د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دا ځلې به ځواب راکوئ!

حمید هڅــاند
26.02.2013

[quote:20f422a68d="ع کريم حليمي"]السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
ما شاء الله ! دانشمند پتوال صاحب څه په ښه ښکلی شکل حقایق لیکي

[quote:20f422a68d]وحدت او تنوع تل سره تړلي وي[/quote:20f422a68d]

پر کلیاتو باندي د مځکی پر مخ همېشه وحدت سته او وي به ،اما پر جزئیات او فرعیاتو باندي اختلاف هم حق دي ، دغه اختلافات دي چه پر مخه روان یو ، که د نړۍ ګراف ته نظر ور واړو ، له ادم نه تر دغه دم پوري د خلګو اخلاق او علم مخ په وړاندي روان دي

اختلافات هم د ژوند داسي یو جز دی لکه خندا او ژړا
که اختلافات له منځه واخلو نو وحدت هم له منځه ځي ( وحدت خپل مفهوم د لاسه ورکوي ) !!!!!
درنښت[/quote:20f422a68d]

د محترم حلیمي صیب پورته لیکنه څو خورا په زړه پوري ټکو ته اشاره کوي، او زه غواړم چې په دې موضوع کې یې وپلټو. زه له محترم حلیمي صیب، محترم پتوال صیب، حذیفه صیب، وزیري صیب، زابلي صیب، مظهري صیب...او له نورو ټولو حاضرو و غیر حاضرو ملګرو غواړم چې په موضوع رغند نظر څرګند کړي.
۱) پر کلیاتو وحدت دی خو پرجزیاتو اختلاف
...................................................
ګورئ! د علم په هر ډګر کې اختلاف راځي او په جزیاتو بیا اختلاف یوه هرو-مرو ځلنه ده. له دې فورمول څخه باید دیني او عبادتي چارې مثتثنی شي.
زه پوهېږم چې زما وروستۍ خبره ډېرو ته د منلو نه ده، ځکه خو راځئ فرض به کړو چې په دین کې هم په جزیاتو کې اختلاف باید وي!.
ښه....اوس له دې اختلاف سره باید څه ډول چلند وشي؟
ګورئ! د علم په هر ډګر کې اختلاف پرمختګ ته لاره هواره کړې ده. زه یې بېلګه درکوم، ځینې د کایناتو د پیدایښت په اړه د بیګ بنګ نظریه مني، ځینې بیا ورسره اختلاف لري او سټرینګ تیوري مني. دې ته اختلاف وایي چې رحمت دی. خو له دې اختلاف سره ساینس څه ډول چلند کوي؟
ایا دا به منطقي خبره وي چې نیم دي بیګ بنګ ومني نیم دي بیا سټرینګ او له تحقیق نه دي لاس واخلي! که داسې کار وشي، نو بیا خو اختلاف رحمت نه غضب شو!. خو نه، ساینس دا ډول کار ته پوهه نه وايي. خلک را ولاړ شوي دي، په دواړو کې په څېړنه بوخت دي، سبا ورځ به، یو له دریو کارو کېږي:
۱) یا به دواړه نظریې رد شي او دریمه به رامینځته او ثبوت شي،
۲) یا به بیګ بنګ ومنله شي، سټرینګ به رد شي
۳) یا به سټرینګ ومنله شي او بیګ بنګ به رد شي.
ایا په هغه برخه کې موږ یو بل سره لانجه کړې ده؟...ایا دا به منطقي وي چې تحقیق ته ایله شي او په پټو سترګو دي یا یوه ومنله شي یا بله؟...ایا دوی محض په خبرو یو بل ناسم ثابتوي، که علمي چلند کوي؟؟
په ورته توګه، په دیني چارو کې اختلاف که موږ له تحقیق نه را وګرځوي، او په پټو سترګو یو څه د اختلافي موضوع یو نظر ومنو او یوڅه بیا دا بل او بس...دا نو بیا هلاکت دی!. واقعي اختلاف باید څېړنې ته لاره هواره کړي، نه له څېړنې لاس اخیستلو ته!!.
نو، په دیني چارو کې که په یوه خبره اختلاف وي، حل لاره یې دا نه ده چې له جاج پرته دي یا یو نظر ومنل شي او یا بل.
بېلګه یې درکوم، موږ د مذاهبو له شتون څخه در واخله بیا د جماعت لمانځه تر څرنګتیا پوري اختلاف لرو. خلک ورته رحمت وایي او په پټو سترګو یا خو دغه مني او یا هغه!!
که خبره لا هم ځانګړې کړم، په دې کې اختلاف دی (مثلا) چې له امام وروسته دي فاتحه ولوستله شي که نه.
له دې اختلاف سره څو ډوله چلند کېږي:
۱) دا مهمه مسله نه ده، ترې تېر شه، وخت مه پرې ضایع کوه:
دا ډول خبرې د عقل او علم سره جفا ده. که دا وړه خبره ګڼله کېږي، نو بیا خو لویې خبرې هم شته چې زه یې یادونه نه کوم....
۲) که یې وایې هم صحیح ده او که یې نه وایې هم.
دا خبره که ثبوت شي، بیا خو اختلاف نه دی!. خو دا ثبوت به یې کوم د نر بچی وکړي؛ ناځواني خو لا داده چې که یې یو ثبوت کوي، بل را ولاړېږي چې موږ نورې مهمې چاري لرو، ته په څه لګیا یې لا...دا بیا بیخي جالبه او د خندا خبره ده...
۳) یوه خبره سمه او بله ناسمه ده.
دلته هم جاج اخیستنې ته اړتیا ده...بې څېړنې دا کار نه کېږي...

