د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دروغ او رښتيا

Anonymous
27.11.2004

..............................................کوم ښه دي ـــ دروغ که رښتيا ؟..............................
.............................................................. I برخه ................................................
ﻻروی : بشر ته کوم يو ډير ه ګټه يا تاوان رسولی د ی ، دروغو که رښتياو؟
کوربه ( = ک):ـ ښه ستا په اند دروغ هم ګټه رسولی شي؟ او رښتيا هم زيان لري؟
ﻻروی ( = ل):ـ ولې نه ؟ دا خو د هر انسان پورې ، د هغه د هدف، موخې ،نيت او ارادې پورې اړه لريې دروغ د خير له پاره کاروي که نه ، او رښتيا (حقيقت) دشر له پاره استعمالوي او که د بشر د شرله پاره.
ک : ـ نو ﻻروی صيب دا خبر ه خير سمه نه بولې چې ښه سړی دروغ نه وايي او تل حقيقت بيانوي؟
ل : زما په اند خو تر اوسه پورې د بشر په تاريخ کې له رښتياو څخه بشر ته ډيره او ډيره موده خدمتونه دروغو کړي دي او لږ د حقيقت پر بسټ ترسره شوي دي .
ک : ـ دا څنګه دای شي چې دروغ او رښتيا سره ضد او نقيض هم دي، ولې ددواړو نتجه او محصول يې يو شی ، يعنې د بشر خدمت او خير ؤ؟
ل :ـ هو ، ان يو شي خو برعکس ، دواړو بدې نتيجې هم ورکړې د ي!
ک - ښه نو د رښتيا او دوغو په برخه کې به ښه او بد سړی څنګه راته تعريف کړې ؟
ل - دا خو ډيره اسانه خبره ده : که ښه او بد پيژنې، خير او شر ، صلاح او فساد سره بيلولی شې،نو بيا د ښه اوبد سړي تعريف ته پخپله هم کولی شې!
ک - هو ، ﻻری صيب ، دا زه پخپله هم کولی شم، خو درڅخه د دروغو او رښتياو په اړوند د ښه اوبدسړي تعريف وغوښت ، هغه هم په دې شر ط چې ته وايې در وغ او رښتيا دواړه هم د شر له پاره او هم د خير له پاره يو ډول اريدلی شي!
ل - هو، بالکل !
ک - نو بيا ؟
ل- نو بيا څه ؟
ک - ښه سړی څوک دی او بد څوک دی؟ ، تعريف !
ل - ښه ، ښا : ته خو ځان نه پازابوې ، هر څه مفت غواړې !
ک - هو زه يې مفتخور صحيح ، خو ته دې اوس هغه تعريف وړاندې کړه !
ل - [color=blue:ebdd2e3d7a] بسم الله الرحمن الرحيم : ښه سړی هغه څوک دی ، چې دروغ او رښتيا دواړه د خير او د بشر په ګټه استعمالوي . بد سړی هغه دی چې له دروغو او رښتيا دواړو څخه دبدهدف ، شر او فسادله پاه کار اخلي! [/color:ebdd2e3d7a]
ک: ګرانو لوستونکو ، تاسې په دې کې څه نظرلرئ، آيا تاسې د ﻻروي صيب دا تعريف منئ؟


Anonymous
28.11.2004

کوربه د ميلمه سلامونه ومنه
داسي تعريف تاسوکړئ چه په هيځ حساب او محاسبه د منلو وړنه دي ٠ بېله د بسم الله
[quote:b9a6f65c5b]بسم الله الرحمن الرحيم : ښه سړی هغه څوک دی ، چې دروغ او رښتيا دواړه د خير او د بشر په ګټه استعمالوي . بد سړی هغه دی چې له دروغو او رښتيا دواړو څخه دبدهدف ، شر او فسادله پاه کار اخلي! [/quote:b9a6f65c5b]
دروغ هغه خراب رنګ دي چه هررنګ ته لږ ورښکاره سي ٠ هرسپين رنګ په خرابيږي ٠ (په مرداريږي )٠
تر تکذب کولو بد حالت بل نسته ٠ هر وخت دروغ ويل بد دي !!!!!
هو هر وخت ضرور نه ده چه رشتيادي و ويل سي ٠


Ghairat
01.12.2004

................................................................... II برخه ....................................................

