نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پاکستاني طالبان، د مخمصې په دوربل کې!
میرویس
25.03.2013
ګرانو لوستونکو، اسلام علیکم.
داسې ښکاری چې پاکستاني طالبان، سربداله شوي، د خود ساخته، خود بافته، تخیلاتو، اوهامو په ګرداب کې ډوب دي، یایې ځانته د شیخ چلي متڼۍ ماڼۍ تراشلې ده او یا خو تردې حده لیوني شوي چې نه تور ویني، نه سپین او حتې پدې هم نه پوهیږي چې څه، د څه دپاره کوي؟ ددوی کړه وړه، ګفتار او کردار یو د بل سره اړخ نه لګوي. یا د قدرت لیونیان دي او یا هم د خپلې بقا دور منظر تت ورته یریښي. یو ځل حکومت ته د سولې وړاندیز کوی، او بیا د خبرو د پیل کیدونه مخکې وايي، داخبرېچې لا پیل شوي هم ندي بندوي. په ژبه سوله غواړي، خو په عمل کې په تیراکې د قلمرو او قدرت دپاره په ځپلو رقیبو، اما دوی غوندې مسلمانو ډلو حملې کوی او عام ولس پکې دل کوي او بیا د خپل ملک د عسکري قواوو په کتارونو او پوستو باندې حملې کوي او په لسګونو خپل پاکستاني مسلمانان چې د یوې ګولې حلاې روزۍد پیدا کولو دپاره په پوځ کې خدمت کوي بیله کوم دلیل او حجت نه وژني.
پاکستاني طالبان باید اول سر پرګریبان کړي او د ځان د پاره یو هدف وټاکي چې ځه غواړي او څه باید وکړي؟
دوی باید د ځان نه داسوال وکړي، چې د څه دپاره یې بغاوت ته بډې وهلې دي او ولس ته هم باید دا روښانه کړي چې دوی ولې دغسې کوي؟
که څه هم چې طالبانو رسماً ددې حملې مسؤلیت لا ندئ منلئ، خو بل ځوک په سیمه کې نشته چې دغسې کاراوايي کوي. طالبانو او القاعدې پدې علاقه ځالې کړیدي:
===
په پاكستان كې ځانمرګي لسګونو پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولي
دوشنبه ٠٥ وری ١٣٩٢ ساعت ٠١:٠٠
په وزيرستان كې د پاكستاني پوځيانو د تلاشۍ پر پوسته ځانمرګي بريد شوى چې په پايله كې يې ۱۷ پاكستاني پوځيان وژل شوي او نامعلوم شمېر نور ټپيان دي.
تېره شپه د وزيرستان په مركزي ښار ميرانشاه كې يو ځانمرګي بريدګر له چاودېدونكو توكو ډك موټر ته، د پاكستاني ځواكونو ايشا نومې تلاشۍ پوستې ته څېرمه، چاودنه ور كړې چې په پايله كې يې ۱۷ پاكستاني پوځيان وژل شوي او نامعلوم شمېر نور ټپيان شوي دي.
د پاكستان د څارګرې ادارې كار كوونكو رسنيو ته ويلي: (( ځانمرګي د پاكستاني پوځيانو د تلاشۍ پوستې ته څېرمه هغه وخت خپل ځان ته چاودنه ور كړه، چې له تېلو بار دوو ټانكرونو په دغه پوسته كې تېل تخليه كول.))
په ور ته وخت كې د پاكستان د پوځ وياند رسنيو ته ويلي: (( د چاودنې پر مهال ۶ پوځيان وژل شوي او ۱۱ نورو يې له چاودنې وروسته د سوځېدنې او سختو ټپونو له امله ساه ور كړې ده.))
د نوموړي په خبره په دغه چاودنه او اورلګېدنه كې لسګونه نور پاكستاني پوځيان ټپيان دي، خو د هغوى د روغيتايي حالت د څرنګوالي په اړه يې څه نه دي ويلي.
په شمالي وزیرستان کې له دې مخکې هم پر پاکستاني پوځیانو بریدونه شوي دي.
د روان کال په جنورۍ کې د پاکستاني پوځ پر یوه موټر د سړګ غاړې ماين چاودنه شوې وه چې له امله يې ۱۴ پوځيان وژل شوي وو او ۱۱ نور ټپيان وو.
رپوټونو وايي چې په وزيرستان كې پر پاكستاني پوځيانو دغه بريد كېداى شي دغه هېواد ته د پاكستاني پوځيانو د پخواني ديكتاتور مشر پرويز مشرف د راتلو په بدرګه كې شوى وي.
پاكستاني وسله والو ويلي و چې د مشرف د وژلو لپاره يې تيارى نيولى، خو ويل كېږي چې د نوموړي د خوندي ساتلو لپاره جدي امنيتي تدابير نيول شوي و.
تر اوسه پورې كومې ډلې د ياد ځانمرګي بريد مسووليت پر غاړه نه دى اخستى، خو شمالي وزيرستان د تحريك طالبان پاكستان او القاعده ډلې خوندي پټنځاى بلل كېږي.