اښه،،اوس ځینې بیا دا وایي چې موږ څېړنه نه شو کولی!
نو چې دا خبره څوک کوي، هغه دي اختلاف ته غضب ووايي، نه رحمت. ولي یې نه شو کولی اې د الله بنده ګانو؟ ډوډۍ لږه خورو؟ او که مو عقل ناقص دی ؟او که دا دین سخت دی؟ او که د دین پوهه ورکه ده؟ او که دین خوندي نه دی ؟اوکه وحیه ګډوډه شوې ده؟

نو نتیجوي پوښتنه مې داده:
ـــ اختلافات ایا دڅېړنې رامینځته کوونکي که له مینځه وړونکي دي؟؟
ـــ له اختلافاتو سره زما او ستا اوسنی چلند منطقي دی؟؟

درنښت



ع کريم حليمي
26.02.2013

ډېر ګران ورور حمید هڅاند صاحب تاسي ته مسنونه سلامونه او ښې هیلي ،احترامات په عرض رسوم

ګرانه لیکنه دي زما له نظره ! تیت او پاشلې ده یعني مطلب مي دا دی چه غرونه غرونه محتوا پکښي سته ، نو لوستونکي نه سي کولی چه غرونو په اندازه جوابي لیکنه وکړي ، زه به لمړی دغه لمړۍ جملې ته دي جواب درکم
[quote:608f986b7c]زه پوهېږم چې زما وروستۍ خبره ډېرو ته د منلو نه ده، ځکه خو راځئ فرض به کړو چې په دین کې هم په جزیاتو کې اختلاف باید وي!.
ښه....اوس له دې اختلاف سره باید څه ډول چلند وشي؟ [/quote:608f986b7c]

خبر یوازي د جزئې نه ده خامخا به جزئې او فرعي وي بیا اختلاف حق دی
هر انسان حق لری چ فرعیات داسي تر سره کړي لکه څنګه چه ئې زړه غواړي ، او څوک حق نه لري چه جر او بحث او جنجال غوغا ورسره جوړه کړي
او چه راسو و مؤمن به عقایدو ته نو بیا حق لرو چه هر چا ته غاښ ماته ونکی جواب ور کړو ( بآلحكمة والموعظة الحسنة )

هغه ته ښه بحث ویل کیږي چه : (قل و دلة) وي

درنښت


حمید هڅــاند
27.02.2013

وعلیکم سلام و رحمة الله
د نظر له څرګندولو نه مو نړۍ-نړۍ مننه دروند او محترم حلیمي صیب...ستاسو ګډون ارزښتناک دی، اوس به منتظر شو چې نور ملګري څه تبصره لري.
یوځلې بیا مننه.

