د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

چچن او ازبک جګړه ماران، بې امنیتي او قاچاق پالي

میرویس
27.03.2013

په وطن مینو، لوستونکو اسلام علیکم
وایي چې ۷۷ چچن او ازبک جګړه ماران په بدخشان کې طالبان د جګړه مارئ د پآره روزي. ددغو اجنبي جکړه مارانو موجودیت اود هغوی تیرورستي کاراواییو، محلې ټوپکیانو او جنايي فرصت طلبانو ته جرئت ورکړئ او ددې زمینه یې ورته برابره کړې ده چې خپل بړیڅي بیا مسلح کړي او د مخدره موادو قاچاق ته زور ورکړي. دغه جګره ماران او قاچاقیان یو د بل متمم دي. دواړه د بې امنتئ نه استفاده کويو او دواړه لوري د مخدره موادو د قاچاق نه مالي ګټه پورته کوي
که ددغو جنایي ډلو مخه ونه نیول شي، نه یوازې دا چې د بدخشان ولایت به د هغوی ځاله وګرزي، بلکه دغه طاعون مرض به نورو علاقو ته هم سرایت وکړي، او ستونحه به ډیره لویه شي:
===
محور ورځپاڼه: په بدخشان کې د طالبانو ټرېنران
| چهارشنبه, 27.03.2013, 12:56 PM | (77 لیدل شوی)

په وردوج ولسوالۍ کې د طالبانو شمېر تر ۴۰۰ اوړي، چې د چيچينيايي او ازبک جنګياليو له لوري روزل کېږي.
اوسمهال په دې ولسوالۍ کې جګړه شدت لري، خو تر څنګ يې د جګړې اور د جرم، يفتل، کشم، راغ او ارګو ولسواليو ته هم غځېدلې دی.
ځايي خلک وايي، سيمه ييزو قوماندانانو خپل کسان مسلح کړي او د طالبانو په نامه له ګډوډۍ د نشه يي توکو قاچاق او سوداګرۍ ته زمينه برابروي.
د بدخشان په ګلدرو کې د نا امنۍ چټکه پراختيا په دغه ولايت کې د يو خونړي بحران د پيل زېګنالونه ورکوي. د پروسږن تاوده دوبي خلاف نا امنۍ له وردوج ولسوالۍ څخه اوس د ګڼو نورو ولسواليو په لورهم غځېدلې ده.
له سيمې ترلاسه شوي معلومات په ډاګه کوي، چې له شپږو مياشتو راهيسې د منځنۍ اسيا، چيچن او ازبکستان ګڼ جنګيالي په وسلو سمبال له يوې سيمې بلې ته د تګ راتګ پرمهال ليدل شوي دي او په مقابل کې د افغان امنيتي ځواکونو شمېر، ګزمې او عمليات خورا کمرنګه دي.
په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي ذکريا سودا محور ورځپاڼې ته وويل، په لومړي سر کې ډېرو کمو طالبانو فعاليت کاوه، خو اوس يې شمېر يوازې په وردوج ولسوالۍ کې تر ۴۰۰ اوړي. د نوموړي په وينا داسې رپوټونه يې تر لاسه کړي، چې د شپږ سوه بهرنيو جنګياليو له لوري افغان ځايي طالبانو ته جنګي روزنه او د ماينونو مهارتونه ورښودل کېږي. ده زياته کړه، په دغو بهرنيو جنګياليو کې يوه مېرمن ده.
د بدخشان وردوج هغه ولسوالي ده، چې له اخشيره کلي يې نهه ورځې وړاندې د کب مياشتې په ۲۲ نيټه ۲۸۸ کورنۍ د جګړې له وېرې ورڅېرمه ولسواليو ته کډه شوې. د ځايي خلکو په وينا لاهم دغه بې ځايه شوي خپلو مېنو ته نه دي ستا نه شوي.
په ولسي جرګه کې د ياد ولايت استازې ډاکتر نيلوفر ابراهيمي وايي، په دغو سيمو کې ځايي قوماندانان او حتی بيرونۍ مافيايي کړۍ د نشه يي توکو کاروبار کوي او په ځينو سيمو کې خو له وړاندې سیمه ييزو قوماندانانو خپل کسان وسله وال کړي، څو بهر ته د نشه يي توکو د قاچاق زمينه برابره کړي او په نا امنۍ سره عام وضعيت او رواني ډار خپور کړي.))

