د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

او شاعر دي د مجلون وي ٠ د

Anonymous
25.11.2004

ټولوته سلامونه خو حليمي صاحب ته دا ځل لګ زيات ٠

محترمه ټوقی می يادی نه دي او ځانم په شايرانو کی نه شم ايسابولې ځکه چه نثر لا په خوارو جوړوم نو پاتی شو نظم دابه دچاپلار جوړکي ٠

تاسود انجانرانو خبره کړی ده خو هلته به خټګر اودروزګر ته هم انجينر ويل کيده ٠ زما نه چه ګيله ونه کی زه نه انجانر وم نه اينجا نر يم ٠ زمنګ ملک دی خدې اباد لري تعليم هم پکی کفر وو او چه چا به حکومتي کار نشو موندلې نو ماليم به شو٠ غريبانانو به دمليريا مستزر ته هم ډانګټرسېب ويل اوخسبر اسکر ته به يې ضابط سېب ٠ طاوس خان دی خدې اوبخي په ښاروالۍ کی پياده مقرر شوې وو نو هر سار به يې پخپله ښځه دپ چلاوو اوغږ بې کړې چه ای ښځې چې زرزر راوړه دوترداري لرم ناوخته دی که رابانی ٠
مامهچاخان ته چا ويلي وو چه ډېره ښه قواره لرې ته هم ځان ددولسمی دورې په وکيلانو کی کانديد که بس هغه هم يوټيمي صندوق د سرک په سر ايښې وو چه هلکانو ورله د لوټو ډک کړې وو ٠

بس د چا دلاسه وجاړو ولا که مو په يوه کی هم څوک پرېدي ٠ اوپه تېره خارختي موليان ! بس په هر څه کی ددوی کاروي ولاکه دسړي سامانونه هم تری بې توله خلاص شي ٠
دايوزه په دې فورمي شېخانو کی لګ شوقي يم داهم اوس په دې اواغه ګناه په تور رانه اخلي خو دا ناشونې کاردې ٠

زه شوقي وم
زه شوقي يم
اوشوقي به اوسم

اوس نو دمينې اومحبت دانجينرانو ويناو ته غوږ شۍ !

پتنګ په شمع بلبل مينه په سروګلو کوي :idea: عاشقان فخر په ديداردنازولو کوي
دهرچا خوښه که په مال که په کمال پسې ځي :idea: زه يې عبث بولم چه مينه بې له ښکلو کوي
دښکلوخيال که دشاعرسره ملګرې نه وي :idea: ډېرغولېدلې که هوس دشعرويلو کوي

اودکاڼي کرښه به داسی وکاږم :

زما په شوق کی به خاشې نه اچوۍ :D

ددواجان دخوانه دوا وسلام


Anonymous
25.11.2004

دواجان شوقي وروره زما سلامونه او احترامات ،ښې هيلي ومنه ٠
کته خوابدې سوي ئې ٠ نو ږغ کوه چه ناغه درکم٠

که نه وای عشق په خټه د ادم اخښلې
.............................بيا ماؤتاد مور ؤ پلار هواڅه کول
که نه واې د جانان د مخ رڼاپه ګلستان کي
..............................انسان پېريان ملکوت پر اسمان څه کول
که نه وای عشق ديار ليلاڅه کاوه مجنون
.............................نو بياحضرت يوسف ؤ زلېخاڅه کول
............................................................................................................. دغته غوږ سه
[color=blue:f6f63a395c]ای صادق المصدقون علم الوری نورضيا
..........................ای سعدالله نبی الله کلم الله ابوالقاسم
ای صاحب لوا الحمد ای صاحب معراج ؤ تاج
.........................ای فاتح علم اليقين روح القدوس رسول اکرم[/color:f6f63a395c]


خفګان

Anonymous
25.11.2004

دروند مېلمه صاحبه دواوسلام درواخله

نه نه دادشوقيانوخاسيت نه دې چه په سمه به نه پوهيګي اوکه پی پوی هم نشي نو دوه درې کنځلې او خطارسا سوک څپېړه خوپه شوق زغمي ٠
خه نو چه ماته دی نه دي ويلي نودبخنې دپاره می ننواتې قبولی که ٠
خواسې بې درياده کم که ستاپيکريي نو هرشې چه ډېرزيات شي نوسرچپه تاثير کيي ٠ ګوره افغانستان ته کله چه موليان پکی کم شول نودمولاتوب شوقيان مخ په زياتېدو شول خوچه کله موليان ډير شول نوخلکو دمولاتوب ضد شوق پيداکه٠

