د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ډيموکراسي په فلوجه کي ؟ (انځورونه)

خاټول
22.11.2004

[img:33fa5763c0]http://onfinite.com/libraries/154399/366.jpg[/img:33fa5763c0]
[img:33fa5763c0]http://www.iraqpatrol.com/massgraves3.jpg[/img:33fa5763c0]
[img:33fa5763c0]http://www.aljazeera.net/mritems/images/2004/11/16/1_510474_1_34.jpg[/img:33fa5763c0]
[img:33fa5763c0]http://us.news2.yimg.com/us.yimg.com/p/ap/20041116/capt.ny19011161945.iraq_fallujah_collecting_the_dead_ny190.jpg[/img:33fa5763c0]
[img:33fa5763c0]http://us.news2.yimg.com/us.yimg.com/p/ap/20041111/capt.calos10211112318.iraq_calos102.jpg[/img:33fa5763c0]
[img:33fa5763c0]http://us.news2.yimg.com/us.yimg.com/p/ap/20041116/capt.ny11911161719.marine_shooting_ny119.jpg[/img:33fa5763c0]
ګرانو وروڼو او درنو خويندو!

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

لوي خداى مو نيكمرغه كوچنى اختر مبارك كړه

ښاي داختر دخوښيو په شيبو كي به دغم او وير ليكل او كتل څومره ښه كار نوي , اما هغه څه چي نن داسلامي امت په بي وزله وګړو ترسره كيږي په ځانګړي ډول دفلوجي , موصل رمادي او نورو عراقي سيمو په بي دفاع مسلمانانوچي كوم ډول تيرى دپه اصطلاح ډيموكراسۍ اوازادۍ تر زړه را ښكونكو عنوانونو لاندي كيږي , كه په هغو ويرونو باندي مونږ او تاسي دمسلمانانو او ازادو انسانو په ډول ونه ژاړو نو ښايي چي انساني احساس او عاطفه به مو له لاسه وركړي وي , راځى يوځل بيا پورتنيو انځورونوته وګورو چي دصليبي درندګانو له لوري په څومره وحشت اوچنګيزيت سره دخداى په كور (مسجد) كي يو بي دفاع انسان په ګوليو سورى سورى شو , بل انځور بياراته دپلار او زوي كيسه كوي چي د فلوجي په ښاركي دازادۍ اوډيموكراسۍ داتلانو له لوري له خپل ژوندنه ازاد شوول , ښايي په امريكايي صليبي قاموس كي ډيموكراسي همدي ته وايي ؟؟؟ِِ


نقاد
23.11.2004

پتمې خور خاټول او درنو لوستونکو ته سلامونه .
څوک به وي چې د امريکايي سرتيرو دغسې وحشت او بربريت به ونه غندي، او په عراق کې به د بوش او بلير له کرغيړن جنګي سياست څخه کرکه ونه لري.داچې بيګناه او بي دفاع عراقي تبعه ددوی له خوا ووژل شو، دا د انسانيت، اخلاقو، ديموکراسۍ او اسلام ټولو پر ضد جنايت و او د نسانيت او بشردوستۍ، اخلاقو او ديموکراسۍ ، ايمان او مسلمانۍ خاوندان يې په ژور نفرت او کرکې سره غندي.
هو بايد هير نشي چې ددې جناياتو رسوا کول، غندل او د هغې سزا غوښتلو ته ديموکراسي وايي او هغه سياسي سيستم ته ديموکراسي وايي چې په قانوني توګه ددغسې جناياتو، ظلم او ستم ، ديکتاتورۍ او بل واکۍ پر ضد په کې فعاليت ، دهغوی رسوا کول، غندل او قانوني سزا غوښتل او سزا ورکول په کې ممکن وي. نو د ديموکراسۍ ضد عملونه بايد د ديموکراسۍ پايلې ونه ګڼل شي، او ضد ديموکراتيک عملونه له هرې خوا چې وي ، د ضدديموکراتيکو عملونو په نامه تشخيص او وغندل شي. دغه راز د ديموکراتيکو مبارزو ، تنقيدونو او افشاګريو نتيجې هم د دغو مبارزو پايلي وبلل شي او سترګې پرې پټې نشي. دديموکرسۍ پر ضد اوبه خړول او کبونه نيول د بري ﻻر نه ده . دا خبره هم سمه نه ده، چې ووايو امريکايان عراق ته دديموکراسۍ له پار راغلي دي، خو داچې دديمو کراسۍ مخه نه نيسي، دا بيله خبره ده او امريکايانو ته د جنګ جګړې ښکيلاک او نورو جناياتو برئت نه ورکوي . ديموکراسي هيڅکله له ملي خپلواکۍ پرته وده نشي کولی او د ديموکراتيکو ځواکونو لومړی مرام بايد ملي خپلواکي اوسي، داچې د زور او جګړې له ﻻرې بايد ازادي ﻻس ته راشي او که د سياسي سوله ييزې مبارزې له ﻻرې او که په بيلابيلو پړاوونو کې له بيلا بيلو ﻻرو څخه کار واخيستل شي، د ملي او ديموکراتيکو ځواکونو له خوا د وضعې د تحليل ،تکتيک او شتراتيژي د ټاکلو پورې اړه لري.آ يا له بدتر دريځ څخه د بدو ، او له بد دريځ څخه د ښو عملونو غندل په خپل ذات کې خيانت او جنايت نه دی ؟ والسلام په درنښت .


خاټول
27.11.2004

دروند, منلى, زړه ته رانزدي ورور نقاد صاحب اونورو وروڼو اوخويندو !
يوځل مو بيا په ګرمو سلامونو او نيكوهيلو لمانځم او دژوند په هر پړاو كي مو بريالي او ښادمن غواړم.
نقاد صاحب له احساس نه دي يوه نړۍ مننه , رښتيا هم چي دسپيڅلي وجدان خاوندان تل جنايت غندي كه تر هر نامه اوبڼه لاندي تر سره شي .
وروره ! خوښه دي نه ده چي لومړی يوه ځاني جګړه سره توده اوبيا سړه كړو , هسي هم په فورم كي دلومړنۍ جګړي بنسټ ما اوتا ايښى كه دي په ياد وي ډاډ راكړه , ښه وروره ! تا زما دموضوع په عنوان كي ولي سواليه نښه ورزياته كړي په داسي حال كي چي ما سواليه نښه نوه ليكلي ؟؟؟ ولي؟ ايا دا دبيان دازادي دحق نه سر غړونه نه ده ؟ ايا دا زما په حق تيرى نه دي ؟ ايا دا دكتاتوري نه ده ؟ وروره ! ولي ؟؟؟ ايا ستا پښتنه خور حق نه لري چي ستا درايي خلاف څه وليكي ؟ ايا دا له فورم نه زما دشړلو هڅه نه ده؟ كه مي شړۍ نو په بشپړه خوله راته ووايي په نيمه نيمه نه , اوس خو له خيره خپل اوربل لرو او ګلونه به پکي ټومبو او هلته به مو څوك نه شړي , نوربه نو دا ګيلي نقاد صاحب ته ډالۍ كړم او خپل اصل مطلب ته به را وګرزم .
وروره ! تاسو او ګردو لوستونكو ته به ښه ياد وي چي دانسانيت په وړاندي ستر جاني اومجرم بش به يوه داسي وينا هم نه وي كړي چي په عراق كي دي دډيموكراسي داعادي او ديو مستبد نظام دړنګولو دكارنامي يادونه په ډير وياړ سره نوي كړي , په تيره بيا په تيرشوي انتخاباتي مبارزه كي خو به كه بش كته شو او كه پورته نو په عراق كي دډيموكراسي داعاده كولو ډنډوره به يي وهله تر دي چي دامريكا ناخبره او غافل ملت يي وغولاوو او يوځل بيايي دڅلورو كلونو دپاره دمسلمان وژني يو زرين :( چانس تر لاسه کړ, ښه نو چي بش او دار ودسته يي په خپله په واروار دا چغي وهى چي دوي عراق ته ته دډيموكراسۍ داعادي او پياده كولو دپاره ورغلي دي نو ايا بيا به دتاسو داليكنه پر ځاې وي ؟ :
[b:7033959f9f][quote:7033959f9f]دا خبره هم سمه نه ده، چې ووايو امريکايان عراق ته دديموکراسۍ له پار راغلي دي،[/quote:7033959f9f][/b:7033959f9f]
كه تاسو ووايي چي بش او دهغه دارودسته دډيموكراسۍ استازيتوب نه كوي نو هغه به دكوم هيواد سياسي نظام وي چي هغه دي دډيموكراسي استازيتوب وكړي , اروپايي ټولنه ؟ برطانيه ؟ فرانسه ؟ او كه دملګرو ملتونو اداره ؟ ايا داټول په خپل وار په پورتنيو جناياتو كي ګډ نه دي ؟ پورتنيو حقايقو ته په كتلو سره په اساني سره دا پايله اخستلاى شو چي ياخو دبش داداري او ګردصليبي كوليشن ناوړه عملونه او جنايات ډيموكراسي ده او يا هم ډيموكراسۍ يو تيوريكل نظام دي چي هيڅ عملي بڼه نلري , او استعمار غواړي چي دډيموكراسي په غوړو چړو تعبيرونو خپلو تيريو او يرغلونو ته قانوني بڼه وركړي .
وروره ! تاسو زياته كړي :
[b:7033959f9f][quote:7033959f9f]هو بايد هير نشي چې ددې جناياتو رسوا کول، غندل او د هغې سزا غوښتلو ته ديموکراسي وايي او هغه سياسي سيستم ته ديموکراسي وايي چې په قانوني توګه ددغسې جناياتو، ظلم او ستم ، ديکتاتورۍ او بل واکۍ پر ضد په کې فعاليت ، دهغوی رسوا کول، غندل او قانوني سزا غوښتل او سزا ورکول په کې ممکن وي[/quote:7033959f9f][/b:7033959f9f]
وروره ! دا ګز اودا هم ميدان ! را ځه چي دبش او دهغه دښکيلاكګرو انډيوالانو په خلاف يو مضمون وليكو او دهغوي ناروا عملونه پكي وغندو او له ډيموكراتيكو ادارونه وغواړو چي دا جنايت كونكي دي يوي خپلواكي محكمي ته را وړاندي كړي تر څودوي دخپلونا وړو كړو په سزا ورسيږي , او بيا همدا مضمون ديوه مسلمان او ايشين په صفت دارو پايي او امريكي ورځپاڼو اومجلو دفتر ته وروړو, او وګوروچي ايا هغوي به زما اوستا دا ډول مضمون چاپ كړي ؟ او كه احيانا چاپ هم شي ايا ته په دي باوري يي چي زه او ته به دالقاعدي په تور باندي تر تعقيب او څيړني لاندي ونه نيول شو ؟ او په څو څو ځله به FBI او CIA دفترونو ته ور ونه غوښتل شو؟.
وروره ! زه خو دي نتيجي ته رسيدلي يم چي ډيموكراسي ميموكراسي نشته هسي غولونه ده چي انسان پري غولول كيږي ستا څه خيال دى ؟.


