د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ملا خدای وهلۍ دي ؟؟؟؟ په تاڅه سويدي


ع کريم حليمي
24.11.2004

درنوخويندو ، وړونو ! سلامونه او ښې هيلي
د نړي نظام په خپل ځان کښي نظامونه لري او دغه نظامونه بيا نظامونه لري ٠٠٠٠٠ تر اټوم پوري
د دولت مرکزي نظام تکيه لري پر ولايتي نظامونو او ولايتي نظام تکيه لري پر اولسواليو
دغه داسي اړيکي دي ٠ که مرکزي حکومت ښه فعاله نه وي ٠ اولسولۍ حکومت خساره من کيږي
اوکه مقابل کښي او لسوالۍ عايدات ونلري ٠ مرکزي حکومت د خسارې سره مخامخ کيږي ٠
که د اولسوليو امنيت مخ پر خرابېدو سي ٠ د مرکز حکومت هم مخ بر خرابېدو کيږي
که دولت يا مرکزي بېنک پس انداز ونه لري دا معنا کورنۍ هم پس انداز نه لري ٠
د دولت متوازن محيط عبارت دي
مذهب
حکومت
کاريګر
مذهب وظيفه لري چه په جامعه کښي اخلاق ټنګ کړي
حکومت وظيفه لري چه امنيت ټنګ کړي
او کاريګر وظيفه لري چه ټوله نظامي او عايداتي دستګاوي وچلوي ٠
دا ټوله يو متوازن محيط جوړه وي ٠ هر يوه که خپله وظيفه په ښه شان و نکړه ٠ ټوله نظامونه خساره من کيږي
که مذهب فعاله نه وي ٠ او يا د مذهبه لاس واخلو ٠ داسي به پېښه سي لکه په روسي نظام کښي ٠ چه پسله
70 کاله له منځه ولار ٠ که څه هم تخنيک ئې پر مخ تللۍ دي
او که تخنيکي نظام ونلري ٠ نوبه پسله 6 کاله له منځه ولاړ سي لکه ٠ طالبي
او که داسي وي لکه هغه ملکونه چه مذهب په کښي غښتلي وي ٠ او تخنيک ئې تر پښو لاندي وي
نوبه داسي ملک وي لکه افغان٠
که ملت يو جسد فرض کړو ٠ دغه جسد يا باډۍ يو نظام لري ٠ چه څه رنګه ځان ښايسته وساتي
کوښښ کوي چه خپلي سترګي داسي چوړي کړي چه پرمخ ئې غټي نوي ٠ يعني چه نه کوچنۍ وي او نه ډيري غټي
او غوږونه هم داسي چوړ کړي ٠ چه د باډۍ سره ګوز وي ٠
لاسونه،پښې،سر٠٠٠٠٠
که د انسان په بدن کښي يوه عضوه بې اندازې کوچنۍ يا غټه سي ٠ اول خو ډېر بد ښکاري ٠
او که سر ئې تر عادي سايز ډير غټ وي ٠ نو پوره بي عقل يا ليونۍ وي ٠

نن چه زه خپل ملک ته ګورم داسي چل دي چه يوه دستګاه مو نارمل فعاليت نه کوي
ملا که خداي وهلي دي او د چهان سره په سويه برابر نه دي ٠
نو انجينران مو ولي خدای وهلي دي ٠
12 کاله درس بيا 4 کاله درس اوبيا2ماسټري دي راوړه له خارجه ٠
يوه دانه ډينمو دي چوړه کړه يا يو واټرپمپ دي چوړ کړۍ ٠ يو عادي ټرانسپورمر دي جوړ کړي ، يا دي يوه دانه
د اومو خښتو د جوړيدو دپاره يو ماشين جوړ کړي ٠ ايا يوه دانه الټرنېټر (د برق ډېنمو) دي جوړه کړه ٠
هغه د خراد مشين دي جوړ لري ٠ چه هيڅ تکنالوجي هم نه غواړي ٠
او ليکوالو تاسو هم يو ورځ يوڅه وليکل چه ولي انجينران ٠٠٠٠٠ داسي او هاسي
تر ملايانو ستاسو فني خلګو مسؤليت ډيردي ٠
د غه دي خوښه ده ٠ چه دين دي د عربو په ريالو ٠ او تخنيک دي د امريکا په ډالرو ٠
او شاعر دي د مجلون وي ٠ د ديلبر په غم اخته وي ٠ او د بيلتونه دي زاړي ٠