ل- کوربه صيب تا بايد خپل ځواب ويلی وای، چې ته خپله څه فکر کوې ، خو ته لکه چې ځان د نورو تر شا پټول غواړې ، که څنګه ؟
ک - نه نه، زما فکر او ځواب هم همدا دی، لکه ميلمه ( حليمي) صاحب چې پاس د پور تني بحث په اړه ليکلی دي!
ل - ښه نو دا راته ووايه چې د اديانو او ذهبونو له مخې دنيا څو بغرۍ ده، او د هغوی په منځ کې لوی لوی غير اسماني دينونه هم شته که نه؟
ک - بودايي دين اسماني نه دی، او تر ټولو پخوانی او د وګړو د شمير له مخې هم ډير پراخه دين دي .ستاسې مطلب دلته څشي دی؟ آيا بوديزم پر دروغو وﻻړ دی او بيا هم يې د نورو په څير يې ډير وګړې تر نورو اوږده موده رهبري کړي دي؟
ل - دروغ نه، خو غير حقيقت به ورته ويل سم ځکه وي، چې دروغ قصدأ او په شعوري توګه غير حقيقت ويلو ته وايي ، خو د پر يو غير حقيقت باندې د حقيقت باور ه کيدای شي ، او د حقيقت په باور سره يو غير حقيقت ويل هم دروغ نه دي ! دا خبره ښه ټينګه په غوږ کې درسره وساته !
ک - ځکه چې ته دا يو منطقي اصل بولې؟ يعنی داسې ادعا هم ممکنه ده چې نه دروغ وي او نه حقيقت ؟
ل - شاباس ، کور دې ودان او بچی دې لوی !، همدغسې امکان شته ، خو دا امکان نشته چې يوه ادعا د يوې واحدې موضوع او واحد ارتباط سره نه حقيقت او نه
غير حقيقت اوسي ، يا بر عکس : هم حقيقت اوهم غير حقيقت اوسي! .
ک - نو بوديزم دروغ نه دي ويلي ، خو حقيقت هم نه لري؟
ل - نه يواځې بوديزم ، د مړو او ارواحانو پرتش د زاړه مصر لرغونی دين ښايي تر ټولو لرغونی او مقتدر دين ؤ، چې اهرامونه يې د حاکميت او پر ټولنې باندې د تنظيموونکې اغيزې ﻻ وﻻړ شاهدان دي . د اسماني توحيدي اديانو پر حکم دا يو هم پر حقيقت وﻻړ دينونه نه دي، ولې بيا هم تنظيمونکی اغيزيې ښايي په خپل وخت او زمانه کې تر اسماني اديانو کم نه و.
ک - تاسو واياست (( د اسماني اديانو پر حکم )) ، نو اسماني اديان خو هم يو دبل پسې منسوخ او په خپلو منځو کې يې سختې ، جګړې او ټکرونه هم پيښ شول ، آيا د اسې نه ده ؟
ل - همداسې ده، خو دا پوښتنه زمونږ د جاري بحث په منل شوي تنګ چوکاټ کې
کې ځوابيدای نشي، ځکه دا ځواب هغه پراخ تاريخي چوکاټ غواړي چې اسماني او غير اسماني اديان ټول په بر کې را ونغاړي اود ټولو مشترکه وجه او ګډ فنکشن
و څيړي .
ک - هو، منم چې دا به يو پراخه علمي ، تاريخي او څيړنيز چو کاټ وي،کوم چې زمونږ د بحث چوکاټ الوځوي او ترې حتمأ وځي ! [color=blue:c9464ce0a0]اوس پر همدې ځای بسنه کوو چې :
غير اسماي دينونو هم اوږده موده بشر رهبري کړی اوخدمت يې کړی دي، که څه هم حقيقت نه و و! درنو لوستونکو تاسو په دې کې څه نظر لرئ، آيا دا نتيجه ستاسو په دنظر د منلو وړ ده؟ ؟؟ [/color:c9464ce0a0]



