د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

په جومات کی هم خوندی نه یو

مومند
11.03.2013

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پیښور کی د یوه جومات په چاودنی کی څلور تنه ووژل او تر شلو نه ډیر کسان ټپیان کړی دي.
جومات د خدای کور او د عبادت ځای دی او په دغه خای کی تر ټولو نورو ځایو باید چی سړی خپل ځان امن او خوندی احساس کړی مګر د داسی جنایتکارانو له کبله خو اوس مسلمانان په جوماتونو کی هم د دوی د بریدونو له ویری نشی تلای. مسلمانان په جوماتونو کی د ورځی پنځه ځله سره راټولیږی او په ګډه د پاک الله تعالی دربار ته نومنځونه، ختمونه او نیایش او عبادت کوی. په جومات کی زمونږ ماښومان د اسلام سبق اخلی او زمونږ سپیڅلی دین، الله تعالی او د هغه پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم په هکله زده کړی کوی. نو دا څنګه ځناوران به یی چی د مسلمان عبادت کوونکو د وژنی او ټپی کولو په قصد داسی یو سپیڅلی او مقدس ځای کی چاودیدونکی مواد/ټوکی ځای پر ځایکړی وی ؟ که یو مسلمان په جومات کی هم خوندی پاته نشی نو چیرته به خوندی وی؟ دوی په جوماتو، ښونځیو او هر هغسی ځایونه چی ملکی وګړی پکی وی بریدونه کوی چی دا ټول د اسلام او اسلامی احکامو په خلاف عمل دی. دوی د مسلماناو او د پښتنو اصلی دښمنان دی.

په درنښت

مومند


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more