درنښت


حذيفه
28.02.2013

هڅاند صيب!
السلام عليکم!
پوښتنه مو خورا ارزښتمنه ده ، له دې امله يوڅه پرې ليکل غواړم.
اختلاف يو طبعي شی دئ او په انساني ټولنه کي ترې چاره هم نه سته البته بيا نو کشاله ترې جوړول ښه نه دي بلکي الله يې د حل لار په ګوته کړې ده ، چلند بايد ور سره داسي وي چي نه اختلاف کوونکی کس سپک وګڼل سي او نه يې موقف سمدستي رد سي ، بلکي د هغه اند دي له قران و حديث سره وکتل سي که يې اخيستنه له همدې سرچينو څخه وه ودي منل سي او که يې ور سره سمون نه در لود رد دي سي.
الهي وينا ده :
فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ(السناء: ۵۹)
ژباړه: نو که مو د يوه شي په اړه شخړه سوه نو الله او رسول ته يې وړئ که پر الله او قيامت ايمان لرئ.
په دې ايت کي د اختلاف د حل لپاره نسخه ښودل سوې ، که څوک مومن وي هغه اختلاف ته کش نه ور کوي بلکي هغه يې ژر د حل کولو لاري چارې لټوي څو په ټولنه کي انتشار رامنځ ته نه سي خو د دې برخلاف چي څوک د نفس په غوښتنو پسي ځي ، د الهي دين د خدمت غم ور سره نه وي هغه همداسي انتشار غواړي ، له دې څخه خپلې شخصي ګټې پورته کوي او هر سړی هڅه کوي چي د امت يوه ډله خلک په ځان پسې کړي که څه هم پر ناسمه لار يې بيا يي.
خو له تحقيق څخه مخ اړونه د بشري فطرت وژل دي ، هغه څوک چي دا فطري حق له ځان څخه اخلي په حقيقت کي د بشريت فطري ږغ د هغه په مرۍ کي د خپله کولو بې ګټې هڅه کوي.
له اختلاف سره څېړنه مله وي ، اختلاف بې څېړنې نه رامنځ ته کېږي او بيا يې د حل لار هم څېړنه ده ځکه انسان ته په څېړنه خپله تېروتنه معلومېږي او که انصاف ور سره وي نو تر خپل دريځ به تېر سي.
خو دا پوښتنه چي اختلاف تحقيق رامنځ ته کوي که يې وژني نو زما په اند خو خپله اختلاف له څېړنې زېږي ، البته زما په شخصي نظر يې حل هم تحقيق ګڼم ، دا زما شخصي نظر دئ که ښه وي را سره يې ومنئ که نه نو ما په خپله تېروتنه پوه کړئ.
بله دي دا چي اوسنی چلند مو منطقي دئ نو بايد ووايم چي هيڅکله نه !
د زموږ ټولنه کله هم اختلاف ته منطقي غبرګون نه ښيي ، بلکي له تشدوده ډک ، سپکوونکی ، سخت او تېز وي، د طرفينو درناوي ته په کي هيڅ پام نه کوي.
اختلاف ته د غبرګون په اړه هم په قران و حديث کي لارښوونې سته او هم يې موږ د انسانيت له تېر تاريخ څخه ځيني قواعد را مستنبط کولای سو ، خو افسوس چي نه داسي کوو او نه مو هم دې ته ايله کوي.
افسوس صد افسوس!
ستا حذيفه