دخدې کارونو ته ګوره چه حيوانات هم ازادي خوښوي٠

ددواجان له طرپه لوی اووړو ته دواوسلام


Anonymous
25.11.2004

دواجان شوقي سلامونه درواخله

[u:91c8ce311f][quote:91c8ce311f]دخدې کارونو ته ګوره چه حيوانات هم ازادي خوښوي٠ [/quote:91c8ce311f][/u:91c8ce311f]
نه نه حيواني ازادي موږ نه غواړو ٠ حيوانات چه کومه ازادي لري ٠ دغه ازادي ئې د حيوانيت سبب شوي ٠ مراعت د حقوقو نه کوي٠ د انسان ازادي معنا مراعت د حقوقو ٠ که انسان مراعت د بل د حق وه نکړۍ ٠ نو حيوان ته قرب
کوي ٠ او محبس ور کوري ٠ بې عدالته ازادي حيوانيت دي ٠
٠


دحيواناتوازادي

Anonymous
25.11.2004

بل سلام هم درواخله

(( که انسان مراعت د بل د حق وه نکړۍ ٠ نو حيوان ته قرب
کوي ٠ او محبس ور کوري ٠ بې عدالته ازادي حيوانيت دي ٠ ))

دغه پورته ليکنه ستاسو ده اودسی راته مالوميږي چه څه بل مطلب دی تی اخيستې که نه نوماخوليکلي چه ( خدايي خاسيت دادې چه حيوانات هم ازادي خوخوي ) او ددې په څنګ کی زما جمله دسې ليکل شوې : (( دخدې کارونو ته ګوره چه حيوانات هم ازادي خوښوي٠ )) نودازما مطلب اوستا افاده سره نه جوړيګي ٠ که ماويلي وې چه منګ دحيواناتوپه څېر ازادي غواړو کوم چه امکان هم نه لري نو ستا دا جواب چه وايې ((نه نه حيواني ازادي موږ نه غواړو ٠ حيوانات چه کومه ازادي لري ٠ دغه ازادي ئې د حيوانيت سبب شوي ٠ مراعت د حقوقو نه کوي٠ د انسان ازادي معنا مراعت د حقوقو ٠ که انسان مراعت د بل د حق وه نکړۍ ٠ نو حيوان ته قرب
کوي ٠ او محبس ور کوري ٠ بې عدالته ازادي حيوانيت دي ٠)) بيخي په ځې وو خو چه زما د خبری سره نه جوختيږي نو بې مناسبه به نه يي چه ووېم سيي ده :?:

او ستا دې خبرې ته چه ګورم چه (( که انسان مراعت د بل د حق وه نکړۍ ٠ نو حيوان ته قرب کوي)) نو د پېښور سنډه ګان راپه يادشي چه څومره ظلم پی کيږي اودافغانستان د خرو ( sexual harassment) پښتو ترجمه هم نشم کولې خوهغوی هم لکه انسان ځان لري٠ خلک وايي په غربي ملکونو کی دحيواناتو دحقونو ادارې هم شته او په هند کی خو مذهبي رول هم لوبوي٠ نوستادخبرې په تاييد زمنګ په ملک کی حقونه څوک څه پېژني ؟ ځن خو دسی هم شته چه لکه دګاډۍ اس خواوشا نه ويني ځکه چه په سترګو يې پرده لګولی وي ٠

ملک ته ګناه نشته ډېر ښه ملک دی اوهرڅه لري منګر خلک يې په هيڅ چوکاټ کی نه دي برابر شوي اوکه وي نو ته يې راوښيه!

ددواجان له طرپه لوی اووړو ته دواوسلام


Anonymous
29.11.2004

دواجانه وروره نام خدا! خبرې او شعرونه دې يو تر بل زياتې خوږې او خوندورې دي . لومړی مې سلامونه ومنه ، او بيا دروند ورور ميلمه صاحب ته سلامونه او نېکې هيلې وړاندې کوم . ستا سو دواړو په خبرو کې يو ټکی ته چې ښايي له تاسو دواړو نه بي پامه پاتې شوی وي او له همدې کبله مو د نظر فرق رامنځته شوی وي، ستاسو پا م رااړه وم چې :
..........................................................[color=red:6a13e3ad30]آزادي اصلأ وايي څه ته ؟ [/color:6a13e3ad30].

په درنښت .