ع کريم حليمي
03.12.2004

محترم غيرت صاحب ، درنو وړونو سلام
[quote:00b8d9147a]بودايي دين اسماني نه دی، او تر ټولو پخوانی او د وګړو د شمير له مخې هم ډير پراخه دين دي .ستاسې مطلب دلته څشي دی؟ آيا بوديزم پر دروغو وﻻړ دی او بيا هم يې د نورو په څير يې ډير وګړې تر نورو اوږده موده رهبري کړي دي؟ [/quote:00b8d9147a]

کرانه وروره ٠ ډېر کلک سند په لاس کي لرو ٠ چه هر قوم ته نبي د هغو په ژبه راغلۍ دي ٠ ايا دغه سند منۍ کيا
ترجمه : او نه دی ليږلي موږ هيڅ رسول مګر خو په ژبه د قوم د ده د پاره د دې چه بيان کړي دوی ته ٠٠٠٠٠
او د پوهي خاوندان ليکي چه د بودايا هند په مذهب کي 30 % اسلام سته
هغه د 124000 زيات او کم پکښې انبيا نو ځوک وه ؟؟؟
دغه موږ ته معلوم دي :[color=red:00b8d9147a] ابراهيم ،اسحاق ،يعقوب ، داود،سليمان ، ايوب ، يوسف،موسی،هارون ، زکريا ، يحيی ،عيسی ،الياس ، اسماعيل ،يونس ،لوط، محمد ٠[/color:00b8d9147a] دغه مي اوس پياد دي
فکر نه کوې چه په دين کښي به ئې په دا 4 ،5 زره کاله سلاس نوي وهل سوۍ ؟؟؟
هو نن بودايان مشرکان دي ٠ اما د بودا په ژوند خو هغه مجسمې ته عبادت نه کاوه ٠ ته فکر کوې چه بودا د بت عبادت کاوه ؟؟؟
او بودا خو [color=brown:00b8d9147a]اوپر والا [/color:00b8d9147a]ته عبادت کاوه معنا خدای
او قرأن داسي دي : كسانى كه (به پيامبر اسلام ) ايمان آورده اند، و يهود و نصارى و صابئان (پيروان يحيى يا نوح يا ابراهيم )[color=red:00b8d9147a] آنها كه ايمان بخدا و روز رستاخيز آورده اند و عمل صالح انجام داده اند پاداششان نزد پروردگارشان مسلم است [/color:00b8d9147a]، و هيچگونه ترس و غمى براى آنها نيست ([color=blue:00b8d9147a]و هر كدام از پيروان اديان كه در عصر و زمان خود بر طبق وظائف و فرمان الهى عمل كرده اند ماجورند و رستگار).[/color:00b8d9147a]بقره 62
بودا ته د درغجن خطاب ښه نه دي !!! هونن بودايان دروغجن دي
يو قرېش درغجنان وه ٠ او نن سيکان دروغجن دي ٠ او هر انسان پوهيږي چه د سيکانو مذهب د بابا نانک د لاس
او خولي را وتلۍ دي او هغه مسلمان وو ٠ چه مړ سو د سيکانو له لاسه ئې وکښۍ ٠ مسلمانانو پټ ښخ کړي