حمید هڅــاند
01.03.2013

وعلیکم سلام ورحمة الله
ښاغلی حذیفه! تاسې یو ښکلی، لنډ، او منطقي ځواب راکړی دی، منندوی مو یم.
حذیفه صیب لیکلي دي:
[quote:fa900cd0f8]خو دا پوښتنه چي اختلاف تحقيق رامنځ ته کوي که يې وژني نو زما په اند خو خپله اختلاف له څېړنې زېږي ، البته زما په شخصي نظر يې حل هم تحقيق ګڼم ، دا زما شخصي نظر دئ که ښه وي را سره يې ومنئ که نه نو ما په خپله تېروتنه پوه کړئ. [/quote:fa900cd0f8]

هو باالکل! اختلاف خو څه د باران څاڅکی نه دی، چې اسمان نه به پرېوځي،بلکې، د سطحي فکر یا ژورې څېړنې په اږدو او پای کې رامینځته کېږي او پرله پسې(خو پرځای) څېړنه یې حل ته رسوي. نو دا یوه طبیعي پېښېدونکې او بیرته حل کېدونکې خبره ده.
خو دا بیا د اختلاف د را ټوکېدا د سرچینې خبره ده، په پيل کې چې اختلاف رامینځته کېږي نو هرو-مرو څېړنه یې لامل وي، خو بیا له بده مرغه یو لوی شمیر خلک په پټو سترګو د اختلاف یوه خوا کله نیسي او نور بیا د اختلاف بل لوری کلک نیسي. خو د خلکو چلند تر دې هم وړاندي ځي او دومره غیر منطقي کېږی چې د دوی په اند اختلاف باید پرځای پاتي شي او له مینځه پورته نه شي. ځکه د دوی په اند اختلاف خو یو طبیعي شی دی. دا ډول خلک دا ځای هېروي چې اختلاف ولي رامینځته شوی دی؟ دوی که پوی شي چې څېړنې رامینځته کړی دي، نو بیا پخپله پوهېږي چې په دې موزونه نړۍ کې، زموږ ناهمغږی حالت باید هرو مرو بیرته د څېړنې پرمټ همغږی شي، او که اختلافات رفع نه شي، نو مانا به یې دا وي چې کار مو په دا مینځ مینځ کې ایله کړی دی.

درنښت



ع کريم حليمي
03.03.2013

السلام علیکم
جزئي او فرعي اختلافات د ژوند جز دي ، په څېړنو او تحقیق له منځه نه ځي ، په جرګو هم له منځه نه ځي ، که څوک دا کوښښ کوي چه اختلاف له منځه یوسي ، دئ اصلا وحدت له منځه وړي !!!

کوښښ وکړی چه نــــــــــــــــــــــــــزاع (شر، خصومت) و نه کړی

اختلاف او نزاع دوه جلا مفهومه دي

تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ

که نزاع پیدا سوه نو باید محکمې ته ولاړسی ، نن ورځ محکمه (إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ ) ده

په خپله ایاتونه او حدیثونه مه لټوئ

درنښت


حمید هڅــاند
03.03.2013

وعلیکم سلام ورحمة الله
محترم حلیمي صیب! هیله ده روغ او خوښ به یاست.
فرعي اختلافاتو څخه مو موخه هرو-مرو په دین کې اختلافاتو ته فرعي صفت کارولی دی. پوښتنه داده چې په دین کې کوم ځایونه او مسلې فرعي دي او په کوم دلیل؟ هیله ده په موضوع یو څه رڼا واچوئ.