نقاد
28.11.2004

محترمې او معظمې خور بي بي السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته . ټولو لستونکو خويندوورونو ته له سلامونو او نيکوهيلو له وړاندې څخه وروسته وياړم چې د خاټول په څير يوې مؤمنې پښتنې خور سره د يوه وور په توګه د زړه خواله کوم او هغه هم بيا د دنيا او آخرت په دوه مهمو برخو لکه اسلا م او ديموکراسۍ په هکله :
خور جانې لومړی ستاسې د توپيک عنوان که مسئول اصلاح کړی وي او که تاسو پخپله، زه پرې خوښ شوم ،ځکه
١ ـ نه ښايي چې ستاسو د ليکنه دې په يوه سرچپه عنوان پيل شي لکه څوک چې د رياضي يوې موضوع ته د ٢+٢= ٥ عنوان ورکړي . او يا څوک د يزيد کرغيړنو جناياتو لکه د حضرت حسين وژلو ته د د اسلام د يوې وياړلې کار نامې عنوان ورکړي . ښايي په رياضي کې دغه فورمول ، په ديموکراسۍ کې هغه ادعا او په اسلام کې پورتنۍ ادعا تر جنون کمه نه وي او دارامجا نين بهر يې چيرې د استعمال ځای نه وي.
٢ـ هو، که د صدام حسين پر ضد يو ديمکراتيک غورځنګ په عراق کې دننه رامنځته شوی وای، خو د هغه پر مدرنې و سلې او استخباراتي او پوځي سيستم يې زور نه رسيدای او ځپل کيدای، او له ګاونډيو څخه يې مرسته ه غوښتې وای ، نو که په دغسې وخت کې عربي هيوادونويا د اسلامي کنفرانس هيوادونو پوځونه ورليږلی وای، ښايي دديموکراسۍ د ژغورنې چيغې يې د منلو وړ وای . د يو امپرياليستي ځبر ځواک پوځي مداخلې دديموکراسۍ سره هيڅ تړاو نه لري ، که سل زرځله بوش او دهغه اداره دا چغې هم ووهي.
په داخل کې چې بوش هر څه وايي، دروغ وي که غولول ، هغه د اريک د اولس پرې اړه لري چې باور پرې کوي که نه، اولس خو يې ازاد دی ، کولیشي د نه باورپه صورت کې يې بل چاته رايه ورکړی وای ، مقاومت يې کړی وای، بوش يې په سوله
ييزه او ديمواتيکه ﻻر راپرځولی وای . ديموکراسي داولس له پاره ددغسې امکاناتو لرو ته وايي. خو اولس دبهرنيو هيوادونو د السونو غم نه خوري، خپله مو ونه ليدل ، پرافغان اولس په تيرو ٢٥ کالو کې څه تيريدل، دايران او پاکستان
د اولسونو پر مونږ څه چرت خراب کړی و؟ په خپلو حکومتونو يې يوه نيوکه هم کوله چې کورنۍ جکړې ته ددغه مظلوم اولس پر ضد نورلمن مه وهئ؟
خو وګورئ ، له امريکا پرته ، هغه هم ټول ارکايان نه، د نړۍ دنور و دموکراتيکو هيوادونو اولسونه د بوش مداخله په عراق کې غندي او بدعمل يې بولي. المان او فرانه خو د حکومت په سطحه تراوه پورې د بوش له لګرتوب څخه ليې پاتې شول.

٣ـ امريکايان افغانستان ته هم دديموکراسۍ له غمه نه، بلکې له القاعدې او طالب رژيم څخه د بر حق انتقام اخيستلو له پاره راغلي دي، خو داچې پايله يې د قبل الميلادي فرسوده رژيمونو، کورنيوجګړو او انار ښيوختمول هم کيږي، دا به د اسامه بن ﻻدن برکت وبولو او بس .
که د ايران ملايي رژيم هم دومر ه ا حمق شي چې د ملا عمر په څير اسامه ته ځای او پناه او قدرت ورکړي ښايي دغسې ديموکراسي هلته ترمونږ چټکه راشي، ځکه هلته يې په اولس کی پلويان ډير او تر مونږ زيات رسيدلي دي . خوهمداچې اولس يې رسيدلی دی، متاسفانه چې ملايان يې هم احمقان نه دي او له خپلې بړستنې سره پښې غځوي ، او د طالبانو په څير نه دي چې پښې له بړستنې څخه داسې بو ټې راوباسي چې سياسي قدرت يې سيخ او ايغ ونيغ د زوال کندې ته راښکل شي او په ټوله نړۍ کې ددوست او دوښمن ټولو په نظر کې ريشخنداو مسخره شي .
پاتې شوې د امريکايانو نادودې ، ليبراليزم، فحشا او بي پتۍ، دا ټول به که خدای کول يو دبل پسې زمونږ له سپيڅلې خاورې څخه ور ک کيږي، اسلام به دديموکراسۍ له ﻻرې او ديموکراسي به داسلام په مټ پياوړي کيږي ، ځکه دامکانات افغانان لري، او که زمونږ په خپلو منځو کې مفاهمه وشوه ، نو بيا به ګورې چې په افغانستان کې دموکراسي د غربيانو او غربي ليبراليزم او فحشاو څخه او اسلام به د افراطيانو د انارشۍ له منګلو څخه په يوه طلايي ترکيب کې خلاص شي.
خورې، پرون مې په اسلامي ښوونو ې د حضرت عثمان ، حضرت علس او حضرت عمر فاروق ضي الله عنهم د شهادت د پيښو جريان ولوست او ډير ډير مې ورته وژړل، او دا آرماني وکړچې کاشکې اسلام د سياسي واکمنۍ د شکل پر بشړولو
کار کړی وای او داسې مظالم يې له هماغه اول څخه تر ابدالابده ناممکن کړي وای . والسلا م


محب أفغان
17.12.2004

الحمدلله على كل حال ، شكر ده خداي په هر حال ،

فلوجه باندي كه ډير ظلم وشو ،

مګر ده خداي په فضل أو كرم ، فلوجه ، يو عزتمند ښار شو ، أو ده جهاد

مركز وګرزيدوا ، أو ده عراق ده فتحي إعلان به ده فلوجه څخه وي ،

څ


خاټول
23.12.2004

وروڼو او خويندو!
يو ځل بيا په زړه لاس ونيسي او دا انځور وګورى چي صليبي لښکرو په څومره وحشيانه ډول يو عراقى مسلمان بندي يواځي په دي جرم وواژه چي ويل يي : ربي الله زما خداى يواځي الله دى.
[img:b71f5eace2]http://www.w6w.com/w6w.php?pic=178404[/img:b71f5eace2]