محب أفغان
16.12.2004

محترم ، وروره ،

ده ستاسو ليكننه ډيره مننه ،

مګر يوه خبره ته فام كوه ،

هغه داده ،

چه په كومه ټولنه كي چه دين نوي ، نو هغه ټولنه هدف نه لري ،

كه دوي په أوج دي عصر كوي ، مګر دوي ده چرپيانونه هم كم دي ،

ملا ته إحترام په كار دي ،

ملا دي رسول صلى الله عليه وسلم وارث دي ،

ملا دي دين پيروي كوي ،

أو په آخر كي ، ملا خداي نه دي وهلي ،

مګر زموژ فكرونه خداي وهلي دي



ع کريم حليمي
16.12.2004

محب افغانه سلامونه مي درنيسه !
په دغه
[quote:eaf011f336]ملا دي رسول صلى الله عليه وسلم وارث دي ، [/quote:eaf011f336]
ولاکه خبريم ٠ چه درغ دي که ريشتيا ٠
او بل قسم دي که د (ملا ) په لغت پوهيږم ٠ چه ملا دکومه سو ٠ هو عالمان پېژنم ٠
خلګ وايي چه ملا په معنا د (تر غاړي ډک )
علم ،عالم
علم ،معلم ،متعلم
که د ملا په باره کي څه راته وليکې مننه ٠ بيا به ورسته خبري کوو
ملا پېژنم ٠ تر اوږو کښته او تر ٠٠٠٠ لوړ ته ملا وايم
او پيش امام هم پيژنم ٠ بيا وايم چه ملا والله که پيژنم ٠ که دي راوښاوه نوبه خپله خبره واخلم [/quote]


