د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

طالب جانه ولی می ځوروی؟

مومند
27.02.2013

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
طالبان یو ځل بیا خپلی د هغه وسلی نه چی په اسلام او ټول بشریت کی ګناه بلل کیږی د افغانانو په خلاف کار واخیست او د پاک الله تعالی د مهربانیو په برکت ناکامه شو، د دوی بد بخت انتحاری برید کوونکی خپله ووژل شو او د بس/سرویس مسافران چی ځنی یی د ملی اردو ملکی کارګران وّ یواځی ټپیان شوی دی. د دوی د وروستیو بریدونو څخه داسی معلومیږی چی د دوی اصلی هدف د افغانستان بیګناه ولس دی که څه هم دوی ادعا کوی چی د دوی جهاد اشغالګرو او کفارو سره دی خو په عمل کی دوی ثابت کړی دی چی د دوی جهاد د افغان ولس په خلاف دی او د دوی اصلی هدف د افغانستان بی بس او بی وزلی خلک وژل او ځورول دی او بس.
((نن سهار د کابل سرای غزني ته نږدي د ګولايي دواخانه او سابقه څلور لاري تر منځ د ملي اردو يو بس ولاړ و او د ملي اردو منسوبينو ته منتظر و چې نږدې مرکز ته يې يوسي. يو ځانمرګی بريدګر د بس لاندې ننوت او خپل واسکټ ته يې چاودنه ورکړه. په دغه چاودنه کې د ملي اردو شپږ تنه منسوبين او څلور تنه ملکي کارګران چې د پېښې ځای ته څېرمه يې کار کاوه، ټپيان شوي دي او په خپله بريد ګر وژل شوی دی. د خبرونو له مخې د ملي اردو بس هره ورځ پر ټاکلي وخت همدلته دريده نو له دې امله يې په نښه کول اسان و.))

په درنښت

مومند


Samsor Afghan
16.04.2013

بس وروره
شته داسی وجدانونه چی همدا یی خپل ولس او ملت ته خوښیژی دوی اصلا بی خبره دی او د خپل کار په کولو نه پوهیژی.
بس الله د دوی تباه کړی


pattang
16.04.2013

لاسپوڅيو او اشغالګرو ولې اولس ته واک نه ورکوۍ !!
د اولس د ازادي لپاره هر عمل روا دی !
نو دې ځان وژونکي څه کول چې د موټر لاندې ننوت ! داعقل مني ?
ولې خپل واسکټ يې نه ترې لاندې کاوو ? داخبره څوک نه درسره مني !
دا دالرخرو دباغ مڼې دي !


مومند
16.04.2013

تاوده سلامونه پتنګ ورور
ستاسو خو هم هغه یوه خبره ده او بس، تاسو سره بحث هیڅ ګټه نلری ځکه که مونږ د فصلونو په هکله هم څه ولیکو تاسو به وایست دا د لاس پوڅو او اشغالګرو فصل دی او یا د ډالرو داسی او هسی. د انتحاری برید کوونکو که دومره عقل او منطق وای نو انتحار به یی نه کاو. نو تاسو هغوی نه پوښتنه وکړئ چی ولی خپل واسکټ د سرویس لاندی نه کاو. وروره دوی (انتحاری برید کوونکی) ته ویل شوی دی چی که د دغو انتحاری بریدونو په ترڅ کی ووژل شی نو شهید به ګنل کیږی او جنت ته به لاړ شی. نو دا ښکاره خبره ده چی هغه به هیڅکله د جنت د تلو ویاړ یوازی خپل واسکټ ته نه ورکوی.

په درنښت

مومند


larghonay laraway
17.04.2013

السلام عليکم!
مومند صيب کله چې خبر واورئ نو لږ يې تحليل هم کړئ.
دا که د کورنيو چارو وزارت ميډيا ته هر څه ووايي او ميډيا يې نشر کړي نو يو اړخيز قضاوت به وي.
دا چې تاسو هم منئ چې د ملي اردو بس هره ورځ په همدغه ځای اودريدو او په نښه کول يې اسان وو نو انتحاري بيا دې ته اړتيا نه لرله چې ځان ووژني خو په همغه ځای کې يې بم خښولی شو!
بله دا چې د پتنګ خبره خپله ولې تر بس لاندې کيدو خو واسکټ به يې د بس لاندې کړی ؤ
خبره دا ده چې په خپله په دولت کې بېلابېلې جاسوسي شبکې کار کوي او د افغانستان اوسنی دولت د نړيوالو جاسوسي شبکو يو کلکسيون دی!
دوی هر وخت همدا ډول بريدونه، راکټي حملې او انفجارونه کوي خو ستونزه به څه شي کې ده!
ستونزه په طالب او کرزي کې ده.
ځکه که چېرته زلزله هم وشي نو د طالبانو فرضي وياند يې پړه په غاړه اخلي.
همدا راز که چېرته کرزي ته د شپې په کټ کې (وړونکی ماشوم ميرويس کرزی) ميتازې وکړي هم وايي چې دا د القاعده او طالبانو کار دی!
دوی په دې دروغو کې اوس دومره بدنام شوي چې حتی ولس هم پرې پوهېږي او ټوکې يې ورپسې جوړې کړې دي!
ټوکه:
وايي کله چې کرزي ته د هغه د لور پيداکېدو خبر ورسېد نو کرزي وويل:
يه يه بالا دا زما کار نه دئ دا کار حتما القاعده او طالبانو کړی دی!
نو ملګرو باور وکړئ که په افغانستان کې روانه جګړه د افغانانو تر منځ وي يا د طالب او بهرني تر منځ وي، بلکې دا د نړيوالو استخباراتو جګړې دي خو له بده مرغه چې قربانيان يې مونږ افغانان او په ځانګړې توګه پښتانه يو!


Samsor Afghan
18.04.2013

بلکل همدا حقیقت دی

هره جګړه کی افغانان قربانیان دی.

څوک چی تروریستی اعمال تر سره کوی هغوی خرڅ شوی او ځان ته یی د دوی په خیال د جنټ ټکټ اخیستی.

په درناوی


ع. وهاب همتیار
18.04.2013

جګړه د افغانانو په ګټه نه ده باید ژر تر ژره ودروله شی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more