د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د نټ باران داسي نانی نانی دي ٠ د غنمو من به په روپي کي

Anonymous
27.11.2004

د هر ملک حکومت دا وظيفه لري چه سرحدات ټنګ کړي ٠ ولي
افغانستان نن لکه د ملا نصرالدين قبر دري طرفه خلاص ولاړ دي ٠ يعني درې ديواله نه لري ٠ يو دېوال ولاړ دي
او ډېره قوي دروازه او يو غټ قلف هم ورلوېدلۍ دي ٠

که د افغانستان چارطرفه سرحدات هم وتړو ٠ هم يو لوی خطر راته ګوري ٠ د انټرنټ له لوري
حال داچه پښتانه ډېر په حوس کي دي انټرنټ ته ٠
بابا ئې په خيال ناست دي چه زوی ئې کمپيوټر زده کي ٠او لالی ئې اصلأ ټوله ورځ Watching phonographs ګوري٠

حکومت هم ډيري خوشحالۍ کوي ٠ چه ملت د نړۍ سره سيال سو ٠ انټرنټ پيدا سو ٠ په هر ولايت کښي
او بيله سانسوره ئې ملت ته هر څه په کښي را ايله دي ٠ په اوله درجه ( صفحات مسيحيان افغان ) په نامه Wib sites ٠ http://www.watandar.com/

هغه پلار چه سواد نه لري بايد څه وکړو چه خبرسي ٠ چه انټرنټ فاحشه خانې هم لري ٠ پر معلوماتو او پوهي سربېره ٠
او د کرزي حکومت به څه وخت انټرنټ سانسور کوي ؟؟؟
چه د فحشا او مسيحيت مخه ونيسي ٠ !!!!
تاسو څه فکر کوۍ ؟؟؟ ايا قاضي القضات صاحب (شينوا ري ) نټ پېږني چه چشي دي ٠ او که يوازي شيخ الحديث


pattng

pattang
28.12.2004

وروره !
وروره ته په فاحشه خانه کې له فاحشي څخه اخلاق غواړي ٠ دادغسي خرڅ شوي
عنا صر دي لکه د شادګل ملګري دهغه وخت دروسانو مذدوران او د ک٠ ګ٠ ب
اجنټان چې دخپلي ايديا لوږي او دروس دغلامي لپاره ئي دخپلي مور،خور،ورور
او انډيوال مخبري په ناحقه کوله اوپه لکاؤ انسانان ئي بيګناه له خاورو لاندي کړل٠
پتنګ


Anonymous
11.01.2005

دخدای نېکبختو په څه ګډووډوسرېی٠
انترنټ هومره بد هم نه دی لکه مېلمه رور چی تشرېح کړی٠
ګرانه مېلمه دا انترنېت وؤ چی تاسی پکښی خپل اواز پتنګانو ته ور ورساوه٠
اېا دا بد وؤ چې د پتنګ خان عالمانه نظر مو دنټ له لاری واخېست٠ زه خوداسی فکر نه کؤم٠
بل راغلم و فاحشو ساېټونو ته ٠ دا نو د هر چا خپله خوښه ده چی ګوری ېی که نه٠
په دقناعت راسره وکړه چی په سلو کښی به ٥ هم دا ساېډونه ونه ګوری٠
نو وروره دملا صاحبانو دتبلېغ تر اغېزی مه راځه، او که خپله ملا ېی او ېا تبلېغ کوی
دانو پرېده چی خلک دانترنټ د مثبتو اړخونو څخه ګټه واخلی٠


Anonymous
26.01.2005

شاه ځلمو ته سلام
ګرانه وروره مېلمه ، اول بليد ووايم چې هغه اشخاص چې غاړي فوڼوکرافي وګوري، نو د انترنت په له منځه وړلو سره هغوی نه شې منعه کولای، او دداسو اشخاصو ممانعت اسان کار نه دی٠ د فوڼوکرافي د ليدلو لپاره نورې اسانتيوې هم شته :!:

او بل دا چې هر څه چې ته په دې نړۍ کښې وينې، ټول مثبت او منفي اړخ (اړخونه) لري٠ او د هغې کلرول ستا په لاس کښې دي٠

په درناوي

بصير خواروزار


Anonymous
26.01.2005

(بصېر جانه خداېدی راوله٠
ډېر خوشحاله شوم چی ېو نر را پېدا شو او زما دزړه خبرۀ وکړه٠
داسی نران ډېر دی خو متأسفانه د لېکلو او خپل نظر د بېانولو جرئت نه لری٠
له ملاېانو ډارېږی خداېمه که٠
خلاصۀ وواېم چی اوس دا ښاغلی ( دتمدن دشمنان نا ملا ملاېان) غواړی چی دانترنېت مخه هم ونېسی٠
خداېکه نور خلک وغولېږی٠

په درناوی ماموند٠


Anonymous
26.01.2005

انډيوالانو هيڅوک د انترنېټ مخه نه نيولای سي نه ونيولو ده ٠
نټ ته خو د لسو کالو هلک نن ناست دۍ او زده کړه کوي ٠ کله چه فکر نه وي xx انټر کړي ٠ په خطا سره ٠
پر بربنډو عکسو پېښ سي ٠ خوله ئې خلاصه پاته سي ٠ وا داچيشي دي ٠
ايا دابه بده خبره وي ٠ چه حکومت يو قانون ورته ولري ٠ چه بربنډ عکسونه بايد د افغانستان په انټرنېټ کښي
بلاک وي چه تر وخت له مخه کوچنيان دا د x عمل ونه ويني ٠ ايا ستاسو خوښه ده چه د لسو کالو هلک هغه څه و ويني چه وخت يې لا نوي راغلۍ ٠ خپل اولاد لرې ٠ په لس کلني دي هرڅه وويني ٠ تروخت له مخه