محب أفغان
17.12.2004

حليمي صاحب ،

ژبه ده لندو غوښو نه جوړه ده ،

چه څنګه دي خوښه وي ،

مګر زما په نظر ، دي ملا أو عالم څه خاص فرق نشته ،

زموژ په وطن كي چه ، طالب دوره مكمله كړي أو دستار بندي وښي ، نو

هغه نه ملا جوړ شي ، أو دغه كلمه په بښتو كي ده ، أو په عربي كي عالم

ورته واي ،

نوره بحث ته ضرورت نشته ، مقصدونه معلوم دي ،

والسلام


Jalazai
29.12.2004

سدرنه محب صيب:
سلامونه دي پور دي او ادا كوم يي
تا څه ويل چې ملا او عالم فرق نه لري؟
دا څه وايې ظالمه! فرق به خامخا لري، ته لږ سوچ پكې وكړه، چې فرق نه لري نوملايان خو زمونږ په وطن كې تر هرځاى ډېر دي. آن دا چې پردو ګاونډيو هېوادونو ته يې لاهم د امامتونو لپاره صادروو خو له بده مرغه بې علمي زمونږ د وطن شهرت دى. چې دومره عالمان مونږ درلوداى نو بيا خو كيسه دومره نه خرابېده. او دا ځكه چې آيــــان و شتان بين العالم والملا.
زمونږ د كلي ملا چې واړه او زاړه يې ملا صاحب بولي او له شكل او ټيپ او ټاپ نه هم پخته ايش است دى، او د ملا محلي او سيمه ايز تعريف ته كټ مټ جوړ او سم دى خو د عالم دښمني يې خپله دنده بللې. په زغرده خلكو ته وايي چې مكتب د پسات ځاله او د نجونو سبك دنجونو سبق دهغوى بدلمني ده. زمونږ د كلي ملاخو د علم دښمني ته د پاكستانو خبره خپل كار ويلى. ته اوس دا ونه وايې چې دانو ملا ندى. ملا دى او بې شكه چې زمونږ د ملايانو د تعريف ټول توكې له لباسه تراحساسه، له مظهره تر نظره ټول په ځان كې لري. د زيړو كتابونو بلبل دى او د سپين خو بېخي تر پام هم نه ورځي. دوولس قسمه يې اعراب زده دى او د ځنځيري اعراب مېړنى دى.دمنطقو صغرې او كبرى يې نسوار هم ندي. ملا دى، بېشكه ملا دى خو په عالم كې به درته دروغجن شم ځكه چې مسئلې بيانوي او حوالې وركوي خو دليل ويل دنورو كار ګڼي. بابا دا علم خو هغه وخت علم وي چې مستدل وي او برهان ولري كنه مسئلې خو د شپنو هم زده وي. قرآن خو وايي چې هره پوهه علم دى او دى خو د يوه دوولس كلن پاكستاني كالجې هومره هم درايت نه لري. دخپل هېواد اقتصادي حالت كټه ګوري نده ورته معلومه، د خپل هېواد په تاريخ كې يو سلطان صاحب پېژني او يو بهلول دانا،يو ليك پښتو چې ليكي نو تر مخه يې يوه چايجوش چاي خامخا دموي ځكه چې وايي چاي نخورده جنګ نه ميشه، د خولى نه پسرول چې په زوائدو سنتو كې يا راځې يا نه راځي، هغه ورته د فسق بواح ح ح مرادف ښكارېږي خو د مسواك په اړه چې ۶۰ حديثونه يې په بابله راغلي كله هم چاته نه وايي چې مسواك ولې نه كاروې. بلكې پخپله يې هم په وريو ښه نه لګېږي. دا هغه نورمال ملا يادوم، هغه ستا شاذ ملا چې لكه اصيل باز يو يو پېدا كېږي او هغه نه يادوم كه څه هم هغه ستا اصيل به يې هم كمه ونه وايي.
وروره څه بدې سر خوږوم. يا خوداده چې ملا او عالم فرق لري او يا نو د خوشحال خبره: ياهغه پښتانه نوروو داڅه نور دي.
وروره ماخو چې اورېدلي، دغه ملا طايفه د مسلمانانو د مجد او عظمت د زمانې زېږنده نده. دا په دغه اوسني جوړښت هغه وخت پنځېدلې چې د دجلې او فرات سيندونو د بغداد د كتابونو او قلمي نسخو رنګونه په ځان كې نري كړي ول او هغه كتابونه چې تتاريانو پرې خپل اسونه له سينده پورې ايستل په اوبو كې شړيدلي وو.
په هغه وخت كې چادعلم لپاره سرحد نه پېژانده. هغه مهال علماوو د قرآن كريم له حفظه راپيلوله او په طب،هندسه،نجوم، ژبپوهنيزو علومو، بلاغت، هنر، موسيقۍ او .... يې لا هم نه ختموله. دغسې جوړښت لرونكو انسانانو ته علما ويل د علماوو د شان سپكاوى دى. هو مجبوري بېل شى دى، دا بېله خبره ده چې اوس دوى پدې توانېدلي چې خلك پدې قانع كړي چې ددوى مخ ته كتل ثواب لري. او داهم بېله خبره ده چې له نه مړو، ملك شو بلو. چې ملا يې ونه كړي نو دا محراب به خداى مكړه خالي پاته وي. پدغه ځاى كې نو بيا څوك څه نشي ويلاى، دلته يې ټول مني چې هو ملا صاحب! په تادې دخداى رحمت شه چې له دومره ستونزو سره زمونږ خلكو ته معنوي اسره وركوې، كم تر كمه هغوى ته هغه څه ښيې چې لپاره يې پيدا شوي. نور نو هغه د اقبال (رح) خبره ده:

زما برصوفي و ملا سلام است
كه پيغام خدا دادند مارا
ولې تاويل او در حيرت انداخت
خدا و جبرئيل و مصطفى را


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more