د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ولسي پاڅونوالو طالبان پسې اخیستي دي

اتل
18.03.2013

محترمو لوستونکو، اسلام علیکم
نن سبا په مطبوعاتو کې خپاره شوي رپوټونه وايي چې ولسي پاڅونوالو په طالبانو باندې مخکه سره تبۍ ګرزولې او د خپلو علاقو نه یې پسې اخیستي دي. پاڅون وال واي چې د طالبانو د ظلم زیاتي په وجه خلک مجبور شول چې د ځان د ساتنې دپآره لاس وسلې ته واچوي، او د طالبانو د شر نه ځان خوندي کړي.د لوګر پا څونوال واي چې نن سبا هغه طالبان چې په خلکو یې ظلم کاوه، وهل ټکول او حتی وژل یې، اوس د خپل سر په ساتنه پورې حیران دي
===
محور ورځپاڼه: ولسي قيامونو طالبان له پښو غورځولي
| دوشنبه, 18.03.2013, 04:44 PM | (348 لیدل شوی)

محور ورځپاڼه
په داسې حال کې چې افغان دولت د جګړې پرمټ د طالبانو مغلوبيت ناشونی ګڼي او د سولې ډېر پاسته شرايط وړاندې کوي، په غزني، لوګر، کندهار او هلمند کې ولسي وګړو د طالب ضد جبهو د یو مخيزه بري اعلان کړی.
د غزني پاڅونوال وايي، د اربکيو مليشو سره په ګډه يې طالبان د زنخان يوه کلي ته محاصره کړي او پاڅونوال د غزني په يوولسو ولسواليو کې خواره شوي دي.
په غزني سربيره د لوګر د دوو ولسواليو او د پنجوايي او ژيړۍ پاڅونوال وايي، هغه سيمې يې لاندې کړې، چې ښوونځي، کلنيکونه او عمراني پروژې يې د طالبانو تر تهديد لاندې وې.
د غزني په مقر کې تېره يوه اونۍ د طالبانو لپاره سخته اونۍ وه، ځايي خلک وايي، تر اوبند او ګيلان پورې هيڅ داسې کلی ندی پاتې، چې پاڅوانوال دې نه وي وررسېدلي. رپوټونه وايي، د دې سيمې حاکم طالب جنګيالي د کټواز د سرحد په يوه کلي کې پراته دي.
دا ځل په غزني کې ولسي پاڅونوال په وياړ سره له محلي پوليسو سره د همغږۍ او شريک فعاليت خبر ورکوي. دوی له قومي مشرانو سره ناستې کوي او له طالبانو پاکو شوو سيمو ته د مرستو غوښتنه کوي.
د پاڅون يو غړی عاصم وايي، د قومي مشرانو د غوښتنې له مخې له طالبانو په پاکو شوو کليو کې لومړيتوب د ښوونځيو پرانسته او ساتنه ده، خو ددې ترڅنګ پاکې شوې سيمې د روغتيايي خدماتو او انکشافي پروژو له اړخه خوارې دي. ښاغلی عاصم وايي: (( اوس نو د ولسي حشر دويمه مرحله ده، موږ بايد ناوه، زنخان او د ګيرو او اندړو څنډې له طالبانو خلاصې کړو.))
د غزني د سولې ولايتي شورا منشي خليل الله هوتک چې د محلي پوليسو د استخدام په پروسه کې کارکوي، وايي، له ۲۵۰۰ منظور شوو سيمه ييزو پوليسو څخه ۱۳۰۰ تنو يې دندې پيل کړې او له تريننګونو فارغيدونکي سيمه ييز پوليس په نورو سيمو کې خوريږي: (( ناوه، اجيرستان، رشيدان او زنخان کې د طالبانو مرکزونه لاهم فعال دي، خو نورې سيمې تقريبا په اکثريت سره له طالبانو پاکې شوې دي.
غټه ستونزه دا ده، چې سږ غزني ته ډېر پاکستاني طالبان راغلي دي. همدا اوس د يونيم سلو په شمېر پاکستاني طالبان په قره باغ کې دېره دي، چې لوی تهديد دی، اصلا طالبانو ټوله توجه غزني ته کړې ده.))
لوګر د کابل په ګاونډ کې د طالبانو د زوال په جنجالي سيمه بدلېدونکې بله حوزه ده. په کلنګار کې پاڅونوال زلميان وايي، په سيمه کې يې داسې امن ټينګ کړی، چې طالب به د ورتګ جرات ونکړای شي. ځايي خلک وايي، نور د پاڅون په کاميابۍ او ناکامۍ فکر نه کوي او اوس هڅه کوي، چې څرنګه نورې ولسوالۍ په ولسي ملاتړ سره وتړي او طالبان له لوګره وشړي.
د دوی په خبره، تېرکال دلته د طالبانو محکمې وې، له کورونو يې په زور ډوډۍ خووړې او خلک يې تهديدول او وژل خو اوس هماغه طالبان د ځان ساتنې غم اخستي دي.
په لوګر کې د سيمه ييزو پوليسو د استخدام لړۍ شروع شوې او لومړۍ ډله درې سوه محلي پوليس چې ځایي کليوال دي، په پل علم، محمد اغه، برکي او ازره کې خواره شوي دي. د لوګر چارواکي وايي، دوی هڅه کوي، ډېر ژر خروار او څرخ ته هم محلي پوليس خواره کړي.
د لوګر د چارواکو په خبره اوس په سيمه کې ډاډمن امن او په يو غږ د طالب پرضد د خلکو پاڅون ددې سبب شوی، چې انکشافي پروژې او خدمات په بيړه يادو سيمو ته خواره شي.
بل خوا د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د زلميانو يوه ډله د کليو د خامو سړکونو په پاکولو لګياده، دوی وايي په سيمه کې د طالبانو ماينونو ټول تلفات ملکي وګړو ته اړول. ځايي اوسېدونکی حاجي میرزا وايي، بهرنيو ځواکونو دلته ډېر ظلم وکړ، خو د طالبانو ظلم تر هغوی تېر دی. ده محور ته وويل (( زنګاوت کې امريکايانانو ۱۶ کليوال شهيدان کړل، خو طالبانو دومره ظلم کړی، چې د همدې سيمې خلک هم اوس د طالبانو پرضد را ولاړ شوي دي.))
د پنجوايي ترڅنګ د ژېړۍ خلکو هم له حکومته غوښتي، چې هلته د محلي پوليسو تشکيلات زيات شي، دوی غواړي، د زور له لارې په طالبانو بريالي شي او له سيمې یې وشړي، له بي بي سي سره په مرکو کې د يادو دواړو ولسواليو خلکو ويلي، له اتو کلنو راهيسې د طالبانو په عذاب کې دي، لويشت پوخ سړک نه لري، طالبان يې بې دليله وهي- ترټي او تعليمي او صحي خدمات په ټپه ولاړ دي. د پاڅون لومړنی اقدام دا و، چې د قومي مشرانو په خبره ښوونځي يې پرانستل او په يوه مياشت کې يې د ټولې سيمې د آزادولو ژمنه تازه کړې ده.
د روان کال په اوږدو کې د طالبانو پر وړاندې د ولسي غبرګون ترټولو توده څپه خپل اثرات لري، د پوهنې وزارت په يو پيغام کې راغلي، چې په هلمند ولايت کې سږ کال څلويښت ښوونځي د قومي مشرانو او علماوو په هلوځلو بيا پرانستل شوي دي، چې وروستي پنځه يې روانه اونۍ پرانستل شول.
د دې ترڅنګ له سيمه ييزو پوليسو سره د کليوالو او پاڅونوالو مرسته هم داسې په ډاګه کوي، چې په کليواله سطحه له اته کاله جګړې وروسته نور په پښتني سيمو کې طالبان د نفوذ کومه انګيزه نشي ايجادولای.
د غزني په ګاونډ وردګو ولايت کې ځايي خلک وايي، ددې لپاره چې د غزني په څير په نوموړي ولايت کې هم خلک د طالبانو پرضد منسجم نشي، نو له وړاندې طالبانو خپل روش بدل کړی، خلک ځوروي او د هغو زلميانو څارنه کوي، چې له طالبانو سره اړيکې نلري.


