د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دطالبانو او حکومت د مخالفانو ترمنځ خبرې

میرویس
18.03.2013

ګرانو وطنوالو سلامونه مې و منئ
داسې ښکاري چې د افغانستان د روانې لانجې د یوه سیاسي حل او سولې د ټینګیدو په لاره کې منډې ترړې زیاتې شویودي. د سیاسي ګوندونو د همکارۍ د شوری یوه مؤسس غړي حامد ګیلاني وویل:«موږ د افغانستان لپاره یوه حل لار غواړو خو باید دا لاره پوځي نه بلکې سیاسي وي. باید له یو ځایه دا کار پیل کړو.»
اکثره جنګونه او شخړې په اوربند، او د سولې په موافقو پای ته رسیږي. دا بهبتره ده چې مسئله په سوله حل شي او د نورو وینو د توئیدو او بربادیو مخه هر څومره زر چې کیږي ونیول شي. سوله د الله رضا ده،
===
د افغانستان د راتلونکې په اړه د طالبانو او د کرزي د سیاسي مخالفانو خبرې
| دوشنبه, 18.03.2013, 02:13 PM | (926 لیدل شوی
طالبانو تېر کال پاریس ته نژدې د افغانستان د سیاسي ګوندونو له استازو او
د سولې د شورا له غړیو سره په یوه کنفرانس کې ګډون کړی و
تاند- ګارډین ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې د ولسمشر کرزي د حکومت سیاسي مخالفانو له وسله والو طالبانو سره خبرې اترې پیل کړي دي.
د ګارډین ورځپاڼې له راپور سره سم د افغان اپوزیسیون مشرانو وویل چې دوی همدااوس له طالبانو سره په خبرو بوخت دي او هیله لري چې له افغانستانه د ناټو پوځیانو تر وتلو مخکې به یوې موافقې ته سره ورسېږي.
دا لومړی ځل دی چې د ولسمشر کرزي سیاسي مخالفې ډلې له طالبانو سره مخامخ او هغه هم د افغانستان د راتلونکي او د جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو ږغېږي.
د حامد کرزي د حکومت دوره راتلونکی کال پای ته رسېږي او طالبان باور لري چې د راتلونکو انتخاباتو په نتیجه کې هغه څوک د واک ته رسېدو چانس لري چې د شمال پخوانۍ ډلې یې غواړي ځکه چې د دوی تر نفوذ لاندې سیمې امنې دي او اوسېدونکي یې په انتخاباتو کې ګډون کولی شي.
په همدې حال کې د طالبانو دوو جګپوړو غړیو اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل چې طالبان له دې سره سره چې خپل مرکچیان یې بدل کړي په خبرو کې د پرمختګ غوښتونکي دي.
ګارډین ورځپاڼې د طالبانو او د شمال د پخوانۍ ټلوالې د ګوندونو ترمنځ د خبرو مسله د ولسمشر کرزي له وروستیو نیوکو سره تړلې او لیکلي یې دي: د کرزي د حکومت له سیاسي مخالفانو سره د طالبانو د خبرو مسله وروسته له دې څرګنده شوه چې ولسمشر کرزي پر امریکا پر له پسې انتقادونه وکړل او په نتیجه کې یې د ده ځیني متحدان خوابدي او یو شمېر جګپوړي سلاکاران حیران شول.
د افغانستان د سیاسي ګوندونو د همکارۍ شورا، چې د عبدالله عبدالله او احمد ضیا مسعود په مشرۍ د دوو ايتلافونو په ګډون څو نور ګوندونه هم پکې شامل دي، وايي چې هم یې له طالبانو او هم یې له ګلبدین حکمتیار سره تماسونه نیولي دي.
ویل کېږي چې په افغانستان کې د سولې لپاره د ملا عمر د ملاتړ د ترلاسه کولو تر څنګ د حکمتیار موافقه هم ډېره ضروري ده ځکه چې نوموړی هم په ځانګړي ډول د افغانستان په ختیځ او شمال کې زیات پلوي جنګیالي لري.
حکمتیار او ملا عمر له دې سره سره چې په خپل منځ کې ژور اختلاف لري دواړه د افغانستان د دولت او بهرنیو پوځیانو پرضد جنګېږي. ګارډین وايي، دوی له امریکا سره خبرې ځنډولي او ویلي یې دي چې له دې خبرو نتیجه نه ترلاسه کېږي.
د سیاسي ګوندونو د همکارۍ شورا یوه موسس غړي حامد ګیلاني وویل:«موږ د افغانستان لپاره یوه حل لار غواړو خو باید دا لاره پوځي نه بلکې سیاسي وي. باید له یو ځایه دا کار پیل کړو.»


