نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دمارچ اتمه دې ټولو ښځو ته مبارک وي
میرویس
08.03.2013
پتمنو خویندو وروڼو، اسلام علیکم
نن د ښځو بین المللي ورځ دې، د نړۍ ټولومحترمو ښځو ته مبارک وي
په نړۍ کې د اقتصادي، ساینسي، مذهبي، ټولنیزو، سیاسي او دغه راز د ژوند په ګڼو نورو برخو کې دعظیموپرمختګونو ا بدلونونو سره سره عملاً د نارینه او ښځې تر منځ د ټوپیر واټن په مکمل ډول ندئ ختم شوئ. ددې ټوپیري واټن بيخيي زیات فرسخه فاصله لا باقي پاتې ده چې باید میزل پکې ووهل شي
داسې ښکاري چې دودونو، دستورونو، رواجونو، عنعنو، ټوټکو، کلتوري محیط، خویونو،عادتونو،قومونودننګ، غیرت، پت، عزت، شملې، کورنۍ د نامه ساتنئ، دروازې، وربایه، سیمي، نژاد، تربګنۍ، سیالۍ، د نارینه د غرور، نارینه سالارۍ، او په نهایت کې د ښځې د کنترول او په هغوی باندې د نارینه دظلم او قبضې لګولو مزي او مړاندې له مذهبي ارشاداتو غښتلي وي چې په نتیجه کې د نارینه او ښځې تر منځ د تناسب او برابرۍ، بشر دوستۍ، عدالت او انصاف، ګناه او ثواب، د الله د سزا، جهنم ته د تګ او دغو برسیرنو ټولو اصولو له نه رعایت کولو نه دغه د نارینه خود خواهۍ، غفلت، سر تمبګئ اوجهالت سبب کیږي
په ټولو ادیانو او انساني قوانینیو کې د ښخې مقام ډیر عالي تعریف شویدئ، خوهیڅوک یې په کامل ډول نه مراعات کوي. د ښځو ددې نیکمرغې ورځې په
مناسبت په کابل اود ملک په ډېرو ښارونوکې مظاهرې وشوي، ښځو د خپلو حقوقو بیابیا غوښتنه وکړه، خو بیا به هم ښځې د میړونو، پلرونو، وروڼو او خپلوانو له زور زیاتي نه داسې زراو پداسې آسانۍ خپل هغه حقوق چې الله تعالا او ټولو بشرې قوانینو ورته اعطا کړيدي تر لاسه نکړي.
نن سبا د هغې خبرې دثبوت وخت را لنډ شویدئ چې وايې حق ورکول کیږي نه، بلکه حق اخیستل کیږي. چون ښځې نارینه غوندې د جنګ او خشونت مزاج نلري، دوی به په نهایت کې خپل حقوق د عدم تشدد له لارې ترلاسه کړي او هغه وخت به بیا نارینه ښځو ته شرمنده وي او وايي به چې زمانه همداسې راغلې وه او دا کار جبر تاریخ وکړ، پداسې حال کې چې ژړور، با تدبیره او عاقل انسانان تاریخ هم جوړولای شي او هم یې مسیر بدلولای شي.
دښځو سره پدې ټولو نا خوالو برسیره د ښځو د احقاق حق په برخه کې ډیر پرمختګونه شویدي چې د یوه ملک نه تر بل ملک، سیمي او کلتور پورې فرق کوي. البته د ښځې د حقوقو رعایت هم د نورو مسائلو غوندې نسبي دئ.
که دا مسئله په خپل ګران وطن افغانستان کې وڅیړو، وبه ګورو چې د طالبانو د واکمنۍ په نسبت د افغان میرمنو د حقوقو په رعایت او د ښځو په ژوند کې د مځکې او آسمان فرق راغلئ دئ. طالبانو به ویل چې موږ ښځو ته الله ورکړي حقوق ورکوو، خو دوی ښځې په کوکرونو کې بندیوانې کړي، حتې د مخ پټو ښځو به چې د پایڅې نه پښه ووتله او د غریبۍ نه به يې جورابه ندرلوه، د فولادو په کیبلونو به یې پدې ښنګرو وهلې. طالبان ښځه د اولاد د زیږولووسیله بولي او د میړه د کور دچوپړ نه پرته د بل شي جوګه یې نه ګڼي. طالبانو ښځې د تعلیم نه چې الله تعالا په نارینه او ښځینه دواړو يو شان پیرزویلئ دئ محرومې کړې. طالبان که ښخو ته د تعلیم حق هم ورکړي، هغه به فقط دومره وي چې د قرآنکري تلاوت وکړئ شي. ډ بلوغ سن ته چې نږدي شي بیا په کور یعنې په ګور کوي. د طالبانو د پاره د قرآنکریم تلاوت هر څه دي، پداسې حال کې چې الله تعالا دیني کارونه د دنیوي کارونو سره جوخت ارشاد کړیدي. الله تعالا په دیني او دنیوي دواړو کارونو کې افراط منع کړئ دئ.
طالبنو او افغان حکومت ته پکار دي چې پخپلو کې د الله د رضا، د ملک او ولس دپاره پخپلو کې صلح وکړي، د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې د میرمنو حقوق اعاده کړي، اسلامي شؤنو ته وده ورکړي، په ولس باندې د ټوپک او کوتک په زور اسلام زده نکړي، بلکه داسې شرائط آماده کړي چې خلک په مینه دیني ارشادات زده کړي، او داسې هم ونه شي چې ملت د پخوا په څیر بې سواده پاتې شي او د خپل دین، خپل او بل د حق نه نا خبره وي. دین باید سمبولیک حیثیت ونلري او د رواجونو او دودو تابع نه وي، آمین.
===
لسګونو ښځو د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت لاریون وکړ
| پنجشنبه, 07.03.2013, 05:21 PM | (75 لیدل شوی)
تاند- د مدني ټولنو لسګونه ښځینه غړو نن په کابل کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه مظاهره کې د خپلو حقونو غوښتنه وکړه.
لاریونوالو ښځو وویل چې د افغان ښځو په وړاندي تاوتریخوالی زیات شوی دی او له حکومته په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.
«موږ له حکومت څخه د تاوتریخوالي د بندیو غوښتنه کوو. موږ ښځې خپل حقوق غواړو. موږ د قوم پالني او اداري فساد د له منځه وړلو غوښتونکي یو. که سیسټم پدا ډول وي نو ښځې نشي کولای دولتي ادارو ته جذبي شي او یا هم له خپلو کورونو دباندي له امنیته برخمني اوسي. حکومت باید ښځو لپاره د سیاسي مشارکت زمینه برابره کړي. «
دوی د افغانستان له حکومت څخه دا غوښتنه هم وکړه چې د ښځو په وړاندي د تاوتریخوالي د زیاتیدو مخنیوی وکړي.
دوی دغه راز له چارواکو و غوښتل چې د هیواد په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي چارو کې دوی ته ډیره ونډه ورکړل شي.