د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

په جهاد کی قوانين او بندیزونه؟

مومند
25.03.2013

د نړئ په هره مسلمانه هیواد کی د جنګ او جهاد لپاره قوانين او بندیزونه ایښودل شوی وي، چې له مخه يې مخالف ډلې او دولتونه خپلې مبارزوی دریځونه پر مخ وړی، او اکثرا د ټولنې هغو وګړو لکه ماشومان، ښځې، ناروغان ، سپينږیري او هغو خلکو چی د جهاد په صفونو کی په هیڅ ډول شامل ندی او هیڅ ډول فعالیت نلری د خپلی بریدونو نه مبرا بولی خو اوس د دغه جګړه په ترڅ کی د غه ډلی د هیڅ ډول قانون او یا کړن لاری رعایت نکوی او هیڅ څوک د دوی د بریدونو نه مبرا ندی او دوی پرته له کوم استثنا پر ملکی خلک که ښځی وی او که ماښومان بریدونه کوی.
((چارواکي: وسلوالوپه هلمند كې يوه ماشومه اويوه ښځه ووژله
د هلمند ولايت نه په يوه رارسیدلې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه پيښه د شنبې په ورځ د سنگين ولسوالۍ په لويه لاره د حيدرآباد په سيمه كې هغه مهال رامنځ ته شوه كله چې وسلوالو د ولسي وگړويوكرولا موټرپه نښه اوورباندې ډزې يې وكړې چې په پايله كې يې يوه نجلۍ اويوه ښځه چې لښكرگاه ښارته د خپل پلاركورته په لاره ووژله)).
او دغه د قدرت او څوکی لپاره جګړه باندی د جهاد نوم ایږدی او د اسلام د نوم تر بیرغ لاندی بی بس او ملکی خلک وژنی! آیا دغه ته دوی عدالت وایی او دغسی اعمال د دوی د مسلمانی نښه ده؟

په درنښت

مومند


Samsor Afghan
13.04.2013

نه بلکل نه ده مومند ورور
دا جګړه د پاکستان او نړی داستخباراتو جګړه ده دی ته مونژ جهاد نشو ویلا مطلق قتال دی او پښتانه پکی وژل کیژی


pattang
13.04.2013

[quote:eaca4de27c]نه بلکل نه ده مومند ورور
دا جګړه د پاکستان او نړی داستخباراتو جګړه ده دی ته مونژ جهاد نشو ویلا مطلق قتال دی او پښتانه پکی وژل کیژی [/quote:eaca4de27c]

سليمانخيل صيب ولې برګ اتڼ کوې ? يايې دښځو که يا
دنرو !! ته د خپلو خبرو ته متوجه يې چې څه ليکې !!
بياهم په پښتني خواخوږي ځان د سم که !!!!!!!!!


Samsor Afghan
14.04.2013

د ښځو خو خوند نه راکوی

خو د نرو یی ته راته وایه چی څه وکم؟

په درنښت


larghonay laraway
15.04.2013

السلام عليکم!
پتنګ صيب لکه چې ايله اوس دې انډول پيدا شو!
باور وکړه لکه تا چې په پټو سترګو د ملاعمر ملاتړ کولو سليمان خېل هوبهو ستا په شان د کرزي ملاتړ کوي!
زه وايم رښتيا هم جګړه د بهرنيو استخباراتو ده چې انګليس او امريکا پلان کړې خو
ګوډاګی کرزی او ملاعمر يې ورته ټاکلي چې افغانان د خاشاکو غوندې وسوزوي او جګړه توده وساتي څو امريکا په سيمه کې خپلو اهدافو ته ورسېږي.
ستاسو دواړو جګړه داسې ده لکه د مجاهدينو په وخت کې
د غيرت بهير او عزيز مراد


Samsor Afghan
15.04.2013

ههههه که داسی وی نو
بیا
پتنګ صیب ستړی مشی او په خیر راغلی.

لرغونی صیب
کرزی ما په پټو سترګو نه دی منلی زه ستا د ټولو نظریاتو احترام لرم
خو که یو ځوان
یو سیاست پوه
او یو په دین او هیواد مین ځوان
خپلی بډی را بیډوهی چی زه اسلام هیواد او ولس ته خدمت کوم هرور مرو به هغه چی د یو اسلامی او د خلکو په لاس جوړ حکومت په ملاتړ جګیژی.

کرزی یو فرد دی او بله ورځ به یی موده پوره شی یو بل د کرزی په شان شاید راشی او تر هغه ښه او یا بد نو بیا به څه کوو؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more