درنښت


حذيفه
03.03.2013

کريم صيب!
هيله ده روغ به يې؟
ستا د خبرې په مفهوم زه پوه سوم ، هدف دي څه دئ ما ته را معلوم سو ځکه د کلام اشارې دي انسان ته الهام ور کوي.
راسه عربي مفسرين هم وګوره:
فقال: (فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ) الآية، يعني إن اختلفتم في شيء.(تفسير الشافعي همدغه ايت)
دلته وينې چي په اختلفتم يې ژباړه او مفهوم بيان کړی.
القول في تأويل قوله: {فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ}
قال أبو جعفر: يعني بذلك جل ثناؤه: فإن اختلفتم، أيها المؤمنون، في شيء من أمر دينكم: أنتم فيما بينكم، أو أنتم وولاة أمركم(الطبري بتحقيق احمد شاکر)
دلته هم د تنازع تفسير په اختلاف سوی دئ.
وقوله: (فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ)
معنى تنازعتم اختلفتم وتجادلتم وقال كل فريق: القولُ قولي.
واشتقاق المنازعة أن كل واحد منهما ينزع الحجة.
وفي هذه الآية أَمْر مَؤكد يدل على أَن القصد للاختلاف كفْر، وأنَّ
الِإيمان اتباعُ الِإجماع والسُّنةِ.(معانی القران واعرابه للزجاج)
په دې ځای کي يې ښه سمه تشريح کړې ده او ته خپله په عربي کي يوه پنجې معلومات نه لرې بيا له ځانه تفسيرونه کوې چي دا دې ته وايي او هغه بيا هغه ته وايي.
تا د خپلې خبرې د اثبات څه دليل راوړی دئ چي پر بل نيوکه کوې؟
که دليل در سره نه وي او په عربيت کي دي معلومات هم له نشت سره برابر وي نو بيا يې په څه غړوب غړوب وايې؟
قوله جَلَّ وَعَزَّ: {فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ}

1935 - أَخْبَرَنَا علي بْن عَبْدِ العزيز، قَالَ: حَدَّثَنَا الأثرم، عَنْ أبي عبيدة: " {فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ} ، أي: اختلفتم "(تفسير ابن المنذر)
دا وګوره په همدې اختلاف يې تفسير کړی دئ.
(فَإِنْ تَنازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ) فإن اختلفتم(تفسير زمخشري)
{فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِى شَيْءٍ} فإن اختلفتم(تفسير نسفي)
وقوله تعالى: فَإِنْ تَنازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ يعني اختلفتم في شيء من أمر دينكم والتنازع اختلاف الآراء وأصله من انتزاع الحجة وهو أن كل واحد من المتنازعين ينزع الحجة لنفسه(تفسير الخازن)
او خپله د دې تفسير په قران کي هم بل ځای سوی دئ:
{وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِيهِ مِنْ شَيْءٍ فَحُكْمُهُ إِلَى اللَّهِ} [الشُّورَى: ۱۰]
دادئ خپله قران هم د اختلاف توري ذکر کړي نو ته ولي په دې نه پوهېږي چي داسي سم دم نيوکې ته خې؟
ليږ سړی فکر وکړي يو دليل ولري نو بيا د اصلاح لپاره نيوکه وکړي.
خو ته له ځانه سره قاعده جوړه کړې او بيا پر بل اعتراض وکړې.
که يې د لغتو له کتابونو غواړې نو څومره حوالې غواړې؟
زه يې سمدستي در کوم بېغمه اوسه.



ع کريم حليمي
03.03.2013

وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته

دین ارکان لري ، او لمونځ ئې یو رکن دي ، او په لمانځه کښي دننه بیا ارکان سته ، او سجده ئې يو رکن دي

په لمانځه کښي (آمین ) څه په جهر او د جارچي په ډول او څه په آرام او کرار ویلی (‏ادْعُواْ رَبَّكُمْ تَضَرُّعًا وَخُفْيَةً )

څه پښې د یوه پل په اندازه خلاصي (حنفي )
او څه پښي ډیري پراخي ( اهل نجد )

ارکان اصل دي او نور نو اکثره د دین او عباداتو کړني فروعات دي
نه روح د دین !!!