Anonymous
29.11.2004

تر هر څه دمخه خپل سلامونه او احترامات عرض کوم ودروند غيرت صاحب ، دواجان ورورته
[quote:52e39a65b3]..........................................................آزادي اصلأ وايي څه ته ؟ . [/quote:52e39a65b3]
ازادي يو قانوني حق دي د انسانانو ٠
اظهار نظر په اوله درجه په ويلو يا ليکلو٠ هغه اظهارنظر چه ترڅو بل انسان په توحين سوي نوي !!
او که توحين سي يوازي اخلاقي مسؤليت سته نه قانوني ٠ ممکن په خاصو حالت کښي يو 1 % قانوني
اظهار نظر يوازي د اخلاقو په قوه کنترليږي ٠ نه د کومي بلي قوې له خوا
او يوازي هغه عمل ازاد دي چه خساره ئې وهيځ مخلق ((بحر،وچه،هوا،طيور،حيوانات ٠٠٠)) ته نه رسيږي ٠ ځان وږلو ته اجازه نسته ٠ ولي چه اولاد او والدين لويه خساره کوي (روحي)

يعني هيځ عمل ازادي نه لري ٠ هر عمل قيد دي په قانون کي ٠


Anonymous
29.11.2004

او په مارشل ارت کي داسي وايي
هرسړی ځانته يوه د تنفس ساهه لري ٠ او دغه ساهه عبارت ده د لاس په اوږدوالي ٠ يعني زه چه لاس اوږد کم
او دلاس خپړه لوړه ونيسم 90 درجې دغه فاصله زما د تنفس ساهه ده ٠ اخلاقا بايد څوک چاته تر دغه ور نژدې هم نسي٠


Anonymous
29.11.2004

ميلمه وروره ياخوری اوټولولوی اووړوته سلامونه

بعدددواوسلام نه به وويم چه خديګو که دازادۍ په مانا به پېګم خو يوه ورځ می مرغۍ نيولی وه اوڅوساته می دټوکرۍ لاندی ساتلی وه خوبې می وته زړه وشو ماويل راځه چه ځانلې وريته کم خو دټوکرۍ ځنډه می چه څنګه جګه کړه نو مرغۍ رانه پررررشي واولوته اودسی چڼاريی شرو که چه سړې پی دورانه پييده چه خوشاله شوه ٠ نوچه مرغۍ دومره په ازادۍ پيګي نو دواجان دته قمقل ښکاري څه ؟

زه خويی په سمه اړومه خوچه څوک يی په کږه اړۍ نوپه دې بم دواجان ملامتي ؟

نوربه بيا ليکمه وزګارنېمه وس

په مخهم خه

دواجان شوقي
[/b]


Ghairat
30.11.2004

[quote:2ecbf78ba8]نوچه مرغۍ دومره په ازادۍ پيګي نو دواجان دته قمقل ښکاري څه ؟ [/quote:2ecbf78ba8]

[color=yellow:2ecbf78ba8]په دې جمله کې عقل د آزاۍ بنسټ ښکاري او کمعقلتوب دآزادۍ کم والی ، نو بيعقلي يې نشتوالی دی . [/color:2ecbf78ba8]
راځئ په همدې کې سوچ وکړو: که داسې وي، حيوانات او مرغان به هيڅ ازادي نه لري، نه يې پيژني او نه د بل آزادي مراعات کولی شي. همداسې به ليونيان هم ازادي نه لري، د ماشومانو آزادي به محدوده وي، لنډ داچې د عقلي ځواک پر اندازه آزادي امکان پيدا کولی شي. [color=blue:2ecbf78ba8]نو که په دې يوځل پوه شو چې ولې او څنګه اند او عقل آزادي ده او آزادي يعنې فکر او عقل، نو بيا يو بل مهم څيز هم روښانه کيږې چې مسئوليت نوميږي ![/color:2ecbf78ba8] دا ټول رښتيا هم په ماشومانو کې کم، په ليونيانو ، نورو ژويو ، مرغانو او څارويو کې نشته . ستاسې نظر څه دي؟ . سلامونه !


Anonymous
01.12.2004

ډېر ښاغلې او قدرمن غيرت صاحب ، درنولوستونکو سلامونه او احترامات
که ستاسو خوښه وي ٠؟؟ دې موضع ته که داسي نوی عنوان جوړکړي ښه بوي
[u:b184530000]ليونيان ازادي نه لري د ماشومانو آزادي محدوده ،بې مسئوليته تر حيوان کښته دي !! [/u:b184530000]
که خدای کوله ٠ ښه بحث دي او نورملګروته به هم د علاقې وړ سي ٠
دومره به اوس وليکم ٠ چه څاروۍ او مارغان و طبيعت ته لوی مسئوليت لري ٠ او د مسئوليت څخه سر غړونه هم
نه کوي يوازي انسانان دي چه بعضي ئې مسئوليت نه احساسوي ٠ يا مسئوليت پر غاړه نه اخلي ٠
د بعضو انسانانو و اعمالو ته چاکتلي وه ٠ نو شاباسی ئې حيوانانوته ورکۍ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more