Anonymous
26.01.2005

ورورکه٠
ته دافغانستان لس کلن ېادوی، زموږ پنځوس کلن ﻻ کمپېوټر نه پېژنی نو نېټ ﻻ پرېږده٠
نن سبا تمدن او پرمختګ ته دی در په در وطن مخه کړی ، نو پرېږده چی په مخ ځی٠
رېشتېا نو که ېو څوک لوڅ عکسونه وګوری نو څه خ و٠٠٠ به په ﻻس ورشی٠
پرېږده چی ګوری ېی٠ زه او ته به تری علمی ګټه اخلو٠
قربان دی سم د موﻻ نازولۍ٠


Anonymous
26.01.2005

سيد غنم يو سړی وو ٠ چه غنم ئې ساتل وګرانۍ ته
زوئ ته و ويل ٠ ته وګوره ٠ باران خو نه اوري ٠ زوئ چه ئې و کتل د باندي ٠ نو په کوچنۍ ژبه ئې ورته ويل چه
بابا داسي نانئ نانئ اوري ٠ زويه ! دا نانئ نانئ به د عنمو من په روپي کړي (يعني ارزانه به سي او قحطي به ورکه شي) خپل سر ولاکه په جوړ کړم ٠
سانسور د ملايانو خبري نه دي ٠ ټوله يورپ او غرب چه تر تائې ښه پېژني چه نيټ په کومه اندازه ګټمن شئ دۍ ٠
هره ورځ د دغه د پاره سمنارونه جوړول ٠ چه کمپيوتر ته بايد قوانين جوړ سي ٠ او سانسور شي ٠
په کتاب خانو او ښوونځيو کښي سانسور دۍ نن ٠


Anonymous
29.01.2005

په ټوپک ځان ساتل کيږي خو کيدی شي جنيايت کاران ورنه ناوړه ګټه پورته کړي.
موټرونه او الوتکې خلک ليږدوي خو کله کله په چپه کېدو او يا لويدوډير خلک وژني، اوبه دژوند دبقا له پاره اساسي اړتيا ده خو کله کله دسيلاب په ډول تباهي جوړوي او دغسي په سلګونو نورې ورته بيلګې وړاندې کولی شو. انترنيت هم په همدې ډول . هغه څوک چې دانترنيټ په موجوديت خوشاله نه دی نو يا خو په تمامه مانا دانترنيت دمفهوم نه ناخبره دی او ياخو دومره دچا خبره وچ مغزی دی چې ديوې سپږې له پاره ټول قيمتي پوستين په اور اچوي. يعني دکوم لوڅ عکس د کبله بايد انترنيت بند شي؟ او ځنې ورونه خو لکه ښاغلي پتنګ چې په افراطيت او سپکو سپورو کې ديپلوم لري هغه ته دفاحشي نوم ورکوي او خبر نه دی چې پخپله هم په دې فاحشه خانه کې هره ورځ ناست او په شوق ليکنې کوي.


Anonymous
31.01.2005

شاد ګله وروره سلام مالېک
[quote:6f9c64387f]فاحشه خانه کې هره ورځ ناست او په شوق ليکنې کوي.[/quote:6f9c64387f]
داخو ښايسته خبره نه ده ٠
ليکنه کښي د تأنث علامه سته ٠ ليکنه چه بې حجابه وي ٠ لکه ښځه چه بې حجابه وي
دغسي بد کار دي ٠ نو خبر په حجاب کي ښايسته وي ٠ بر بنډي خبري يا ليکني ٠
داسي بد کار دۍ ٠ لکه ښځه چه بربنډه وي ٠
زه هيڅ وخت داسي نه وايم چه نيټ ښه نه دۍ ٠ لکه توپک چه ښه شئ دۍ ٠ اما بيله لايسنس څخه ګرځول ئې څومره ختر لري ٠ هر چاته بايد اجازه نه وي چه توپک وګرځوي ٠ که څوک کوچني اولادونه لري ٠ او کوچني او لادونه ئې کار خانګي کوي ان لاين ٠ په کور کښي نو بايد کمپيوټر په داسي اطاق کښي کښېږدي چه خصوصي ، شخصي اطاق نه وي ٠ په سالون يا اشپز خانه کښي کمپيوټرپروت وي ٠ ولي چه کوچنيان چارټ ته هم ځي ٠ او کارخانګي چه کوي ممکن داسي سايټونو ته هم لاړ شي چه تر وخت د مخه ځيني شيان و ويني ٠
زه نه پوهيږم چه ستاسو په ملکونو کښي د نټ څه څومره استفاده کوۍ ٠ زموږ په ملک کښي خو نټ داسي شئ دۍ چه ٢٤ ساعته کار ترې اخلو هر مشکل مو نټ راحل کوي ٠ که ديوه ځايه بل ځای ته ځو هم نټ لار راښو وي ٠ که زوکام سوو هم د نټ څه پوښته کوو ٠ که مو تبه سي هم د نټ څه اول پښتنه کوو ٠ که اشپزي کوو هم د نټ څخه پښته کوو که د هوا حالات معلومه وو چه سبا باران کيږي کيا هم د نټ څه پوښتنه کوو ٠ او د لمانځه د وخت پوښتنه هم له نټ څه کوو که کوچنيان غواړي چه بازي وکړي نو په نټ کي بازۍ کوي ٠
طبيعي خبره ده کوچنيان بايد د وخت د مخه ځيني اعمال ونويني ٠ که ئې وليدل ٠ ډير امکان لري چه بد عمله شي ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more