نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
مرګونئ کښت
میرویس
13.03.2013
د پت او عزت څښتنو پښتنو، اسلام علیکم
د القاعدې پر لاس د طالبنو د ړنګ شوي حکومت د امنیت او کوکنارو د جرړي د ایستلو کار نامې به چیرې هم د یوه حقبین انسان له یاده ونه وزي او په زرینو کرشو دغه لیکل شوئ تاریخ به تل تر تله ژوندئ پاتې شي.
خو له بده مرغه، طالبانو په لوی لاس دغه ګټلئ شهرت په اوبو کې لاهو کړ. نن سبا د طالبان تر کنتول په لاندې سیمو کې بزګران د کوکنارو کر کیلې ته مجبوریږي او طالبان د خپل جنګ د پاره کارترې اخلي او په اصطلاح خپل روان جهاد ورباندې جوته او حرام کوي.
د ملګرو ملتونو رپوټونه هم طالبان پدې ملامتوي چې ددی حرامې لارې مادیات تر لاسه کوي چې جنګ پرې جاري وساتي. د روسیې د مخدره موادو سره د مبارزې د ادارې رئیس ویکتور ایوانوف په ملګرو ملتونو کې ویلي چې د افغان اپینو یو میلیون انسانان وژلي او په تیره یوه لسیزه کې ددې حرام بوټې تجارت یو تریلیون ډالرو ته رسیدلئ دئ
===
ویکتور ایوانوف: د افغانستان په هیروینو په نړۍ کې یو ملیون انسانان مړه شوي
| سې شنبه, 12.03.2013, 02:53 PM | (312 لیدل شوی)
تاند- د روسیې له مخدرو موادو سره د مبارزې د ادارې مشر وايي چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د مخدرو موادو د تولید په مخنیوي کې پاتې راغلې او تېر کال د کوکنارو کښت تر اتلس فیصدو زیات شوی دی.
د ایتارتاس خبري اژانس د راپور له مخې د روسیې د مخدرو موادو د کنټرول د فدرالي ادارې مشر ویکتور ایوانوف پرون د مخدرو موادو په اړه د ملګروملتو د کمیسون په غونډه کې وویل: ما په دې باصلاحیته غونډه کې خپله وینا د دې نه انکارېدونکي حقیقت په باب د خواشینۍ په څرګندولو سره پیل کړه چې نړیواله ټولنه نه یوازې تېرکال د مخدرو موادو د تولید او نړیوال قاچاق په برخه کې د وضعیت په بدلولو کې پاتې راغلې بلکې له مخدرو موادو سره د مبارزې لپاره د یوه ځواک د جوړولو په خاطر د یوې ښې ستراتیژۍ په جوړولو کې هم ناکامه شوې ده.
ده وویل چې تېر کال په افغانستان کې د هغو سیمو ساحه اتلس فیصده زیاته شوه چې کوکنار پرې کرل شوي وو یعني له یولکو یو دېرش زره هکتارو څخه یولکو ۵۴ زره هکتارو ته زیاته شوې ده.
ایوانوف مخکې وړاندیز کړی و چې د افغانستان یوه داسي نقشه دې جوړه شي چې نړیوالو ته هغه سیمې څرګندې شي چې کوکنار پکې کرل کېږي او یا د مخدرو موادو د تولید لابراتوراونه پکې موجود دي.
ده همداراز د مخدرو موادو د تولید پرضد د مالي او اقتصادي محاصرې او بندیز پر اهمیت ټینګار وکړ.
ایوانوف چې په ویانا کې د ملګروملتو د مخدرو موادو په کمیسون کې خبرې کولې، اټکل وکړ چې له ۲۰۱۴ وروسته، چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووځي ، په دغه هیواد کې به د هیروینو تولید نور هم زیات شي.
ده دا هم وویل، له ۲۰۰۱ څخه، چې نړیوالو ځواکونو په افغانستان کې عملیات پیل کړي دي، تراوسه پوري په نړۍ کې د افغانستان په هیروینو تر یوملیون زیات انسانان مړه شوي دي.
د ده په وینا په تېرو دوولسو کلونو کې د افغانستان د مخدرو موادو د کاروبار ارزښت شاوخوا یو تریلیون ډالرو ته رسېږي.