نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د سنګر طالبه! مبارکۍ ته به درځم
pattang
01.03.2013
[img:bb2f0a5680]http://nunn.s3.amazonaws.com/resized/images/taliban/mujahideen_144_150.jpg[/img:bb2f0a5680]
د سنګر طالبه! مبارکۍ ته به درځم
تفصيلبـــــرخه: مقـــــالی او تبصرې 28 Feb 2013
.لیکوال: شعیب ناصري
په دې ورځو کې د طالبانو سیاسي خوځښتونه، د قطر په هیواد کې د طالبانو سیاسي دفتر، بهرنیو هیوادونو ته د طالبانو د سیاسي نماینده ګانو سفرونه، په نړیوالو غونډو او کنفرانسو کې يې ګډون، د طالب بندیانو ازادیدل، او داسې نور موضوعات د مطبوعاتو د بحث زړی ګرځیدلی.
څه وخت مخکې په فرانسه کې د یو څیړنیز کنفرانس خبره توده وه چې ویل کیدل د طالبانو د سیاسي دفتر دوه تنه استازو هم پکې ګډون کړی وه. له دې وړاندې په جاپان کې هم د افغانستان په اړوند دایر شوي یو څیړنیز کنفرانس کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړیو د اسلامي امارت په استازیتوب برخه اخیستې وه.
د سیاست په پرده د طالبانو دغه راڅرګندیدل او په نړیواله سطحه یې مطرح کیدل سړی ته هاغه سخت وختونه وریادوي چې د امریکايي یرغل تازه شپې وې او خلکو فکر کاوه چې بیا به څوک د طالب د نوم اخیستلو جرئت ونه کړي، میډیا دومره تبلیغات په لار اچولي وه چې چا دا تصور هم نه شو کولای چې یو وخت به د امریکا په مشرۍ د ناټو او سوله ساتو هیوادو زور او موقف دومره راښکته کیږي چې بیا به همدغه طالبان ازادانه په نړیوالو کنفرانسو کې برخه اخلي، د یو سیاسي دفتر خاوندان به وي، او له همدې ادرسه به د جهاد او مقاومت په استازیتوب له یرغلګرو سره مخامخ خبرو ته کښیني. کوم چې د طالبانو د تحریک له تاسیس څخه راپدیخوا د دې تحریک په تاریخ کې داسې یوه لویه لاسته راوړنه ده چې د تحریک په ۱۸ کلن سفر کې ښايي د ارزښت له پلوه په ۱۹۹۶م کال په کابل کې د اسلامي امارت د جوړولو څخه وروسته دوهمه ستره بریا وبلل شي.
د غه راز د کورنیو او بهرنیو زندانو څخه وخت پر وخت د طالب بندیانو ازادیدل، دا ټول هغه څه دي چې د طالبانو د قوت او کامیابۍ عملي بیلګې ورته ویلی شو.
دلته اوس دا پوښتنه پیدا کیږي چې د دې سترې بریا راز په څه کې دی؟ ولې دومره لوی اوښتون رامنځته شو؟ د دې بدلون سبب او لامل څه دی؟ څنګه طالبانو وکولای شول په هغې نړۍ خپل ځان ومني چې ۱۲ کاله پرلپسې یې د هغوی د محوه کولو لپاره وینې او سرونه وشیندل؟ له نن څخه لس کاله مخکې چا دا تصور هم نشوی کولای چې طالبان د بهرنۍ نړۍ سره د مفاهمې لپاره یو سیاسي دفتر ولري. دا سوچ خو ډیره لیرې خبره وه چې هغه طالب مشران به بیا په ښکاره ډول په غونډو او کنفرانسو کې ګډون کوي د کومو پر سر چې اوس جایزې پرتې دي او نومونه یې په تورو لیستو کې دي، ایا دا خیال چا کولای شو چې د هغوزنداني طالبانو د خوشې کولو لپاره به یو وخت ددوی کورني او بهرني دښمنان یو تربله سوال زارۍ کوي کوم چې په ډیرې بې رحمۍ سره په توره شپه د ښځو او ماشومانو په چیغو او نارو کې له کوره ویستل کیږي توره کڅوړه ورپه سر کیږي او بیا د زندان تورو کوټو ته غورځول کیږي؟ خو نن وینو چې هر څوک دا کوښښ کوي چې په خلاصون کې يې خپل رول مهم وښيي او له زندانه د راوتلو کریډیټ یې ځان ته حاصل کړي.
د دې پوښتنې په ځواب کې باید تر هرڅه مخکې الهي مرسته او نصرت یاد شي، په دې کې هیڅ شک نشته که د الله جل جلاله مرسته او کمک نه وای اوس به د طالب نوم او نښان هم نه وای.
خو د الله جل جلاله د مرستې څخه وروسته د اسبابو په دنیا کې داسې څرګند عوامل شته چې په مټ یې طالبانو وکولای شول ددومره لویې لاستې راوړنې او کامیابۍ خاوندان وګرځي. د طالبانو سیاسي دفتر نه د هغو طالب مرکچیانو د هلوځلو او کوښښونو ثمره ده چې سیاسي چارې پرمخ وړي، او نه د کورنیو او بهرنیو زندانو څخه د بندیانو خلاصون د چا خدايي نیکي او احسان دی، بلکه دا د هغه اتل مجاهد د قربانۍ برکت دی چې شپه او ورځ یي خپله سینه د دښمن په مقابل کې لکه سپر نیولې ده.
دا د همدغو د لوږو، تندو، وینو او د سنګر دمجاهد د ثبات، استقامت او اوچتې حوصلې ثمره وه چې د طالبانو د مشرانو په سر پرتې جایزې او بندیزونه له منځه ځي او بندیان یې یو له بل پسې د زندان له تورو کوټو راووځي. دا د هغو وینو رنګ دی چې د سنګر مجاهد د الله جل جلاله د دین د اقامې لپاره تویې کړې. دا د هغو شیندلو سرونو پایله ده چې طالبانو یو ځل بیا وکولای شول په نړۍ باندې ځان د یو قوي سیاسي جهت په توګه ومني. او که د سنګر د مجاهد قرباني نه وای نه به چا د طالب نوم په خوله نه شوای راوړای.
نو ځکه خو د سنګر طالب ته وایم چې پام د دښمن په تبلیغاتو ونه غولیږې، پام چې انسي او جني شیطانانو ته د شیطانت موقع په لاس ورنکړې، دا بریا ستا خپله ده، دا لاسته راوړنه ستا خپله ده، او تر هرچا وړاندې دې تا ته دغه لویه فتحه مبارک وي!!
یادونه: د لیکنې سرلیک د شهید ملا مستسعد د کتاب نوم دی
----
شعیب ناصري
Loading...
تبصرې
اتل
01.03.2013
پتنګه وروره، اسلام علیکم
په ښکلې انداز کې مضمون لیکلي، ښه سلیس او روان دئ. مطالب یې هم د واقعاتو او پيښو په جریان کې د پښتنو د میړانې د عنعنې او سنسیشلیزم سره اړخ لګوي.
خو څه چې زما په اند د افغان ولس، طالبانو، موجوده حکومت، ټول پښتون،ګردې سیمي او ټول نړیوال بشریت په ګټه دي، هغه د طالبانو د سولې منډې ترړې دي. باک الله دې دوی ته برکت ورکړي چې په ملک کې داسې سوله راشي چې د طالب او بل هر افغان د پاره دمنلو وړوي، او ددې سولې په برکت افغانستان ښیرازه، آباد شي، او نړواله ټوله د سیمې د شر نه مطمئنه شي،
الله ستاسې په خوله برکت کړي