نقاد
25.12.2004

[color=blue:41765b1cb5]محتر مې خاټول خور او درنو لوستونکو ته له سلام او درانوی له مراتبو وروسته :
د ینکیانو سامراجی سیاست دهیوا د په داخلی دیموکراسۍ تغیر نه خوري ،حکه چې دیموکراسی نه کومه ایدیالوژی ده او نه د حکومت کوم تړلی او بشپړ سیستم،بلکې برعکس تل د حو کومت پر ضد دحقوقو دفاع توګه او اوروش دی.
دا چې په وروسته پا تې هیواد نو کې اول خلک حقوق نه لری او نه یېپیژنی، او نه هم د حقوقو د دفاع هغه روش او توګه شته چې دیموکاسی ورته وایی، نوځکه سامراجي هيوادونه دلته هر څه چې یې زړه غواړي هغه جنایتونه دلته تر سره کوي.
بش که د نربچي وي دغسې ظلمونو او جنایتونو سلمه برخه دې خپلو هیوادوالو وکړي چې دیموکراسي یې سپیږمې ور څیروي که نه او د تکرا رپه صورت کې یې له دغه مقام څخه ګوښه کوي که نه ! خو راځئ چې ټول په عراق کې دامریکایی سامراجیانوپرشتون او دغو سرساموونکو جنایاتوباندې یې نفرین اولعنتی ووایو . مونږ د دغسې ضد بشري، ضد انساني ، ضداسلامي او ضد دیموکراتیکو امپریالستي جنایاتو په وړاندې ژوره کرکه څرګندوو اودخپل مسلمان ورور عراقي اولس له پاره آزادي ، ملی خپلواکي او دیموکراسي غواړو ، څو د ملي واکمنۍ ، ځمکنۍ بشپړتیا او دیموکراسۍ له لارې د خپل هیواد پرمختګ خوندي کاندی. والسلام . ستاسې یو ورر: نقاد[/color:41765b1cb5]


Jalazai
30.12.2004

دروند ورور يې كه درنه خور يې، هر څوك چې يې د سترګو تور مې يې او سلام دې راباندې پور دى او ادا كوم يې
ښاغلیه! د امریکا جنایتونه ستا تر لیکنو څوچنده زیات لوڅ او روښانه دي. یعنې کېدای شي ډېر خلک ستا پر لیکنو، د ضعیفې املا او ضعیفو ادبیاتو له توسنه ونه پوهېږي، خو هغه به لاهم د امریکا له جایتونو، او شیطاني څېرې بشپړ خبر وي.
د امریکا خو همدغه جنایت هم بس دی چې د افغانستان د وسلې ټولولو، او مجاهدینو د ځپلو لپاره یې طالبان رامنځته کړل او بیا یې د طالبانو په لیکو کې د هېواد په زرګونو تنکي ځوانان شهیدان او د طالب ځپلو پر بهانه یې زموږ هېواد د جګړو ډګر کړ.
وروره، كه خفه كېږې نه، ستا وروستى انځور ددې ځاى د خپرېدلو ندى. مونږ ددې پر ځاى چې خلك پوه كړو، دهغوى د فكر كولو قوه ور مختلوو. ددې په ځاى چې هوښيار يې كړو، په غصه كوو يې، وينه يې په جوش راولو، لېونى كوو يې، مسته وو يې.... دغه لامل دى چې زمونږ مخلص وروڼه لېوني وي، اوتر وي، ژر غوصه كېږي، ژر سوټي ته لاس اچوي، ژر ټاپه لګوي، ژر حكم كوي.
زما په اند مونږ بايد ددښمن د بدو او وحشتونو په مقابل كې د خپلې فكري قوې د راټولولو او تمركز هڅه وكړو، نه داچې ځان ته نور هم د غم او غصې اسباب برابر كړو، غصه د انسان د هلاكت لاملېږي، غصه چې په هرڅه وي غصه ده، انسان چې غصه شي نو نه په ځان وي او نه په جهان.
زمونږ له عواطفو سره ډېرې لوبې وشوې. اوس هم روانې دي، ته راشه د پنجابيانو د نواى وقت يو دائمي سرليك هره ورځ داوي چې:
افغان باقي، كهسار باقي، الحكم لله و الملك لله.
دهمدې صفحې په لاندې برخه كې معمولاًِِ د شيخ رشيد د پيرخانې(لوليووډ) د فلمونو اشتهارونه راځي. ته څه فكر كوې چې نواى وقت د افغان ستاينه كوي؟ په څه فكر كوې چې نواى وقت په رښتيا هم د الملك لله پلوي ده؟ نه نه، ددومره ناپوهۍ ګمان نه درباندې كوم خو ګوره!
مونږ غواړو يو څه موده مو خواره واره افكار راټول كړو، يوڅه وخت په خپلو كميو فكر وكړو، د يوه جهاد پايلي لا ناڅېړلي او نه تحليل شوې راته پرتې دي. د يوه جهاد نوم مو لا په خپلو پښو كې پايمال پروت دى، د يوه جهاد قهرمانان مو لا دوطن ويني زبېښي، د يوه جهاد خاينان مو لا په محكمو كې قاضيان دي، د يوه جهاد له بې تدبيرۍ څخه راپاته يو بې سواده نسل مو لا د ايران له چرسي خانو، دپېښور د خښتو له بټيو، د لندن او اروپا د تور بازار له ظالمانه يرغماله، د دوبۍ او كراچۍ له نانوائيو او د سعودي شيخانو له غلام بچګۍ ندى ژغورلى. زما په ګمان كه له دې ټولو پاتې راتلنو وروسته يوځلې په خپل كار او مدار له سره كتنه وكړو نو بده به نه وي.
ته راشه چې زمونږ په قوماندانانو كې څو تنو خپلې د سنګر خاطرې ليكلي پرې ايښي؟ . زمونږ په رهبرانو كې څو كسانو خپلې تېروتني تېروتني بللي او دې خپل راتلونكي نسل ته يې يوه توصيه نامه پرې ايښي؟ زمونږ د پېښور، اسلام اباد، رياض، مكې شريفې او .... په توافقنامو، د ژنيو په پرېكړو، د جهاد د نتيجو د بربادي په لاملونو څومره غږېدلي يو؟
ګمان كوم چې مونږ ته د بيا فكر كولو سخته اړتيا ده، مونږ ته د څه مودې آرام سخته اړتيا ده. كه مو څوك وپاروي نو مونږ كمزوري بياهم پارېږو، بيا هم مستېږو... داخو زمونږ خوى دى، خصلت مو دادى چې دځان مدحه د بل په خله اورونو د تشكر په ځاى زنداباد وايو. خو اې درنه دښمنه، كه ستا ددښمني كوم حد او سرحد وي نو همدغه يې وټاكه چې نور مو په جګړه مه وروله.
زما افغان ورور وايي: ما پرېږدۍ چې زه خپل ذهن د وينو لړلو صحنو له ياده ووينځم، تاسو چې ماته مخامخېږۍ نو ولي مو ددنيا په زرګونو تبصرې وړ شيانو كې يوازې د غم او درد، وحشت او بربريت كيسې په خله وي.
تاسو زما په ذهن كې د خونړيو منظرو او صحنو له بيا راسرته كېدنو څخه څه خوند اخلي، تاسې ولي ماته ولي زما د احساساتو د دغسې ځورونې څخه خوند اخلۍ.
زما ګمان دى چې تاسو ته دا مسئلې ليدل اورېدل دومره مهمه خبره نده،خو زه د يوه پاك نفسه افغان په توګه ددې ډول صحنو د ليدلو نه وروسته په ورځو هم په خپل حال نه راځم.
تاسو زما له دغه خاصيت څخه ښه خبر ياست، خو زه زارۍ كوم چې ما مه پاروئ، ما په جوش مه راولۍ، دا زما كمزوري ده، زه دا كمزوري وارترمخه منم خو چې كله مې دغه مرچ په رګونو كې راننوتل بيا نو زه دغه اوسنۍ نه پاتې كېږم، بيا نو زه نه ورسته ګورم او نه شاته، بيا مې سر څرخي، په ځان راباندې كوم، په ځان نوكاري راكاږم او د پرديو زور هم له ځانه وباسم
په درناوي


خاټول
30.01.2005

ورورڼو اوخويندو سلامونه مي ومنۍ
باور وكړۍ چي دا مي پتيلي وه چي نور به دويرونو اودردونو كيسي نه ليكم ځكه ددردرونوپه ليكلو اولو ستلو نور هم دردونه زياتيږي او زړونه مړاوي كيږي, ولي متأسفانه چي زه خو په خپل ژوند اوچاپيريال كي خوښۍ نه وينم چي له تاسو درنو لوستونكو سره يي ګډي او انځور كړم , يواځي غمونه دي ويرونه دي ،ساندي او سلګۍ دي چي زمونږ په غوږونو كي انګازي كوي , ځكه نو اړه شوم چي يوځل مو بيا په يودردمن انځور وژړوم , ځکه چي په مظلوم ژړل هم عبادت دي خو......... بي همتانو او ښځوته.
[img:988077c721]http://www.albasrah.net/images/war_crimes/images/0_jpg.gif[/img:988077c721]
[color=green:988077c721]يادونه :[/color:988077c721]
[color=red:988077c721] پورتنۍ انځور ديوي مور اوماشوم دي چي دزوی يي بدن او دمور يي روح دامريكايي ډيموكراسۍ قرباني شوي دي , لعنت دي وي په امريكايي ښکيلاك ګرانو او دهغوي په وحشي ډيموكراسي[/color:988077c721]
جلالزيه وروره تاته به لږ په ارامو اعصابو ځواب وليكم مايوسه كيږه مه .


