، کوم اخبار، شخص او یا ډله چې ستاسې د رضا او رغبت خلاف څه ووایي نومونه ورباندې ږدې او حتی پوچه خوله وراچوې. دا د یوه چندي مسلمان او په تیره بیا د یوه زیږه پښتون خاصه نده
پتنګ کله وروره، ددې دپاره چې تاسې اوبه خړې کړئ او ماهیان پکې ونیسئ، د بحث موضوع ته مو تاو ورکړئ، او پدې ترتیب غواړئ چې اصلي بحث مسخ کړئ. دا تکتیکونه نن ورځ ډیر زاړه شویديي، که تاسې غواړئ چې څوک په انصاف برابر بحث درسره وکړي، نو د بحث امین شریکباڼئ و اوسئ
د بې پیلوټه الوتکو د فعالیت په باب خپل نظریات د اخلاقو او پښتي ادب او متقابل احترام په چوکاټ کې ورکړئ. الله مو بریالي لره.


طیب زابلی *
09.04.2013

السلام علی من اتبع الهدی
میرویس خانه دعوه دافغان ولس دخواږۍ کوئ کله چی دطالب په حمله کی یوملکی کس واقعاشهیدسی یاتبلیغا یاد آجیرحکومت یومامورووژل شی نوتاسویوناورین جوړکړی وی اوکله چی بیاداشغالګرو یادغلامانولخوا ماشومان یاښځی په شهادت ورسیږی لکه دتیری ورځی پیښه بیاتاسوپټه خوله ناست یاست لکه په هیڅ چی نه یاست خبر دا ددې نښه ده چی تاسودولس خواږی نه یاست بلکی تبلیغ کوئ دامودنده ده،
ددې بله نښه داده چی تاسی بی پیلوټه دحملوپلوی اوستاینه کوئ داخودافغان اومسلمان کار نه ده چی پرمسلمان دکافردواری ستاینه اوپلوی کوی ‏‎ ‎تابه شایددبی پیلوټه وارنوی لیدلی چی هغه څومره تخریب کوی؟ طالب په دښتواو غرونوکی نه اوسیږی په کلی اودیارکی اوسیږی طالب که په هرکورکی وی یاورته نږدی اوډرون حمله وشی ضروربه هغه کورټول منځه ځی ماشومان اوښځی به په شهادت رسیږی داسی پېښی موپه سترګولیدلی دی،طالب که په شهادت رسیږی خوخیر،په لوبوکی بنګړی ماتیږی،مګرښځی اوماشومان پرڅه؟
نونه پوهیږم چی ته ولی دومره ورته خوشبینه یی؟اوپه دې ځای کی له ولس سره ستاخواخوږی پرکومه ولاړه؟
اودسمسوربابولالی خوپه ځواب نه ارزی.


Samsor Afghan
13.04.2013

زابلی لیکی چی
دمسلمانانو دازادۍ اوخپلواکۍ روح په سپیڅلی جهاد کی ده
بلکل سمه خبره ده زه ورسره موافق یم
خو
سپیڅلی جهاد به څوک وکړی
طالب؟
که پاکستانی؟

زه د هر چا د نظر احترام لرم


پتوال
13.04.2013

به یوقطبی نړۍ کې دویم قطب راپیدا کول کوم اسان کار نه دی، مګر داچې مصنوعی او ظاهري وي ، کوم چې په واقعیت کې بیرته د همغه یو قطب په ګټه تمامیږي .
نه القاعده او نه هم طالبان یو نړیوال قطب جوړولی شی، نو ځکه بیرته هم پټ او هم ښکاره د پاکوستان په او ISI په لومه کې ښکېل
او هر حرکت یې د هغوی له لارې د امریکا په ګټه تمامیږي . د ISI او مسلم لیګ په مټ لهCIA یا امریکا او انګلیس سره جنګېدل(؟) امکان نه لري، خو په ګډه ستراتیزي او بیل ټاکټیک سره امکان لري چې موخه یې په ولسونو لوبې کول او سترګو ته يې خاورې شیندل دي!

