نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
څومره رښتیا او څومره دروغ؟
حمید هڅــاند
01.03.2013
[img:35af7de739]http://sphotos-g.ak.fbcdn.net/hphotos-ak-ash3/s480x480/65587_110283542492859_1305595506_n.jpg[/img:35af7de739]
میرویس
30.05.2013
حمید هڅاند، اسلام علیکم
دا د شهادت سند چې تاسې دلته اچولئ دئ، فقط د شهادت ګواهي ورکوي. لیکنې یې په اردو ژبه دي، زه او اکثره لوستونکي نه پرې پوهیږي، چې محتویات یې څه شي دي؟
که پدې لږ رڼا واچوئ، مهرباني به مو وي.
خو بله خبره چې نن سبا په طالبانو کې مروجه ده، هغه داده چې هغوی جنګ ته نوي، نالوستي او ساده زړې خوانان ور جلب کوي، نو تعویذونه ورپورې کوي اوورته وايي، دا تعویونه چې ستاسې سره وي، دښمن تاسې نشي لیدلئ، مرمۍ یې تر تاسې پورې نه رسیږي او خوردن هم نه درباندي کوي.
پدې کې تاسې څه وایاست؟
حمید هڅــاند
01.06.2013
نو یاره د دې لنډیز خو داسي دی چې پلانی د پلانکي زوی په دومره نیټه پر پلانکي ځای کې له مظلوم مسلمانانو څه د دفاع په ترڅ کې شهید شو. موږ یې هڅې ستایو او هغه د انګریزانو خبره بله بله بله....
او پاتي شوه د تعویذونو خبره نو میرویس صیب دا خبره د مجاهیدنو په مهال هم مشهوره وه. البته د فدایانو لپاره اوس زرګونه کسان په نوبت کې ولاړ دي، او په لوی لاس یې سرونه اخیستي دي، هغوئ د ژوند او مرګ کیسه کې نه دي.
درنښت
هجران
03.06.2013
مکوئ!
نورلابياهم دبشردشمن په ملاتړ ولاړياست .
که الله جل جلاله درنه پوښتنه وکړي چي ماتاسوته قران پاک راليږلئ وو ، په هغه کښي مي تاسو ته فرمايلي وو چي تاسي له کافرانو سره هيڅ راز دوستي مه کوئ ، کافران به هيڅ کله له تاسي څخه راضي نه سي مګرکه تاسو دهغوئ په ملت شئ ، دکافرانو سره دوستي مه کوئ په دې اميد چي تاسي به عزت لاسته راوړئ ځکه چي عزت ټول الله پاک لره دئ ،............................................
وروڼو ! تاسي به څه جواب ورکړئ ، داخانه مي ستاسي دجواب دپاره پرېښې ده:
خو نه ! ګوته په خوله سرپرزنګانه.
خوداچي ستاسي برخلیک دشاه شجاع اومکناټن په شان وي ، تردې خوداښه ده چي داحمدشاه ابدالي ، ميرويس نيکه ، اواميرالمؤمنين ملامحمدعمرمجاهدپه ډله کښي شمار سئ .
چاچي فلسطين ،کشمير،عراق ، چچنيا ، بوسنيا ، اندونیزیا بورما دمظلوم مسلمان ملت په وينو سورکړ ، تاسي ورته دهمکار لقب ورکوي .
امريکا که رښتيا دافغانستان داولس دساتني اوحمايت دپاره راغلې وي ، نودفلسطین چچنيا ، بورما وغيره مظلوم مسلمانان خوترموږ ډېرپه تکلیفوکښي دي دهغوئ حمايه اودفاع ولي نه کوي ؟؟؟ دوئ خوددفاع پرځائ دهغوئ ملاتړ کوي ، ترڅوپه افغانستان کښي دمجاهداولس له لاسه دوررسېدلوتلفاتو انتقام واخلي .
لکه څنګه چي په يوه حديث مبارک کښي راغلي دي :
که دګران هيواد افغانستان جوړښت غواړئ نودافغانستان اولس مومن اولس دئ ، داسلامي ارشاداتو له مخي دهيوا د جوړښت اوسازښت غواړي ، دخارجی ظآلمانو وجود دلته په افغانستان کښي نسي برداشتولائ ، اونه به په دې سره په ګران هيوادکښي جوړه روغه اوامن رامنځ ته سي ، بلکي په حقيقت کښي دخارجیانو وجود په ګران هيواد افغانستان کي هرقسم بدامنی خپرې کړې چي موږاوتاسي يې دادئ دسرپه سترګووينو.
يوولس کلنئ جګړې په ګران هيواد نوهم امن خراب کړ ، هيڅ مثبت نتايج يې نه دي ورکړي ، له ظلم ، قتلاوغارت ، زنا اولواطت ، شراب خوری ، سینما ، وغيره .