د بدخشان امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولايت کې وسله وال تر ډېره د نشه يي توکو د قاچاقبرو او کاروباريانو له خوا حمايت کېږي، همدا يې د مالي ملاتړ يوه ستره سرچينه هم ده او نا امني بيا د قاچاچيانو په ګټه ده.
وردوج د بدخشان مرکز فیض اباد ته په ۶۰ کیلو مترۍ کې پرته سيمه ده.


pattang
27.03.2013

دا پرو پاګنده دلاسپوځي رژيم دی او دا مرداره جريده محور دکمونستانو
محور دی چې کله دعصمت قانع او کله دنرسنګ ظهير پروپاګنده خپروي
دوی دهر څه وايې واقعت نه پټيږي !


میرویس
06.05.2013

اسلام علیکم پتنګه وروره، بیا ستړئ مشې.
د ستانه قربان شم، بیا د موضع په حقیقت او غیر حقیقت نه غږیږي، اټکلي خبرې کوي. که پدې برخه کې کوم نګه معلومات لري هغه را وښیه، او که نه په لوی پروردګار دې سپارم.
بریالئ اوسې.


ګرانو لوستونکو!

Hashmat Kahn
08.05.2013

ګرانو لوستونکو!
دیادونی وړ ده چي بدخشان ولایت یو څو موده مخکې ډیر آرامه ځاي وه ، په دي وروستیو کي ترهګر له هری خوا نه دغه ولایت ته راغلې تر څو ددي ځاي امنیت ګډ او وډ کړي. یو مثال چې همدا اوس زما فکر ته راغی دا دي چې یو څو ورځي وړاندي ترهګرو ۱۷ افغان پوځیان یي د وردوج په ولسوالې کې شهیدان کړل ، او پړا یي هم په غاړه واخیسته. د بدخشان ولسې وګړو ته دا ډیره مهمه ده چې دوي دغه وضع خپل کنترول لاندي راولي دا به ددوي په ګټه وي چې دغه اوزبک او چیچین ترهګر له خپل کلیو او بانډو څخه وشړي. او که د دوي زور نه پې رسیږي نو افغان امنیتي ځواکونو ته دي په پټه اطلاع ورکړي چې هغوی لاس په کار شي. دا هم ډیره مهمه ده چې دا کار په هغو وخت کې وشې چې دغه ترهګر نوۍ کلیو او بانډو ته راخې که یو ځل دوي ځاي پر ځاي شول نو ولسي وګړو ته به ګرانه وي چې دوي له خپلو کلیو او بانډو څخه وباسې همدا وي چې ددوي کلې د ترهګرو او افغان ملي پوځیانو د جګړي ډګر ګرځې. هغه کسان چې وایې دغه خبر پوراو پاګند دي نو مهرباني وکړي او په دي لینک باندي کلیک وکړي او نور معلومات ددغو ترهګرو په هکله د آزادي رادیو په ویب پاڼه کې چې یو غیر حکومتې رادیو ده ولولې.
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواتروغړي
www.centcom.mil


Re: ګرانو لوستونکو!

tandar
08.05.2013

حشمت خانه چه بل چاته يوه ګوته نيسي نو ځانته دي ٣ ګوتي نيولي
دا راته ووايه چه cia اوجهاني رامبو ،، تروريست ،، په خپل يرغل کي دافغانستان په خاوره څو مملکته راننه ايستي دي ؟
د cia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي
[quote:4c9ce3c1a4="Hashmat Kahn"]ګرانو لوستونکو!
دیادونی وړ ده چي بدخشان ولایت یو څو موده مخکې ډیر آرامه ځاي وه ، په دي وروستیو کي ترهګر له هری خوا نه دغه ولایت ته راغلې تر څو ددي ځاي امنیت ګډ او وډ کړي. یو مثال چې همدا اوس زما فکر ته راغی دا دي چې یو څو ورځي وړاندي ترهګرو ۱۷ افغان پوځیان یي د وردوج په ولسوالې کې شهیدان کړل ، او پړا یي هم په غاړه واخیسته. د بدخشان ولسې وګړو ته دا ډیره مهمه ده چې دوي دغه وضع خپل کنترول لاندي راولي دا به ددوي په ګټه وي چې دغه اوزبک او چیچین ترهګر له خپل کلیو او بانډو څخه وشړي. او که د دوي زور نه پې رسیږي نو افغان امنیتي ځواکونو ته دي په پټه اطلاع ورکړي چې هغوی لاس په کار شي. دا هم ډیره مهمه ده چې دا کار په هغو وخت کې وشې چې دغه ترهګر نوۍ کلیو او بانډو ته راخې که یو ځل دوي ځاي پر ځاي شول نو ولسي وګړو ته به ګرانه وي چې دوي له خپلو کلیو او بانډو څخه وباسې همدا وي چې ددوي کلې د ترهګرو او افغان ملي پوځیانو د جګړي ډګر ګرځې. هغه کسان چې وایې دغه خبر پوراو پاګند دي نو مهرباني وکړي او په دي لینک باندي کلیک وکړي او نور معلومات ددغو ترهګرو په هکله د آزادي رادیو په ویب پاڼه کې چې یو غیر حکومتې رادیو ده ولولې.
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواتروغړي
www.centcom.mil[/quote:4c9ce3c1a4]


Re: ګرانو لوستونکو!

pattang
08.05.2013

څوک چې دصليبي اشغالګرو غلامي کوې او دهغوی په پيسو
اووسلو افغانان وژني نو هغه دافغان اولس دوښمنانا دي بايد
دصليبيانو په ډول سزا ورکړی شي !
نالت په فاسده امريکا او دهغوی په سپين سترګيو اجنټانو!
ژوندی دې وي ملي مقاومت !

