نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د نوروز مبارکی
مومند
20.03.2013
تاوده سلامونه او نیکی هیلی
د نوی کال د راتلو مبارکی تاسو ټولو ملګرو ته وړاندی کوم. نوروز نه يواځی د پسرلئ راتلو زیری ځان سره راوړی بلکی په هيواد کې میشته ټولو قومونو تر منځ د يووالي او نژدې کېدو يو ښه فرصت هم ګنل کیږی. الله تعالی دی مونږ ټولو ته د سولی، ورورولی، اتحاد او اتفاق لارښوونی سره نیکمرغه راتلونکی په برخه کړی.
تاسو ټولو ملګرو ته د خوشحالیو او نیکمرغیو نه ډکه کال په هیله
په درنښت
مومند
pattang
20.03.2013
مومند صيب نوی کال يو غيرې شعوري تپل شوی کيفي
کلچردی او اسلامي ښېګڼې نلري !
خوشې دايران پروپاګنده او شويه مذهب ته چوپړ ده ! دسخي جنډه يانې څه ?? خوشې ناروا خرګيري ده !
خوستا د بيا کور ابادوي ، کله به ديوو ملي دوهم اسلامي
مقاومت زېری راباندې کوې چې دپرديو لاسونه غوڅ کړي!
مومند
25.03.2013
تاوده سلامونه پتنګه وروره
تاسو ولی د هر موضوع په هکله حتی د نوی کال پیل او د پسرلی د راتلو په هکله هم داسی یو منفی نظر لرئ
د خوشحالی جشنونه لکه نوروز داسی نورو جشنونه ټول مذهبی نشی کیدای ځکه چی په هر کلتور کی ځنی جشنونه دودی او تاریخی بڼه لری او نوروز د افغانستان یوه تاریخی او دودی جشن دی مګر ځنی کسان خپلی سیاسی ګټو تر لاسه کولو لپاره تل هڅه کوی چی زمونږ دغو دودی او کلتوری ورځو او جشنونو ته مذهبی بڼه ورکړی. که مونږ افغانانو د نو روز نمانځنه وکړو نو ستاسو په نظر کی زمونږ ټولنه او یا خلکو ته کومه دینی او دنیوی زیان رسیږی او که څنګه؟ په دا کی تاسو څه ګناه او یا زیان وینئ؟
د هغه زیری ورځ هم نږدی دی چی په هیواد کی د لسیزو جګړو پای او د سولی او سوکالی د راتلو زیری درباندی وکړو.
په درنښت
مومند