هجران
15.05.2013

السلام عليکم اتل صاحب!
له تاسوڅخه هيله کوو چي آن دانصاف په چوکاټ کښي اوسئ ، که طالبان دپاکستان ترلاس ګرهاياطوعالاندي ، خودافغانستان دولت د۴۲کفری هیوادو ترلاس لاندي دئ ،نوبايد هرهړخيزه معلومات راته وړاندي کړئ. په احترام


اتل
15.05.2013

هجران صاحب، اسلام علیکم
ورورجانه، زموږ د بحث موضوع داده چې ولس د طالبانو د ناخوالو نه تر پزې راغلئ او د مجبورې ورځې یې د طالبانو پر خلاف قیام کړدئ. که تاسې بدې باب څه نطر لرئ رایې کړئ.
که غواړې پرخبله مطرح کړې مسئله بحث وکړئ، پر هغې بحث شروع کړئ، چې ټول اړخونه یې را وسپړو.
په درناوی.
پاک الله مو مل شه.


pattang
15.05.2013

له اولسه څخه خبرې کول غلط کار او پروپاګنده ده!
هو څو لوچکان اربکيان شته چې طالب يې له دالرو منعه
کوي خو دوی ددالرو لپاره منډې وهي !!
چې ايمان نوي دالر به تر څو پورې ورکول کېږي!! .
دادی د ملګريو اخلاقو ته د سم وګوره !!

http://www.youtube.com/watch?v=IDMS7Ne3N5M


اتل
17.05.2013

پتنګ صاحب، اسلام علیکم
تاسې د غزني، د کندهار، لوکر، پکتیا، لغمان، نورستان، ننګرهار د ګن شمیر ولسواليو او دغه راز د ځیني شمالی ولایتونو خلک چې د طالبانو او هغوی د خارجي ترورستانو د ظلمونو دلاسه یې پاڅنونهکړي، لو چکان وایاست؟ دا د افغان ولس پرګنو ته د سپکاوي نه پرته بل څه ندي. که تاسې دغه ولسونه بې ایمانه بولئ او ورته وایاست چې دوی خبل ایمان په ډالرو خرڅکړې، بیا طالبانو ته څه وایاست، چې هغوی خپل ایمان پر چا او په څشي خرڅ کړیدي؟

بیا ځان ته دا جرئت او حق ورکوې اوزموږ پښتنو د غزا د ډولونو او ملي اتڼونو ویدیو اچوئ او زموږ ملي دودونو ته سپکاوئ کوئ او بد اخلاقي یې ګڼئ؟ زه نه پوهیږم چې ته هم پښتون یې او که د بل قام سړئ، او که د پښتنو د ځپلو دپاره د چا لخو ګمارل شوي يې؟
که تا پخپله اتڼ نه وي کړئ نو پښتون نه یې، او که دې کړئ وي، نو بیا؟
تاسې د الله او پښتو له لارې بې لارې شوي یاست، د ایزید متعال د دربار نه هدایت درته غواړم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more