د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د پښتونخوا جلوزو کمپ چاودنې پنځلس کسان وژلي

اتل
21.03.2013

ګرانو وطنوالو، اسلام علیکم
له بده مرغه چې د پښتنو افراطي ډلې، د خپل قوم د تباه کولو نه لاس نه اخلي او پدې ترتیب د الله جل جلاله احکام تر پښو لاندې کوي، او د قتل او قتال مرتکب کیږي. اکثره دغه حملې طالبان کوی، او بیا د جهاد نوم ورباندې ږدي. آیا د خیبر پښتونخوا د جلوزو په کمپ کې چې دا نن د موټر بم حمله وشوه او ددې علاقې بې ځایه شوی ښځې ، ماشومان او سړي چې د راشن اخیستلو دپاره کتار ولاړ وو، او پنځلس تنه تر ووژل شول، او تر دیرشو پورې ټپې شول، دا د چا په مقابل کې جهاد دئ؟
===
د جلوزو کمپ کې یوه افسر شکیل احمد وویل، چاودنه پر هغو ولسي بې ځایه شویو کسانو شوې، چې د راشن اخیستو لپاره په کتار کې ولاړ وو.
دی وايي، چاودنه د یوه داسې سوزکي په مټ شوې، چې نامالومو کسانو دغو خلکو ته نژدې درولې و او دېرش-پنځه دېرش کیلوګرامه بارود یې پکې اېښي وو.
د جلوزو کمپ
داسې ادعاوې هم وې، چې ګني په دغه کمپ کې وړاندې د القاعدې شبکې او طالبانو ګڼ غړي اوسېدل او ترهګریز فعالیتونه یې کول


pattang
21.03.2013

اتل جانه هر قتل بې قضا زه محکومه وم اوهم دوژلو
قضايي فيصله يې زما سياسي او قضايې لاره نده !
وروره دداسې شعوري او ياغيرې شعوري جنايت
مکروب بايدوپېژندل شي او هغه ورک شي !
صلبي اشغال او صلېبي تيرورددغوبدبختيوعوامل دي !
که دوی ورک شي بيا به هرتجاوز کار له غاړې رانيسو
چې دا ولې !!


Samsor Afghan
23.03.2013

بس زمونژ افغانان دی چی هر چیری کړیژی که پاکستان کی دی او که خپل وطن کی خو دا ټول زمونژ او تاسو په خپل لاس طالب پښتون دی او ټول کارونه دی په غاړه اخلی نو چی خپله ځان په خپله وژنو او بیا یی منو هم بیا ګیله له چانه پکار نه ده!

افسوس ملا جانه چی تا خو یی تایید نه کولی.
خو دا به هله ختمیژی چی د پاکستان پلوی ملایان ټول ختم شی تر څو چی یو پاکستان پلوه ملایان در ته ژوندی وو د داسی جګړو د ختمیدو تمه لویه اشتباه ده.
په درناوی


پتوال
23.03.2013

د پاکستان د پوځی استخباراتو کوټه سري غړي ټول پښتانه دي، د پیسو له پاره هر جنایت ته ملا تړي او د اسلام په پلمه د جنایی
پروګرامونو جوړول خو د ISI اصلي دنده ده او د مسلم لیګ دداخلي او بهرني سیاست جز دی، دغه ګوند د ISI له لارې خپل سیاست هغه وخت هم مخ ته وړي چې حکومت يې په لاس کې نه وي . دوي د پاکستان په Stabilisment او ISI کې ټاکونکی نفوذ لري . دوی د پښتنو سیمي د طالب پواسطه د خپل کنترول لاندې راوستل ، په تیره بیا قبایلي پښتانه خپل غلامان ګرځول غواړي. ددوی دغه سیاست په برو پښتنو کې هم اغیزمن دی او د ځانمرګو بریدونو په شمول یې هر ناوړه عمل ته هڅوي، ددوي له له ناپوهۍ او جهالت څخه چې په پښتنو کې یې کمی نشته سیاسی ګټه پورته کوي! الله دی د هغه پښتنو مل شي چې د لویدیځوالو د سیند او پنجابیانو د ... په منځ کې ګیر شوي دي!


مساپر
01.04.2013

الله (ج) په قرآن کریم کې داسې مهرباني کړي دي:
« ولا تقتلوا انفسکم ان الله بکم رحیما » [ النساء 19]
ژباړه : ځانونه مه وژنئ یقینا الله پرتاسو باندی مهربان دئ.

که دوی واقعاً ځانونه مسلمانان وایي، خو د الله سبحان و تعالی کلام هم ومنې.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more