هو په دين درغ ګډيږي ٠ او ارزښت د دين کموي ٠
د دروغو مزل لنډ نوي ؟؟؟
او رشتيا فتنه انګېز هم سته ٠ چه دومره بد کار دي لکه دروغ ويل او لا بالا
هو دروغ خير انګيز سته ٠ چه ښه کار دي ٠ شر په ورکيږي ٠
هر ښئ دوه اړخه لري ٠ په چاړه دقربانۍ پوسه هم حلاليږي ، قتل هم په کيږي
طياره مسافر وړي حج ته او د سکډ کار هم ترې اخستل کيږي ٠ عطا دي وليدي (The Fall of the Twin Towers
په راکيټ جهاد کيږي ٠ او کابل هم په نړيدايسي ٠ ګل بدين
مارفين څخه دوا جوړيږي ٠ پوډر هم ځيني جوړيږي
دروغجن دي دروغ وايي او عاقل دي قياس کوي ٠
[color=darkred:00b8d9147a]کمال په دغه کي دي چه دروغ سته ٠ نو بيا رشتيا دي څه پيږندل [/color:00b8d9147a]
که درواغ نه وي رشتيا په يوه ټېډي نه ارزي


Anonymous
03.12.2004

محترم او مکرم ښاغلي حليمي صاحب ته سلام او درناوئ او نېکې هيلې وړاندې کوم!
خوښ شوم چې د يوه بل دين په هکله هم دلته يوڅه نوی مالومات مو وړاندی کړ ی دی ، دا نور ًدينپوهان ً خو توتاييزم، زردشتي دين ، بوديزم او هندوييزم په اړه هيڅ نشي ويلی يا يې نه وايي . خو رابه شم خپلو پوښتنو ته :
تاسو ليکلي چې [quote:ce36c60e19]ډېر کلک سند په لاس کي لرو ٠ چه هر قوم ته نبي د هغو په ژبه راغلۍ دي ٠ ايا دغه سند منئ که يا [/quote:ce36c60e19]
هو دغه سند شته ، خو دلته زور په خپله ژبه اچول شوی او که په هر قوم ؟ زه ترې داسې مطلب اخلم چې [color=white:ce36c60e19]هر قام ته چې ما نبي ليږلی د همغه قام په خپله ژبه مې ليږلی ، له پردي قام څخه چې پر بله پردۍ ژبه يې تبليغ ورته کړی وي ، يا ملايکه وي، چې دوی يې نه پيژني او يا يې په خبرو نه پوهيږي، دوې ته نه دی ليږل شوی ، د خپل قوم او خپلې ژبې شخصيت مې ور استولی دی .[/color:ce36c60e19]
که دغه درک سم يا بشپړ نه وي نو بخښنه او سم مالوات غواړم ، او که سم وي ، نو پوښتنه داده ، چې تاسو په هر قوم ،او په ځانګړې توګه په [color=red:ce36c60e19] ( هر) [/color:ce36c60e19] باندې فشار غورځولی ، يعنې ګواکې د نړۍ هر قوم ته نبي ليږل شوی دی ، نو پښتون قام ته هم ، او هند يانو ته له ليږل شويو اسلامي انبياو څخه يو بايد بودا وي او بوديزم يو آسماني دين اوسي .
نتيجه داچې لکه څنګه چې مسلمانان په موسی داود او عيسی عليهم السلام او تورات انجيل زبور ايمان لري چې دوی د الله تعالی پيغمبران دي او نوموړي کتابونه يې آسماني دي خو اوس منسوخ دي، همدغسې بودا هم پيغمبر او ديني کتاب يې آسماني يعنې د الله تعالی له خوا و، خو اوس منسوخ دی ؟
يوه بله نتيجه هم دااخيستی شو چې په حقيقت کې باطل اديان منځته نه دي راغلي ، بلکې ګرد سره وروسته منسوخ شوي اديان وي . ځکه نه يواځې د بوديزم بلکې د هر بل لوی تير شوي دين لکه زردشتي او پخواني مصريانو دين پا اړه ستاسو هغه پوښتنه مطرح کيږي چې دا يولک او څليريشت زره پيغمبران څه شول .

