د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

نوروز، اودهغه لمانځل دشریعت له نظره


Mazharee
12.03.2013

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
وروسته درنواوقدرمنومسلمانانووړونو:لكه څرنګه چي تاسوخبرياست چي ده نوروكلنوپه څيرسږكال هم ده نوروزپه نامه ورځ ر ا روانه ده اوراځي.نوپدي خاطرچي پدي ورځ ډيرمسلمانان په ناخبري كي ده لويوګناهونومرتكب كيږي،نومونږ وغوښتل چي ده خپلومسلمانوخلګوده لاښه خبراوي لپاره د نوروز د ورځي اوپه هغي ورځي كي ه جشن نیولو شرعي حكم ده خپل مسلمان ولس ترغوږوپوري ورسو،هيله ده چي په غورورته وګوري.

نوروزاودهغه بنسټ
نوروزده كال لومړني ورځ اوده مجوسيانوده لويواخترونوڅخه ده.ويل كيږي چي لومړني كس چي د نوروزورځ ئي په اختريزو مراسموولمانځل جمشيد يود باچاهانو څخه د فارس وو چي جمشادهم ورته ويل كيږي.
مجوسيان په نوموني كي ددي ورځي په نامه سره د نوروزاختلاف نظرلري،ځني وائي چي پدي ورځ كي طهومرت ومړ اوجمشيدده پاچاهي پرتخت كښيناست،نوځكه ورته نوروزيعني نوي ورځ وايئ.
اوځني نورپدي عقيده دي،چي نوروزهغه ورځ ده چي پدي ور ځ خداي پاك لمرپيداكړيدي.
اوځني داګمان كوي چي نوروزده افلاكوده حركت ده لومړني پيل ورځ ده.
په پخواكي ده نوروز د مراسموشپږ ورځي وي چي لو مړني ئي،اوله ورځ د افريدون ماه چي په فارسي كي ورته (فروردين) واي.اودلته په حمل مشهوره ده.چي د لمريزكال لمړني مياشت ده،اوشپږمه ورځ ئي ده لوي نوروزپه نامه ياديدله؛ ځكه چي خسروان(ده مجوسوپادشاه)په لومړني پنځه ورځوكي ده خلګواړتياوي پوره كولي او شپږمه ورځ ئي د خپل ځانګړوملګرواوبانډاريانوسره په خلوت اوميله كي تيروله.
اوددوي ده عاداتوڅخه يوداهم ووچي دغه شپه به يوپه رنګ ښائسته سړي ده كسري ده مانړي ده دروازي شاته تيرول اوترسهاره به منتظركښينستئ،اوده صبح ده دميدلوسره به بيله ده اجازي اخستلو د پاچاپه درباركي حاضرشو.نوكله چي به پاچاپه خبرسونوپوښتنه بئي ځني وكړه:ځوك ئي؟ده كم ځايه راغلي ئي؟چيري ځي؟نوم دي چي شي دي؟ولي راغلي؟ځوك درسره دي؟.ده په ځواب كي ورته ويل: پيروز(بريالي)يم، نوم مي فرخنده(خوشحال)دي، ده خداي د طرفه راغلي يم، د ځانه سره نيك دولت اوپادشاهي لرم،د مباركي اوخوشحالی سره راغلي يم،او د ځانه سره مي نوي كـال راوړيدي،وروسته به كښينستئ،بيابه وروسته بل څوك رادننه سو د سروزرو پرغاب به یي غنم،وربوشي،نخود،كنجدي،سمنو،درهم اوديناراوڅه داسي نورشيان ايښي وه د پاچاپه مخ كي به ئي كښيښول.وروسته به خلګوپاچاته سوغاتونه راوړل اوهرسړي به د خپلي رتبي اودرجي پربنيادپر خپل نوبت د پاچادربارته راتلئ.
وروسته به یی خادمانوده مخكني حبوباتوڅخه يوه لويه ډوډي جوړه کړه د پاچااوناستوخلګوحضورته به وړاندي كړه پاچااوهغوي به ځني خوراك كوي.وروسته به ټولوپه همږغي ويل:دادنوي كال اونوي زماني نوي ورځ ده، اولازمه ده چي په دي ورځ كي هرشي نوي اوتروتازه وي.وروسته به ئي راغلي سوغاتونه پرخپلوخانانواوناستومشرانو باندي ويشل اوتقسيمول.
اوهمداراز د فارس د عاموخلګوداعادت ووچي پدي شپه به ئي اورونه بلول اوپه هغو به یي لوبي كولي،او د اوبوپه پاشلوباندي به یي شپه تيرول.