قربان شمه له تااااانه تسليم يمه تسليم

Jalazai
31.01.2005

السلام علیکم ورحمه الله و برکاته
درنی خوری!
که د ننګرهاري صيب غوندي ځواب راته ليكې نو ځان مه په عذابوئ او:
[color=red:86722a8efc]قربان شمه له تااااانه تسليم يمه تسليم
زما ښكلې جانااااااانه، تسليم يمه تسليم[/color:86722a8efc]
او كه مو رښتينې پوهه را باندې پېرزو وي بيا نو:
زه رحمن د هر عالم د درخاكروب يم
كه اعلى دى كه اسط دى كه ادنې

[color=darkred:86722a8efc][/color:86722a8efc]


mahboob
31.01.2005

دټول افغان ټولو ملګروته له سلام او پيرزووينو وروسته ليكم :
خاټول خوري ستاسي ليكني ريښتيا هم له درده او احساسه ډكي وي , خو داچي ځيني وروڼه يي دكتلو طاقت نلري نو داځوانان دزړه ناروغان دي بايدچي علاج وكړي ,مونږ ستا خور ليكني ډير په مينه ګورو اوداچي ستاسي ليكني موږ ډير څه ته متوجه كوي نو دداسي موضوعګانو په وركولو له تاسي نه يو جهان مننه كوو .
ستاسي له لوري وركړل شوى پورتنى انځور ريښتيا هم د ديموكراسي په خوله باندي څپيړه ده .تاسي دريښتيني او حقيقي ديموكراسي له مخ نه پرده پورته كړي .ديموكراتان هم ملامت نه دي چي دديموكراسيانو تر منځ توپير بيانوي زه هم دا خبره منم چي ديموكراسي توپير لري :
په صليبي قوانينو كي پورتنۍ ديموكراسي دمسلمانانو په حق كي ختلي ده .
خو دخوښيو ديموكراسي يعني هغه چي په لوي شيطاني مركز امريكه او برطانيه كي نافذه ده هغه يواځي او يواځي دكفارو حق دى خو كه څوك پوه شي .
زما په اند يوه ديموكراسي هم ښه نه ده , لومړۍ خوځكه چي هغه دمسلمانانو له وينو تويولو نه عبارت ده , او دوهمه مي ځكه نه خوښيږي چي هغه ديموكراسي كفر ده چي دمور او خور ازادي نسل دپيداكيدو لامل ګرځي . اوس دي نو ديموكراتان راته ووايي چي ددوي كومه ديموكراسي خوښه ده ؟
كه هغوي دديموكراسي بله كومه طريقه وړاندي كوي نو بيا هغه ته دديموكراسي نوم وركول هسي ددوي سرزوري او ليونتوب دى ,ځكه چي هغه څه پخپله امريكا هم ديموكراسي نه بولي نو تاسي يي څنګه په ديموكراسي پسي تړۍ ؟
زما په نظر په عراق او افغانستان كي دديموكراسي چغي وهونكي علاويان او كرزيان , په اصل كي دصليبي يرغلګرو تالي څټي ,دعيسايانو ګوډاګيان اوديهودو ايجنټان دي چي هيڅكله به هم پخپلو ديموكرتانه موخو كي بريالي نشي .


نقاد
02.02.2005

[quote:5bde816d3a]زما په اند يوه ديموكراسي هم ښه نه ده , لومړۍ خوځكه چي هغه دمسلمانانو له وينو تويولو نه عبارت ده , او دوهمه مي ځكه نه خوښيږي چي هغه ديموكراسي كفر ده چي دمور او خور ازادي نسل دپيداكيدو لامل ګرځي . اوس دي نو ديموكراتان راته ايي چي ددوي كومه ديموكراسي خوښه ده ؟ [/quote:5bde816d3a]
وروره ديموکراسي خو د حکومت شکل دی، په پاکستان او ماليزيا په دوه اسلامي هيوادونو کې شته، آيا هلته د مسلمانانو وينې بهيږي؟ اياهلته د خلکو خويندې ميندې په ازادانه ډول ( بي له نکاح څخه ) نسل دونيا ته راوړي؟ او که نه بر عکس ديموکراسي اولسواکۍ ته وايي او د يو مسلمان اولس واک او واکمني تر ټولو ښه د ملي او اسلامي ارزښتونوساتنه کوي . آيا همداسېايد نه وي؟


نقاد
02.02.2005

[quote:29da223f16]زما په اند يوه ديموكراسي هم ښه نه ده , لومړۍ خوځكه چي هغه دمسلمانانو له وينو تويولو نه عبارت ده , او دوهمه مي ځكه نه خوښيږي چي هغه ديموكراسي كفر ده چي دمور او خور ازادي نسل دپيداكيدو لامل ګرځي . اوس دي نو ديموكراتان راته ايي چي ددوي كومه ديموكراسي خوښه ده ؟ [/quote:29da223f16]
[color=blue:29da223f16]وروره ديموکراسي خو د حکومت شکل دی، په پاکستان او ماليزيا په دوه اسلامي هيوادونو کې شته، آيا هلته د مسلمانانو وينې بهيږي؟ اياهلته د خلکو خويندې ميندې په ازادانه ډول ( بي له نکاح څخه ) نسل دونيا ته راوړي؟ او که نه بر عکس ديموکراسي اولسواکۍ ته وايي او د يو مسلمان اولس واک او واکمني تر ټولو ښه د ملي او اسلامي ارزښتونوساتنه کوي . آيا همداسې بايد نه وي؟[/color:29da223f16]


صابر ننګرهاري
04.02.2005

خاټول خوري له نيكو هيلو څخه ورسته
هر با احساسه مسلمان زړه په اوسني حالاتو كي له غم او ذهن ئي له فكرونو څخه خالي كيداي نه شي ځكه نن ورځ چي وحشي يرغلګر او ايمان پلورونكي مسلمانان چي په كومه كچه د حقيقي مسلمانانو د بربادي لپاره په كار بوخت دي په تاريخ كي ئي مثال نه مندل كيږي خو افسوس چي ډيرو مسلمانانو په سترګو لاسونه ايښي او په غوږو كي ئي ګوتي منډلي او چغي وهي چي په اسلامي نړي د دغه وحشيانو كړه نه ويني او نه ئي اوري خو زه ما په نظر سبب ئي د ايمان كمزوري ده او د مرګ نه ويره ده په مقابل كي د دنيا سره محبت دي.

صابر ننګرهاري


صابر ننګرهاري
04.02.2005

نقاد جانه
تاسي له افغانستان څخه ډير لري ناست ياست او فقط د يرغلګرو راډيوګانوته مو غوږ نيولي دي خو كه د حقيقت څخه خبر شي نو د يرغلګرو له ډيموكراسي څخه به په توبو توبګار شي وروره زه په داخل د افغانستان كي ډير زيات ګرځم خو د ډيموكراسي په نامه چي كوم كارونه تر سره كيږي د هغي مثال نه د روسانو په وخت كي وه او نه په ورستي دورو كي سره ددي چي روسان مونږ ډير زيات وحشي ګڼل او دغه غربيانو ته مو د بشر دوستو په نامه كتل خو چي په خپلو سترګو مي وليدل پوه شوم چي بشري حقوق او داسي نوري چغي او سوري هسي په نوم دي بلكي دوي خپلو وحشي غيري انساني كارونو ته بشري حقوق واي نو ګرانه لكه څنګه چي مو له كمونيزم څخه بد راتلل همداسي مو له غربي ډيموكراسي څخه نو تر څو چي غربيان په افغانستان كي وي نو هر حكومتي كړه به د همدوي د ډيموكراسي په تله تلل كيږي چي كله پكي دوه رايي له يولسو هم درني خيږي.
له ماليزيا څخه خبر نه يم خو د پاكستان له حالاتو ښه خبر يم چي څه قسم حكومت پكي دي. د وخت له كمي له امله ډير څه ويل نه غواړم فقط دومره ويل غواړم چي د پاكستان د حكومت ګردار د چترال د ښځو د خرڅولو د ميلي په اړوند او د لاهور دهرا منډي په اړوند وه ګوري. هغه وروڼه چي په پاكستان كي وسيدلي وي نو ورته ښه معلوميږي چي چترال كي د ښځو د خرڅولو ميله كله او څومره ګرمه وي او د ښځو په دغه تجارت كي څوك لاس لري.
ډير څه شته خو په همدي بسنه كوم.