[quote:f2ed395b60="Hashmat Kahn"]ګرانو لوستونکو!
دیادونی وړ ده چي بدخشان ولایت یو څو موده مخکې ډیر آرامه ځاي وه ، په دي وروستیو کي ترهګر له هری خوا نه دغه ولایت ته راغلې تر څو ددي ځاي امنیت ګډ او وډ کړي. یو مثال چې همدا اوس زما فکر ته راغی دا دي چې یو څو ورځي وړاندي ترهګرو ۱۷ افغان پوځیان یي د وردوج په ولسوالې کې شهیدان کړل ، او پړا یي هم په غاړه واخیسته. د بدخشان ولسې وګړو ته دا ډیره مهمه ده چې دوي دغه وضع خپل کنترول لاندي راولي دا به ددوي په ګټه وي چې دغه اوزبک او چیچین ترهګر له خپل کلیو او بانډو څخه وشړي. او که د دوي زور نه پې رسیږي نو افغان امنیتي ځواکونو ته دي په پټه اطلاع ورکړي چې هغوی لاس په کار شي. دا هم ډیره مهمه ده چې دا کار په هغو وخت کې وشې چې دغه ترهګر نوۍ کلیو او بانډو ته راخې که یو ځل دوي ځاي پر ځاي شول نو ولسي وګړو ته به ګرانه وي چې دوي له خپلو کلیو او بانډو څخه وباسې همدا وي چې ددوي کلې د ترهګرو او افغان ملي پوځیانو د جګړي ډګر ګرځې. هغه کسان چې وایې دغه خبر پوراو پاګند دي نو مهرباني وکړي او په دي لینک باندي کلیک وکړي او نور معلومات ددغو ترهګرو په هکله د آزادي رادیو په ویب پاڼه کې چې یو غیر حکومتې رادیو ده ولولې.
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواتروغړي
www.centcom.mil[/quote:f2ed395b60]


میرویس
09.05.2013

تندر صاحب، اسلام علیکم
پداسې حال کې چې ستاسې ټولو د نظرونو قدر داني کوم، ځکه چې موږ ټول د خپل ملک په مینه مست یو، او د مشکل علت او حل یې په بیلو بیلو عواملو او علاج کې لټوو.
خو هر څه چئ کوو،او وایو باید چئ حقایق مسخ نشي او د ولس سترګو ته خاورې ونه شیندل شي.
دا عادلانه او منصفانه نده، لکه تندر صاحب چې واي [دا راته ووايه چه cia اوجهاني رامبو ،، تروريست ،، په خپل يرغل کي دافغانستان په خاوره څو مملکته راننه ايستي دي] ؟
دسترګو توره، اول خو دا پوښتنه پکار ده چې د امریکا په مخکښۍ دا دومره زیاتي نړیوالې قواوې ولې زموږ ګران ملک ته راغلئ؟
ځواب به خامخا داوي چې د طالبانو د حکومت تر سر پرستۍ لاندې، د اسامه بن لادن په مشرۍ القاعدې وچ په وچه په امریکا مرګونې حملې وکړې، د امریکا تجارتي مرکز یې ړنګ کړ، ددفاع په وزارت یې حمله وکړه او ددریو زرو په شاوخواکې بې ګناه انسانان چې د ګڼ شمیر ملکونو مسلمانان هم پکې شامل وو ویې وژل. کوم سالم انسان به دا فکر وکړي چې امریکا او نړیواله ټولنه لاس تر زنې ورته کیني؟
آیا همدغه ترورستان چې اوس په بدخشان کې لړایي کوي، امنیت خرابوي او د مخدره موادو او نور قچاق کوي القاعدې غوندې خپلو اعمالو ته دوام ورکړي؟ آیا پکار نه وو چې بین المللی قوتونه راشي موږ د تروریزم د شر نه خلاص کړي. آیا بکار ندي چې طالبان د القاعدې نه لاس واخلي، د خپل خدای او ملت لمن ونیسي او پ ملک کې صلح او آرامي راولي.
آلله دې موږ ته د نیکو هدایت وکړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more