او د بوديزم په اړه ويل کيږي چې پر يوه مشخص ذاتي خدای باور نه لري، بلکې پر بنسټي پرينسيپونو عقيده بيانوي چې د نړۍ ، ژوند او له مرګه وروسته د ارواحو او دنيا ته د هغوی د بيا راتګ دورانونه ښيي . دا کار يې
يو څه ورو سته د يونان د طبيعت فلسفې او د ارواپه هله د افلاطون د ښوونې سره ورته والی لري ، نه د يوه آسماني دين سره .
ستاسو په پله ترجمه کې هم د ( هر قوم ) کلمات نه دی ياد شوي :
[quote:ce36c60e19]ترجمه : او نه دی ليږلي موږ هيڅ رسول مګر خو په ژبه د قوم د ده د پاره د دې چه بيان کړي دوی ته ٠٠٠٠٠ [/quote:ce36c60e19]
[quote:ce36c60e19]او د پوهي خاوندان ليکي چه د بودايا هند په مذهب کي 30 % اسلام سته
هغه د 124000 زيات او کم پکښې انبيا نو ځوک وه ؟؟؟ [/quote:ce36c60e19]
پو هان دا هم وايي چې د ټولو اديانو تر منځ ډير مشترک ټکي شته ،نو د بوديزم او اسلام تر منځ به ضرور ګڼ ټکي مشترک هم اوسي .
دغه نبيان چې موږ ته معلوم دي لکه : [quote:ce36c60e19]ابراهيم ،اسحاق ،يعقوب ، داود،سليمان ، ايوب ، يوسف،موسی،هارون ، زکريا ، يحيی ،عيسی ،الياس ، اسماعيل ،يونس ،لوط، محمد [/quote:ce36c60e19]، دوی خو يو هم د هند پر ځمکه او هندي اقوامو کې نه دي راغلي ، له محمد (ص )پرته ، چې هغه هم ابراهيمي عرب و ، نور ټول يې عبرانيان ، بني اسراييل يا يهود وو. او دا يو لک ٢٤ زره پيغمبران ولې معلوم نه دي، دا ٢٤ زره يې درپريږده، دا يو لک پغمبران څوک وو، نومونه يې څه وو، چيرې و، څه يې سرته ورسول ، مشخصې ستونځې او برياوې يې څه وې ؟ په تورات انجيل ز بور او قران کريم ټولو کې خو د زروانبياو نومونه هم نه پوره کيږي .
آيا دا به يوه ريښتنې علمي څيړنيزه وظيفه داسلامي علماو نه وای چې علمي پلټنې او څيړنې يې دالله تعالی د انبياو پسې کړې وای ؟ او د فرعونيانو پر ځای دوی د هغوی قبرونه ، ځای او وطنونه او قومونه راموندلي وای او دهغی ليکلي آثار يې پيدا کړي وای ؟



ع کريم حليمي
04.12.2004

محترم دانشمند مېلمه صاحب سلامونه او ښې هيلي

[quote:4550e0e591]پو هان دا هم وايي چې د ټولو اديانو تر منځ ډير مشترک ټکي شته ،نو د بوديزم او اسلام تر منځ بهه ضرور ګڼ ټکي مشترک هم اوسي .
دغه نبيان چې موږ ته معلوم دي :، دوی خو يو هم د هند پر ځمکه او هندي اقوامو کې نه دي راغلي ، له محمد (ص )پرته ، چې هغه هم ابراهيمي عرب و ، نور ټول يې عبرانيان ، بني اسراييل يا يهود وو. او دا يو لک ٢٤ زره پيغمبران ولې معلوم نه دي، دا ٢٤ زره يې درپريږده، دا يو لک پغمبران څوک وو، نومونه يې څه وو، چيرې و، څه يې سرته ورسول ، مشخصې ستونځې او برياوې يې څه وې ؟ په تورات انجيل ز بور او قران کريم ټولو کې خو د زروانبياو نومونه هم نه پوره کيږي . [/quote:4550e0e591]