په مينه او مننه

صابر ننګرهاري


خاټول
05.02.2005

ښاغلو ورورڼو جلالزى , صاحب نقادصاحب,محبوب صاحب , صابر ننګرهارى صاحب او درنو كتونكويو ځل مي بيا سلا مونه او نيكي هيلي ومنى !
ورورڼو وياړم چي له تاسو درنو وروڼو سره په بحث كي ګډون كوم او له لويه څښتنه هيله كوم چي ستاسي وروڼو په نيستى مي وراره نكړي , او تل دي ستاسو عفيفو وروڼو په مينځ كي ستاسو خور ته هم دڅه ليكلو توان وركړي أمين .
غواړم چي دا ځل له خپل خواږه ورور جلالزي صاحب سره دزړه خواله وكړم او دده له لوري ليكل شوي ځوابي توري تر بحث لاندي ونيسم , ګران ورورمي دي ډاډه اوسي چي زماپوچ ويل او ښکنځل كول عادت نه دي , اودراي مخالفت دهرچا حق ګڼم البتة معقوليت , خوږه او قانع كونكي لهجه مي خورا خوښه ده كه څه هم زما دمخالف لوري له خوا وكارول شي .
وروره ! باور وكړه خاوري خاټول عفت كاكړ مو خور ده , نه لالاجان دنوم په ايښودلو كي راباندي غلط شوي او نه هم له دريم صنف ( نر ښځيانو ) څخه يم بلكي يوه مسلمانه پښتنه يم , باور مو وشو او كه خپل ټليفون نمبر هم درته وليكم چي راسره خبري وكړۍ او له غږه مي وپيژنۍ چي خاوري خاټول مو خور ده نه ورور او نه هم نرښ............. ؟؟؟ :lol: :lol: :lol:
وروره ! په خپله ورورستنۍ ليكنه كي دي راته دخور په نامه خطاب كړی , كواكي دا دي ومنله چي زه مو خور يم نو اوس پوښتنه داده چي ايا پښتانه خپلي خور ته دجانان تورې كاروي ؟ ايا دتاسو لاندنې جمله به دتهذيب او لوړو پښتني اخلاقو سره سر خوري :
[color=darkred:a382505129]قربان شمه له تااااانه تسليم يمه تسليم
زما ښكلې جانااااااانه، تسليم يمه تسليم [/color:a382505129]
وروره ! فكر وكړه كه زما غيرتي ورورڼه ستا پورتنۍ مصرع ولولي نو ايا ماته به دنيټ دكتلو اجازه راكړي؟
وروره ! تاسو ليكلي دي :
((وروره، په جګړو كې حلواوي نه وېشل كېږي. د امريكايانو وحشت له چاهم ندى پټ خو دې هرڅه ته زمينه جګړې برابروي،))
سمه ده! دا يو ښكاره حقيقت ديى چي دا ټول غمونه له جګړو را پيښ دي , او داهم سمه ده چي په جګړو كې حلواوي نه وېشل كېږي خو راځۍ لږ په دي حقيقت باندي بحث وكړو چي دا جګړي چا پيل كړي ؟ ايا دا هم دا په اصطلاح لوى ځواكونه نه وو چي په مستضعفو مسلمانانو يي جګړي ور وتپلي ؟ ايا روسي ښامار ګرده منځنۍ اسيا تر خپل ستوني تيره نه كړه ؟ايا هم دا قطبي خرسان نه وو چي زمونږ په حرم او حريم يي تيرى وکړ؟ ايا ګرده اسلامي نړۍ دهمدغه انګلستان , روسيې , فرانسي او ايطاليې په خپلو منځونو كي نوو ويشلي؟ او بيا ددوي دماتي او ياهم تاكتيكي په شاتګ نه ورورسته دمسلمانانو تر مينځ چا دجګړو اور ته لمن ووهله؟ دډيورڼډ د كر غيړني ليكي په را مينځ ته كولو سره زمونږ دبالفعل هندوستان او بالقوة پاكستان تر مينځ په لوى لاس دجګړي لاملونه نه شول خلق ؟ همدا راز دهندوستان او پاكستان , هندوستان او چين , ايران او متحده امارات , عراق او تركيه , عربستان او يمن او همداسي نورو هيوادونو تر مينځ ستونزو لاملونه دچاله لوري خلق شول ؟ وروره هيله منه يم چي ديو تاريخي كتاب په كتلو سره به هم دي پايلي ته ورسيږي كومه چي دنړۍ ګڼ پوهانو درك كړي او هغه دا چي :
[color=green:a382505129]دنړۍ دټولو خونړيو جګړو پيل مسلمانانو نه بلكي هم دغه دامن ټيكدرانو كړی , او ښايي چي دوي په جګړه كولو ګرم وبلل شي نه له ځان نه دفاع كونكې مسلمانان.[/color:a382505129]
وروره! تاسو ليكلي دي :
((په عراق كې چې څه كېږي په هغه كې په امريكايانو سر بېره د ايران ځري او د صدام بعثيان برابر شريك دي. په افغانستان كې چې دغه ډول وحشتونه د امريكايانو لخوا تر سره شول نو ملا صاحب محمد عمر اخوند برابر ور شريك دى او دا ځكه چې د حاكم لپاره تېروتنه او سهوه د جرم مترادفه ده ))
وروره ! كه څه هم تاسو دخپلي مدعا دپاره كوم دليل نه دى ويلى , ولي دتاسو دپارګراپ له وروستنى جملي نه داسي افاده كيږي چي كواكي نوموړو واكدارانو ( صدام بعثيانو او ملا) تيروتني كړي وي او همدغه تيروتني ددي لامل شوي چي امريكا دي په عراق او افغانستان باندي بريد وكړي ,وروره كه مو دلطف له مخي هغه تيروتني راته تشريح كړي چي ايا په ريښتيا هم هغه ((تيروتني)) دومره نه بښونكي وي چي أمريكادي دهغوي له كبله په مليونونو انسانان دګور ميلمانه كړي ؟
ددوي په وينا عراق خو دډليزي وژني وسلي جوړولي,او هغه وسلي دامريكا دناروا اولاد( اسرائلو)دپاره خطروو, نوپه دي ازده نړۍ كي دا حق لرو چي له بش او دانګريزانو په قول دهغه له (پالتو سپې) بلير نه وپښتو چي هغ وسلي څه شوي ؟؟؟.
[color=red:a382505129]پاتي لري ............[/color:a382505129]


Jalazai
06.02.2005

درنې خورې:
ته خفه شوي يې؟ هيله كوم دا لاندې ليكنه مې ولولې بيا دې خفه كېدل يانه خفه كېدل خپل كار دى.
دجانان تورى كه صوفيان خداى او رسول ته كاروي نو قرار به يې هم دومره بې قدره نكړي چې په سياسي بحث كي يې په چا ولوروي . دا خو شعر دى او ما د متل يا ضرب المثل په توګه كارولى، او عربان .وايي چې مثال عين ممثل نه وي بلكې د مفهوم د ښې افادې لپاره كارول كېږي، ما لږ لاندې د رحمان بابا شعر هم ليكلى چې زه رحمان د هر عالم حلقه به ګوش يم.
خانه دې له غنمو ډكه شه، كه دې داشعر هم همداسې تعبير كړى وي نو بيا خو بدې بيګا په كور كي دا هم ويلي وي چې نن مي په فورم كې له رحمان بابا سره بحث وكړ!!! هاهاها
كه زه چاته ووايم چې پكه، دادې بله سپكه، ددې خو دا معنى نده چې دهغه سړي په سر څاړه(د وېښتانو يوډول ناروغي) لګېدلي او پك شوى دى.
دغسې يې درواخله، كه مونږ له متلونو، شعري مثالونو، استعارو، تشبيهاتو، توريو او نورو ښكلنو څخه كار وانخلو نو زمونږ محاوره نيمګړې پاتې كېږي، د لږ څه ښكلو او لږ څه ژورو افادو لپاره دغسي ښكلنې اړيني دي.
ګمان نه كوم دادې له ورته مثالونو سره ستا د مخامخېدلو وروستى ځل وي، ډېر ځله به بيا هم ورسره مخامخ شې خو بد ګماني د ايمان زيان دى.
زه كه خپلې خور ته هم مخاطب واى او ددغې مانا افادې ته مې اړتيا پېښه شوې واى نو نه مې سپموله. دوه مثالونه دركوم او په ضمن كې خپله خبره هم درته راسپړم ، هيله ده زړه وهونكي نه وي.
ما يو ځلې په بازار كې سودا كړې وه او دوكاندار يوڅه غولولى وم، سودا يې بېكاره راكړې وه. كله چې كور ته راغلم نو يوې سپين سرې ترور مې يوه ټپه راته وويله، كه يې تاته ووايم نو په هغې به هم اعتراض وكړې چې خداى دې دا سپين سرې له واره كړي، په سپين سر ديارۍ خبرې كوي، هغې ماته په هغه ورځ دا ټپه وويله چې:
لالى مې نوى سوداګر دى..... غلط يې مه كړې د غزني په دوكانونه
نه زه سوداګر وم، نه مې د غزني په دوكانو كې سودا كړې وه، نه مې ترور ماته لالى وايي ځكه چې لالى يو رومنسي تورى دى، دلته دهغې مطلب داوو چې هلكه ته ملامت نه يې ځكه چې نوى يې، هغې داخبره هغسې هم كولاى شواى خو دغسې ويل يې د پښتنې مور دهغه لوړ ذوق څرګنداوى كوي چې هغې ته يې په پښتني كورونو كې ددادا، ابو، انۍ او ادې مقام وركړى او هغه يې د بلاغت او فصاحت يوه ټوټه ګرزولي. ته خو هم پښتنه يې، پښتون او پښتنه باور كوي، ته دومره ژر بې باوره شوې!
ته ملامته نه يې، زه هم په خليجې ملكونو كې اوسيدونكي خپلوان لرم، هغوى هم مونږ ته مونغ وايي، وحش او جحش الفاظ ډېر كاروي، په ټوكه ژر غوصه كېږي بلكي ژر يې ځان ته نيسي،
زه چې كوچنى وم نو يوه ورځ مې د خپلو دې خپلوانو دكور يو ماشوم په كوټي(جحش) وښكانځه، يعني چې ته كوټى يې، هغه كورته منډه كړه او اوازه يې ګډه كړه چې ده (قرار) ماته د خره زوى ويلي، زما له سپكې وركې وروسته خبره سپينه شوه چې ما هغه ته د خره زوى نه، بلكې كوټى ويلي وو، كله چې هغه وګروېږل شو نو وويې ويل: ماځكه داسې ويلي وو چې كوټى خو هم آخر د خره زوى دى.
دغه ډول پېښي زما دې خپلوانو ته دېري ورپېښېدلې او علت يې داوو چې پښتو هغوى ته دوهمه ژبه وه نو هغوى هغه ګرامري ويله، يعنې هغوى ژبې ته د ژبې په سترګه نه بلكې د يوه عقلي او منطقي سيستم په سترګه كتل، حال دا چې ژبه يو نږه عقلي او په قواعد او په منطقو ولاړ سيستم ندى.
كه څوك چاته دا ووايي چې آفرين زمريه،، ددې مانا دا نه وي چې هغه سړى يې چارپاى كړ، ژوى يې ځيني جوړ كړ، كه څه هم عقل خو همدا ايجابوي او عقلي قاعده هم همدا وايي چې يو څوك زمرى شو نو هغه بايد لكۍ ولري او د لاسونو په ځاى يې هم پښې وي.
هيله ده زړه دې له بې باوري او شك څخه ووينځې، دلته دې فورم ته ټول اكاديميك او علمي خلك راځي، دلته څوك چاته د جانان ويلو لپاره نه راځي،
دا د افغاني نجونو عمومي خصلت دى چې ځاى نه پېژني او هرځاى ځان يوازې او يوازېي ښځه ګڼي، حال دا چې ښځې خو له ښځيتوبه ور اخو هرڅه كېدلاى شي. خيردى كه په ښځو كې پيغمبراني ندي راغلي نوري خو ښځي له غزا څخه نيولي تر سياسي رهبريو او ورځينيو ټولنيزو مسـئلو ... په ټولو كې غټه برخه لري.
د نبي صلي الله عليه وسلم بي بي د تمامو صحابه وو استاده نه وه؟
هغه د جمل په جګړه كې په ميدان كې نه ګرځېده؟
هغې پوره يوه ډله نه رهبري كوله؟ زمونږ دوطن نازو انا، غازي ادې، ملاله او سلګونه داسې نوري.
تاسو چې ميدان ته راوزى نو بهتره ده چې په قوي وجود او ثابت قدم راووځى، كه له يوې خوا غيرتي وروڼه شي، له بله پلوه بې غيرته فورميان(د فورم ليكوال)، له بله پلوه زړونه له بدګمانۍ او شكه دك وي نو:
ګمان نه كوم چې داوړۍ دې شړۍ شي.
ګمان مې نه راځي چې پښتانه دې بله نازو انا ولري،
ګمان نه كوم چې زمونږ د هيواد د ښځو له سره دې د سيماثمر ويدا صمدزۍ او ..... سيوري كم شي.
خورې،،
كه ستاوروڼه رښتيا هم داسي وي او ته يې هم غيرتي ګڼې نو زه او ته په دغه ډول غيرت هم يو بحث لرو، كېداى شي دېرې خبري ځيني را ونښتيځو.
په درناوي
دا څو خبري وې چې ومې كړلې،،،،،، نوري خبري مې په زړه پاته دي.