larghonay laraway
19.03.2013

زما په نظر خو د طالبانو شتون، جګړه او سوله ټول د امريکايانو پلانونه دي خو د کرزي مخالفين د قدرت بېخي ليونيان دي.
دوی چې اوس يو کم شمېر له قدرته بهر دي نو په هرچا کې چې د معاملې متره وويني منډې ور وهي.
دوه کاله وړاندې د خليل زاد له خولې چېرته وتلي وو چې په راتلونکې کې ځان کانديدوي نو همدې اپوزيشن د خليل زاد د دفتر دروازه په ډېر ورتګ پوړنده کړه خو چې پوه شول چې د خليل زاد خبرې هسې ډرتې دي نو غلي شول.
اوس چې په ځينو تحليلونو کې ګوري چې امريکا په راتلونکي حکومت کې طالبانو ته ځای ورکوي اوس يې د طالبانو لاره سيخه کړه او منډې وروهي!
په افغانستان کې سياسي ګوندونه او اپوزيشن نشته بلکې د معاملې دفترونه دي


میرویس
19.03.2013

لرغونئ لاروئ صاحب، سلامونه مو ومنئ
ستاسې په خبروکې کافي د پام وړ ټکې شته، او دمعاملو خبره خو مو بالکل د کاڼي کرښه ده.
ګڼ شمیر خلک د مختلفو علتونو پربنا د طلبانو او د کرزي د حکومتد مخالفانو تر منځ خبرې ګټورې نه بولي. خو زه ګمان کوم چې په هره برخه کې چې د سولې د پرمختګ په لاره کې قدم اخیستل کیږي، زموږ د ملت پکې کټه ده. دا سوله نه یوازې د طالبانو، د حکومت د مخالفینو او حکومت تر منځ یوه مطرح موضوع ده، بلکه دا روانه شخړه او هغې ته د پاې د ټکي اېښودل، خورا پراخ ابعاد لري. که په افغانستان کې جنګ پای ته رسیږي او سوله راڅي، پکار دي چې په جنګ کې اخته ډلو، د سیمي ملکونو او بین المللی ټولنې ته نسبي د منلو وړ وي. دا مسئله د معجون مرکب مثال لري.


pattang
19.03.2013

انډيوالانو خوشې لګيا يي ، طالبانو نه له چاسره خبرې
کړې اونه يې تائيدوي داسې سوړې او باد خوشې
دالري باد پکې دي چې مختلفو ساسي لوريو/ پلو ته
بې مانا چوپړونه وهي!


میرویس
20.03.2013

اسلام علیکم، ستړئ مشي پتنګه وروره!
تاسې ولې دا فرصت طالبانو ته نه ورکوي، چې پخپله دا خبرې رد او یا تائید کړي؟ او که تاسې د طالبانو نطاقي کوئ، نو موږ هم خبر کړي، چئ خپل سوالونه تاسئ در استوو.
مګر داسې ښکاري چې تاسې دا خبرې د خپل هغه بد نظر پر اساس کوئ چې د شمال د ائتلاف او کرزي د حکومت سره یې لرئ. زه پخبله نه د کرزي د حکومت او نه د هغه د حکومت د مخالفینو سره خوخوږي لرم او نه د طالبانو د بدو اعمالو سره. که طالبان ښه کار وکړي تائیدوم یې.
که موږ هر هغه شئ چې نه مو خوښیږي رد کړو، نو ټوله نړۍ خو زموږ د غوښتنې مطابق نه چلیږي. موږ باید د ولس خوښه هم په نظر کې ولرو.
دښمني په دشمنۍ نه ختمیږي، بلکه دښمني په خبرو او سوله پای ته رسیږي.