تاسو ډېر صحيح ليکلي اديان اوهم د طبيعت فلاسفه تر ډيره حده مشترک ټکي لري ٠ ولي چه نبيان او فلاسفه
ټوله له طبيعت څخه الهام اخلي ٠ د انبياوو موضع خو روښانه ده ٠
اکثره فلاسفه استادان نه لري ٠ او رأسأ د طبيعت شاګردان دي ٠ چه يا ملکه لري او يا الهام ٠ اوبعضي فلاسفه
چه د الهام ترجمه ئې سمه نوي کړي ٠ پسله څه وخته ئې فلسفه او اصول غلط سي ٠
وحي يا الهام واضع الفاظ نه دي ٠ وحي او الهام ډېر اقسام لري ٠ چه سخت تريني وحي زموږ ونبي ته سوي دي
چه د زنګولې د شرنګي په شان

تاسو اشاره کړې چه ولي ديني علما تحقيق نه کوي ٠ چه د 100000 انبياوو نومونه پېدا يا معلوم کړي ٠
تاسوته معلومه ده ٠ چه واضع اسنادليکني دي ٠ که کاغذ وي 5000 کاله نه ساتل کيږي ٠ اوکه پست وي هم نه ساتل کيږي البته وبه ساتل سي که هغه د کيمياوي reaction کنترول سي ٠ نن امکان سته
او که ډبره وي هم داسي کيداسي چه لمنځه ولاړسي مينرال پستيږي
او د مجسمو او رسمو څخه زه فکر کوم چه پوره اخستنه نه کيږي او بيانو چه خبره د اصول او پرنسيپل وي لکه دين

اوبل هغه وخت څوک سرچ کوي چه حق ورک وي ٠ چون موږ مسلمانانو حق پلاس کي دي ٠ شک او تردود نه لرو
نو سرچ ته ضرورت هم نه ليدل کيږي ٠ او مخالفينو کوښښ کړي ٠ د اولي ورځي خو کاميابي په لاس نه ورځي

او بل تاسو اشاره ابراهيم ع ته کړې ٠ چه ديوه خداي عبادت اصول ئې راوړي بيا تر ننه پوري ٠ واضع او منلې خبره
ده ٠ د ابراهيم اسناناد نسته ٠ ابراهيم تاريخ دانان نه پېژني ٠ يوازي ئې له اسماني کتابو له رويه پېژني لکه زه او تاسو چه ئې پېژنو ٠
اوس ماته دغه نه ده رامعلومه چه ابراهيم ع دمخه دي که بودا اما د بودا د زېږيدو تاريخ په لاس کي لرو چه د May د مياشتي په غټه سپوږمۍ full moon په کال 623 B.C کښي زېږېدلۍ دي ٠ او اصلي نوم چه پلار او مور ورکړي
وو Siddhattha وو يعني معنا wish-fulfilling او فاميلي نوم ئې Gotama وو
او په 16 کلني ئې واده ړي وو ٠
او اعلاحضرتانو په سويه در ورکول سوي وو هم عسکري تعليم او ده د شازادګۍ له ژونده لاس په سرسو
ويل ئې چه په حقيقت پسي ګرځم ٠ که د ابراهيم ع تاريخ معلوم واي نو دامعلومېده چه بودا غلط وو يا صحيح
ډېر داسي امکان لري کوم الهام چه بودا راوړي چه ترمونږپوري چه ئې رارساوه ممکن قاصد در راه ټکي ټکي خورده باشد

او بودا اول الهام د يوه بل د زمانې د عابيد څخه اخستي وو چه Alara Kalama نوميدۍ
او ورسته بيا بودا ځنګله ته تللي او غوښته ئې چه د طبيعت څخه راسأ الهام واخلي ٠ او په روژه نيولو ئې شروع
وکړه ٠ چه دا کار هرنبي تر وحي د مخه کړي ٠ او ورسته الهام ورته سوي ٠ ولي چه تذکيه نفس به اول کيږي
چه نن موږ هم د چهل خاني اصول منو ٠ (حراغار)
او قرأني سند سته چه روژه هر نبي نيولې ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more