نقاد
06.02.2005

صابرجانه په سلامونو دې نمانځم ، نيکې هيلې مې هم ومنه، له نظر څرګندونې څخه دې مننه کوم.
يوه غټه تيروتنه په بحث کې روانه ده :
مونږ په نظري توګه د ديموکراسۍ پر ماهيت او اصولو ګړيږو او د هغې په اړه مونږ يو پوهاوي ته سره رسيدل غواړو . خو نور ورونه وار د مخه د لويديځوالې ديموکراسۍ غندنې ته پناه وړي چې اصلأ د خبرو له پاره مطرح نه ده. ځکه د غربي کفارو له پاره د ديموکراسۍ له ماهيت پرته د هغوی په کلتور کې نور مروج عادتونه او ارزښتونه هم شته ، لکه همدغسې چې د اسلامي هيوادونو په ديموکراسۍ کې هم بايد له ماهوي اصولوسربيره کلتوري غوښتنې لکه اسلامي او افغاني ازښتونه ﻻ مهم ځای ولري . دلته د لويديځې او افغاني ديموکراسۍ په منځ کې ستر توپير ر امنځته کيږي ، چې له نظره غورځول يې هم د اولسواکۍ د غوښتونکو او هم د هغی د مخالفينو له خوا يوه لويه نيمګړتيا او جفا بولم .
دا سمه ده چې اولسواکي د پرديو د واکمنۍ ﻻندې ني پلې کيدای ، ملي ازادي او خلواکي د اولسواکۍ لومړی شرط او بنسټ دی، نو د امريکايانو ويستل هم ملي او اسلامي او هم يو ديموکراتيک هدف دی ! له دې کله او پر همدې درې بنسټونو
ايد د هيواد دملي ازادۍ اوخپلواکۍ، اسلام او اولسواکۍ غورځنګ بايد په ارګانيکه توګه سره يوشي ، څو دبهرنيو ځواکونو په وړاندېي وه غالبه الټرناتيف او بديل رامنځته کړي . اولسواکي يې بايد سياسي ﻻر ښوونه وکړي. واسلام


mahboob
07.02.2005

[quote:b9b8204bf7] وروره ديموکراسي خو د حکومت شکل دی، په پاکستان او ماليزيا په دوه اسلامي هيوادونو کې شته، آيا هلته د مسلمانانو وينې بهيږي؟ اياهلته د خلکو خويندې ميندې په ازادانه ډول ( بي له نکاح څخه ) نسل دونيا ته راوړي؟ او که نه بر عکس ديموکراسي اولسواکۍ ته وايي او د يو مسلمان اولس واک او واکمني تر ټولو ښه د ملي او اسلامي ارزښتونوساتنه کوي . آيا همداسېايد نه وي؟
[/quote:b9b8204bf7]
درنو وروڼو او خوږو دوستانو سلامونه مي ومنۍ .
ښاغلې نقاد صاحب له جواب ويلو نه مويوه دنيا مننه . داچي ستاسي ديموكراسي دپاكستان او ماليزيا له ديموكراسي نه عبارت ده نو اوس به لږ د نو مو ړو ديمو كراسيانو په څرنګوالي سره وغږيږو او بيا به وګورو چي دا ديموكراسيوي تر كومه ځايه په اسلامي اصولو برابري او خپلواكي دي :
الف -سوداو شراب په اسلام كي حرام او ناروا شى بلل شوي مګر په نوموړو ديموكراسيو كي آيا(سوداوشراب) حلال نه دي ؟ نودخپل هيوادلپاره آيا داسي ديموكراسي غوښتل په خپلو هيوادوالو په خاص ډول په غريبانو باندي تيرى كول نه دي ؟ دداسي ديموكراسي غوښتل آيا دقرآن مجيد او سنتو خلاف كار كولو په معنا نه ده ؟
ب -آيا په نوموړو هيوادونو كي دديموكراسي په نامه دصليبيانو غلامان او ديهودو تالي څټي فاسق او فاجرګوډاګيان په مسلمانانو باندي نه دي حاكمان شوي ؟
ج-آيا په نوموړو هيوادونو كي دديموكراسي تر نامه لاندي دپاكستان په قبايلي سيمو او همداراز دماليزيا په ډيرو سيمو كي دسوچه مسلمانانو وينه نه توييږي ؟ آيا له دې حقيقت نه تاسي انكار كولى شۍ ؟
د-آيا دنوموړو هيوادونو حاكمان دامريكا له اجازې پرته څه هم كولاى شي ؟ آيا دهغو ي آمران امريكايان نه دي ؟ آيا ومو نه ليدل چي دامريكا لپاره يي خپل شه شه علما جيلونو ته وليږل ؟ آيا هغوي اوس پخپلو هيوادونو كي دعلماوواو مجاهدينو په ضد عملياتو باندي بوخت نه دي ؟
ر- آيا دنوموړو ديموكراسيو حاكمان له جهادنه منكر نه دي ؟ آيا هغوي جهاد دترهه ګري او مجاهدين بيا دترهه ګرو په نامه نه يادوي ؟
ز- آيا په نوموړو هيوادونو كي اصل حكومت دN.G.Oګانو په لاس كي نه دى ؟
س- آيا په نوموړو هيوادونو كي عيسايان او يهودان په خلاص مټ خپل ارتدادي كارونه نه كوي ؟؟؟...............................؟؟؟؟ ............؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
نو نقاد صاحب : اوس تاسو پخپله ګريوان ته سر ټيټ كړۍ او وواياست چي آيا يو هوښيار سړی به داډول قوانين په خپل هيواد كي پلي كړي ؟ آيا دداسي قوانينو نفاذ ته لاره هوارول , او يا يي هم تاييد كول به دايمان كمزوري نه وي ؟
كه تاسي واياست چي زمونږ ديموكراسي به اسلامي وي خو بيا هماغه خبره شوه چي اسلامي ديموكراسي دي امريكايان نه درسره مني , نو هغه څه چي امريكايان يي ديموكراسي نه بولي ته يي څنګه ديموكراسي بولې ؟ نو ولي دسوچه اسلامي نظام دنفاذ هڅي نه كوو ؟؟
نقادصاحب : له پورتنو دليلونو نه معلومه شوه چي (شف شف) نه چليږي يا سم دغربي ديموكراسي تاييد وكړه او يانو بيا داسلامي نظام نفاذ ته غاړه كيږده .
{كه چاته داسلامي نظام دنفاذ تاييد دزهرو ګوټ وي نودغربي ديموكراسي دخباثتونو له كبله دي دا زهر وڅشي او دآخيرت له عذابه دي ځان وساتي }
پورتنۍ جمله مي عامه بڼه لري هيڅوك دي ځانته نه راجع كوي .