ده نوروزاوده هغه پشان وروځوده لمانځلوحكم اوتاوانونه:
1.مشابهت ده كفارو اود هغوي ده كارونوسره،سره ددي چي شرعاهغه منعه اوناروادي لكه رسول اكرم صلي الله عليه وسلم چي فرمائي «مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ»سنن بيهقي.هرڅوك چي ځان ده يوقوم سره مشابه كوي(كه مشابهت په افعالوكي وي كه په سيرت كي كه په مناسبتونوكي) هغه ده هغوڅخه دئ.
اوداغه رقم فرمائي: «لَيْسَ مِنَّا مَنْ تَشَبَّهُ بِغَيْرِنَا لاَ تَشَبَّهُوا باليَهُودِ وَلاَ بِالنَّصَارَى»سنن نسائي – ابي داؤد.. ندي زموږڅخه هغه څوك چي په غيرسره زموږ(يعني په غيرسره ده مسلمانانو)ځان مشابه كړي،ځانونه په يهودواونصاري ووسره مه مشابه كوي.
2.دوستي اوتأئيدده كفارودي سره ددي چي مسلمان ددي څخه شرعاًمنع سويدي لكه په قران كي چي خداي پاك فرمائي{ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ }اي مسلمانانويهوداونصاري خپل دوستان مه نيسي.
3.مخالفت ده احكاموڅخه ددين دئ، ځكه كوم شي چي ده شريعت لخوامنع سوي وي خوانسان هغه شي په ويښه اوقصدًاكوي داپه معني کی د مخالفت د احكاموڅخه د شريعت دي.
4. دشرعا منع شوی کار په کولو باندی مرتکب کیدل: ځکه چی د نوروز اومیزان دورځی لمانځل رسول اکرم (ص) منعه کړیدی، لکه چی په لاندی حدیث کی راځی:
عن أنس قال : قدم رسول الله صلى الله عليه و سلم المدينة ولهم يومان يلعبون فيهما فقال " ما هذان اليومان " ؟ قالوا كنا نلعب فيهما في الجاهلية فقال رسول الله صلى الله عليه و سلم " إن الله قد أبدلكم بهما خيرا منهما يوم الأضحى ويوم الفطر " .(سنن ابی داود).
ژباړه: حضرت انس (رض) فرمایی: رسول اکرم (ص) مدینی ته راغئ، دلته خلګو دوۍ ورځی درلودلی چی دوی پکی خوشحالۍ کولی او ساتونه یی پکی تیرول ، نو رسول اکرم (ص) ورته وویل: داکومی ورځی دی؟ نو دوی ورته وویل: مونږ دجاهلیت په وقت کی پدی ورځوکی ساتونه تیرول، نو رسول اکرم (ص) وفرمایل: خدای پاک ددغه ورځو په بدل کی تاسوته دوۍ نوری ورځی درکړیدی چی ترهغوی بهتره دی، چی هغه ورځ دلوی اختر او ورځ دکوچنی اخترده.
اوهمدا راز په فیض القدیر شرح دجامع الصغیر کی داسی راځی: قال المظهر : وفيه دليل على أن تعظيم يوم النيروز والمهرجان ونحوهما منهي عنه وقال أبو حفص الحنفي : من أهدى فيه بيضة لمشرك تعظيما لليوم كفر.(فیض القدیر)
ژباړه: مظهر ویلی دی: پدغه حدیث کی دلیل دئ پردی خبره باندی چی تعظیم د دنوروز اومیزان دورځی منعه دئ، او ابوحفص حنفی ویلی دی: څوک چی یوه هګۍ وکافرته د نوروز دتعظیم لپاره سوغات ورکړی هغه سړئ کافرشو.