ستاسي دښه صحت په هيله .
حمید هڅــاند
10.06.2013
ښاغلی هجران! په خبرو مې دې خاص سر نه شو خلاص. دا مشورې دې چاته وې او پوښتنه دې چانه مطرح کړې وه. دلته خبره پر تعویذ او ځانمرګو وه، ستاسې خبرې پر بله خوا تللې غوندې دي.
درنښت
مسلم قلموال
10.06.2013
درنو مسلمانانو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،
دا د هیچا حق ندی چې چا ته د شهادت سند جاري کړي او یا ورته شهید وویل شي ځکه چې پدې الله رب العالمین پوهیږي چې د چاشهادت قبول دی او د چا ندی قبول، چا جهاد د الله جل جلاله لپاره کړی وو او چا د نورو اغراضو لپاره، ځکه نو دا یو داسې مسئله ده چې د علم غیب سره تعلق لري پدې خاطر امام بخاري رحمة الله علیه ددې لپاره مستقل باب ایښی دی چې :باب لا یقال فلان شهید او پدې باب کې یې هغه احادیث راجمع کړي چې چاته د شهید ویېلو نه پکې منع شوې ده.
هغه ایت شریف چې دوي په سند کې ذکر کړی صرف دا موضوع روښانه کوي چې څوک د الله په لار کې ووژل شي نو هغه مړ ندي بلکه یو داسې ژوند لري چې مونږ پرې نه پوهېږو خو په احادیثو کې صرف دومره ذکر راغلی چې ددوي روحونه د شنو طوطیانو غوندې جسدونو کې وي د عرش نه لاندې.
خو اوس دا خبره نامعلومه ده چې هغه څوک چې وژل شوي دي هغه واقعا د الله لاره وه او کنه یوه سیاسي سیمییزه او استخباراتي لاره وه؟
او څوک چې دوي ووژل او په مقابل کې یې دئ ووژل شو نو هغه واقعا کافر او د الله دښمنان وو او کنه؟ ځکه چې په حدیث کې راځي چې قاتل او مقتول دواړه په جهنم کې نشي یوځاي کیدلاي.
نو دې ټولو مسئلو ته مو باید پام وي.
بله خبره داده چې هیڅوک دا حق نه لري چې خپله سیاسي ډله د اسلام نماینده او ویانده وبولي پداسې حال کې چې قدرت ته د رسېدلو لپاره پخوا هم د مسلمانانو سره جنګیدلي وو او د هغوي وینې یې توي کړې وې او اوس هم یوازې او یوازې د مسلمانانو وینې تویوي او هغه هم صرف قدرت ته د رسیدلو لپاره.
والسلام
م . ق
pattang
10.06.2013
داخبرې ، جوړونې اونوره مرداري دکرزي دفاسد رژيم د cia په
لار ښونه ده چې ملي مقاومت بد نامه کړي !
دغه لودګي د طالب نشي کېدی څکه چې دغه سند عالم الغيبي ښکاره
کوي او عالم الغيب يواڅې الله پاک دی او بس !
دغه جهلي سند هلکانه دشرم وړ دی .
پتوال
10.06.2013
دغه سند خو دپاکستانی طالبانو اړوند د مسعود له حلقې سره تړاو لري، چې له یوې خوا يې ISI د پښتونخوا د نیشنلیانو په ضد په مسقیمه
توګه رهبري کوي او انتحاریان يې روزي او له بلې خوا ترې آزاد قبایلو ته د پاکي پوځ د لیږلو له پاره هم د پلمې په توګه کار اخلي ، نو د طبیعي ده چې
د لر او برله پاره د استشهادیانو په روزنځایونو کې د شهادت دغسې اسناد هم دوی ورکوي! دا د ISI اسلامی انقلاب دی چې د ډیورنلاین په دواړو خواو کې یې پلی کوي، که افغاني طالب ورونه دISI دغه خطر ته متوجه نشي نو لیرې نه ده چې یوه ورځ به نه یواځې ددوی رهبران هم د ISI د محاکمې لاندې دل دل شي، بلکې د افغانانو ۴ زره کلنه آزادي هم لکه ښامار له ستوني څخه تیره کړي.
pattang
10.06.2013
پتوال صيب دغه خبره روغ سر نشي منلی ، شهادت خو خپل شرائط
لري ، نو داسند يې څه په درد خوري ؟ دا خو داسې اسلام پوهنه ده لکه د اشرف غني احمد زي اقتصاد پوهنه !
د افغانستان ټولنه ډيره وروسته پاتې ده يواځې په مزخرفاتو يې سر
خلاصيږي !!