نقاد
08.02.2005

[quote:f2d117a56c]ښاغلې نقاد صاحب ستاسي ديموكراسي دپاكستان او ماليزيا له ديموكراسي نه عبارت ده [/quote:f2d117a56c]
نه ښاغلی محبوب صاحب،تر سلام وروسته عرض کوم: زما دموکراسي دپاكستان او ماليزيا له ديموكراسي نه عبارت نده، بلکې ديموکراسي د حکومت شکل دی چې اصول او پرينسيپونه يې ما د پوهنې او فلسفې په فوروم کې د (( اولسواکي څی دی)) تر سرليک ﻻندې روښانه کړي دي ، هيله ده هلته يې وګورئ . هو پاکستان او ماليزيا دوه اسلامي هيوادونه ي چې دديموکرسۍ د پلي کولو هڅې کوي ، خو هلته دموکراسي بشپړه شوې نه ده.

[quote:f2d117a56c]نو اوس به لږ د نو مو ړو ديمو كراسيانو په څرنګوالي سره وغږيږو او بيا به وګورو چي دا ديموكراسيوي تر كومه ځايه په اسلامي اصولو برابري او خپلواكي دي : [/quote:f2d117a56c]
دموکراسي له خپلواکۍ پرته نه پلې کيږي، اقتصادي اړاو تړاو دديموکراتيکو هيوادونو تر منځ شته. ښايي همدغه د خپلواکۍ نشتوالی په نوموړو هيوادونو کې د دموکراسۍ په ﻻرې کې خنډ او ځنډ رامنځته کړی وي.
[quote:f2d117a56c]الف -سوداو شراب په اسلام كي حرام او ناروا شى بلل شوي مګر په نوموړو ديموكراسيو كي آيا(سوداوشراب) حلال نه دي ؟[/quote:f2d117a56c]
نه وروره په پاکستان او ماليزيا کې هم څوک حرام سود او شراب حلال نه ګڼي، که څه هم ډير کسان به پټ او ښکاره دغه عملونه کوي . نو دا ﻻندې پوښتنه مو هم پر ځای نه ښکاري چې ګواکې [quote:f2d117a56c]دخپل هيوادلپاره آيا داسي ديموكراسي غوښتل په خپلو هيوادوالو په خاص ډول په غريبانو باندي تيرى كول نه دي ؟ دداسي ديموكراسي غوښتل آيا دقرآن مجيد او سنتو خلاف كار كولو په معنا نه ده ؟
[/quote:f2d117a56c]
[quote:f2d117a56c]ب -آيا په نوموړو هيوادونو كي دديموكراسي په نامه دصليبيانو غلامان او ديهودو تالي څټي فاسق او فاجرګوډاګيان په مسلمانانو باندي نه دي حاكمان شوي ؟ [/quote:f2d117a56c]
زورواکي خو هلته نشته او که مسلمانانو دصليبيانو غلامانو او ديهودو تالي څټو
فاسق او فاجروګوډاګيانو ته رايی ورکړې وي او پر ځانونو يې حاکمان کړي وي ، نو دابيا خپله د مسلمانانو ګناه ده.

[quote:f2d117a56c]ج-آيا په نوموړو هيوادونو كي دديموكراسي تر نامه لاندي دپاكستان په قبايلي سيمو او همداراز دماليزيا په ډيرو سيمو كي دسوچه مسلمانانو وينه نه توييږي ؟ [/quote:f2d117a56c]
په قبايلو کې د اسامه بن ﻻدن په پلوي سره ځينې کسان خپله وينه تويول جهاد بولي او خپله وينه تويوي . که په ماليزيا کې هم د سختدريځه اسلامي اورپکو سره جګړې کيږي نو د پارلمان غړو به حکومت ته ددې کار اجازه ورکړې وي، هم پښتانه قبايل او هم اسلامي سختدريځي بايد پارلمان ته ګڼ شمير داسې وکيلان وليږي چې ددوی غوښتنو ته قانوني ﻻر پيدا او هغه پلي کړي .

[quote:f2d117a56c]د-آيا دنوموړو هيوادونو حاكمان دامريكا له اجازې پرته څه هم كولاى شي ؟ آيا دهغو ي آمران امريكايان نه دي ؟ آيا ومو نه ليدل چي دامريكا لپاره يي خپل شه شه علما جيلونو ته وليږل ؟ آيا هغوي اوس پخپلو هيوادونو كي دعلماوواو مجاهدينو په ضد عملياتو باندي بوخت نه دي ؟ [/quote:f2d117a56c]
که دوی د مسلمان اولس د اکثريت رايېخپلې نکړي ، هر زور زياتی يې مردود دی او د جهاد نوم ورکول د سياسي هدف له پاره له اسلام څخه ناوړه ګټه اخيستل دي .
د ملمانانو زړونه او رايې دې ګټي او مشروع حکومت دې وکړي .
[quote:f2d117a56c]كه تاسي واياست چي زمونږ ديموكراسي به اسلامي وي خو بيا هماغه خبره شوه چي اسلامي ديموكراسي دي امريكايان نه درسره مني , نو هغه څه چي امريكايان يي ديموكراسي نه بولي ته يي څنګه ديموكراسي بولې ؟ نو ولي دسوچه اسلامي نظام دنفاذ هڅي نه كوو ؟؟ [/quote:f2d117a56c]
مونږ د امريکايانو په مټ نه، بلکې پر خپل مټ اولسواکي غواړو چې افغانيت او اسلاميت پهکې غښتلی او خوندي اوسي ، خو وي به اولسواکي، د مؤمن او مسلمان افغان اولس اولسواکي ، او هغه به مونږ ، ته او زه او بل او بل افغاني ورونه به يې جوړوو، ديني علمأ به هم په کابينه او هم د عدليې د وزارت مقامونه او مسجدونه به ټول ددوی په ﻻس کې وي . خود سياسي مشرۍ نه به ليرې ګرځي ، ځکه :
[color=red:f2d117a56c]چي نه کار هلته څه کار ؟[/color:f2d117a56c]


mahboob
14.02.2005

ټولودوستانوته سلامونه .
ښاغلی نقاد صاحب له ځوابي ليکني نه مو مننه , اوس به لژ ستاسي په ليکنه رڼا واچوو;
الف - تاسي ليکلي چي (جهاديان) داسلام نوم هسي دسياسي حاکميت دﻻس ته راوړو لپاره استعمالوي ,نو وروسته تردې چي دهغوي په اړه ستاسي داګمان غلط دی ,ښايي ووايم چي دسياسي حاکميت دﻻسته راوړو لپاره داسلام دنامه داستعمال خبره په تاسي ريښتيني راځي ځکه چي : دغير اسلامي ديموکراتيکوحکومتي اصولو دپلي کيدولپاره خوهمداتاسي داسلام نوم استعمالوۍ, ان تردې چي دټول افغان په پاڼه کي لومړی شخص تاسي ياست چي د(اسلامي ديموکراسي)`اصطلاح مو خلکوته وروپيږندله .
نو ايا(اسلام اوديموکراسي) په يوه بنۍ کي د اور اواوبو اچولو معنا نلري ???
ب - تاسي پاکستاني مسلمانان ملامتوۍ چي ولي يي پارلمان له ګوډاګيانو،تالي څټواو امريکي ټوک خورو نه ډک کړی ؟
ښاغليه ! وروسته تردې چي تاسي پخپله په حکومتي سيټ اپ کي دعلماوو په اړه د (چي نه کار هلته څه کار) اصول ليکلي اوغوره کړي ،اوعلماموترمنبراومحراب پوري خاص ګرځولي (اوداصول په ديموکراسي کي ديوې کليي قاعدې بڼه لري ځکه خو يي هم ستاسي په شمول هر ديموکرات په ليکلو اړدی) نو کله چي علما په ديموکراسي کي له حکومته لري ساتل کيژي اوپه ځاي يي عيسوي ګوډاګيانو يهودي تالي څټو او امريکايي ټوک خواروته حکومتي واګي په ﻻس کي ورکول کيژي نو بيا اياله پاکستاني مسلمانو پارلمان ته دعلماووپه نه ليژلو ستاسي ګيله په ځاي کيداي شي؟؟؟
نو د(چي نه کارهلته څه کار) داصولو په بنياد چي دي کله دديموکراسي په نامه ډګر فاسقانو اوفاجرانو ته په لاس ورکړ نو اوس ګيله له ديموکراسي نه کول پکاردي نه له بې ګناه مسلمانو.
ج - ښاغليه نقاده ! ستاسي په خبرو کي ډير ضداونقيض خبري دي دمثال په توګه : تاسي خو هلته له عوامو ګيله کوۍ چي ولي علما پارلمان ته نه راولي ؟ اوهلته بيا دهمدې علماوو په اړه د(چي نه کارهلته څه کار) په اصولووﻻړ ياست ، ايا په خبروکي دومره تضاد ؟؟
که چيري تاسي بيا هم پخپله ديموکراسي کي علماوو ته ځاي ورکول غواړۍ ،نو بيا خوتاسي پخپله د هغو ديموکاتيکو اصولو سرغړونه کوۍ کوم چي پخپله تاسي د(چي نه کار لته څه کار ) په تورو باني پخپلو ليکنوکي ليکلي , ځکه نو هغه ټول نومونه اوالقاب چي تاسو نورووروڼو ته دديموکراتيکي اصولودسرغړوني له کبله ورکړي وو برعکس په تاسي باندي ريښتيني راځي اوتاسي په هغو نومونو ونوميدۍ ، اوس نوتاسي خپلي تيري ليکني په بيا بيا وګورۍ چي تاسي دځان لپاره وړ القاب کارولي که ناوړ؟؟؟
ښاغليه ! خپلو ليکنوته بايد پام وکړو ، اودليكنو پر مهال ښايي درحمان بابا دا شعر په ياد ولرو :
كر دګلو كړه چي سيمه دي ګلزار شي ...........................................................
................................. اغزي مه كره په پښو كي به دي خار شي ...............................................
ته چي بل په غشو ولې هسي پوه شه ........................................................
.............................چي همدا غشى به ستا په لور ګزارشي ....................................................


