نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د ننګرهار په برید کې 12 افغانان وژل شوي دي
مساپر
27.03.2013
د ننګرهار ولایت د پولیسو یو تن قوماندان (مشریقوال) وايي، طالبانو په ننګرهار ولایت کې د چټک غبرګون پر اډه برید وکړ (۱۲) د افغانستان اصیل بچییان (۵ تنه پولیس او ۷ تنه طالبان) وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو د چاودیدنکو توکو ډک موټر په واسطه برید وکړ او په پېښه کې څلور تنه پولیس هم ټپیان شوي دي. نوموړي قوماندان زیاته کړې، چې درې تنه طالبانو ځانمرګی برید کړی او څلور تنه نور د دوی لخوا ووژل شول.
ای ورونو، دلته خو ټول زمونږ مسلمان هیوادوال وژل شوي دي، په دې ډله کې کافر او خارجی چیرته دي؟
اتل
29.03.2013
مساپره، ياک الله دې د مسافر نه خلاص کره
تاسې رښتیا ویلي چې پدې حمله کې ټول مسلمان افغانان وژل شويدي، خو طالبان د مسلمان افغا وژنه جهاد بولي، او پخپله چې پکې مړه شي، هغوی ته شهیدان وايي. د ننګرهار په حمله کې کوم ځانمرګي چې وژل شوي د اسلامي ارشاداتو مطابق، دوی جنت ته لاره نلري.طالبان پخل دې کار سره د الله او اسلام له لارې عدول کوي. دا بغامت او بدعت دې چې دوی یې کوي.خو زموږ او تاسې ځینې دوستان بیا د جلال آباد په حمله فخر کوي او هغه دا لویه کارنامه ګڼی. پتنګ ورور پدې باب داسې لیکي:
===
عاجل خبر :
** نن سهار پنځه بجې یو شمیر فدایي مجاهدینو ددننګرهار په مرکز جلال اباد کې دپولیسو او پوځیانو دروزنې په اکاډمۍ برید وکړ ، چې لا هم دوام لري ، له سیمې عیني شاهدان وایي چې برید په یوه لویه چاودنه پیل شو، طالبانو ویلي چې څو تنو په وسلو سمبال فدایان یې دپولیسو مرکز ته په داخلیدو توانیدلي دي ، دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي خبرپاڼه کې ویلي چې ددوی دمعلوماتو له مخې برید خورا بریالی او په دقت سره طراحي شوی وو ، له همدې امله یې بهرنیو او داخلي عسکرو او روزونکو ته دروند زیان اړولی ، دښاغلي مجاهد په وینا په برید کې ۴۰ داخلي او ۱۵ بهرني عسکر او روزونکي له منځه تللي ، او جګړه لا هم په شدت روانه ده .
له بلې خوا دننګرهار چارواکي هڅه کوي دتیر په شان دجګړې مؤثریت درسنیو له سترګو پټ وساتي ، له همدې دعوه کوي چې جګړه پای ته رسیدلي ، په داسې حال کې چې له سیمې درنې ډزې لا هم اوریدل کیږي .
په دې وروستیو کې په کابل او یوشمیر نورو سیمو کې دطالبانو فدایي بریدونو خورا زور اخیستی ، چې ډیر ځله خورا بریالي او حیرانوونکي وي ، خو دکابل حکومت او بهرني ملاتړي یې دوروستۍ هڅې په توګه تل هڅه کوي چې بریدونه غیرمؤثر وښیي نو ځکه تل خپل تلفات دنشت برابر بولي .
pattang
29.03.2013
ترڅوچې صليبي اشغالګر وي او دهغوی د( درونو)
تېرور وي جهاد به روان وي هر مسلمان چې هرقوم او
ژبې ولري خپله برخه به پکشې اخلي او غزا به کوي !
خدای دوکړي چې صليبان په شمالي کوريا کې اخته شي
او زمونږ له هېواده ورک شي ٠
اتل
02.04.2013
پتنګ صاحب، اسلام علیکم
دا هسې په نامه د اشغالګرو پر خلاف ددروغوجهاد دئ. دا په حقیقت کې د قدرت پر سر جنګ دئ، چې اسلام او د جهاد نوم پکې بدنامیږي. اشغالګرو هغه دې اعلان کړې چې بل کال وزي، نو دا بې هوده د مسلمانانو قتلونه ولې دوام لري. معلوم به شي چې طالبان د چا دپاره جنګیږي؟
مستي واړه د غم، بهانه یې بنګ دئ.
پدېتش په نامه روان جنګ کې دبې کناه ولسي مسلمانانو ټول قتال د اسلام خلاف ورزي ده.
مساپر
02.04.2013
ګرانو او قدرمنو ورونو،
صلیبی اشغال به هم ختمه شي (انشأ الله)، خو مهمه خبره دا ده چې له دې نه پس موږ (افغانان) څه کوو؟ او څنګه خپل ویجاړ او وران هیواد بیا ودان کړو؟
زموږ شهامت او مسلمانی به په هغه ورځ بیا مالومه شي.
مننه،
pattang
02.04.2013
مسافره مونږ پاک مسلکي خلک لرو، هيڅ مسئله نشته
خو چې جنګ نوي :
صادق انسانان + مسلکي پوهه : = دافغانستان ابادي !