مړی څه ښخ کړئ او څه په ادب سره بحر ته غورځولی
البته ښخېدل ئې بهتر اخلاق دي ( د دین فرع )

درنښت



ع کريم حليمي
03.03.2013

محترم حذیفه وروره په خپل نیت او قصد اوبه سې ، ته هم آمین که راسره !

دا چه په دغه الفاظو خبري راسره کوې ( نو بيا يې په څه غړوب غړوب وايې؟ ) .
زه ټیټي خبري نه اورم ، او ستا مي لیکنه ولیدل !

نو دا نیت مي وکړئ او هم قصد ، چه په ټیټ بحث کی به برخه نه اخلم

زه فکر کوم د نیت او قصد په تعریفونو پوهېږې ، د مترادف په نیت مي ندي استمال کړي

ځان ته او تاسي ته جګ اخلاق خوښوم

درنښت


حمید هڅــاند
04.03.2013

ښاغلی حلیمي صیب!
ښې چارې...
هیله ده په خپګان ښودلو ځان ښوی تېر نه کړئ...حذیفه سمه نیوکه کړې ده..هیڅ خرابی پکې نشته...تاسې دلته د قران ناسم تفسیر کړی دی...که مو قصداً نه وي کړی، اوس خو یې بیرته پاک کړئ!.
او بله خبره داده چې ته لومړی تکبیر، قرات، رکوع، ولاړه، سجده او ناسته او بیا وروستۍ ناستې ته د لمانځه ارکان وایې، ځکه دلایل لرې..خو زه هم د لایلو له مخې فاتحه خلف الامام، امین باالجهر، او رفع الیدین لپاره له وحیې نه دلایل لرم، ځکه خو ورته رکنونه وایم....حنیفیان خو اصل هغه ته وایې چې صریح نص یې په اړه شتون ولري...نو بیا خو د همدې تعریف له مخې، ټول هغه شیونه چې ته ورته فرعې وایې، اصل ګرځي..اوس به څنګه شا ورته اړوې......

هیله ده بې ځایه خپګان ونه کړئ او په خپله تېروتنه مو سر خلاص او اصلاح کړئ...

درنښت


حذيفه
10.03.2013

دين مه له همدې ځایه خراب کړی چي له څه لاسوند پرته مو په کي فرع او اصل پيدا کړل ، يو څه مو اړين او نور مو د ځان لپاره داسي وګڼل چي تاسو يې په کولو او نه کولو کي واک لرئ؟
دا د هلاکت لومړی قدم دئ .
که غواړئ چي اصلي دين وکړئ نو د رسول الله خبره بس کافی ده چي هم راته قران وايي او هم خپل حديث.
نجد مجد يې په اخير پسي مه ورپوري کوه هم مسلې غلطې کوي او هم د قران تفسير خو که څوک نيوکه وکړي نو ته خپه سې .
موږ له تا ولي خپ نه سو چي په دين کي له څه علم پرته خبرې کوي او ته بس هم ناسم کار کوې او هم خپله کېږي دا ستا خپله پړه ده موږ ته يې ګوته مه راسېغوه.
د دين په اړه مو ډرامې نه سم منلی يو دين دئ او ټول به يې کوو په دي کي ګوندونه نه منم او نه يې دين بولم هر څوک چي يې کوي د الله له دين سره نه هېرېدونکی خيانت کوي ، دومره لوی جرم تر سره کوي چي نه په دنيا کي د بخښولو دئ او نه په اخرت کي.
په دين کي ځان ته واک مه ثابته وه دا د هغو خلکو اصل وو چي اخير بې لارې سول ته هيڅ واک نه لرې څه چي دين کي دي کوې به يې که نه نو د مقبوليت مقام ته به نه رسېږي او که ځان په هغه او دغه خلاصوې نو قيامت کي به وګورې چي څه به کېږي؟.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more