اتل
13.06.2013
پتګ صحب او نورو ګرانو وروڼو، اسلام علیکم
پتنګ صاجبه، تاسې ټول افغان ولس ته د داسې جاهل خطاب نشئ کولای چې ګواکي د خرافاتو نه پرته پر بل شي یې سر نه خلاصیږي. دا هغوی ته سپکاوئ دئ. تاسې به هم په افغانستان کې اباګنۍ او خپلوان لرئ، آیا هغه ټول خرافاتي خلک دي؟ غیر لدې چې ستاسې په قول مزخرفات وروارول شي او ورباندې ور وتپل شي، او عقیده یې ورباندې نوره هم مضبوطه کړئ شي، د اصلاح کولوکومه بله لار نلري؟ او یا لا اقل هغوی پرېښودل شي چې خپل خر پخبله د خټې نه وباسي، او ددین او مذهب تر ابا او قبا لاندې په دروغو هغوی تیرنه ایستل شي.
کله د شهادت سندونه ورښکاره کول کیږي او کله د تیغ او مرمۍ بندۍ او دغه راز داسې تعویذونه ورکول کیږي چې ګواکي پیریانو غوندې به یې دښمن نه ویني او دوی به په جهاد کې کامیاب وي. دا ټول د اسلامی ارشاداتو سره داسې نقاضت لري لکه ځان مرګي بریدونه چې په اسلام کې قطعي حرام دي.
د مسلم قلموال صاحب خبرې د کتاب د منځه دي او ډیر ښه یې فرمایلي دي. دده محترم د خبرې پر تائید، یو څوک چې جهاد کوي اول باید ثابت شوئ مؤمن، پرهیزګاره، متقي، امانت کار، مهربان، سخي، صادق، مشفق او د نیکو خصایلو څښتن وي. اول جهاد اکبر وکړي،چې دخپل نفس سره جهاد دئ.
که څوک دغه صفات ونلري،په جهاد اکبر کې بریالئ شي، بیا په وسله وال جهاد کې اول دا شرط دئ چې د چا په مقابل کې جها کوي؟ آیا دهغه دښمن کفار ثابت شوي، چا د جهاد اعلان کړئ، د جهاد اعلانوکئ د دې کار شرائط لري؟
په جهاد کې قتل او قتال راځی، د بې ګناه انسنانو د حیات او مال د حق تلفات راځي، ویني توئیږي. آیا څوک پدې مطمئن دي چې دا وینه تویوي، آیا جهاد یې بر حق دئ او که ناحقه. نن سبا دا خبره مود شوي چې هر څوک د کفر فتوي ورکوي. آیا د چا دزړه څوک خبر دي چې دا او هغه کافر دئ؟
پدې ارتبط که وغږیږد لته ګنجایش نلري، خو زه یو ځل بیا د مسلم قلموال خبرې د کنځ د منځه ګڼم او ملاتړ یې کوم
الله مو مل شه.
صبور
01.07.2013
[quote:4018668e6e="حمید هڅــاند"] البته د فدایانو لپاره اوس زرګونه کسان په نوبت کې ولاړ دي، او په لوی لاس یې سرونه اخیستي دي، هغوئ د ژوند او مرګ کیسه کې نه دي.
درنښت[/quote:4018668e6e]
برادر محترم هڅاند صاحب، این فدای و فدایگری نیست، این همه دسیسه های است که برای ازبین بردن جوانان رشید و مؤمنان صادق و مسلمان ما طرحریزی شده، که بد بختانه نتیجهء بسیار خوب هم داده است. البته به کمک و پشتیبانی محترمان مانند شما و همکاران شما، آیا از خدا و روز جزأ نمیترسید؟
که جوانان بیگناه و نازنین مارا بنامهای این و آن شهید میسازید، بیایید (اگر واقعاً خود تان به آن ایمان دارید و خود را مسلمان مینامید) در صف اول پسران جوان خود را روان کنید، بجای پسران یتیم، که مادران بیوهء بیچارهء آنها از جگر گوشه هایشان اکثراً کدام اطلاعی هم ندارند. این اسلام نیست، این نسل کشی است، این یک توطعه و شیطنت است، درحق یک ملیت غیور و مجاهد.
حمید هڅــاند
02.07.2013
سلامونه...
صبور صیب زما پر (فدایي) اصطلاح نیوکه کړې ده. هغه یواځې اصطلاح ده، زما نظر نه څرګندوي ښاغلی صبور!. موږ دوې اصطلاح ګانې ورته لرو، طالبان ورته فدایی او استشهادي وایي او خلک ورته ځانمرګي... پر روا والي او نه روا والي یې موږ نورو ځایونو کې بحث کړی دی.
درنښت