نقاد
15.02.2005

ټولودوستانوته سلامونه .
ښاغلی محبوب له نيوکو نه مو ډيره ډيره مننه , تاسو ويلي :

[quote:171d95e025]الف - تاسي ليکلي چي (جهاديان) داسلام نوم هسي دسياسي حاکميت دﻻس ته راوړو لپاره استعمالوي ,نو..ستاسي داګمان غلط دی ..[/quote:171d95e025]
وروره که ليبراليزم او ليبراله موکراسي مو موخه وي، نو هغه خو مونږ هم رد کړې او همدا اوس يې هم غندو ، او که اولسواکي چې صرف د حکومت هغه کل دی چې
حکومت د اولس له خوا هم غوره کيږي او په عامو ازادو عادﻻنه او مخفي رايګيريو کې انتخابيږي او هم بيا د ورا له خوا کنترول کيږي ، نو ددې اياس خو له هر څه نه مخکې په اسلام کې رامنځته شوی او راشدين خليفه ګان په بيعت يا رايو په اکثريت ټاکل شوي دي ، کوم چې ددموکراسۍ لومړنی شکل و، نن له ليبراليزم پرته انتخاباتي حکومتونه په اسلامي کې بالکل د اسلامي اولس د واک يا اسلامي اولسواکۍ ښه بنسټ جوړوي . په دې نه اورشته او نه اوبه ، بلکې دواړه سره نوک او اورۍ دي ، خو د قدرت غوښتونکو ديکتاتوران له بيسواده ساتل شوي او بيسواده دهقاني پرګنو له احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته کوي او د اسلام پر نامه پرې خپله شخصي ديکتاتوري د هغوی د مرګ په بيعه رامنځته کول غواړي . په تيرو ٢٥ کالو کې د تنظيمونو دغه سياسي خر مستۍ هرافغان په خپلو سترګو وليدي او له هغو تلفاتو څخه چې د شورويانو پر ضد جګړو کېيې ورکړي وو، په لنډه موده کېيې د هغې ځخه لس چنده زيات تلفات يې په خپلمنځي جګړو کې د قدرت په سر او بالکل داسلام په بهانه ورکړل ، نور هغې ته داسلام ه بهانه بيا دوام ورکول هم داسلام او هم دافغان مسلمان اولس سره جفا او دوښمني ده.
هو د امريکايانو ويستل له افغانستان څخه ضروري اوحتمي دي، خو هغه د اولسواکۍ او اسلام د اړيکو سره هيڅ تړاونه لري ، که امريکايان سل ځله د دموکراسي نوم بهانه کړي، څوک يې نه مني چې دموکراسي ګواکې په زور او له بهره راتلای شي. اولسواکي يوه پخوانۍ غوښتنه او اړتيا وه او د اولسواکۍ د لسيزې په نامه يوه دوره تيره شوې هم ده چې د رسانو په ﻻسوهنه د داود خان دکودتا پوسيله له منځه ﻻړه اوداسې غميزه رامنځته شوه چې پايلې يې ﻻ همدا اوس هم روانې دي .
وروره نه دموکراسي کوم ګوند ته وايي او نه زه په کوم ګوند کې يم،چې قدرت ته رسيدل او د هغې له پاره له اسلام څخه استفاده کول وغواړم، ولې ايا تنظيمونه ټول د قدرت ليوال ليوان نه وو؟ او تراوسه پورې د ټوپک سلارۍ څخه د خلکو د وينو په تويولو صرفه کوي؟، او دا ټول ښکاره داسلاپه نامه نه کوي؟ جهاد خومجاهد اولس کړی ، خو تنظيمونه چې تش د سلاکوټونو تحويلداران وو ، تر نن ورځې پورې پرې سياسي تجارت ته دوام ورکوي .
دا [quote:171d95e025]خبره په تاسي ريښتيني راځي ځکه چي : دغير اسلامي ديموکراتيکوحکومتي اصولو دپلي کيدولپاره خوهمداتاسي داسلام نوم استعمالوۍ, ان تردې چي دټول افغان په پاڼه کي لومړی شخص تاسي ياست چي د(اسلامي ديموکراسي)`اصطلاح مو خلکوته وروپيږندله [/quote:171d95e025].
وروره دلته مو د حقيقت په تر څنګ صرف يو مخوند غلط ور اچولی ، هغه ترې ليرې کړه نور ټوله جمله سم دحقيقت په نامه درسره منم : د ( غير) په يوه ټکي مو ټول حقيقت سر چپه اومردود کړی دی . خو دا بيا ه دا معنی نه ورکوي چې ګواکې زه کوم قدرت ته پرې رسيدایشم او رسيدل غواړم . برعکس زه پرې هغه قدر ت بيا ليدای شم چې زما د اولس وينې نور څوک نشي تويولی،سر او مال ناموس اوخپلواکي به يې خوندي وي : دا قدرت نه لويدځواله او نه ليبراله امريکايي او يا اروپايې دموکراسي ده، [color=darkblue:171d95e025]بلکې زما د خپل اولس افغاني او سلامي اولسواکي ده اوبس [/color:171d95e025].هو! هم اسلامي ده او هم افغاني ، خو اولسواکي ده ، نه دقدرت غوښتنې خرمستي، برعکس د قدرت غوښتنو او قدرت چلونو رام کول دي د مسلمان افغا اولس په اراده اوتکل سره!!!

ب - تاسي پاکستاني مسلمانان ملامتوۍ چي ولي يي پارلمان له ګوډاګيانو،تالي څټواو امريکي ټوک خورو نه ډک کړی ؟
[quote:171d95e025]ښاغليه ! وروسته تردې چي تاسي پخپله په حکومتي سيټ ... کي دعلماوو په اړه د (چي نه کار هلته څه کار) اصول ليکلي اوغوره کړي ...نو (چي نه کارهلته څه کار) داصولو په بنياد چي دې کله دديموکراسي په نامه ډګر فاسقانو اوفاجرانو ته په لاس ورکړ نو اوس ګيله له ديموکراسي نه کول پکاردي نه له بې ګناه مسلمانو.[/quote:171d95e025]
محبوبه ورره، ما عدليه وزارت د اسلامي عدالت اومحاکمو له پاره، جوماتونه داسلامي اخلاقو د سوچه ساتلو اوبشپړتيا له پاره په اسلامي او افغاني اولسواکی کې تل د اسلامي علماو ميراث ګڼلی چې بي له کومې ګوند ي، تنظيمي او پارلماني او انتخاباتي مبارزې څخه به داسلامي علمای کرا م په ﻻس کې وي . دا حق بل هيڅ چاته نشي ورکول کيدای ، په ګوندي او پارلماني مبارزه هم غير اسلامي علماو ته نشي ورکول کيدای . تر دې زيات حق په سياسي رهبرۍ کې ورکول يې د خپلې سياسي ، پارلماني ، ګوندي او ازماني مبارزې پورې اړه لري ، دنورو ټول سياسي ډلو په څير . له دې سوله ييزې ساس مبارزې پرته د سياسي مشرۍ غوښتل چې کار او مبارزيې ورته نه وي کړې خو مت يا ه زور قدرت غواړي نو هغهيېبيا د
( نه کار هلته څه کار) د اصل سه م ردږي، نه د هغوی اولسواکه سوله ييزه کاميابي د اسلام او اول د خدمت پهﻻر کې ! دا خو يې خپااسلمي موکراتيکحق دی او مونږ ټول طالبان او اخوانيان وونه دغې مبازې ته رابولو !
نووروره ددې ﻻندينۍ ګيلې تخم (= سؤ تفاهم ) ما نه ،بلکې تاسو پخپله کرلی دی دی اودا ګيله مو لطفأ واپس درواخلئ چې : [quote:171d95e025]ج - ښاغليه نقاده ! ستاسي په خبرو کي ډير ضداونقيض خبري دي دمثال په توګه : تاسي خو هلته له عوامو ګيله کوۍ چي ولي علما پارلمان ته نه راولي ؟ اوهلته بيا دهمدې علماوو په اړه د(چي نه کارهلته څه کار) په اصولووﻻړ ياست ، ايا په خبروکي دومره تضاد ؟؟[/quote:171d95e025]
نو راځئ چې ورونو چې د ملي اسلامي اولسواکۍ غورځنګ په ګډ راپيل کړو اودا تورمخي ، ستاسوپه اصطلاح ٌصليبيان ٌ پرې له هيواد څخه وباسو. ومن الله التوفيق .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more