امریکا او پاکستان لکه سپې یو له بل سره خنجک شوی دوستان او CIA او ISI يې سره دوه غبرګوني ورونه دي، چې ویده قومونه یو دبل برضد جنګولی او نتیجې یې په خپلو منځو کې ویشلی شي!
تر څو پورې چې کابل یواځې د پاکستان د مداخلو پر ضد د امریکا اوCIA لکۍ کلکه نیولې وي د ملت دوښمنان او د بردیو غلامان دی او تر څو پورې چې طالبانو د امریکا او کابل پر ضد د پاکوستان او ISI لکۍ کلکه نیولې وي د ملت او اسلام د آزادۍ په ځواک نشي بدلېدلای
چې ددواړو خواو باداران سره به خپلو کې یو دي او صرف افغانان د جنګي سپیو په توګه سره جنګوي!
دا جګړې هغه وخت په ملي اسلامي باڅون بدلیدلی شي چې دواړه خواوي د خپلو بادارانو پر ضد سره یو موټی او یو ملي اسلامي سرتاسري پاڅون ته سره ډګر ته راودانګي!
څنګه چې د مجاهدینو جهاد ملی نه و او د ملت ددوښمنانو (ISI) له خوا تنظیم او رهبري کېده نو ځکه یې نتیجې ( د وطن ورانول) هم د ملت او هم اسلام پر ضد تمامې شوې، نو د ISI رهبري باید بیا تکرار نشي او مقاومت د ISI له غلامۍ پرته اشغالګر له هیواده وشړي ! ومن الله التوفیق


میرویس
01.05.2013

قدرمن طیب زابلئ صاحب،اسلام علیکم، پروردګار عالمیان مو دواړې برابرې کړه.
د هر ګړېدلي او ځورېدلې افغان په مرګ ژوبله باید هر افغان خوا شینئ شي او زه هم لدې ډلې نه بهر نه یم.

د مسئلې اصلي زړئ نه د طالب جبر او ستم دئ، نه د حکومت بې کفایتي ده او نه هم د خارجي قواوو راتګ. زموږ او ستاسې د مشکل اصلي زړئ د پخواني شوروي اتحاد د ماتې نه وروسته او باالخصوص قدرت ته د طالبانو وروڼو د رسیدو نه پس په ملک کې د القاعدې لړایي ده. آُسامه بن لادن او ورسره بړېڅو یې د ملا صاحب د خبرتیا پرته زموږ د ملک نه په خارج کې د حملو په وجه زما او ستا وطن د خارجي یرغل هدف وګرزاوه، او پدې ترتیب یې د ملا محمد عمر،د افغانستنان د اسلامي امارت او ټول افغان ملت سره خیانت وکړ، او پدې ترتیب یې اسلامي موازین مات کړل او د خپل امیر په مقابل کې یې بغاوت وکړ.

خارجي قواوې چې بې پیلړټه الوتکې یې یو جزد ئ د همدغو عربي مرچکیانو له بابته راغلې چې یایې د سیمي نه وشړي او یا یې له منځه یوسي.
که موږ دا خپل سر پر ګریبان ګړو، وبه ګورو چې دې خارجي جګړه مارانو زموږ په ملک کې څه مظالو وکړل، او بې پیلوټه الوتکو د هغوی څومره د سر سړي، چې د بمونو په جوړولو، چندو په غونډول، ځان مرګي واسکټونو په جوړولو، خودکشانو په روزلو او مغز شویي کې خاص تخصصي مهارتونه درلودل ووژل، او پښتون مسلمان ولس یې د هغوی د شر نه بچ کړ.
اوس چې خارجي قواوې د ملک نه وزي دغه عرب لاهم خپلې لړاۍۍ کوي، او زموږ قدرمن طالبان صاحبان لا هم دغه د لستوڼي مار ایسته نه غورځوي. بې پیلوټه الوتکې دنورو افغانانو د ځپلو دپاره ندي راغلې. هغه فقظ ترورستان په نښه کوی او ولي یې. وروره، پر هغو دې سپارم چې د ونې یوه پاڼې یې هم بې ارادې نه خوځیږي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more