وطن پال او نور ګټور شعرونه
پدرام ته !
      ABUL KHALIQ SAFI
      25.11.2004
    
پدرامه  غوږ شه څو خبرې واوره
دا يو څو هيلې با خبره واوره
تا د ګيدړو د مکارو هڅو
صرف  د  زمرو سره دعوې  يادې کړې
تا ته معلوم شو د ګيدړو همت
چه د زمرو په اواز ورک شول ټوله
راشه زمرو سره زمری شه ګوره
چه خصلتونه د  شاهانو زده کړې
پرېږده د خټو دا جوړ شوي زمريان
چې د زمريانو په غږ سيمه پرېږدي
څه  دې ليدلي؟
چې نڅېږې  ايراني ډوهلو ته
چې د افغان سره دښمن يې
او ايران  خپل ګڼې ته
دا معلوميږي چې شيدې دې
د کرمان او اصفهان څکلي
نه د افغان څکلي
راشه را ګډ شه د ميرويس په بچو
چې په لېمو باندې دې وګرځوي
پرېږده ايران او د ايران خوبونه
راشه افغان شه افغانتوب زده کړه
بيا د ولسمشر نرتوب زده کړه
په يو فيصد ايراني اصل افغان
پدغه لوی کور مشرتوب نه کيږي
ځان احمد خان کړه او افغان وګټه
ښکلی تاريخ  د افغانستان  وګټه
25.11.2004 
ويانا            عبدالخالق ساپی