پتوال
21.03.2013

سلامونه!
که دغه پت تماسونه واقعیت بیدا کړي نو یو موازیت په تیره کې د قدرت د بدلون له ناکامو هڅو سره چې د ټني او حکمتیار
د کودتا په پوځي هڅو انجام شوه دلته هم تر سترګو کیږي،، هلته شوروي په پټه پلوی کاوه او دلته یې امریکا په
ښکاره هم پلوی کولی شي ، خو د افغان ولس خوښه به په دې کې وي چې که د جګړیز او خونړئ کودتا سبب ونه ګرځې
د سولې له لارې چې طالبان له هرداخلي اړخ سره چې طالبان قدرت ته پرې رسیدلی شی باید مونږ يې هرکلی وکړو ،
ځکه سوله ییز لار به هم سوله اوهم د طالبانو قدرت وغځوي او جګړیز حل به د طالب قدرت صرف د جنګ
جګړې په غځولو غځیږي چې د هیچا له پاره به په زړه پورې نتیجي ورنلري! خو د سوله ییيزو خبرو اترو له پاره باید طالب ورونه ملی سیاسی کارپوهان ولري او په کومو بهرني ظاهراً
دوست - بڼه تاریخي دوښمنانو ډډه ونه لګوي او د چا په تمساحي اوښکو بیا ونه غولیږي!

ورونو! طالبان اوس انشا الله د یو لوی او سترتاریخي بري سره مخامخ دي چې سیاسي ابعاد یې حتی پخپله دوی ته
هم پوره نه ښکاري. مونږ باید هڅه وکړو چې دا ابعاد دوی ته د ورونو په توګه تر لیرې افقونو پورې روښانه کړو
څو هم له دغو کوټلو ابعادو اوپراخو افقونو څخه خپلو ژورو او پراخو مسولیتونو ته يې پوره پوره پام شی او
هم له زیات نه زیات خپل ملي اسلامي جهاد ته لا وهڅیږي! و من الله التوفیق والسلام

.


میرویس
14.06.2013

پتوال صاب، اسلام علیکم
وروره ستاسې تبصره پر تاریخي حقایقو بنا ده، زه هم پردې عقیده یم چې طالبان د ولسي، سیمه ایزو، نړیوالو حقایقو ددرک دپاره پوهیدو ته اړتیا لري. دوی باید پر دې خبره هم عقیده پیدا کړي، چې دیني او دنیوي مسائل یو د بل سره توپیر لري، او هرڅه باید په دیني تله ونه تلل شي.
د اسلام پیغمبر ته چا وویل چې شږ کال بابد د څشي کښت وکړو؟
هغه په ځواب کې وویل چې دا پوښتنه دیوه بزګر نه وکړه.
که کوم دیني سوال لري، نو ماته راشه.

نن سبا د سولې د خبرو اترو مسئله بیا توده شوې ده. د پاکستان نوي صدر اعظم نواز شریف ویلي چې د سولې خبروته د طالبانو د راکاږلو دپاره افغانستان او سعودي عربستان ته سفرونه کوي. د قطر امیر الثاني هم ویلي حاضر دئ چې د افغانستان د کشالې د سولې په خبرو کې هڅه وکړي، او مطبوعات وایي چې طالبانو هم د افغان حکومت سره د خبر دپاره تیاري ښودلې ده.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more