4.ژوندي كول اوترقي وركول اوترويجول د كفري مراسمو اود هغوي د خرافاتو، چي داكارمسلمان ته سخت ناروادي.
5.په مسلمانانوكي ده خرافاتواوبدعاتوپه ترويجولوباندي خوشحالي او د هغوپه عام اوعادي كيدلوكي د مرستندويه حيثيت پيداكيدل.
6.حشركيدل په ډلي كي د كفارواومشركينولكه څرقم چي عبدالله ابن عمررضي الله تعالي عنه فـــرمائي: «من بني ببلاد الأعاجم و صنع نيروزهم و مهرجانهم و تشبه بهم حتي يموت و هو كذلك حشر معهم يوم القيامة»سنن بيهقي.
ترجمه:چاچي ده اعاجموپه ښارونوكي ځانته بناوكړه اوددوي نوروزاوميزان ئي ورسره ولمانځي اوددوي سره ئي ځان مشابه كي ترڅوچي پرداغه حال مړسونودي به د هغوسره راحشرسي په ورځ کی د قيامت.
7. ه اسلامي شريعت د لاندي حكم مصداق ګرځيدل:
ويكفر بخروجه إلى نيروز المجوس والموافقة معهم فيما يفعلونه في ذلك اليوم وبشرائه يوم نيروز شيئا لم يكن يشتريه قبل ذلك تعظيما للنيروز لا للأكل والشرب وبإهدائه ذلك اليوم للمشركين ولو بيضة تعظيما لذلك اليوم.مجمع الانهرفي شرح ملتقي الابهر- بحرالرائق- الفتاوي الهندية.
ترجمه:اوكافركيږي په وتلوسره و نوروزته د مجوسيانو،اوپه موافقت كولوسره ددوي سره په هغوشيانوكي چي دوي يی پدي ورځ كي كوي،اوپه رانيولوسره د هغه شي چي د په بله(اوعادي)ورځ كي نه رانيوئ دپاره ده تعظيم ددي ورځي،خوكه دپاره د خوړلو اوچښلووي(نه په مناسبت د نوروز)بياپروانلري.اوداغه رقم كافركيږي په سوغات اوهديه وركولوسره وكفاروته پدي ورځ كي كڅه هم يوه هګي وي دپاره ده تعظيم ددي ورځي.
خوکه یی څوک دتعظیم لپاره او دمجوسیانو په عقیده نه لمانځی بیاهم ناروا ځکه دئ، چی دهغوی سره مشابهت راځی او مشابهت په اعتقادی اوعملی کارونوکی دکفارو سره ناروا دئ.

هغه كارونه چي مسلمان بايدپدي ورځ كي ځان ده هغو د كولوڅخه وساتي
1.ده توري چهارشنبي ياسوري چهارشنبي لمانځل.
2.په مناسبت ده نوروزده كورونواوسرايونوپاكول،منيځل،اوده كورده سامانونه بدلول.
3.د ډول ډول خوراكونوپه سترخان ايښوول،پرشااوخوائي راټوليدل او د نوي كال حلول اونوي كيدلوته انتظار.
4.ده نوي كال چاته مباركي ويل اوده مباركي كارت اویا پیغام استول.
5. اختري(عيدي)وركول اوده هغه اخیستل كه ناوي ته وي اوكه زوم ته.
6. په مناسبت ددي ورځي د دوستانواوخپلوانوسره ليدل او د هغوي ملاقات اوناسته ولاړه.
7.ددي ورځي په مناسبت ده نووكالواغوستل.
8.ده دوكان،مدارسو،اومكاتبوتعطيله ول اوبندول.
9.په مناست ددي ورځي سفركول.
10.په ديارلسمه ددي ورځ وتل(سيزده بدركول).
11.ددي ورځي په مناسبت غرونو،رودونو،پاركونواوباغونوته ده ميلي دپاره تلل.
خلاصه هرعمل چي په ماسبت ددي ورځي وي بايدمسلمان د هغه د كولوڅخه ځان وساتي.
ده لاډيرومعلوماتودپاره کولای شی په خپل ولایت کی وخپلوجیدوعلماوته رجوع وكړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more